دری     |     English

دا پاڼه په کلارک کاونټي کې د ترانسپورتي خدماتو سره د مرستې لپاره لاندې سرچینې چمتو کوي

Clerk County

د موټر چلولو جواز او د موټر ثبت کول

 د موټر چلولو د جواز دفترونه

تاسو کولای شۍ چې د پورته ذکر شوي لینک په استعمال سره د جواز ورکولو هغه دفترونه پیدا کړۍ چې دوۍ د ازموینې، د موټر ثبت کول، د لایسنس ويشل او نور مهم خدمات وړاندې کوي. کله چې تاسو خپل د خوښې ښار ځانته وټاکه، نو ددې څخه وروسته به تاسو ته ددوۍ د اړیکو معلومات، ادرس او د کاري ساعتونو وختونه او همدارنګه نور تازه معلومات چې دوۍ ېې لري تاسو ته وړاندې کړي.

د دفتر لپاره د انتظار وختونه کیدای شي ډیر اوږده اوسي، او بعضې دفترونه شاید اوس بند هم اوسي. نو ددې لپاره ښه لاره دا ده چې تاسو باید ددې ډول دفترونو سره ددې لینک څخه په استفادې سره ځانته د مخکې څخه د ملاقات وخت ونیسۍ. ددې لپاره چې تاسو د  DOL دفتر سره د ملاقات وخت ونیسۍ، نو تاسو به لاندې شیانو ته ضرورت ولرۍ:

 

  •  ستاسو د ملاقات څه وجه ده
  • کوم خدماتو ته تاسو ضرورت لرۍ
  • هغه ځای چې تاسو پکې ملاقات کول غواړۍ
  •  ستاسو د ملاقات تاریخ او وخت
  • ستاسو نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک او نور اضافه نوټونه

که چیرته تاسو اضافه مرستې ته اړتیا لرۍ، نو دلته د DOL دفتر د خدماتو اړوند ځنۍ لارښوونې دي چې کله تاسو ددغه دفتر څخه لیدنه کول غواړۍ.

 

په کلارک کاونټي کی د لایسنسونو دفترونه

Vancouver (East)

  • ادرس :1301 NE 136th Ave Vancouver, WA 98684-0864
  • Phoneد تلیفون شمیره : 360.260.6288
  • Faxفکس : 360.260.6310

 

Vancouver (North)

  • ادرس  :9609 NE 117th Ave Bldg 27, Ste 2730 Vancouver, WA 98662
  • Phoneد تلیفون شمیره : 360.576.6060
  • Faxفکس : 360.260.6124

د موټر چلوونکو د روزنې ښوونځي

د موټر چلوونکو د روزنې پروګرام به تاسو ته ټول هغه هدایات وړاندې کړي، چې کوم د واشنګټن ایالات لپاره ضروري دي. په بعضې موقیعتونو کی حتی د امتحان خدمات هم وړاندې کیږي، نو تاسو ضرورت نه لرۍ چې د DOL دفتر سره د ملاقات لپاره ځانته مهالویش جوړ کړۍ. په یوه مکمل کورس کی به لاندې شیان شامل وي.

  • د 30 ساعتونو په اندازه په صنفونو کی د هدایاتو اخیستل(په ورځ کې اعظمي 2 ساعته)
  • کم از کم د 6 ساعتونو لپاره عملي موټر چلول(په ورځ کې اعظمي 1 ساعت)
  • لږترلږه د1 ساعت لپاره د ایشترینګ مشاهده

دغه لینکونه په کلارک کاونټي کی د موټر چلوونکو د روزنې د ښوونځیو د خدماتو اړوند دي.

ستاسو د شخصي موټر اخیستل او بیمه کول

 د موټر اخیستل  

د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د ځان لپاره سم موټر واخلۍ. کله چې تاسو په واشنګټن ایالت کی د ځان لپار موټر واخیست، نو دوۍ به ستاسو سره د کاغذونو په انتقال کی مرسته وکړي. تاسو کولای شۍ چې په مختلفو ښارونو کی هم د موټر لپاره تلاش وکړۍ، ددې لپاره که چیرته تاسو ښه او ارزانه موټر ځانته پیدا کړۍ.

 د موټر اخیستلو هغه لینکونه چې په کلارک کاونټي کی موجود دي

 په شخصی ډول

  •  محلي موټر پلورونکي پیدا کړۍ  
    • د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې محلي موټر پلورونکي د هغوۍ د zip code په واسطه وپلټۍ. دغه یوه ډیره ښه منبع ده، چې تاسو د موټرو موجودیت او د هغوۍ قیمتونه وپلټۍ. بعضې موټرونه شاید لیست شوي نه اوسي، نو تاسو کولای شۍ چې زنګ ووهۍ او یا هم د موټر پلورونکو سره لیدنه وکړۍ کوم ډول موټر ددوۍ سره شتون لري.

انلاین

لارښوونه: کله چې تاسو په آنلاین بڼه موټر اخلۍ نو باید ډیر محتاط اوسۍ. دلته په کمه اندازه داسې پالیسۍ موجودي دي چې د موټر د کیفیت تضمین وکړي.

