دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري ترڅو ومومي چې څنګه په واشنګټن ایالت کې د ماشوم فرنیچر (بیسینټس، کریبس او نور) ترلاسه کړئ

Baby Furniture
څنګه د ماشوم فرنیچر ترلاسه کړئ (بسترونه، خښتې او نور توکي)

د واشنګټن ایالت سرچینې

Buy Nothing

دغه اداره د محلي ټولنې غړي سره نښلوي ترڅو دوۍ په خپلو کی سره مختلف ډوله وړیا توکي تبادله کړي. تاسو په محلي ګروپ کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا لرۍ،  د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت غوره کړۍ او د ځان لپاره یو مناست حساب جوړ کړۍ.

یوځل چې تاسو د فېسبوک حساب جوړ کړئ، نو بیا تاسو کولای شئ چې د خپلې سیمه ایزې ټولنې د پیرود Buy Nothing  ګروپ کې د شاملیدو غوښتنه وکړئ. په پورتنۍ برخه کې لینک ته لاړشئ ترڅو هغه ډلې ومومئ چې ستاسو په ښار کې فعالې دي. ددې لپاره چې خپل ښار یا ستاسو شااوخوا په اسانۍ سره ومومئ، په خپل کیبورډ کې CTRL + F ته فشار ورکړئ او د خپلې سیمې نوم د لټون ځای کې ولیکئ کوم چې تاسو ته په مربوطه ځای ښکاري. د هغه چا لپاره په لینک کلیک وکړئ چې تاسو ته نږدې واقع وی او د یوځای کیدو غوښتنه ورڅخه وکړئ. شاید له تاسو څخه وغوښتل شي چې ځینې مهم معلومات ورکړۍ، ترڅو د ګروپ چلوونکي یا دغه خلک ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو ددې ځای محلی یاست یا نه.

کله چې تاسو د Buy Nothing  ګروپ کې غړیتوب ترلاسه کړ، نو بیا تاسو کولای شئ، چې د هغه توکو لپاره پوسټونه جوړ کړئ چې تاسو یې غواړئ چې ورکړۍ، یا هغه توکيو باره کی چې تاسو یې په لټه کې یاست. که تاسو یو توکي ورکوئ، نو داغوره ده چې د توکو لنډ تفصیل، د توکو انځور، او د یو عمومي ځای ادرس ورکړۍ چیرې چې خلک وکولای شي چې دغه توکی په آسانۍ سره ترلاسه کړي. که چیرته د خلکو ستاسو توکی خوښ شو، نو دوۍ به بیا ستاسو ته په فیسبوک کې پیغام درکړي یا به په پوسټ باندې تبصره وکړي. که تاسو د بل چا توکي سره علاقه لرئ ، په پوسټ کې تبصره وکړئ یا مستقیم ورته پیغام ورکړئ. که تاسو د یو توکي په لټه کې یاست، یو پوسټ جوړ کړئ هغه توکي تشریح کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست او یو څوک شاید  تاسو ته ستاسو غوښتونکي توکي باره کی وړاندیز وکړي.

که چېرته تاسو غواړۍ چې څنګه Buy Nothing په غوره توګه استعمال کړۍ، نو مهرباني وکړۍ د BuyNothing Academy   سايټ څخه لیدنه وکړۍ او د خوښي مطابق شیان ورڅځه ذده کړۍ.

لارښوونه: په داسې حال کی چې په دغه ګروپ کی اکثره معاملات د دوستۍ په فضا کی ترسره کیږي، نو مهرباني وکړئ د نااشنا خلکو سره د لیدو پر مهال محتاط اوسئ. دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د Buy Nothing  ګروپ څخه د توکو ورکولو یا اخیستلو پرمهال هیڅ ډول زیان نه رسي

  1. تاسو کولای شۍ چې یو عام ځای د لیدو لپاره غوره کړي، مګر اکثره  خلک د اسانتیا لپاره په کور کې د توکو اخیستل  یا ورکول غوره ګڼي.
  2. که چیرې تاسو په کوم ځای کې ناسته کول غواړۍ ، نو د خپل یو ملګری د ځان سره وړلو فکر وکړۍ د همرا په حیث او مهدارنګه  نورو ته ووایاست چې تاسو چیرته ځئ.
  3. د هغه چا د فېسبوک حساب وګورئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ. که دا کس درته د باور وړ نه ښکاري نو تاسو اړتیا نه لرۍ چې ورسره معامله وکړۍ.
  4. هیچا ته هم خپل شخصي معلومات مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور…….

