دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره په واشنګټن ایالت کې د قانوني خدماتو موندلو کې مرسته کوي

په متحده ایالاتو کې قانوني وضعیت

په متحده ایالاتو کې د اوږدې مودې قانوني حق ترلاسه کولو لپاره ډیرې لارې چارې شتون لري. د مثال په توګه د پناه او یا هم SIV.






متحده ایالاتو ته د داخل کیدو څرنګوالی یا حالت

ډیرې افغانان چې د 2021 کال د اګست راهیسې متحده ایالاتو ته رارسیدلي دي، اکثریت ېې د بشردوستانه پیرول( humanitarian parolee) په توګه ، د مهاجرت د ځانګړې ویزې(Special Immigrant Visa) په توګه، او یا هم د کډوالو( refugee) په توګه دلته  داخل شوي دي.

د مهاجرت د قانوني خدماتو سره وصل کیدل

لاندې د متحده ایالاتو تابعیت او مهاجرت (USCIS) ځینې عامې فورمې دي چې د کډوالۍ قانوني خدماتو کې کارول کیږي. که چیرته تاسو غواړۍ چې ورته درخواست جمع کړۍ، نو یو ځیرک وکیل به ستاسو سره مرسته وکړای شي چی ستاسو قانوني حالت ته په کتو دا معلومه کړي چې تاسو کوم ډول فورمې ډکې کړۍ، همدارنګه دا وکیل به وکړای شي چې د فورمو په ډکولو او سپارلو کې ستاسو سره لازمې مرستې وکړي.

د متحده ایالاتو څخه بهر کورنۍ

په متحده ایالاتو کې افغان کورنۍ د خپلو عزیزانو او دوستانو په اړه ډیر زیات اندیښمن دي، چې په بهر کې د دوۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د لارو د نشتوالي او سختیو سره لاس او ګریوان دي. ځینې ​​سازمانونه د SIV لخوا تصویب شوي د افغانانو او ددوۍ د کورنۍ د غړیو او نورو ډلو لپاره د خوندي رایستلو لیستونه د ځان سره ساتي. د دغه لیستونو په اړه او د لازمو مرستو لپاره خپل نږدې د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. د نورو معلوماتو لپاره کولای شۍ لاندې لینک وګورۍ.

– All Images by pch.vector on Freepik