پښتو     |     Egnlish

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره په واشنګټن کې د کلیرک کاونټي ښوونځي ولسوالۍ معلوماتو کې مرسته وکړي

Clerk County

Vancouver School District

  • Registering for Vancouver Schools د وینکور ښوونځي لپاره ثبت نام
  • کوم ډول اسنادو ته به تاسو ضروت ولرۍ د ثبت نام لپاره:
  1. :د واکیسناسیون/معافیت معلومات
  2. تاسو کولای شۍ په واشنګټن ایالات کی د preschool او د ښوونځې د عمر د ثبت نام لپاره کوم ډول واکسینو ته اړتیا ده، تاسو کولای شۍ چې ددې لینک څځه په استفادې سره دا معلومات دلته پیدا کړۍ.که چیرته ستاسو د ماشوم د واکسیناسیون پروسه په واشنګتن ایالت کی تکمیل شوې وي، ثبت شوې وي او د MyIR حساب ته داخل شوې اوسې، نو تاسو کولای شۍ چې د خپل ماشوم دغه ډول اسناد په ډیرې اسانۍ سره د PDF په شکل کی را دونلوډ کړۍ د ښوونځي او د ماشوم د ساتنې د ثبت نام لپاره.
  • که چیرته ستاسو د ماشوم د واکسیناسیون پروسه د واشنګټن ایالت څخه بهر تکمیل شوې اوسې، نو مهرباني وکړۍ ددې لینک څخه په استفادې سره د واکسیناسیون سند د PDF شکل کی را ډونلوډ کړۍ.
  1. د استوګنې معلومات
  2. د زده کوړنکي د استوګنې د تایید لپاره، باید قانوني سرپرست مور او پلار لاندې لیست شويو اسنادو څخه یو اپلوډ کړي.
  • د ګروي سند / د اوسنۍ کرایې تړون
  • د حکومت لخوا صادر شوی چک یا لیک
  • د عامه ادارې سند (DSHS، یا محکمه)
  • د نوم او پتې سره یو ځای د معاشونو اوسنی چک
  • د یوټیلټي بل (اوبه ، بریښنا)
  • د موټر چلولو جواز یا نور رسمي ID د اوسني ادرس سره

یادونه: که تاسو نه شۍ کولای لیست شوي اسناد چمتو کړۍ، نو ستاسې د استوګنې د ثبوت لپاره د مناسبې لارې د ټاکلو لپاره باید نور اقدامات وشي چې ممکن د کور لیدنه پکې شامله وي.

د نوم لیکنې د پروسې د یوې برخې په توګه، تاسو اړ یاست چې د استوګنې د تایید فورمه د ځان سره ولولۍ او لاسلیک کړۍ. د استوګنې د معلوماتو غلط بیانول یا په دغه پروسه کې د بیاناتو په تعقیب کې پاتې راتلل به د زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو لامل شي.

  • Family Resource Center د کورنیو سرچینو مرکز
    • د ښوونځي د تجهیزاتو مرسته
    • د وړیا بسونو مرسته
    • نورې سرچینې

د امریکاېې د کالج سیسټم

د امریکا د کالج سیسټم د لیسې څخه پورته د زده کړو یوه لړۍ ده، چې کولای شي تاسو سره د لوړو معاشونو دندو په پیدا کیدو کی مرسته وکړي. دلته ډیرې د ټولنې کالجونه او دولتي یا خصوصي پوهنتونونه شتون لرې، چې د زده کړو مختلف اندازې او د جذب لارې لري.دا برخه تاسو ته دا په ګوته کوي چې څنګه غور وکړۍ، کومه لاره ستاسو لپاره غوره ده او همدارنګه په دې برنامو کې ستاسو د قبول کیدو شرایط څه دي.

 

کالج ته لاسرسې

دا برخه د هغه څه په اړه معلومات وړاندې کوي چې په متحده ایالاتو کې کالجونو ته د درخواست کولو لپاره اړین دي او هغه برنامې چې تاسو سره به د غوښتنلیک پروسې کې مرسته وکړي.

 

د اړتیا وړ د غوښتنلیک مرسته

  • SAT College Board
    • SAT یو اړینه ازموینه ده، کله چې تاسو غواړۍ د لوړو زده کړو موسسو او کالجونو کی د شمولیت غوښتنه کوۍ. دغه ازموینه ستاسو پوهه د لیسې په کچه ښاېې، ترڅو ستاسو د زده کړو او وړتیا ارزولو کې مرسته وکړي. دغه ازموینه معمولا د عالي ښوونځي په وروستي کال کی اخیستل کیږي او باید کالجونو ته د درخواست کولو دمخه بشپړه شي.

