دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره په واشنګټن کې زده کړې کې مرسته کوي

Education
زده کړې

دا برخه په واشنګټن ایالت کې د ښوونې او روزنې او ښوونځيو خدماتو په اړه معلومات وړاندې کوي. دا معلومات په لاندې برخو ویشل شوي دي:

  • د دولتي ښوونځیو سرچینې(K-12) د کاونټې په حساب سره
    • د ثبت نام مرحله
    • خپل ښوونځې ومومۍ
    • د کورنیو خدمات
  • د کالج سرچینې
    • کالج ته لاسرسې
    • د ټولنې کالجونه
      • غوښتنلیکونه او مالي مرستې
      • د کیمپس سرچینې
      • د کډوالو سرچینې
    • د واشنګټن پوهنتون
    • د واشنګټن دولتي پوهنتون
  • د کډوالو لپاره نور ټولګي
    • د انګليسې ژبې صنفونه
    • د ښوونې او روزنې د مرستې پروګرامونه
د امریکا د ښوونځیو سیسټم
  • په متحده ایالاتو کې ماشومان د 5 کلنۍ په شاوخوا کې وړکتون کې د ګډون له لارې د دولتي ښوونځيو سیسټم ته ننوځي. دوۍ کولای شې چې په متواتر ډول په وړیا شکل تر لیسې پورې خپلو درسونو ته دوام ورکړي. دوۍ په کال کې په مقرر شکل یو صنف پورته کیږي.هغه ښوونځي چې ستاسو ماشوم پکې شاملیږي معمولا د “school districts” لخوا ټاکل کیږي کوم چې تاسو پکې ژوند کوۍ. د “school districts”  هغه سیمې دي چې په ځانګړو ښوونځیو مشتمل دی او خلکو ته خدمت کوي. د دوۍ په فعالیتونو او پریکړه کولو کی والدین هم برخه لري او خپل سهم پکې ادا کوي.
  • که ستاسو ماشوم د روان کال د اګست تر 31 پورې د 5 کلنۍ څخه پورته وي، دوۍ کولای شي په مني کې د وړکتون دوره پیل کړي.
  • که تاسو غواړئ خپل ماشوم د ښوونځيو د رسمې کال په مینځ کې شامل کړئ، دا هم ښه خبره ده، نو تاسو به بیا دا د نوم لیکنې په فورمه کې په ګوته کوۍ.
  • ماشومان په ابتدايې ښوونځي کې د 5-11 کلنۍ پورې مخته ځي او په لاندې ترتیب حرکت کوي:
    • وړکتون
    • اول صنف
    • دوهم صنف
    • دریم صنف
    • څلورم صنف
    • پنځم صنف
  • ماشومان چې عمرونه ېې له 12 څخه تر 14 کلونو پورې وی، منځنې ښوونځي ته د راتلوونکو 3 صنفونو لپاره ځې:
    • شپږم صنف
    • اووم صنف
    • اتم صنف
  • عالي لیسه د دولتي ښوونځيو د سیسټم وروستي څلور کاله دي. په لیسه کې هر ټولګي ځانته یو ځانګړې نوم لري (کوم چې په کالج کې هم دوام کوي):
    • نهم صنف    
    • لسم صنف
    • یوولسم صنف
    • دولسم صنف
  • د لیسې له فراغت وروسته، د ماشومانو لپاره نور اړینه د ښوونځي کومه دوره شتون نلري، ځکه چې دوۍ معمولا 18 کلن کیږي او قانوني بالغ ګڼل کیږي.
  • د عالي لیسې څخه وروسته، ډیری زده کونکي کالجونو ته درخواست کوي ترڅو د لیسانس یا associates درجې ترلاسه کړي، ترڅو په راتلونکي کې د لوړو معاشونو دندې ترلاسه کړي.
  • پداسې حال کې چې کالج ته اړتیا نشته، ولی بیا هم دا په متحده ایالاتو کې د بریالیتوب لپاره ګټور وسیله ده.

 