د فیسبوک بازار    

د فېسبوک بازار یو آنلاین پلورنځي دی چیرې ستاسو په شمول هرڅوک کولای شي توکي د پلور لپاره پوسټ کړي. د فیسبوک بازار کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب جوړولو ته اړتیا ده. د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت وټاکۍ او خپل حساب پرانیزۍ. تاسو  فقط کولای شئ چې پرته له حساب څخه توکي وګورئ مګر تاسو به ونه شۍ کولای چې د پلورونکي سره اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ د لټون ځای یا کټګورۍ وکاروئ ترڅو د توکو مختلف ډولونه ومومئ چې تاسو یې ممکن د رانیولو په لټه کې یاست.

کله چې تاسو د فېسبوک حساب ځانته جوړ کړ، نو تاسو بیا کولای شۍ چې د خپلې اړتیا سره سم د توکو پلورنکي ته پیغام واستوۍ، همدارنګه  تاسو کولای شئ له دوۍ څخه مختلفي پوښتنې وکړ، لکه د مثال په ډول  تاسو به د څومره قیمت په بدل کی دغه توکی وپیرئ، کوم ځای کی به تاسو د توکو د پیرودلو لپاره ملاقات کوۍ او همدارنګه د معاملې  په اړه نور توضیحات تنظیم کړئ.

په داسې حال کی چې په فیسبوک بازار کی اکثره معاملات د دوستۍ په فضا کی ترسره کیږي، نو مهرباني وکړئ د نااشنا خلکو سره د لیدو پر مهال محتاط اوسئ. دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د فیسبوک بازار څخه د توکو ورکولو یا اخیستلو پرمهال هیڅ ډول زیان نه رسي

  1. تاسو کولای شۍ چې یو عام ځای د لیدو لپاره غوره کړي، مګر اکثره  خلک د اسانتیا لپاره په کور کې د توکو اخیستل  یا ورکول غوره ګڼي.
  2. که چیرې تاسو په کوم ځای کې ناسته کول غواړۍ ، نو د خپل یو ملګری د ځان سره وړلو فکر وکړۍ د همرا په حیث او مهدارنګه  نورو ته ووایاست چې تاسو چیرته ځئ.
  3. د هغه چا د فېسبوک حساب وګورئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ. که دا کس درته د باور وړ نه ښکاري نو تاسو اړتیا نه لرۍ چې ورسره معامله وکړۍ.
  4. هیچا ته هم خپل شخصي معلومات مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور…..
  5. د خوندي او فوري د تادیې د میتودونه څخه کار واخلۍ لکه (PayPal, Venmo, CashApp, Facebook Messenger). دا ذکر شوي ټول اپلیکیشنونه ستاسو په موبایل کی نصب کیدای شي او هر یو يې په خپل ذات کی ډیر محفوظ دي. نو تاسو کولای شۍ چې خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړۍ که چیرته مربوطه توکی په هغه  ډول چې تاسو يې غواړۍ تشریح شوې نه وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د پیرود په توګه لیږل شوي پیسې  باید لیبل کړئ.

په ډیرې قضیو کی نغدي  پیسې یو انتخاب کیدای شي مګر مخفوظ به نه وي. او که چیرته د توکی کیفیت ښه وي، نو په دی صورت کی بیا نغدی پیسې ښه تمامیږي. دا په انفرادي شکل په پلورونکي پورې اړه لري چې ایا دوۍ نغدې پیسې مني یا نه.