 

  • Financial Aid Form or FAFSA
    • دا فورمه ددې معلومولو کې مرسته کوي، چې آیا تاسو د فدرالي او دولتي حکومت له لارې د مالي مرستې لپاره وړ یاست یا نه، او یا د هرې تعلیمي موسسې څخه د مرستې ترلاسه کولو لپاره مستحق یاست یا نه.

 

د غوښتنلیک پروسې سره د مرستې لپاره محلي برنامې

  • Gear Up Washington
    • GEAR UP د ټیټ عاید او کم مصرفه ټولنو زده کوونکو باندې تمرکز کوي، چې ډیری یې ممکن د دوۍ په کورنۍ کې لومړی کس وي چې د لیسې څخه فارغ شوي وي یا کالج ته ځي. ددوۍ خدمتونه په منځني ښوونځي کې پیل کیږي، د کالج د چمتووالي په لومړیو کلونو کې زده کوونکو او کورنیو ته لارښوونه کوي، په ځانګړې ډول په ټولنیزو، احساساتي، او مالي اړخونو کی خپل خدمات وړاندې کوي.
  • GEAR UP ډاډ ورکوي چې دوۍ خلکو، سرچینو او معلوماتو ته لازم لاس رسی لري.دهغه کسانو سره چې دوۍ مرسته کړې د لیسې څخه فارغ شوي او د خپلې خوښې زده کړو ته دوام ورکوي.
  • :دوۍ دغه لاندې شیان وړاندې کوي
    • د ښوونې او د کورنۍ وظیفې مرسته   
    • هر اړخیزي لارښوونې
    • مشوره ورکول
    • کالج او مسلک سپړنه
    • مالي مرستې، او د بورسونو معلومات
    • د اوړې برنامې
    • د کالج، مسلک او ساحوي سفرونه
    • د کالج غوښتنلیک ملاتړ
    • د ازموینې چمتو کولو او مطالعې مهارتونه
  • Upward Bound
    • Upward Bound د کالج چمتووالي برنامه ده، چې د لوړو زده کړو لپاره د لومړي نسل کالج زده کوونکو په چمتو کولو باندې تمرکز کوي.
  • د سیاټل د Upward Bound برنامه د Garfield او Rainier Beach  عالي لیسو کې د 9 ،10 او 11 ټولګیو زده کوونکو لپاره خلاص دی، ترڅو د عالي لېسې څخه وروسته د دوه یا څلور کلن کالج سند ترلاسه کولو لپاره اړینه پوهه، مهارتونه او هڅونې چمتو کولو کې مرسته وکړي.
  • وړتوب/مستحق کیدل
    • د Rainier Beach یا Garfield عالي لیسی کې مو ګډون کړې اوسې او د 9 ، 10 یا 11 ټولګي زده کوونکي اوسۍ.
  • د متحده ایالاتو تبعه اوسۍ یا د دایمي اوسیدونکي حیثیت ولرۍ.
  • د متحده ایالاتو د پوهنې وزارت لارښود سره سم د ټیټ عاید لرونکو کورنیو څخه اوسۍ.
  • باید په خپله کورنۍ کې د لومړي نسل څخه اوسۍ، ترڅو د کالج مرحلې تعقیب کړۍ.
  • د اکاډمیک او شخصي ملاتړ سره د کالج سره لیوالتیا ولرۍ او خپله وړتیا وښایاست.
  • د نورو معلوماتو لپاره یا د غوښتنلیک د غوښتلو لپاره، مهرباني وکړۍ په لاندې بریښنالیک یا تلیفون شمیره اړیکه ونیسۍ:
  • د غوښتنلیک په بشپړولو کې د مرستې لپاره، د خپل ښوونځي د Upward Bound د ځوانانو مشاور سره اړیکه ونیسئ:

 

