په متحده ایالاتو کې افغان کورنۍ د خپلو عزیزانو او دوستانو په اړه ډیر زیات اندیښمن دي، چې په بهر کې د دوۍ د بیا یوځای کیدو لپاره د لارو د نشتوالي او سختیو سره لاس او ګریوان دي. ځینې سازمانونه د SIV لخوا تصویب شوي د افغانانو او ددوۍ د کورنۍ د غړیو او نورو ډلو لپاره د خوندي رایستلو لیستونه د ځان سره ساتي. د دغه لیستونو په اړه او د لازمو مرستو لپاره خپل نږدې د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسئ. د نورو معلوماتو لپاره کولای شۍ لاندې لینک وګورۍ.
additional resources to support Afghans with relocatingددې لپاره چې تاسو د SIV لپاره مستحق شۍ، تاسو باید لږ تر لږه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت سره، یا د متحده ایالاتو سره د قراردادي په شکل کی، او یا د (ISAF) سره مو د یوه کال لپاره کار کړي اوسي. دا یوه اوږده پروسه ده چې د متحده ایالاتو د حکومت د یوه مخکیني کارمند ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو ستاسو د کار تصدیق وکړي. P1 او P2 د هغو افغانانو لپاره ښه انتخابونه دي چې د SIV لپاره وړ نه دي، ترڅو د متحده ایالاتو د مهاجرینو ادارې له لارې په متحده ایالاتو د بیا میشتیدنې غوښتنه وکړي. نو ددې کار لپاره باید تاسو د متحده ایالاتو د حکومت، یا د متحده ایالاتو پورې وابسته کمپنۍ لخوا راجع شوي اوسۍ، ځکه چې دوۍ په افغانستان کې افغان اتباع په کار ګمارلي دي، ترڅو دوۍ بیرته ستاسو تصدیق وکړي. په هرصورت، په افغانستان کې د SIV کیسونو ته لومړیتوب سره، دا پروسه شاید کلونه وخت ونیسي.
د (Humanitarian Parole) ترلاسه کول ستونزمن دي، ځکه چې دا د متحده ایالاتو د سفارت لاسرسي ته اړتیا لري. دغه پروسه د 2022 کال د اکتوبر په 1 پیل شوه. متحده ایالات نورو افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې د (Humanitarian Parole) له لارې هیواد ته داخل شي، پرته د “ډېر لږ شمیر قضیو” څخه چې په ځانګړيو شرایطو برابر دي.
د پاتې (Humanitarian Parole) غوښتنلیکونو پورې اړوند پوښتنو لپاره ، مهرباني وکړئ لاندې بریښنالیک ته خپل پیغام واستوۍ.
HumanitarianParole@uscis.dhs.gov
د (Humanitarian Parole) په اړه د نورو معلوماتو لپاره کولای شۍ چې د USCIS پورې تړلې صفحه وګورۍ.
مهاجر او پناه غوښتونکي دواړه کولای شي چې د I-730 فورمې په واسطه د P3 لپاره غوښتنه وکړي، په هغه صورت کی چې ېې مستحق اوسي. د متحده ایالاتو د مهاجرینو اداره (USRAP) هغو افغانانو ته چې په متحده ایالاتو کې یې پناه اخیستې وي، د (P-3) پروګرام له لارې لومړیتوب ورکوي چې د خپلې کورنۍ لپاره دلته د بیامیشته کیدو حق برابر کړي، چې په دې ډله کی والدین، ښځه، خاوند او د 21 کالو څخه کم عمره مجرد اولادونه شامل دي. ددې کار د اجرا لپاره تاسو باید په خپله سیمه کې د بیا میشتیدنې ادارې سره اړیکه ونیسۍ ترڅو د د اړیکو اثبات (AOR) عریضه ثبت کړئ. که چېرته تاسو ته په تیرو دوو کلونو کې په متحده ایالاتو کې پناه درکړل شوې وي، نو تاسو کولای شۍ چې د I-730 فورمې په ډکولو سره د خپلې میرمنې او ماشومانو په استازيتوب د هغوۍ لپاره عریضه وکړۍ چې ترڅو دوۍ هم د پناه غوښتنې په پروسه کې داخل شي. ددې عريضې نهاېې کیدل لږترلږه دوه کاله وخت نیسي، مګر د بشردوستانه دلایلو له امله د دوه کالو څخه وروسته هتمن قبول کیږي.
ددې پروګرام په اړه تاسو کولای شۍ چې نور معلومات لاندې پیدا کړۍ: