دری     |     English

دا پاڼه د واشنګټن په ایالت کې د ژباړې او ژباړنې خدماتو کې ستاسو سره د مرستې لپاره معلومات لري

Translation Service

د ژباړې او تفسیر خدمتونه

دغه برخه ستاسو لپاره داسې منابع چمتو کوي چې تاسو کولای شۍ چې ددې په مرسته خپله انګلیسې ژبه قوي او ښه کړۍ، او همدارنګه تاسو به وکولای شۍ چې ځانته یو ژباړونکی یا ترجمان پیدا کړۍ ترڅو تاسو په ډیر ښه او موثره شکل سره د روغتیاېې خدماتو وړاندې کوونکو، د خپل ماشوم د ښوونکی او د دولتي دفترونو سره په مناسبه او ښه طریقه مکالمه وکړۍ او افهام او تفهیم رامنځته کړۍ. دلته ځنې ادارې یا ایجینسۍ شتون لري چې دوۍ د موبایل یا تلیفون له لارې او یا هم په شخصې شکل سره د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي، مګر ددوۍ سره د ملاقات لپاره بیا ډیرې وختونه اضافه مهالویش او اوږد وخت یا انتظار ته اړتیا ده. که چیرته تاسو غواړۍ چې ددغه ډول خدماتو څخه استفاده وکړۍ، نو کوشش وکړۍ چې خپل ژباړونکي یا ترجمان ته د مخکې څخه د خپل کار لپاره مهالویش برابر کړۍ، ترڅو تاسو د ژباړې د خدماتو څخه په موثره توګه او ښه شکل سره برخمن شۍ.

که چیرته تاسو د دولتي دفتر یا د روغتیا پاملرنې ادارې سره اړیکه نیول غواړۍ، نو ډیری ددوۍ څخه مکلف دي چې تاسو ته د ژباړې مناسب خدمتونه چمتو کړي ترڅو ستاسو او ددوۍ ترمنځه افهام او تفهیم  وشي. نو که چیرته تاسو ددې ډول خدماتو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کول غواړۍ، نو لاندې ېې یوه نمونه د غوښتلو تاسو ته وړاندې کیږي ترڅو تاسو ېې استعمال کړۍ او ګټه ورڅخه واخلۍ.

ښاغلی ــــــــــــــ )پروګرام یا هغه کس چې تاسو ورسره اړیکه نیول غواړۍ(

زما نوم ـــــــــــــ او زه تاسو سره په دې اړه اړیکه نیسم ــــــــــــــ) د زنګ وهلو دلیل، او د پروګرام یا خدمت نوم(.

په ډیرې مهربانۍ سره، ایا تاسو کولای شۍ چې تاسو زما لپاره یو تن ژباړونکې پیدا کړۍ کوم چې خبرې کوي په ـــــــــــــــــ ) ستاسو د خوښې ژبه( ?

زما د تلیفون شمیره ــــــــــــــــــــ

مننه

دغه پورته نمونه چې وښودل شوه، دا ورته په انګلیسي ژبه کی ولیکۍ.

ډیرې وختونه ستاسو لپاره ځانګړې شوې ژباړونکي یا ترجمان به ستاسو سره د تلیفون په واسطه یا هم په په انلاین بڼه د video call له لارې تاسو سره د ژباړې په برخه کی مرسته کوي.

د ښوونځي او زده کړو لپاره ژباړه

د پورته ذکر شوې لینک مربوطه اداره د هغو کورنیو همایت کوي چې ماشومان ېې په دولتي ښوونځیو کی شامل وي. دوۍ به ستاسو سره کار وکړي ترڅو د خپل ماشوم د ذده کړو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړۍ او همدرنګه تاسو سره به د ژباړل شویو اسنادو په لاسرسي کی  هم مرسته وکړي. د خپلو ضروریاتو مطابق د لاندې ذکر شویو منابعو څخه استفاده وکړۍ.

  • د اسنادو د ژباړې یا تفسیر غوښتنه وکړۍ

 1 (866) 297-2597

 oeoinfo@gov.wa.gov

  • د تلیفون په واسطه د مرستې لپاره ژباړونکي ته لاسرسې

 1 (866) 267-2597

 
د بریښنالیک مثال یا نمونه  د ژباړونکي د غوښتلو لپاره  

ښاغلی ـــــــــــ )ښوونکی، مدیر، مشاور یا نرس(،

زما نوم ـــــــــــــ  او زه مور یا پلار یم د ـــــــــــــــ . زه غواړم چې تاسو سره د خپل ماشوم په اړه خبرې وکړم. په ډیرې مهربانۍ سره، ایا تاسو کولای شۍ چې تاسو زما لپاره یو تن ژباړونکې پیدا کړۍ کوم چې خبرې کوي په ـــــــــــــــــ ) ستاسو د خوښې ژبه( ?

زما د تلیفون شمیره ــــــــــــــــــــ

مننه

دغه پورته نمونه چې وښودل شوه، دا ورته په انګلیسي ژبه کی ولیکۍ.

  • که چیرته تاسو په انګلیسي ژبه کی لیکلي خبرتیا، بریښنالیک، یا بل سند ترلاسه کړ او تاسو ورباندې نه پوهیږۍ، نو د هغه چا څخه پوښتنه وکړۍ، کوم کس چې تاسو ته دا شیان درلیږلي دی.او د دغه شیانو ژباړه یا ترجمه ورڅخه د خپلې ژبې مطابق ترلاسه کړۍ، ترڅو تاسو ورباندې پوهه شۍ.
  • که چیرته هغه کس کوم چې تاسو ته ېې اسناد درلیږلي دي، ستاسو د اسنادو بشپړه ژباړه په مربوطه وخت کی تاسو ته ونه کړي. نو ورڅخه غوښتنه وکړۍ ترڅو د ښوونځي د کارمندانو یا ژباړونکي سره ملاقات وکړي، ترڅو د یاداشت اخیستلو د کافي وخت سره اسناد په شفاهي توګه ترجمه کړي.
 

د واشنګټن د عامه لارښوونو دفتر: د ژبو ته د لاسرسي حق

د مور او پلار په توګه، تاسو دا حق لرۍ چې په ښوونځي کې د خپل ماشوم د زده کړو یا نورو په اړه د ژباړې خدمتونه ترلاسه کړۍ حتی که ستاسو ماشوم په انګلیسي ژبه پوه هم وي. د ښوونځي کارمندانو ته تشریح کړۍ او ورته ووایاست چې تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرۍ، د “ترجمان” کلمه او د خپلې مورنۍ نوم ورته ووایاست. کله چې تاسو د ښوونکو یا د ښوونځي نورو کارکوونکو سره خبرې کوۍ، ستاسو ښوونځی باید تل ستاسو لپاره یو مناسب ترجمان چمتو کړي، ترڅو ستاسو او ددوۍ ترمنځه افهام او تهفیم وشي.

که چیرته تاسو پوښتنې لرۍ او یا تاسو ته مناست خدمات نه رسیږي، نو د خپل ښوونځي  د مدیر سره او یا هم ددې لینک څخه په استفادې سره د خپلې سیمي د مدنې حقوقو د همغږي کوونکو سره په اړیکه کی شۍ. دوۍ ته حالت تشریح کړۍ، او کوشش وکړۍ چې څنګه دغه مشکل حل کیدای شي لارې چارې د حل کولو ورته وښایست. خو بیا هم که چیرته  ستونزه دوام ومومي، تاسو کولای شۍ ددې لینک څخه په استفادې سره  یو رسمي شکایت ثبت کړۍ، مګر د انګلیسي ژبې د ماهر څخه اضافي مرسته به ددې پروسې لپاره ګټوره وي.

 

Washington Elementary School District

دغه ذکر شوې پروګرام د دولتي ښوونځیو زده کوونکو ته د انګلیسې ژبې د زده کړې سهولتونه وړاندې کوي. دوۍ په ځانګړي ډول په ریاضي، ادبیاتو، تاریخ او ساینس په برخو باندې تمرکز کوي، همدارنګه د انګلیسې مهارتونو او د انګلیسې لغاتونو په تقویه کولو کی هم خپل مهم رول لري. که چیرته تاسو د نصاب اړوند پوښتنې لرۍ، او یا تاسو ځان مطمن کول غواړۍ چې ایا ستاسو ماشوم صحې تعلیم ته لاسرسې لري که نه، نو مهرباني وکړۍ لاندې د پروګرام د هماهنګي کوونکي سره په تماس کی شۍ:

  • Jessica Stevens
    • د تلیفون شمیره(602) 347-2692

 

Translators USA (Education)

دغه ذکر شوې کمپنۍ د پیسو په بدل کی د اسنادو د ژباړې خدمات چمتو کوي، او د ژباړې قیمت د اسنادو په نوعیت او حجم پورې اړه لري. د ژباړې د بشپړ کیدو وروسته به د سند فزیکي کاپي تاسو ته واستول شي. ددوۍ مربوط نور معلوماتو لپاره  تاسو کولای شۍ ددې لینک څخه استفاده وکړۍ.

د ژباړې په اړوند دولتي مرسته
LanguageLine Solutions (Government)

دغه کمپنۍ د تلیفون په واسطه او یا هم په شخصي توګه د ژباړې خدمات وړاندې کوي، دغه د ژباړې خدمات اکثره دوۍ په صنعت بخش کی یا هم دولتي دفترونو کی د خلکو سره کوي. که تاسو په خپله سیمه کې کافي نورو خدماتو ته په لاسرسی کې ستونزه لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې دغه خدماتو ته مراجعه وکړۍ، دوۍ به تاسو سره په دوامداره او مناسبې طریقي سره مرسته وکړي.

 

د واشنګټن د ټولنیزو او روغتیایی خدماتو څانګه

که تاسو د هر هغه پروګرام لپاره درخواست کوۍ چې د DSHS لخوا اداره کیږي، نو مربوطه محلي دفتر به تاسو ته وړیا ترجمان درکړي ترڅو د غوښتنلیک په ټوله پروسه کې ستاسو سره مرسته وکړي. دا ژباړونکي په انګلیسي او ستاسو په مورنې ژبه دواړو کې د مهارت له امله غوره شوي دي، نو دغه ژباړونکي کولای شي چې مربوطه پروسه او د غوښتنلیک اړتیاوې روښانه او د پوهیدو وړ وګرځوي.

 

د واشنګټن د کار او صنایعو دفتر

تاسو کولای شۍ چې د کار او صنایعو دفتر ته په زنګ وهلو سره وړیا شفاهي او لیکلي ژباړو ته لاسرسی پیدا کړۍ. همدارنګه تاسو کولای شۍ چې د پروګرام د متخصص سره خبرې وکړۍ چې څنګه دوۍ کولای شي چې ستاسو لپاره د ژباړې خدمتونه وړاندې کړي.

  • د تلیفون شمیره1 (800) 547-8367
    • د دوشنبې څخه تر جمعې پورې , 05:00PM – 08:00 AM

 

د سیټل ښاروالۍ محکمه

که چیرته تاسو یا ستاسو کورنۍ په محکمه کې د قانوني مسلو په اړه بحث کولو ته اړتیا لرۍ، نو د سیټل ښاروالۍ محکمه وړیا د ژباړې خدمتونه ستاسو لپاره وړاندې کوي. تاسو باید چارواکې د خپلې مورنۍ ژبې په اړه پوهه کړۍ، او د ترجمان غوښتنه وکړۍ، نو وروسته به تاسو ته ستاسو د مورنۍ ژبې مربوط ترجمان وړاندې شي او ستاسو او ددوۍ ترمنځه به افهام او تفهم صورت ونیسي.