  • College Possible Washington
    • : وړ ښوونځي
      • د سیاټل مربوط ښوونځي
        • Chief Sealth International High School
        • Garfield High School
        • Franklin High School
        • Nathan Hale High School
      • د رینټون مربو ښوونځي
        • Hazen High School
        • Lindbergh High School
        • Renton High School
      • د فدرال وی مربوط ښوونځي
        • Todd Beamer High School
        • Decatur High School
      • د اړیکو معلومات
        • College Possible Washington
          3211 Martin Luther King Jr. Way South, Suite A
          Seattle, WA 98144
  • College Success Foundation
    • دا برنامه د زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو په بورسونو لاړ شي، کالجونو کې برخه واخلي او په کالجونو کی ومنل شي.
  • “د CSF کارمندان د واشنګټن (WCAN) رهبري کوي، ترڅو د کالجونو د سکالرشپونو په اړه پوهاوی لوړ کړي. موږ د ښوونځي کارمندانو او د ټولنې متخصصینو ته روزنه، وسایل، سرچینې او تخنیکي مرستې چمتو کوو چې د هر انفرادي ښوونځيو او نورو سره خپله لازمه همکاري وکړي.

 

  • NW Education Access
    • د 16-29 کلونو پورې د ټیټ عاید زده کوونکو لپاره ملاتړ چمتو کوي.
  • په دغه ملاتړ کی لاندې شیان شامل دي:
    • د کاري فرصتونه
    • د مرکې کولو معلومات
    • د کالج لپاره درخواست کول
    • د عالي لیسو د بشپړولو سایټونه
    • د کالج د چمتووالي مهارتونو ذده کړه
    • د تمویل موندل، بورسونه او مالي مرستې
    • د ټولنې د منابعو سره تړون
    • د هرې ممکنه لارې څخه ملاتړ
  • Contact:ا اړیکو معلومات

د ټولنې د کالجونو سرچینې 

د ټولنې کالجونه اکثرا د پوهنتونونو په پرتله ډیر اغیزناک دي. دوۍ عین شکل تدریس وړاندې کوي، په وړیا توګه یا په ډیر ارزان قیمت، څوک ېې چې وړتیا ولري. لاندې د محلي ټولنې د کالجونو لیست موجود دی چې د داخلې او مالي مرستو په اړه معلومات لري.

د درجو مختلف ډولونه

  • GED
    • یوه ازموینه یا برنامه ده، چې تاسو یې بشپړ کولای شۍ، ترڅو دا ثابت کړي چې تاسو هغه پوهه لرۍ چې د عالي لیسې د زده کړو او ډیپلوم سره مساوي وي.
  • Associates Degree
    • دا په کالج یا پوهنتون کې د دوه کلونو د بشپړولو څخه وروسته ترلاسه کیږي، چې د ځینو دندو د اخیستو لپاره ورته اړتیا ده. دا د لیسانس درجې په څیر لوړ اسناد نه دی مګر ښایې چې تاسو د کالج تر کچې لومړني کورسونه بشپړ کړي دي.
  • Bachelor Degree
    • په کالج یا پوهنتون کې د څلورو کلونو د بشپړولو څخه وروسته ترلاسه کیږي او په دغه Degree کی معمولا ستاسو د ښوخې مسلک په نظر کی نیول کیږي، او په هغه برخه کی چې تاسو وړتیا لرۍ، په همغه برخه کی تاسو ذده کړې ترلاسه کوي. دغه به ستاسو سره د یوه ښه وظیفي په ترلاسه کولو کی مرسته او همکاري وکړي.

 

 

 

  • Seattle Community Collegesد سیاټل کالج
    • Eligible Non-Citizen Resources Pageوړتوب: د غیر اتباعو لپاره د سرچینو پانه :
      • دایمي اوسیدونکي، پناه غوښتونکي، د پاتې کیدو پناه غوښتونکي، د واشنګټن ایالت د عالي لیسې / GED فارغین چې د متحده ایالاتو د دایمي استوګنې په لټه کې دي، هغه زده کونکي چې د DACA اوسني یا تکمیل شوي نومونه لري، ممکن د سیټل کالجونو ته مستحق اشخاص وبلل شي.

 

  • Residency formsد استوګنې فورمې
    • دغه لاندې شیان د واشنګټن په ایالت کې د استوګنې د ثابتولو لپاره کارول کیږي، ترڅو د دولتي ښوونې او روزنې مرستې ترلاسه کړۍ.

