دری     |     English

دا پاڼه د واشنګټن په ایالت کې د بانکي خدماتو سره د مرستې لپاره معلومات لري

Banking Info

بانکداري

د بانکي حساب د خلاصولو مرحله

  1. تاسو باید د ځان سره تصمیم ونیسۍ چې تاسو په کوم بانک یا credit union سره حساب خلاصول غواړۍ. دواړه ذکر شوي ځایونه تاسو ته اجازه درکوي ترڅو چکونه جمع کړۍ، پور واخلۍ، سود یا د خپلو ذخیره شویو پیسو اضافه ګټه ترلاسه کړۍ او تر 250,000 ډالرو پورې بیمه کیدای شي.
  • په عمومي ډول سره بانکونه د یوه چا شخصي ملکیت اوسي، او په عام ډول ډیرو کسانو ته خپل خدمات وړاندې کوي. نو لکه څنګه چې دغه بانکونه د یوه چا شخصي ملکیت وي، نو خامخا به ګټه کوي، نو دوۍ شاید ډیر فیسونه واخلي.

Credit unions چې کوم دي د ټولنې د غړو پورې مربوط دي، دوۍ د ګټي لپاره کومه اراده نلري او عموما د لږو کسانو لپاره خپل خدمات وړاندې کوي، مګر ددوۍ د سود قیمتونه ډیر لوړ دي.

2. تاسو باید د ځان سره تصمیم ونیسۍ چې کوم ډول حساب تاسو خلاصول غواړۍ

  • دلته اکثره وخت د پیسو ورکړه او د ا پیسو ترلاسه کول په مستقیم ډول ترسره کیږي.
  • دلته په عمومي شکل سره سود ایا اضافه ګټه نه ورکول کیږي
  • په دی کی د debit card څخه استفاده کیږي، کوم چې د پیسو په اسانه راویستلو کی مرسته کوي.
    • Savings account
    • دغه ډول حساب تاسو ته اجازه درکوي ترڅو تاسو پکې خپلې پیسې په محفوظ ډول کیږدۍ او د هغو پیسو ګټه یا سود ترلاسه کړۍ.
  1. یادونه: لکه څنګه چې ذکر شول په دغه ډول بانکونو کی د سود اخیستل یو معمول دی، او دا کاملن د شریعت سره په ټکر کی راځي. په هر صورت تاسو کولای شۍ چې په اکثره بانکونو کی د لومړنۍ فورمې د ډکولو په وخت کی ورته یادونه وکړۍ چې تاسو هیڅ ډول سود نه غواړۍ. نو بیا به ستاسو دغه ډول حساب هم د checking account په څیر شي چې هیڅ ډول د سود معامله پکې نه کیږي.
  • د پیسو ویستلو اعظمي حد په دغه ډول بانکونو کی په میاشت کی 6 ځله دی.
  • ستاسو پیسې تر 250000$ پورې بیمه کیږي.
    1.  
  1. تاسو چې کله غواړۍ چې حساب خلاص کړۍ، نو تاسو باید په انلاین بڼه او یا هم خپل محلي د بانک ادارو ته په ورتګ سره دغه لاندې شیان یوسۍ:
    • ستاسو د ټولنیز امنیت شمیره  
    • د شناخت کارت یا د موټر چلولو جواز
    • که چیرته اړتیا وي نو تاسو باید لږترلږه 100$ ډالر د ځان سره ولرۍ، چې معمولن په لومړي ځل د حساب د پرانیستلو لپاره پکاریږي.
    • هره اداره په لومړي ځل د حساب پرانیستلو لپاره مختلف د پیسو حد لري.

 

سود یا ګټه

د    Savings accounts او بعضې checking accounts  دوۍ تاسو لپاره  سود یا ګټې خدمات وړاندې کوي د هغه پیسو څخه چې تاسو ېې په بانک کی لرۍ. د سود یا ګټې معیار د 0.05% او 3.5% ترمنځه دی. سود یا ګټه په عمومي توګه د میاشتې په اخیره کی ستاسو په پیسو باندې اجرا کیږي.

اضافه معلومات: که چیرته تاسو په خپل savings account حساب کی 200$ ډالر د 0.10% د سود یا ګټې سره پراته وي، نو تاسو به د هرې ماشتې په اخیره کی د 0.20$  ډالرو په اندازه ګټه ترلاسه کوۍ او ستاسو حساب ته به ور اضافه کیږي.