د روغتیاېې پاملرنې اړوند ژباړه

د واشنګټن ایالت د روغتیاېې پاملرنې اداره

په واشنګټن کې، د روغتیاېې پاملرنې چمتو کوونکي اړ دي چې ناروغانو ته د خبرو د ژباړې او ژبو ته لاسرسی چمتو کړي. که چیرته تاسو ژباړې ته اړتیا لرۍ، نو د روغتیا پاملرنې د مسلکي کس سره خبرې وکړۍ، ترڅو تاسو ته ترجمان برابر کړي. ځکه چې د مناسب ژباړونکي موندلو لپاره یو څه وخت ته اړتیا ده، د وخت څخه مخکې د مناسب ژباړونکي پیدا کول او  ګمارل معمولا غوره انتخاب دی. د خپلې روغتیاېې پاملرنې لپاره او د روغتیاېې متخصصانو سره د لیدلو لپاره تاسو باید دوه اوونې مخکې دوۍ په جریان کی کړۍ، ترڅو ددوۍ سره کافې وخت په لاس راشي ترڅو تاسو ته مناسب ژباړونکې پیدا کړي.

 

د واشنګټن د طب پوهنتون

که چیرته د پورته ذکر شوي ځای څخه د روغتیا په برخه کی خدمات ترلاسه کوۍ، نو تاسو باید د تلیفون په واسطه یا هم په شخصي شکل کی د ژباړې خدمات ترلاسه کړۍ، ترڅو تاسو ددوۍ سره په خبره پوهه شۍ. د ژباړونکي د غوښتلو لپاره تاسو باید:

  • کلینیک یا روغتون ته زنګ ووهۍ ترڅو د ملاقات لپاره وخت ونیسۍ یا خپل معلومات تازه کړۍ.
  • ورته وواېې:” زه یو ژباړوونکې ته اړتیا لرم”
  • دوۍ ته د هغې ژبې باره کی وواېې چې تاسو ورباندې خبرې کوۍ، یعنې چې خپله مورنۍ ژبه.

 

Virginia Mason Franciscan Health

دا د روغتیاېې پاملرنې چمتو کوونکي د ویډیو له لارې د ژباړې ماشینونه او د تلیفون له لارې خدمات وړاندې کوي، چې ناروغان او د روغتیاېې پاملرنې چمتو کوونکې ورته لاسرسې پیدا کولای شي. که چیرته تاسو د ژباړې خدماتو ته اړتیا لرۍ نو:

  • کلینیک یا روغتون ته زنګ ووهۍ ترڅو د ملاقات لپاره وخت ونیسۍ یا خپل معلومات تازه کړۍ.
  • ورته وواېې:” زه یو ژباړوونکې ته اړتیا لرم”
  • دوۍ ته د هغې ژبې باره کی وواېې چې تاسو ورباندې خبرې کوۍ، یعنې چې خپله مورنۍ ژبه.

 

Stepes Health Care Services

 

دغه ذکر شوې اداره د روغتیاېې پاملرنې وړاندې کوونکو ته د ژباړې خدمات وړاندې کوي. . که تاسو په خپله سیمه کې کافي نورو خدماتو ته په لاسرسی کې ستونزه لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې دغه خدماتو ته مراجعه وکړۍ، دوۍ به تاسو سره په دوامداره او مناسبې طریقي سره مرسته وکړي.

 

Translators USA (Health Care)

دغه ذکر شوې کمپنۍ د پیسو په بدل کی د اسنادو د ژباړې خدمات چمتو کوي، او د ژباړې قیمت د اسنادو په نوعیت او حجم پورې اړه لري. د ژباړې د بشپړ کیدو وروسته به د سند فزیکي کاپي تاسو ته واستول شي. ددوۍ مربوط د نورو معلوماتو لپاره  تاسو کولای شۍ ددې لینک څخه استفاده وکړۍ.

 

 

LanguageLine Solution (Health Care)

دغه کمپنۍ د تلیفون په واسطه او یا هم په شخصي توګه د ژباړې خدمات وړاندې کوي، دغه د ژباړې خدمات اکثره دوۍ په صنعت بخش کی یا هم دولتي دفترونو کی د خلکو سره کوي. که تاسو په خپله سیمه کې کافي نورو خدماتو ته په لاسرسی کې ستونزه لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې دغه خدماتو ته مراجعه وکړۍ، دوۍ به تاسو سره په دوامداره او مناسبې طریقي سره مرسته وکړي.