 

 

 

 

د دولتي پوهنتون داخلې او سرچینې

دولتي پوهنتونونه ډیرې وختونه ګران وي مګر ځینې وختونه د اړتیا یا وړتیا پراساس بورسونه وړاندیز کوي. ددې پوهنتونو د جملې څخه یو څو محدود ېې د مروج امریکاېې پوهنتونو استازيتوب کوي او د شمولیت پیچلې پروسه لري. لاندې د دوه اصلي دولتي پوهنتونونو سرچینې او همدارنګه د دوۍ داخلې او مالي مرستو توضیحات موجود دي.

  • University of Washington د واشنګټن پوهنتون
    • Apply Hereدلته ورته داخله کولای شۍ
    • Financial Aid مالي مرستې
    • کیمپسونه
      • Seattle سیاټل
      • دلته د جایزې کټونکو پوهنځیو څخه زده کړه وکړۍ، او خپله د ژوند لاره د 180 څخه د زیاتو مسلکونو په منځ کی وټاکۍ.
      • Tacoma
      • “UW Tacoma د تاکوما ښار په زړه کې یو پوهنتون دی چې د سویلي Puget Sound ساحې سره نږدې واقع دی. تاسو کولای شۍ چې د 40 لیسانس سندونو او د 25  نورو کوچنيو سندونو څخه یو ځاتنه د مخکې تګ لپاره وټاکۍ.
  • Bothell
    • “UW Bothell پوهنتون تر 6,000 پورې زده کوونکي لري، له 350 څخه ډیر پوهنځي، پنځه ښوونځي او له 50 څخه ډیر د لیسانس او ​​​​ماسټرۍ د درجې پروګرامونه.
  • Washington Application for State Financial Aid
  • د مالي مرستې لپاره د واشنګټن ایالت غوښتنلیک
    • څوک ددې مرستو لپاره مستحق دي
    • بې اسناده، د DACA ترلاسه کونکي، یا نور غیر اتباع
  • Online Application انلاین غوښتنلیک
    • ستاسو د مالي اړتیا د کچې معلومولو لپاره د مالیاتو د اسنادو او عایداتو تصدیق ته اړتیا لیدل کیږي.
  • دا باید هر کال د اکتوبر 1 او جنوري 15 ترمنځ بشپړ شي.
  • Refugee and Immigrant Scholarship○ د کډوالو او مهاجرت بورسونه
    • “ددې لپاره چې مهاجرین د متحده ایالاتو د تعلیمي اسنادو او کاري فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې ترلاسه کړي نو ددوۍ لپاره د Day 1 برنامه وړاندې کیږي:
      • د مسلکي سند پروګرامونو یا کورسونو لپاره مالي مرسته
  • لنډمهاله د کرایې مرسته
  • د مسلک روزنه
  • د قضیې د مدیریت خدمتونه
  • څوک وړ دی
    • د متحده ایالاتو مهاجر، کډوال یا پناه غوښتونکي اوسي
    • د کار جواز ولري
    • د Puget Sound په سیمه کې ژوند وکړي
  • د کورنۍ عایدات ېې باید د 50% څخه ټیت وي، د 2022 د HDU د لارښود مطابق. د مثال لپاره د لاندې جدول څخه لیدنه وکړۍ.
 
