ډیرې افغانان چې د 2021 کال د اګست راهیسې متحده ایالاتو ته رارسیدلي دي، اکثریت ېې د بشردوستانه پیرول( humanitarian parolee) په توګه ، د مهاجرت د ځانګړې ویزې(Special Immigrant Visa) په توګه، او یا هم د کډوالو( refugee) په توګه دلته داخل شوي دي.
ډیرې افغانان چې د 2021 کال د اګست راهیسې متحده ایالاتو ته رارسیدلي دي، اکثریت ېې د بشردوستانه پیرول( humanitarian parolee) په توګه ، د مهاجرت د ځانګړې ویزې(Special Immigrant Visa) په توګه، او یا هم د کډوالو( refugee) په توګه دلته داخل شوي دي.
دغه پروګرام د لنډ وخت لپاره دی او عموما دوه کاله دوام کوي. ددې دوه کالو په موده کی تاسو اړ یاست چې د دایمي حقوقو لپاره غوښتنه وکړۍ کوم چې تاسو یي مستحق یاست لکه پناه، د کډوالۍ ځانګړې ویزه، د کورنۍ پر بنسټ د کډوالۍ ویزه او یا نور ډول د مهاجرت ویزه.
ددې لپاره چې تاسو د SIV لپاره مستحق شۍ، تاسو باید لږ تر لږه په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حکومت سره، یا د متحده ایالاتو سره د قراردادي په شکل کی، او یا د (ISAF) سره مو د یوه کال لپاره کار کړي اوسي. هره غوښتنلیک ورکوونکي باید د ټولو هغو ګواښونو او خطراتو مجموعه د ځانه سره ولري کوم چې د کار په جریان کې د هر مشکوک ځای څخه ورته متوجې وي او د خطر احساس کوي. هر نارینه یا ښځینه SIV غوښتونکي کولای شي چې خپل خاوند یا ښځه او خپل د 21 کلونو څخه کم عمره مجرد بچیان په خپل Case کی د ځان سره شامل کړي. هر کله چې ستاسو غوښتنلیک(I-360 SI3V) تصویب شي، نو بیا تاسو کولای شۍ چې د دایمي اوسېدو د کارت لپاره دغه غوښتنلیک ( I-485) ډک کړۍ، چې په عام ډول د شنه کارت(Green Card) په نوم یادیږي. د شنه کارت(Green Card) لرونکو ته اجازه ورکول کیږي چې په متحده ایالاتو کې په دایمي توګه ژوند وکړي او د خپلې خوښې کار وکړي. ممکن تاسو لنډمهاله(I-551) اسناد ترلاسه کړئ، کوم چې د یو کال لپاره غوره او مناسب اسناد دي، تر هغه چې تاسو خپل د دایمي اوسیدو کارت ترلاسه کړئ. ددې پروسې په اړه د نوره معلوماتو لپاره دغه apply for a Green Card here پاڼه وګورۍ.
لارښوونه:
د کډوالۍ په اړه نور معلومات کولای شۍ چې لاندې وګورۍ.
په متحده ایالاتو کې ستاسو د وضعیت پورې اړوند دوه مهم ټکي:
- که تاسو خپل موقیعت د یوه ځای څخه بل ځای ته بدل کړ، نو تاسو باید هتمن خل ادرس هم بدل کړۍ ددغه AR-11 فورمې په واسطه.
- د قانون ماتول کیدای شي ستاسو د کډوالۍ د توقف، اخراج او یا ستاسو د درخواست په ختمولو تمام شي.