 

 د موټر بیمه کول

پورته ذکر شوې لینک به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل موټر بیمه او هغه ایجینسۍ پیدا کړۍ چې دغه خدمات وړاندې کوي. د بیمې محلي ایجینسۍ بعضې وخت په مستقیمه توګه د یوه خاص بیمې کمپنیو سره کار کوي، مګر ځنې ېې ستاسو سره مرسته کوي ترڅو ځانته موټر واخلۍ او بیمه ېې کړۍ.  ستاسو په سیمه کی د لوړ قیمت بیمې په اړه لټون کول یوه ډیره مناسبه لاره ده. په یاد ولرۍ: چې تاسو باید د موټر چلولو پرمهال د بیمې ثبوت له ځان سره ولرۍ.

 

په کلارک کاونټي کی د موټر د بیمې د لټولو لینکونه

 په شخصي ډول

 

د ټیټ اوسط نرخونه

No translation for this content

C-Tran

C-Tran په کلارک کاونټي کی د عامه ترانزیت یوه لومړنۍ لاره ده. او دوۍ په ټوله کاونټي کی د 25 څخه زیاتې لیکې لري.

د پورته ذکر شوې خدماتو اړوند لینکونه

 

اورګاډی

په کلارک کاونټي کی د اوګاډي تمځایونه

Vancouver Station

  • ادرس 1301 W 11th St, Vancouver, WA 98660
  • Phoneد تلیفون شمیره : (800) 872-7245

Amtrak

Amtrak د ټول هیواد په کچه د ساحل څخه ساحل ته د ریل خدمات وړاندې کوي. د Amtrak Cascades،  Coast Starlight، Empire Builder د ریل لینونه په مستقیم ډول په کلارک کاونټي کی خپل خدمات وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې د نورو لینونو سره هم وصل شۍ او کولای شۍ چې په ټول هیواد کی مختلفو ځایونو ته سفر وکړۍ.

 د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

ونپول

C-Tran

د Vanpool خدمات د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دي چې په یوه معینه سیمه کی د کار کولو لپاره تګ او راتګ کوي. ددې لپاره چې د vanpool خدماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ نو ددې لپاره دغه شیانو ته ضرورت دی( د غوښتنلیک مرحله، د موټر چلوونکي لایسنس، bookkeeper او د سپرلیو ترمنځه د ارتباط چینلونه تر څو د سفر لپاره ورته مهالویش جوړ شي. که چیرته تاسو ددې پروګرام په دلچسپي لرۍ، نو د خپل نږدې ګاونډي او یا هم هغو خلکو سره چې په دې کی دلچسپي لري مشوره وکړۍ او ددې پروګرام په اړه یو ځای زده کړه وکړۍ.

 

د پورته ذکر شوي خدماتو لینونه

Rideshare App

دغه apps تاسو ته اجازه درکوي ترڅو د خپل موبایل له لارې خپل منزل ته سفر مهالویش کړۍ. هغه د ټکسي خدمات چې تاسو ورته زنګ وهۍ لاندې هم ذکر شوي دي:

 

 د کلارک کاونټي اړوند ددې خدماتو لینکونه

 

موټرسایکلونه او سکوټرې

په زیاتره سیمو کی په سرکونو باندې د موټرسایکلونو لپاره ځانګړې لیکي وجود لري ترڅو استفاده ترې وشي. په دې لارو کې د لنډ سفرونو لپاره د موټرسایکل او سکوټر په کرایه هم ورکول کیږي په هغه صورت کی چې د سړک د خوندیتوب قوانینو اطاعت وکړي د همیشه لپاره د موټرسایکل لپاره ځانګړې خولۍ واغوندۍ او د خپل شاوخوا څخه ځان خبرداره ساتۍ. کولای شۍ چې نور معلومات په دغه while obeying road safety laws لینک کی وګورۍ.

 

دغه د موټرسایکلونو، د سفر پلان او کراېې اړوند نورو پروګرامونو لینکونه دي چې په کینګ کاونټي کی موجود دي:

پیاده مزل یا ګرځیدل

که چیرته تاسو پیاده مزل کوۍ نو تاسو به پیاده لارو، پاخه sidewalks او نور مختلفو عامه ترانزیت ته په ټول county کی لاسرسې ولرۍ. د دوه یا څو کسانو سره یوځای پیاده مزل کول یوه ډیره ښه لاره ده چې خپل ځان محفوظ  کړۍ. تاسو باید د ترافیکو څخه ځان خبرداره کړۍ  ترڅو خپل ځان او هغه څوک چې ستاسو په شاوخوا کی دي محفوظ کړۍ، کله چې تاسو د سرک څخه تیریږۍ او یا هم سرک سره نږدې سفر کوۍ.

 

په کلارک کاونټي کی د پیاده لارو او محافظت لینکونه

  • د پیاده تګ اساسی قوانین
    • که چیرته sidewalk شتون ولري، تاسو باید د هغې څخه کار واخلۍ
    • تاسو باید د ترافیکي اشارې مراعت کړۍ، او که چیرته د سړک څخه د تیریدو اشارې موجودي وي نو د هغې څخه هم استفاده وکړۍ.
    • که چیرته دغه پورته شیان موجود نه وي، نو تاسو باید ترافیکو ته مخامخ د سړک په چپ طرف مزل وکړۍ.

– All Images by pch.vector on Freepik