  • د ESL تر دریمې درجې یا تر هغه هم پورته د انګلیسي ژبې مهارت ولري.
  • له خپل اصلي هیواد څخه د لوړو زده کړو/پوهنتون درجې ولري.
  • د خپل مسلکي پرمختګ لپاره د ګام پورته کولو لپاره باید هڅول شوې اوسي.
  • څنګه درخواست وکړو
    • د خپل انتخاب شوي سند یا کورس لپاره د شمولیت ضروریات په دقیقه توګه د مطالعه کړۍ، چې ډاډ ترلاسه کړۍ چې تاسو ورته مستحق یاست.
    • که تاسو د پروګرام یا ستاسو د وړتیاوو په اړه پوښتنې لرۍ، زمونږ سره اړیکه ونیسۍ.
  • د ReWA’s Day 1 برنامې همږي کوونکي ته یو بریښنالیک ور واستوۍ تر څو ددې پروګرام څخه برخمن شۍ. او دغه بریښنالیک کی ورته د سند نوم هم ولیکۍ کوم چې تاسو غواړۍ. تاسو باید ځان مطمن کړۍ چې لږ تر لږه تاسو یا خپل درخواست دوه میاشتې مخکې د پروګرام د شروغ کیدو څخه واستوۍ، ترڅو د شامل کیدو پروسې لپاره کافې وخت په لاس ورشي.
    • Contact info د اړیکو معلومات
    • تاسو به د خپل وضعیت او وړتیا ارزولو لپاره د ReWA څخه پوښتنلیک ترلاسه کړۍ. پوښتنلیک په چټکۍ سره ډک کړۍ او بیرته راشۍ.
  • که چیرته ReWA ستاسو غوښتنه تصویب کړي، تاسو بیا کولای شۍ د سند پروګرام کې د نوم لیکنې پروسه پیل کړۍ. زمونږه د شمولیت ټیم به ستاسو سره لازمه همکاري وکړي.
  • enroll@pce.uw.edu :بریښنالیک
  • 8005061325: شمیره
  • UW Dream Project
    • دوۍ د منځني او لیسې زده کوونکې حمایه کوي، يه خاصه توګه د Puget Sound په ساحه کی. ددوۍ په نورو خدماتو کی کالج ته د زده کوونکو لاسرسې او د ثانوي ذده کړو وروسته پلان کول شامل دي.
  • د نورو معلوماتو لپاره ددغه dreamproject@uw.edu بریښنالیک سره تماس وکړۍ.
  • Washington State Universityد واشنګټن ایالت پوهنتون
  • کیمپسونه
    • Pullman
    • Spokane
    • Tri-Cities
    • Vancouver
    • Everett
    • Global Campus
  • د ښوونې او روزنې د مرستې پروګرامونه
  • Washington English Centerد واشنګټن انګلیسي ژبي مرکز
    • دوۍ د لویانو لپاره چې مهاجر اوسې، د زده کړو او انګلیسې ژبې موثره ټولګي برابروي، دهغه کسانو لپاره چې څوک غواړي انګلیسي ذده کړي، او په اهدافو پسې مخکې لاړ شي.
    • رضاکارانه پروګرامونه
    • په ټولګیو کی لاندې شیان وړاندې کیږي.
      • په ګروپي شکل انلاین ټولګی
      • آنلاین 1 په 1 ښوونه
      • ډله ایز انګلیسي ټولګي او په خصوصي ډول ښوونه
      • آنلاین ډله ایز تابعیت چمتو کولو ټولګي
    • بشپړ یا جزوي بورسونو شتون
  • Apply for scholarships here د لته د بورسونو لپاره درخواست کولای شۍ
  • Registration ثبت نام
  • Refugee Resettlement Office: English Classes
  • د کډوالو د بیا میشتیدنې دفتر: د انګلیسي ټولګي
    • د انګلیسي وړیا ټولګي
    • دوه منظم ټولګي چې دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې زموږ د سیټل دفتر او کینټ دفتر کی دوام کوي.
  • په دغه ټولګیو کی د level 1 څخه تر level 4 پورې زده کړې کیږي. دوۍ په دغه څلورو برخو لکه: اوریدل، خبرې کول، لوستل او لیکلو باندې خاص تمرکز کوي.
  • رابطه
  • د انګلیسي ژبې زده کوونکو لپاره ټولګي او نورې تعلیمي مرستې:
  • Seattle Central College English Learner Classes
  • د سیاټل د مرکزي کالج د انګلیسي زده کړې ټولګي
  • North Seattle College English Classes
  • د شمالي سیاټل کالج د انګلیسي ټولګي
  • South Seattle College English Learner Classes
  • د سویلي سیاټل کالج انګلیسي زده کړې ټولګي
  • Seattle Public Library English Learner Classes
  • د سیاټل د عامه کتابتون د انګلیسي زده کړې ټولګي
  • City of Seattle English Classes and Job Skills
  • د سیاټل ښار د انګلیسي ټولګي او د کار مهارتونه
  • Spokane Community College English Learner Classes
  • د سپوکان ټولنې کالج د انګلیسي زده کړې ټولګي
  • Church of Spokane English Language Classes
  • د سپوکان انګلیسي ژبې ټولګیو کلیسا
  • Tacoma Community College English Learner Classes
  • د تاکوما ټولنې کالج د انګلیسي زده کړې ټولګي
  • Tacoma Community House Education Assistance
  • د تاکوما د ټولنې تعلیمي مرسته
  • Bates Technical College English Learner Classes
  • د بیټس تخنیکي کالج د انګلیسي زده کړې ټولګي
  • Better English on Sixth Tacoma English Learner Classes
  • Pierce County Community College English as a Second Language Classes

– All Images by pch.vector on Freepik