Craigslist

دغه د انټرنټ یو اوږدمهاله بازار دی، چیرته چی د ټولنې هر وګړې کولای شي چې د شیانو، اپارتمانونو، د وظیفو پوسټونه او د ټولنې پورې مربوط نور پوسټونه وکړي. په پورته لینک کی تاسو کولای شۍ چې د سیاټل ځانګړې انټرنټي صفحه وګورۍ. تاسو کولای شۍ ډیر په اسانۍ سره خپل موقیعت تبدیل کړۍ، د موقیعت د بدلولو لپاره به تاسو د صفحې په پورته خوا کی په “Seattle-Tacoma” باندې کلیک وکړۍ، بیا به خپل مربوطه ښار نوم ولیکۍ او په choose this location به کلیک وکړۍ. له دی څخه وروسته بیا تاسو کولای شئ چې د خپل ماشوم لپاره مختلف سامانونه، یا نور شیان وپلټۍ چې تاسو ممکن ورته اړتیا ولرئ. او د ځانګړو محصولاتو، قیمتونو، یا موقیعتونو لپاره د فلټرونو څخه استفاده وکړۍ. په کریګ لیست کې د یو څه پلورلو لپاره  تاسو کولای شۍ د صفحې په پورتنۍ ښي کونج کې په ” create a posting ” باندې  کلیک وکړۍ او بیا د مینو له لارې مخته لاړ شۍ ترڅو د هغه توکی په اړه نور معلومات شامل کړۍ چې تاسو یې پلورل غواړۍ.

لارښوونه: په داسې حال کی چې په کریګ لیست کی اکثره معاملات د دوستۍ په فضا کی ترسره کیږي، نو مهرباني وکړئ د نااشنا خلکو سره د لیدو پر مهال محتاط اوسئ. دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د کریګ لیست څخه د توکو ورکولو یا اخیستلو پرمهال هیڅ ډول زیان نه رسي

  1. تاسو کولای شۍ چې یو عام ځای د لیدو لپاره غوره کړي، مګر اکثره  خلک د اسانتیا لپاره په کور کې د توکو اخیستل  یا ورکول غوره ګڼي.
  2. که چیرې تاسو په کوم ځای کې ناسته کول غواړۍ ، نو د خپل یو ملګری د ځان سره وړلو فکر وکړۍ د همرا په حیث او مهدارنګه  نورو ته ووایاست چې تاسو چیرته ځئ.
  3. د هغه چا د فېسبوک حساب وګورئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ. که دا کس درته د باور وړ نه ښکاري نو تاسو اړتیا نه لرۍ چې ورسره معامله وکړۍ.
  4. هیچا ته هم خپل شخصي معلومات مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور…….

Buy Buy Baby

دا سلسله د ماشومانو لپاره پراخه لړۍ وړاندې کوي پشمول د ډایپرونو، جامو، د لوبو سامان، فرنیچر، او نور. تاسو کولای شئ په پورتني لینک کې آنلاین فرمایشونه ورکړئ.

Target

دا د پلورنځیو سلسله ده چې ډیری توکي پکې وړاندیز کیږي چې تاسو یې د خپل ماشوم یا ځان لپاره ورته اړتیا لرئ. په دغه ځایونو کی د جامو، خواړو، فرنیچر، برقي سامان الاتو او نورو ډیرو شیانو برخي موجودي دي. دوۍ ډیرې وختونه د آنلاین توکو د پلورلو لپاره ځانګړي انتخابونه لري. تاسو کولای شۍ چې خپل موقیعت ته نږدی ددوۍ ځایونه دلته پیدا کړۍ د خپل ښار د نوم په ورکولو سره. او یا هم په انلاین ډول خپل فرمایش ورکړۍ.

Fred Meyer

Walmart

Costco

دا په لویه کچه یو عمده پلورنځې دی چې ستاسو او ستاسو د ماشومانو لپاره مختلف توکې ستاسو د ضرورت لپاره وړاندې کوي، په ځانګړې ډول د لویانو او ماشومانو لپاره د لباسونو ترڅنګ نور مختلف توکي وړاندې کوي. د Costco څخه خرید کول د Costco غړیتوب ته اړتیا لري، کوم چې په کال کې لږترلږه $ 60 ډالر لګښت لري. تاسو کولای شئ دلته د Costco غړیتوب لپاره لاسلیک وکړئ. تاسو کولای شۍ چې خپل موقیعت ته نږدی ددوۍ ځایونه دلته پیدا کړۍ د خپل ښار د نوم په ورکولو سره. او یا هم په انلاین ډول خپل فرمایش ورکړۍ.