لارښوونه: تاسو کولای شۍ چې د زیاتره بانکونو څخه پوښتنه وکړۍ ترڅو ستاسو د اوسنې حساب څخه هر ډول سود یا ګټه لرې کړي، نو که چیرته تاسو غواړۍ دغه چاره اجرا شې نو تاسو باید یو ځانګړې فارم ډک کړۍ. دا د هغو خلکو لپاره ډیر مهم او مناسب دی چې غواړې خپله بانکداري د اسلامي شریعت سره برابره کړي پرته د سود یا ګټي څخه چې د شریعت سره په ټکر کی راځي.

 

په مستقیم ډول د پیسو جمع کول

په مستقیم ډول د پیسو جمع کول یا Direct Deposit هغه وخت صورت نیسي چې تاسو خپل د پیسو د ورکړې چیک د خپل کارکوونکې او خپل بانکي حساب سره وصل کړۍ. نو په دې طریقې سره ستاسو کاروونکې کولای شي چې په انلاین بڼه خپلې پیسې ترلاسه کړي بغیر ددې څخه چې تاسو ورته په فزیکې بڼه د پیسو چیک ورکړۍ. ډیرې بانکونه او credit unions تاسو ته د Direct Deposit په کارولو سره ځانګړې امتیازات هم درکوي.

 

Debit card:

 ستاسو د checking account یا حساب سره وصل شوې وي. ددې ډول کارت په کارولو کارولو سره تاسو کولای شۍ چې هر ډول توکې ځانته واخلۍ او پیسې به ېې ستاسو د حساب څخه په انلاین ډول وګرځول شي، دغه کارت معمولن په هغه ځایونو کی کار کیږي چیرته چې card reader موجود وي. د مثال په ډول تاسو ددې څخه په پرچون پلورنځیو او انلاین marketplace کی استفاده کولای شۍ.

 

ATM:

تاسو کولای شۍ چې دغه ډول ځانګړې ماشین یا ATM په پرچون پلورنځیو او نورو عمده او مهمو ځایونو کی پیدا کړۍ، او معمولن ستاسو د بانکي حساب سره وصل وي. دغه ډول ماشین ددې لپاره کارول کیږي چې تاسو ورڅخه د ضروت په وخت کی نغدې پیسې وباسۍ.

 

قرضونه

تاسو کولای شۍ چې د بانکونو او credit unions څخه پیسې د قرض په شکل کی ترلاسه کړۍ، مګر تاسو باید دغه قرض د اضافه سود یا ګتې سربیره دوۍ ته بیرته ورکړۍ. ددغه ډول سود یا ګټې اندازه معمولن د 5% او 8% فیصدو په منځ کی اوسي.

دا ډیره مهمه ده چې ترڅو د پور شارک/ loan sharksڅخه مخنیوي وشي. loan sharks هغه د پیسو ورکوونکې دي چې دوۍ په لوړه سطحه په خلکو باندې سود یا ګټه وضعه کوي، چې معمولن د 20% څخه تر 30% فیصدو پورې اوسې، نو ددغه ډول قرض او ورسره دومره سود یا ګټه د یوه چاره لپاره ډیره سخته تمامیږي، او شاید دی ته اړ کړل شي چې د مخکینې قرض د خلاصولو لپاره بل قرض وکړي. په دغه ډول د پیسو ورکوونکو باید هیڅ باور ونه شي. په دغه ډول loan sharks کی دغه لاندې نومونه شامل دي.

  • Loan for Any Purpose
  • Moneytree
  • Champion Cash Title Loans
  • Loan Service Center

 

فیسونه

مختلف بانکونه او credit unions ممکن د مختلفو شیانو لپاره مختلف فیسونه واخلي. په عمومې شکل سره لاندې د ځینو فیسونو یادونه شوې ده چې دا به شاید په ځینو بانکونو او credit union کی د استعمال وړ وي یا نه. کله چې تاسو په لومړي ځل حساب جوړل غواړۍ نو تاسو باید ځان مطمن کړۍ او پوښتنه ورڅخه وکړۍ چې کوم ډول فیسونه به له تاسو څخه اخیستل کیږي.

 

د پیسو ساتلو فیس

بعضې بانکونو کی چې تاسو حساب ځانته جوړ کړې اوسې، نو دوۍ به له تاسو څخه میاشتینې فیس اخلي. مګر ځنې وختونه دغه ډول فیسونه معاف کیدلای هم شي، په هغه صورت کی چې تاسو ددې ډول بانکونو ځنې خاص شرایط پوره کړۍ لکه د مثال په ډول د پیسو توازن یا لږترلږه کافي پیسې او د میاشتی په حساب سره د direct deposit څخه استفاده وکړۍ.

 

ATM fee

ددې ماشین په واسطه تاسو کولای شۍ چې د خپل بانکي حساب څخه نغدې پیسې راوباسۍ. دغه ډول ماشینونه په هر بانک، پرچون پلورنځیو او عامه ځایونو کی موندل کیږي. که چیرته تاسو د ATM څخه استفاده کوۍ او نوم ېې دهغه بانک د نوم سره یو شان وو یعنې چې د همدې بانک پورې مربوط ATM وو، نو په دې صورت کی له تاسو څخه د پیسو راویستلو فیس نه اخیستل کیږي. خو که چیرته د ATM نوم او د بانک نوم سره یو شان نه وو یا د مربوطه بانک خپل ATM نه وو، نو په دې صورت کی به له تاسو څخه د پیسو راویستلو فیس اخیستل کیږي. تاسو کولای شۍ چې د خپل بانک یا credit union د پالیسیو په اړه ځانته معلومات حاصل کړۍ چې د ATM او نورو په اړه ېې لري.

 

Overdraft fee

که تاسو په خپل حساب کی د موجودو پیسو څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کوۍ، په دې صورت کی به ستاسو حساب منفي شي او ستاسو څخه به د Overdraft فیس وګرځول شي. همدارنګه دا ستاسو په بانک یا credit union د ډول پورې اړه لري چې تاسو شاید د میاشتې په حساب سره جریمه شۍ، په هغه صورت کی که چیرته ستاسو حساب همداسې منفي پاتې شي.

 

د زیاتو معاملو یا زیاتو پیسو د لیږد فیس

اکثره savings accounts یا حسابونه په محدوده اندازه په میاشت کی 6 ځله د پیسو د لیږد یا ویستلو لایحه لري. نو که چیرته تاسو ددې اندازې څخه د زیاتو معاملو یا وپیسو ویستلو کوشش وکړۍ نو ستاسو بانک یا credit union به تاسو ددې کار د کولو په مقابل کی جریمه کړي.

 

په کافي اندازه د پیسو د نه شتون فیس

اکثره بانکونه داسې شرایط لري چې تاسو باید لږترلږه یو څه اندازه پیسې په حساب کی وساتۍ، د مثال په ډول چې تاسو باید په خپل حساب کی کم از کم 100$ او یا 200$ ډالر د همیشه لپاره په خپل حساب کی ولرۍ. خو که چیرته ستاسو حساب د دغه ډول ذکر شویو پیسو څخه کم شو، نو په دی صورت کی به تاسو د خپل بانک یا credit union لخوا د کافي پیسو د نشتون له امله جریمه کړي.

 

د چیک فیس

شاید تاسو ته به ټول بانکونه یا credit unions په وړیا توګه چیکونه یا د چیک کتاب/ checkbookدر نکړي. کله چې تاسو د بانک څخه د چیک لپاره غوښتنه کوۍ، نو تاسو باید ددې چارې د اجرا لپاره بانک ته خپل فیس ورکړۍ.

 

Wire transfer fee

ځنې بانکونه او credit unions ستاسو څخه فیس اخلي، کله چې تاسو د یوه حساب څخه بل حساب ته پیسې لیږۍ. په ساده ډول د پیسو لیږد دی ته واېې چې تاسو په یوه بانک کی د یوه حساب څخه بل ته پیسې لیږۍ. خو بیا wire transfer دې ته واېې چې تاسو د حساب څخه بل حساب ته د مختلفو بانکونو څخه پیسې لیږۍ.

 

د کاغذي بیانېې فیس

ځنې بانکونه او credit unions ددې لپاره له تاسو څخه میاشتینې فیس اخلي چې ترڅو تاسو ته په کاغذي شکل بیانیې یا خبر ولیږي چې ترڅو تاسو د خپل حساب د پیسو توازن او فعالیتونو څخه خبرداره وساتي. تاسو کولای شۍ چې ددې ډول فیسونو څخه د ځان لپاره مخنیوي وکړۍ، په دی ډول چې د کاغذي بیانېې خدماتو پرځای ځانته electronic یا برقي بیانېې غوره کړۍ، ترڅو تاسو ته ستاسود بریښنالیک یا E-mail په واسطه خبر درشي.

 

د ډبیټ کارت د ورکولو فیس

ددې لپاره چې تاسو د خپل حساب څخه پیسې ترلاسه کړۍ نو تاسو به د نغدو پیسو لپاره د ATM او یا د debit card څخه استفاده کوۍ. که چیرته تاسو څخه debit card ورک شو، نو تاسو به د نوي کارت د ترلاسه کولو لپاره فیس ورکوۍ. که چیرته ستاسو څخه debit card ورک شي نو تاسو باید سمدلاسه خپل بانک یا credit union ته خبر ورکړۍ.