د امریکاېې ښوونځیو کلنې مهال ویش 

  • ټول امریکایی ښوونځي خپل تعلیمي کال د اګست په پای کې یا د سپټمبر په پیل کې پیل کوي. د پیل ورځ ېې د school district پر بنسټ توپیر لري مګر تل د کال په همدغه وخت کی شروع  کیږي.
  • دلته یو څو پیژندل شوې د رخصتۍ ورځې شتون لري چې ډیرې school district ېط په ټول کال کې لري:
  • د کارګر ورځ
  • د سپتمبر په لومړۍ اونۍ کې د دوشنبې ورځ د ښوونځیو عمومې رخصت
  • د نومبر دریمه پنجشنبه Thanksgiving لپاره رخصتي ده، او زده کونکي اکثرا د چهارشنبه دمخه او جمعه د ښوونځي څخه وروسته ترلاسه کوي.
  • د وترنرانو ورځ
  • د دوشنبې ورځ د نومبر په نیمایي کې د ښوونځيو عمومې رخصتي
  • د ژمي رخصتۍ
  • د ډسمبر وروستۍ دوه اونۍ زده کوونکي د مذهبي رخصتیو او د نوي کال د پیل د لمانځلو لپاره رخصت وي. معمولا دغه رخصتي د دسمبر په دریمه اونۍ کې پیل کیږي او د جنوري په څو ورځو کې پای ته رسیږي
  • د جنوري په دویمه اونۍ کې د دوشنبې په ورځ د ښوونځيو عمومي رخصت
  • د فبروري په دویمه اونۍ کې د دوشنبې په ورځ د ښوونځیو عمومي رخصت
  • د school district پورې اړه لري، ممکن د زده کونکو لپاره د ژمي په مینځ کې یوه اونۍ اوږده رخصتي وي.
  • د پسرلي رخصتۍ
  • یوه اوونۍ د ښوونځیو عمومي رخصتي د مارچ یا د اپریل په میاشتو کی، مګر د school district پورې اړه لري.
  • د یادګار ورځ
  • د می په وروستۍ اونۍ کې د دوشنبې په ورځ د ښوونځيو عمومې رخصت
  • د اوړي رخصتۍ
  • دا د ښوونځيو د تعلیمي کال پای ته اشاره کوي. په نورمال ډول د جون له نیمایي څخه د سپټمبر تر پیل پورې دوام کوي. دا هغه وخت وي چې نوی تعلیمي کال بیا پیل کیږي او هر ماشوم په راتلونکي کال کې یو ټولګي پورته کوي.

د امریکاېې ښوونځیو ورځینې مهالویش

  • ډیری ښوونځي د سهار په 8 بجو پیل کیږي او د ماسپښین تر 3 بجو پورې دوام کوي.
  • والدین اړ دي چې هره ورځ خپل ماشومان په وخت ښوونځي ته راولي او د ورځې په پای کې یې بیرته یوسې.
  • که چیرې والدین نشي کولای چې خپل ماشومان په دې وختونو کې یوسې، نو په ډیری ښوونځیو کې داسې پروګرامونه شتون لري چې تاسو ته اجازه درکوي چې د ورځې په مختلفو وختونو کې ېې ښوونځي ته راوړۍ یا ېې یوسۍ. یا د دوۍ لپاره د ښوونځي بسونو ترتیب جوړ کړي، مګر دا باید همغږي وي د ماشومانو د والدینو یا ساتونکو ساتونکو ترمنځه.
  • کله چې یو ماشوم دومره لوی شي چې ښوونځي ته خپله لاړ شي یا موټرخپله وچلوي، دوۍ ته اجازه ورکول کیږي چې پخپله ښوونځي ته راشي، مګر والدین باید ډاډ ترلاسه کړي چې ددوۍ ماشومان هره ورځ په خپل وخت ښوونځي ته ځي، پرته له دې چې والدین ورسره تر ښوونځي لاړ شي.
  • د ابتداېې ښوونځي مهالویش
  • ډیری وختونه په ابتدايي ښوونځیو کې یو اساسي ښوونکی شتون لري چې ستاسو ماشوم ټول کال د همدغه ښوونکي سره وي، سره د نورو ټولو ټولګیوالو. ځینې ​​​​وختونه ځانګړې ټولګي لکه هنر، موسیقي، فزیکي زده کړې، او د کمپیوټر چیرې چې زده کونکي به د خپلو نورو ټولګيوالو سره یوځای ددې مضامینو لپاره د ځانګړو ښوونکو سره خپل تدریس ته ادامه ورکوي. دغه ډول ټولګي معمولا هره ورځ نه وي.
  • د منځني او عالي ليسې مهالویش
  • د منځنې ښوونځې خاصیت داسې اوسې، چې کله ذده کوونکي درسې period واخلي او نور معلق مهالویش سره مخامخ شي.
  • ذده کوونکې د 5 څخه تر 10 دقیقو پورې د یوه period څخه ورسته وقفه لري، ترڅو د راتلونکی period لپاره ځان اماده کړي.
  • د یوه صنف period معمولن 50 دقیقې اوسې، مګر دا په ښوونځي او ورځ پورې اړه لرې، شاید اوږد شي او شاید لنډ شۍ.
  • دغه لاندې د مهالویش یوه نمونه ده

 

 

  • دا مهالویشونه هر period منعکس کوي د ښوونځي د مختلفو مضامینو لپاره د مختلفو ښوونکو سره.
  • ذده کوونکي باید په خپل مهالویش پوهه اوسې، او باید په خپل وخت او مجهز ښوونځي ته راشي.
  • ډیری وختونه زده کونکو ته یو لاکر ورکول کیږي چیرې چې دوی کولای شي خپل اضافي شیان، کتابونه او بیکونه په محفوظ ځای کی وساتي.

د سیمه ایزو سرچینو لیست
د سیمه ایزو سرچینو روزنې په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره پورته لینک باندې کلیک وکړئ

– All Images by pch.vector on Freepik