دری     |     English
17550 NE 67th Ct, Redmond, WA, 98052, USA

425-861-9555

amen@mapsredmond.org

زمونږ تاریخ

 

واشنګټن په عام ډول د کډوالو هرکلې کوونکي ایالت دی. سیمه ایز حکومتونه، د بیا میشتیدنې ادارې، او د ټولنې ميشته سازمانونه د وروستیو رارسیدونکو کډوالو لپاره د خدماتو پراخه لړۍ وړاندې کوي. مګر دا ډول معلوماتو ته لاسرسې اکثراٌ محدود وي، او ډیرې کډوال او هغه کسان چې دوۍ سره مرسته کول غواړي، د اوسنیو موجودو سرچینو او دوۍ ته د لاسرسي د څرنګوالي په اړه په ټاکلي وخت او مناسبو معلوماتو د موندلو لپاره د ډیرو مشکلاتو سره مخ وي.

د واشنګټن د افغان سرچینو مرکز يا (WA-ARC) هڅه کوي چې دغه  تشه ډکه کړي، د معلوماتو د منابعو د انلاین دروازې په چمتو کولو سره چی د اړینو خدماتو لپاره په خپل ذات کی چمتو شوي لینکونه لري په واشنګټن ایالت کې ، ترڅو د نویو راغلو افغانانو سره مرسته وکړي چې دلته خپل ژوند بیا جوړ کړي. دا ډول معلومات د افغانستان په دوه مورنیو ژبو دري او پښتو هم ژباړل شوي دي او شتون لري، ترڅو د نويو افغان مهاجرینو لپاره د ځان بساینې، تعلیم، ادغام او بیړنیو خدماتو لپاره خورا اړین پل چمتو کړي.

د واشنګټن د افغان سرچینو مرکز (WA-ARC) د MAPS-AMEN اجرایوي رییس (یوافغان-امریکایې څارنوال چې د افغان مهاجرینو د بیا میشتیدنې لپاره کار کوي، چې په منظمه توګه د ډیرو نویو راغلو افغان کډوالو او د شته سرچینو په اړه د دوۍ سره مرسته کوي)  او د  افغانانو لپاره د Viets د بنسټ ایښودونکي غړي کوم چې متاثره شوی وو د ویتنامي ژبې د اولنۍ  ورځپاڼې څخه په متحده ایالاتو کی، کوم چې د Saigon له سقوط وروسته په واشنګټن ایالت کې د میشته ویتنامي کډوالو لپاره د متحده ایالاتو حکومت لخوا تمویل شوې وو ترمنځ د خبرو اترو وروسته رامینځته شو. يادې ورځپاڼې خدمت کړې وو د معلوماتو او د ټولنې د جوړولو د فعالیتونو د مرکز په توګه ، او ورته مفهوم د 2021 په اګست کې د کابل له سقوط وروسته په واشنګټن کې د افغانانو د میشته کیدو لپاره هم ګټورتمام کیدای شي.

د ټولنې په کچه د ټولنې تنظیم کونکي، افغان کډوال، او د ټولنیزو خدماتو تاسیس شوي سازمانونه چې په دې پروژه کی کار کوي د نويو راغلو کسانو د ښه راغلاست لپاره د واشنګټن بډایه تاریخ رامینځته کوي، او پر ځان ډاډه توب او د ځان بسیاینې لپاره سرچینې چمتو کوي.

موږ د یوه دولت په توګه واشنګټن ته له 3200 څخه زیاتو افغانانو ته ښه راغلاست ويلې دی. دا نوي کورنۍ دلته د خپل نوي ژوند د جوړولو لپاره د معلوماتو او سرچینو لاسرسي ته ‌‌ډیره اړتیا لري.

“او ډیرې هغه خلک او سازمانونه چې غواړي زموږ له نويو راغلو افغانانو سره مرسته وکړي، هم د ډیرو – او اکثرو بدلونونو – او منابعو لپاره يو مرکز ته اړتیا لري، چې د خپلو نویو ګاونډیانو سره نه یوازې په ژوندي پاتې کیدو کی،  بلکې زموږ په دولت کې د پرمختګ لپاره غوره ملاتړ وکړي. دا ټول هغه څه دي چې (WA-ARC) یې چمتو کوي.”

 

 

 

Aneelah Afzali, Executive Director, MAPS-AMEN

-انیلا افضلی، مدیر اجرایی دفتر MAPS-AMEN

425-861-9555 amen@mapsredmond.org

17550 NE 67th Ct, Redmond,
WA, 98052, USA

موږ سره اړیکه ونیسئ