Amazon

ایمیزون یو آنلاین پرچون پلورونکې دی چیرې چې تاسو کولای شئ  د ماشومانو د سامان الاتو په شمول هر قسم توکي واخلئ. د پورته لینک په کارولو سره تاسو کولای شۍ چې د شیانو لپاره فرمایش ورکړۍ چې ستاسو تر کوره پورې درشي، د 1 څخه تر 2 ورځو په موده کی.

د کلارک کونتی سرچینې

Once Upon a Child

دغه سلسله د ماشومانو لپاره په خاص ډول استعمال شوي شیان اخلي او خرڅوي لکه لباسونه، بوټان او د ماشومانو د لوبو سامان

  • Phone د تلیفون شمیره : (360) 253-7742
  • Addressادرس : 11505 NE Fourth Plain Blvd D3, Vancouver, WA 98662
    • Mon – Sat د دوشنبې څخه تر شنبې پورې 9:30am – 8pm
    • Sunیکشنبه 10pm – 6pm

د کینگ کونتی سرچینې

WestSide Baby Donations

Available Resources

دغه د شیانو یو لیست دی چې دغه اداره ېې د مرستې په توګه ترلاسه کوي او د خپلو اړونده ادارو له لارې ېې  توزیع کوي. مهرباني وکړئ د نورو مرستو لپاره د خپل د قضیې مدیر، د ټولنیز خدمت کارکونکي، یا د عامې روغتیا د کوم ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

WestSide Baby Providers

دغه د ایجینسیو یو لیست دی چې د WestSide Baby سره یو ځای کار کوي او مشتریانو ته مختلف منابع وړاندې کوي. نو مهرباني وکړۍ ددې ایجینسیو سره اړیکه وکړۍ که چيرته لازمه مرسته موجوده وي.

  • Addressادرس , White Center Hub: 10002 14th Ave SW, Seattle, WA 98146
    • Mon – Friد دوشنبې څخه تر جمعې پورې 8:30am – 4:30pm
  • Phone د تلیفون شمیره : (206) 767-1662
  • Address, South Lake Union: 435 8th Ave N, Seattle, WA 98109

Buy Buy Baby

دغه د Bed Bath او ځنې نورو لخوا پرمخ وړل کیږي. او د ماشومانو لپاره مختلف تجهیزات وړاندې کوي لکه ډايپرونه، لباسونه، فرنیچر او د ماشومانو د لوبو سامانونه او ځنې نور. په کینګ کاونټي کی دوۍ یوازې یو موقیعت لري، مګر تاسو کولای شۍ چې خپل فرمایش انلاین روکړۍ.

  • Addressادرس : 17686 Southcenter Pkwy, Tukwila, WA 98188
    • Mon – Sat د دوشنبې څخه تر شنبې پورې 10am – 8pm
    • Sunیکشنبه 11pm – 7pm
  • Phone د تلیفون شمیره : (206) 494-5778

د پیرز کونتی سرچینې

Kidz Kaboodle

د استعمال شویو شیانو یو پلورنځې دی چې لباسونه، فرنیچر او د ماشومانو د لوبو سامان د نویو پیدا شویو ماشومانو، غټو ماشومانو او میندو لپاره وړاندې کوي.

  • Phone د تلیفون شمیره : (253) 566-8344
  • Addressادرس : 6409 6th Ave #10, Tacoma, WA 98406
    • Mon – Sat د دوشنبې څخه تر شنبې پورې 10am – 6pm
    • Sunیکشنبه 11pm – 5pm

Kids Trading Post

دا پرچون پلورونکی د نویو ماشومانو او غټو ماشومانو لپاره استعمال شوې جامې او لوازم پلوري.

  • Phone د تلیفون شمیره : (253) 584-0288
  • Addressادرس : 11124 Gravelly Lake Dr SW, Lakewood, WA 98499
    • Mon – Sat د دوشنبې څخه تر شنبې پورې 9am – 5pm

– All Images by pch.vector on Freepik