د انګلیسي ژبې د زده کړې مهارتونه
Tacoma Community House

 

دغه ذکر شوې اداره خلکو ته د نګلیسې ژبې د زده کړې صنفونه وړاندې کوي، مګر د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره ګټور worksheets هم لري، تاسو کولای شۍ د تمرین او مطالعې لپاره ېې ځانته ډاونلوډ کړۍ. د دوۍ ځینې توکي لاندې لینک شوي دي کولای شۍ چې ورڅخه د ځان په ګټه کار واخلۍ:

 

Better English in Tacoma

دغه اداره په ابتدايي توګه د Tacoma په ساحه کې فعالیت کوي، مګر دوۍ ستاسو لپاره د انګلیسي ژبې د تمرین اړوند د مرستې لپاره ځینې ګټور د تلفظ او د ګرامر ویډیوګانې وړاندې کوي، ترڅو تاسو ورڅخه د خپلې انګلیسي ژبې د تقویت لپاره کار واخلۍ. دلته لاندې د دوۍ د ځینو ویډیوګانو لیستونه موجود دي:

 

LanguageGuide.org

دغه ذکر شوې ویبسايټ خلکو ته په وړیا توګه  د انګلیسې لغاتونو تمرین د اوریدلو د تمرین سره یوځای وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې ځانګړې لغاتونه تمرین کړۍ، همدارنګه تاسو کولای شۍ دا زده کړۍ چې څنګه فعلونه په یوه جمله کی تبدیل کیږي.

 

Interesting Things for Beginning English Speakers

دغه ذکر شوې ویبسایټ د انګلیسې ژبې د زده کړې لپاره مختلف قسم اختیارونه خلکو ته په واک کی ورکوي، تاسو کولای شۍ ددې ویبسایټ څخه په استفادې سره د انګلیسې ژبې د نویو موادو سره په ورځینې شکل زده کړه وکړۍ. همدارنګه تاسو کولای شۍ چې د دغه ویبسایټ څخه په استفادی سره انګلیسي ژبې ډیری نور مختلف اړخونو وسپړۍ او پکې زده کړه وکړۍ.

 

Washington English Center

دغه اداره د خلکو لپاره آنلاین ټولګي وړاندې کوي، ترڅو بالغو یا لویانو مهاجرینو سره د انګلیسي ژبې په زده کړه  کې مرسته او همکاري وکړي. د دوۍ ټولګي د 6 څخه تر 11 اونیو پورې دوام کوي او د 100$ څخه تر 120$ ډالرو پورې ورباندې لګښت راځي. تاسو کولای شۍ د خپلې خوښې مطابق پکې درس وواېې، او درس ویلو لپاره دوه مختلف وختونه لري. لکه څنګه  چې دغه ذکر شوې اداره په ختیځ ساحل کې ده، نو لاندې لیست شوي وختونه د واشنګټن لپاره تنظیم شوي دي. ددې لپاره چې تاسو د کورسونو د لګښتونو څخه بچ شۍ، نو دوۍ ستاسو لپاره مکمل یا جزوي سکالرشیپونه هم لري، د سکالرشیپونو لینکونه ېې دا دي full and partial scholarships.  وړاندیز شوي ټولګي او د راجسټریشن لینکونه لاندې لیست شوي دي:

 

  • Online Group Classآنلاین ګروپي ټولګي
    • $100 سل ډالره فیس
    • د شپږو اونیو لپاره کورس
    • د دوشنبې څخه تر چهارشنبې پورې
      • 7:00 AM – 9:00 AM PST
      • 3:30 PM – 5:30 PM PST
    • ټولګي به د ZOOM له لارې وړاندې کیږي
    • آنلاین زده کوونکو ته د E کتابونه چمتو کیږي
  • Online 1-on-1 Tutoring
    • $120 یوسل او شل ډالره فیس
    • د یوولس اونیو لپاره کورس
    • ښوونکي او زده کوونکي به وخت خپله ځانته غوره کوي
    • ټولګي به د ZOOM له لارې وړاندې کیږي
    • آنلاین زده کوونکو ته د E کتابونه چمتو کیږي
  •  

د سیمه ایزو سرچینو لیست
د سرچینو یا منابعو د موندلو لپاره په مربوطه کاونټي باندې کلیک وکړۍ.

– All Images by pch.vector on Freepik