په متحده ایالاتو کې د اوږدې مودې قانوني دریځ ترلاسه کولو لپاره ډیری لارې شتون لري. د د مثال په توگه ځینې په ګډه ترسره کیدی شي، د بیلګې په توګه د پناه غوښتنې او SIV د مهاجرت او تعقیب.
یادونه: د پناه لپاره غوښتنه کول یوه پیچلې پروسه او یو مشکل کار دی، چې باید د یوه وکیل په مرسته ترسره شي.
د پناه غوښتنه کول یو ډول خوندیتوب دی چې تاسو ته اجازه درکوي چي ترڅو تاسو په متحده ایالاتو کې پاتې شئ. که چیرته تاسو په افغانستان کې د خپل نژاد، مذهب، ملیت، د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب یا سیاسي نظر له امله ځورول شوي یاست یا د ځورونې ویره لرئ او خپل او د کورنۍ ژوند درته په شدید خطر کی ښکاري. نو تاسو کولای شۍ چې د یوه ځیرکه وکیل په مرسته متحده ایالاتو ته د یوه کال لپاره خپل درخواست جمع کړۍ، او ددې یو کال تر خلاصیدو مخکې په رسمي ډول د پناه غوښتنه وکړۍ. ددې کار د اجرا لپاره باید تاسو دغه I-589, Application for Asylum and for Withholding of Removal فورمه ډکه کړۍ.
Asylum به تاسو ته د لاندی شیانو اجازه درکړي:
- په قانوني توګه به تاسو په متحده ایالاتو کې د توقیف او اخراج څخه خوندي وساتل شۍ.
- د خپلې میرمنې یا خاوند او د 21 کالو څخه کم عمر لرونکي مجرد بچیانو لپاره د پناه غوښتنه کولای شۍ.
- په متحده ایالاتو کی د کار د جواز څخه بغیر کولای شۍ چې کار وکړۍ.
- کولای شۍ چې د سفر د اسنادو، شین کارت(Green Card) او د تابیعت(citizenship) لپاره خپل درخواست جمع کړۍ.
- همدارنګه تاسو کولای شۍ چې د څه وخت لپاره د اوسیدو قانوني حق ترلاسه کړۍ.
د USCIS اداره غواړي چې هغو غوښنتلیکونو ته چې د افغانانو لخوا جمع شوي دي، په وخت ځواب وواېې او خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي. د متحده ایالاتو حکومت په پام کی لري چې د پناه غوښتنې د هرغوښتنلیک لپاره د 45 ورځو په موده کی هر یوه ته لومړنۍ مرکه چمتو کړي او همدارنګه که چیرته کوم استسنایی حالت رامنځته نه شي، نو دوۍ به یوه مکملي دوسیې ته په 150 ورځو کې رسیده ګي وکړي. په هر صورت په دغه وروستیو څو میاشتو کې د زیاتو قضیو له امله دغه پروسه یو څه ټکنۍ شوې ده. ستاسو قانوني وکیل کولای شي چې تاسو ته ستاسو د کارونو د مخته تګ لپاره تازه مهال ویش چمتو کړي.
د پناه(Asylum) په اړه د نورو معلوماتو لپاره کولای شۍ چې دغه لاندې منابعو څخه استفاده وکړۍ:
Asylum 101 video by American Bar (in Dari, Pashto, and English)
Asylum 101 Presentation by Northwest Immigrant Rights Project (English)
Asylum 101 Presentation by Northwest Immigrant Rights Project (Dari)
همدارنګه تاسو کولای شۍ چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د پناه غوښتنې غوښتنلیک او نور مسایل لاندې وکورۍ:
د 2022 کال په اګست میاشت کې د (Afghan Adjustment Act) په نوم یوه لایحه د امریکا سنا او د امریکا د استازو په مجلس کې وړاندې شوه. که چېرته دا لایحه تصویب شي، نو به کړای شي چې د هغو افغانو تخلیې سره چې نوي د افغانستانه وځي په لاندې برخو کی مرسته او همکاري وکړي:
- د هغو افغانانو لپاره د ملاتړ او مرستو برابرول چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو د ماموریت کلک ملاتړې وو.
- د ځینو افغان اتباعو لپاره ددوۍ موجوده وضعیت تنظیم کول
- د خطر سره مخامخ افغان متحدینو او ددوۍ د کورنیو او ځینو خپلوانو لپاره د مهاجرت ځانګړي دریځ او ویزو چمتو کول.
دا قانون به په متحده ایالاتو کې افغانانو ته دا اجازه هم ورکړي چې د پناه غوښتنې یا کوم بل دایمي حالت لپاره د غوښتنې کولو پرځای د ( adjustment of status) فورمې په بشپړولو سره د قانوني دایمي اوسیدو لپاره غوښتنه وکړي. د (adjustment of status) فورمې په ډکولو سره نوي افغان ویستونکي کولای شي چې د هر ډول قانوني د اوسیدو د حقوقو څخه په بشپړ ډول برخمن شي لکه څه رنګه چې د یوه کډوال لپاره ټاکل شوي اوسي.
که چېرته تاسو د SIV معیارونه پوره کړي اوسي، او باوري یاست چې مستحق یاست، نو د SIVN د غوښتنلیک په بشپړولو سره کولای شۍ چې په متحده ایالاتو کی د دایمې اوسیدو لپاره غوښتنه وکړۍ. د SIV په اړه د نورو معلوماتو لپاره تاسو کولای شۍ چې State Department Web site او یا هم USAHello.org ویبساټونه وګورۍ. دا یوه ډیره اوږده پروسه ده چې د متحده ایالاتو د مخکیني کارمند ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو ستاسو تصدیق وکړي. د SIV لپاره غوښتنلیک باید د وکیل په ملاتړ ترسره شي.
د امریکا متحده ایالاتو د هغو افغانانو لپاره چې د 2022 کال د مارچ تر 15 نیټې پورې په متحده ایالاتو کې دي، د موقتي خوندي حالت یا (TPS) پروګرام اعلان کړ. که چیرته تاسو وار دمخه په متحده ایالاتو کې موجود یاست، دا پروګرام تاسو د 2023 کال د نومبر تر 20 پورې افغانستان ته د بیرته ستنیدو څخه ساتي. همدارنګه دا پروګرام ستاسو سره مرسته کوي، ترڅو تاسو ته ستاسو د قابلیت په درک کولو سره تاسو ته کار پیدا کړي، او همدارنګه تاسو ته د سفري اسنادو په چمتو کولو کی هم همکاري کوي. تاسو کولای شۍ چې ددې پروګرام په اړه نور معلومات لاندې پیدا کړۍ، په شمول ددې چې څنګه ورته درخواست جمع کړۍ.