 

د فعالیت نه کولو فیس

که چیرته تاسو د خپل حساب څخه استفاده نه کوۍ، نو ستاسو بانک یا credit union به ستاسو د نه فعالیت له وجې د یوه څه اندازه وخت څخه وروسته فیس واخلي. که چیرته تاسو د خپل حساب څخه ګټه نه اخلۍ نو تاسو باید خپل حساب وتړۍ.

 

د بانکي حساب د بندولو فیس

کله چې تاسو وغواړۍ چې حپل حساب وتړۍ، نو بعضې بانکونه یا credit unions شاید له تاسو څخه د حساب د تړلو فیس واخلي. د یوه حساب تړل دا معنا ورکوي چې د حساب څخه ټولې پیسې وویستل شي او پاک شي، نو بیا په دغه ډول حساب کی هیڅ ډول پیسې نه شي راتلای.

 

کریډیټ کارت

کریډیټ کارت یو داسې لاره ده چې ددې په واسطه تاسو کولای شۍ چې د شیانو او نورو خدماتو لپاره تادیه وکړۍ، او دغه کریډیټ کارت به تاسو ته د کریډیټ کمپنۍ لخوا تاسو ته درکول کیږي او تاسو مجبور یاست چې د میاشتې په اخیره کی ېې بیرته دغه ځانګړې پیسې کمپنۍ ته وروسپارۍ کوم چې تاسو ته دوۍ درکړي دي. که چیرته تاسو په خپل وخت دغه ځانګړې پیسې د کریډیټ کمپنۍ ته ونه سپارۍ نو دغه کمپنۍ به ستاسو څخه بیا د هغو پیسو چې تاسو ته ېې د قرض په شکل درکړي دی  د لوړ سود یا ګټې سره ترلاسه کوي. نو تاسو ته مشوره درکول کیږي چې تاسو باید ټولې هغه پیسې چې تاسو د کریډیټ کارت له لارې مصرف کړي دی، ټولې ېې د میاشتې په اخیره کی بیرته ورته تادیه کړۍ، په ځانګړې ډول که چیرته تاسو غواړۍ چې اضافه سود یا ګټه راڅخه کمپنۍ ترلاسه نه کړي نو تاسو باید دا پیسې په خپل وخت سره کمپنۍ ته وسپارۍ.

اسلامې مالي ادارې 

لاندې ځنې سرچینې موجودي دي چې تاسو ته اجازه درکوي ترڅو د شريعت سره سم د سود څخه پاک پورونه واخلۍ او پرته د کوم شک څخه ځانته د ګټې حسابونه خلاص کړۍ. خو بیا هم په یا ولرۍ چې مونږه دا نه شو تایید کولای چې دغه به په ریښتیا سره هم په مذهبي توګه د اعتبار وړ وي. نو مهرباني وکړۍ ددې پروګرامونو مربوطه ادارو سره د نورو معلوماتو لپاره مشوره وکړۍ او یا هم د اسلامي مذهبي امامانو او نورو پوهانو څخه په دی مورد کی پوښتنې وکړۍ که چیرته تاسو په دی برخه کی اندیښنې لرۍ.

 

UIF

د وړیا کور، تجارت او د موټر د تمویلول

تاسو کولای شۍ چې د UIF څخه د کور، تجارت او د موټر لپاره د شریعت مطابق پور ترلاسه کړۍ. UIF د متحده ایالاتو د نورو بانکونو او credit unions په پرتله ډیر مناست قیمتونه لري.

تاسو کولای شۍ چې لږترلږه تر 5000$ ډالرو پورې ددې پروګرام څخه ترلاسه کړۍ، او بیرته تادیه ېې په لاندې ډول ده:

  • 12 میاشتې
  • 36 میاشتې
  • 60 میاشتې

ددې پیسو ګټه محاسبه کیږي او په هره ربع کی تحویل کیږي.

 

Devon Bank ډیون بانک

ډیون بانک د متحده ایالاتو د نورو بانکونو او credit unions په پرتله نسبتا په ښه نرخونو کی د سود څخه پاک د کورونو د اخیستلو لپاره پورونه ورکوي. د ډیون بانک څخه ټول ترلاسه کیدونکي پورونه د شریعت مطابق دي.

 

Guidance Residential

په دغه ذکر شوي پروګرام کی د متحده ایالاتو د کورونو مالکین شامل دي، چې دوۍ د شریعت په رڼا کی خلکو ته کورونه په اجاره ورکوي. او دا د متحده ایالاتو تر ټولو لوې د کورونو د اجارې پروګرام دی چې د شریعت سره مطابقت لري.

بانکونه د کاونټیو په حساب سره
د محلي بانکونو او کریډیټ یونینونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ

– All Images by pch.vector on Freepik