دری     |     English

دا پاڼه په واشنګټن ایالت کې د ماشوم محصولاتو موندلو لپاره لاندې سرچینې لري

Primer
لومړۍ برخه

دا پاڼه داسې سرچینې لري چې ستاسو د ماشومانو سره د مهمو سامان الاتو لکه خواړو، جامو، فرنیچر، د لوبو سامان او نورو ډیرو شیانو په ترلاسه کولو کی مرسته وکړي. دا سرچینې د هغه توکو له مخې تنظیم شوي چې تاسو یې په لټه کې یاست، او همدارنګه  وروسته بیا د د دولت په کچه د سرچینو او د County په کچه د سرچینو په واسطه هم ترتیب شوي دي ترڅو تاسو پکې په آسانۍ سره پلټنه وکړۍ.

نو په دې توګه، تاسو کولای شۍ چې دغه ډول سامان الات پیدا کړۍ کوم چې ستاسو کور ته نږدی واقع وي. په هره برخه کې مونږه  لومړۍ د ماشومانو د سامان الاتو د  ترلاسه کولو وړیا او د ټیټ لګښت لارې تاسو ته په ګوته کوو. او د هغې څخه وروسته موږ د پرچون پلورنځیو لیست تاسو ته چمتو کوو چیرې چې تاسو کولای شئ مختلف هغه توکي واخلئ چې تاسو او ستاسو ماشومان ورته اړتیا لري.

 

 د ماشوم د تغذیې لپاره لارښود

هر ماشوم د بل سره توپیر کوي، او ستاسو ډاکټر ستاسو سره د نږدې څخه کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسو او ستاسو د ماشومانو روغتیا د ډاډ وړ ده. لاندې ځنې عمومي لارښوونې دي چې ډیرې ډاکټران او تغذیه پوهان يي د ماشومانو د تغذیې د پرمختګ لپاره کاروي. دغه لارښونې ستاسو د روغتیاېې پاملرنې د متخصصینو سره د منظم چیک اپ او خبرو اترو ځای نه دی، بلکی تاسو باید یوازې د مور د سینې شیدې یا د ماشوم تغذیې پوډر اړوند خبرې وکړۍ.

  • 1 – 3 months د ۱ څخه تر ۳ میاشتو پورې    
    • په 24 ساعتونو کې 7 – 9 ځله د مور شیدو ورکول یا په هر 2 – 4 ساعتونو کې د بوتل په واسطه تغذیه کول
  • 4 – 7 monthsد ۴ څخه تر ۷ میاشتو پورې
    • په 24 ساعتونو کې 6 – 8 ځله د مور شیدې ورکول یا په هر 4 – 5 ساعتونو کې د بوتل په واسطه تغذیه کول
    • د خپل ډاکټر سره د مشورې کولو او د خپل ماشوم د تغذیې پلان جوړولو وروسته، تاسو کولای شئ د خپل ماشوم لپاره د جامدو یا کلکو خواړو ورکول کول پیل کړئ. کله چې تاسو خپل ماشوم ته نوی خواړه شروع کړل، نو بیا مهداسی په مقرر ډول‏‏‏‏ د 3-5 ورځو لپاره ورته خواړه ورکړئ ترڅو تاسو پوه شئ چې کوم ډول خواړه ممکن د الرجیک غبرګون خاصیت ښايي یا نه. که تاسو په خپل ماشوم کی د خپګان، تنفسي ستونزه، یا کوم بل منفي عکس العمل وګورئ، سمدلاسه د 911 تلیفون شمیرې ته زنګ ووهۍ او د طبي مرستې لپاهر غوښتنه وکړۍ.
  • 8 – 12 months د ۸ څخه تر ۱۲ میاشتو پورې
    • په هرو 24 ساعتونو کې 4 – 6 ځله د مور شیدې ورکول یا په هر 4 – 5 ساعتونو کې د بوتل په واسطه تغذیه کول
    • په دغه موده کی ستاسو ماشوم شاید په عادی ډول جامدو یا کلکو خوړو یا نورو مروجو خوړو لکه میوه جات، سبزي جات او حبوباتو په خوړلو پیل وکړی کوم چې ستاسو د ماشوم په قوت پورې اړه لري.
 
د ماشوم د جامو لارښود 

له بده مرغه، د ماشومانو د جامو ډیری برانڈونه د ماشوم د وزن او قد د اندازه کولو لپاره یو څه مختلف اندازو څخه کار اخلي. د اخیستلو څخه  دمخه تل د برانډ اندازې په نظر کی ونیسۍ ، مګر لاندې د جامو د اندازه کولو لپاره عمومي لارښوونې دي.

Size اندازه   

Weight (pounds/lbs)

وزن                           

Height (inches)

قد                          

P (Preemie)

Up to 6 lbs

تر ۶ پونډو پورې           

Up to 17 inches

تر ۱۷ انچو پورې          

NB (Newborn       

نوی زیږیدلی ماشوم    

6 – 9 lbs

د ۶- ۹ پونډو پورې        

Up to 21.5 inches

تر ۲۱.۵ انچو پورې       

3 months۳ میاشتینې 

9 – 12.5 lbs

۹-۱۲.۵ پونډو پورې      

21.5 – 24 inches

د ۲۱.۵-۲۴ انچو پورې    

6 months۶ میاشتینې 

12.5 – 17 lbs

د ۱۲.۵- ۱۷ پونډو پورې    

24 – 26.5 inches

د ۲۴-۲۶.۵ انچو پورې     

9 months۹ میاشتینې  

17 – 21 lbs

د ۱۷-۲۱ پونډو پورې       

26.5 – 28.5 inches

د ۲۶.۵-۲۸،۵ انچو پورې  

12 months۱۲ میاشتینې 

21 – 25 lbs

د۲۱-۲۵ پونډو پورې        

28.5 – 30.5 inches

د ۲۸.۵-۳۰.۵ انچو پورې  

18 months ۱۸ میاشتینې 

25 – 28 lbs

د ۲۵-۲۸ پونډو پورې       

30.5 – 32.5 inches

د ۳۰.۵-۳۲.۵ انچو پورې  

24 months۲۴ میاشتینې  

28 – 30 lbs

د ۲۸ -۳۰ پونډو پورې      

32.5 – 34 inches

۳۲.۵-۳۴ انچو پورې

کله چې ماشومان د پورته اندازو څخه تیر شي او لوی شي، نو بیا ماشومان د 2T-6T لباسونو څخه استفاده کوي. د دې جامو لپاره د T څخه مخکې شمیره د ماشوم عمومي عمر ته اشاره کوي. نو یو 2 کلن ماشوم به عموما د 2T اندازې جامو کې فټ راځي او یو 5 کلن ماشوم به د  5Tاندازې جامو کې فټ شي  او په همدی ډول نور ډیر زیات…..

 

Definitions
  • Prenatal (Antepartum): د زیږیدنې څخه مخکي
  • Postnatal (Postpartum): د زیږیدنې څځه وروسته
 

– All Images by pch.vector on Freepik