دری     |     English

دا پاڼه په کنگ کاونټي کې د ترانسپورتي خدماتو سره د مرستې لپاره لاندې سرچینې لري

King County

د موټر چلولو د جواز دفترونه

  • تاسو کولای شۍ چې د پورته ذکر شوي لینک په استعمال سره د جواز ورکولو هغه دفترونه پیدا کړۍ چې دوۍ د ازموینې، د موټر ثبت کول، د لایسنس ويشل او نور مهم خدمات وړاندې کوي. کله چې تاسو خپل د خوښې ښار ځانته وټاکه، نو ددې څخه وروسته به تاسو ته ددوۍ د اړیکو معلومات، ادرس او د کاري ساعتونو وختونه او همدارنګه نور تازه معلومات چې دوۍ ېې لري تاسو ته وړاندې کړي.

    د دفتر لپاره د انتظار وختونه کیدای شي ډیر اوږده اوسي، او بعضې دفترونه شاید اوس بند هم اوسي. نو ددې لپاره ښه لاره دا ده چې تاسو باید ددې ډول دفترونو سره ددې لینک څخه په استفادې سره ځانته د مخکې څخه د ملاقات وخت ونیسۍ. ددې لپاره چې تاسو د  DOL دفتر سره د ملاقات وخت ونیسۍ، نو تاسو به لاندې شیانو ته ضرورت ولرۍ:

    • ستاسو د ملاقات څه وجه ده
    • کوم خدماتو ته تاسو ضرورت لرۍ
    • هغه ځای چې تاسو پکې ملاقات کول غواړۍ
    • ستاسو د ملاقات تاریخ او وخت
    • ستاسو نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک او نور اضافه نوټونه

    که چیرته تاسو اضافه مرستې ته اړتیا لرۍ، نو دلته د DOL دفتر د خدماتو اړوند ځنۍ لارښوونې دي چې کله تاسو ددغه دفتر څخه لیدنه کول غواړۍ..

 

په کینګ کاونټي کی د لایسنسونو دفترونه

Federal Way

  • ادرس :1617 S 324th St Federal Way, WA 98003-6004
  • Phoneد تلیفون شمیره : 253-661-5001
  • Faxفکس : 253-661-5003

 

Kent

  • ادرس :25410 74th Ave S Kent, WA 98032-6011
  • Phoneد تلیفون شمیره : 253-872-2782
  • Faxفکس : 253-872-6348

 

North Bend

  • ادرس :402 Main Ave S, Ste 11 North Bend, WA 98045
  • Phone د تلیفون شمیره : 425-888-4036
  • Faxفکس : 425-888-4039

 

Redmond

  • ادرس :7225 170th Ave NE Redmond, WA 98052
  • Phone د تلیفون شمیره: 425-649-4281
  • Faxفکس : 425-453-3032

 

Renton

  • ادرس :1314 Union Ave NE Ste 4 Renton, WA 98059-3959
  • Phone د تلیفون شمیره : 425-277-7230
  • Faxفکس : 425-277-7110

 

Seattle (Queen Anne)

  • ادرس :450 3rd Ave W Suite 100 Seattle, WA 98119
  • Phone د تلیفون شمیره : 206-464-6845
  • Faxفکس : 206-352-4390

 

Seattle (West Seattle)

  • ادرس :8830 25th Ave SW Seattle, WA 98106-3237
  • Phone د تلیفون شمیره : 206-764-4144
  • Fax: 206-764-4146

 

Shoreline

  • 15809 Westminster Way N Shoreline, WA 98133
  • Phone د تلیفون شمیره : 425-670-8375
  • Faxفکس : 206-366-7807

 

د موټر چلوونکو د روزنې ښوونځي

د موټر چلوونکو د روزنې پروګرام به تاسو ته ټول هغه هدایات وړاندې کړي، چې کوم د واشنګټن ایالات لپاره ضروري دي. په بعضې موقیعتونو کی حتی د امتحان خدمات هم وړاندې کیږي، نو تاسو ضرورت نه لرۍ چې د DOL دفتر سره د ملاقات لپاره ځانته مهالویش جوړ کړۍ. په یوه مکمل کورس کی به لاندې شیان شامل وي.

  • د 30 ساعتونو په اندازه په صنفونو کی د هدایاتو اخیستل(په ورځ کې اعظمي 2 ساعته)
  • کم از کم د 6 ساعتونو لپاره عملي موټر چلول(په ورځ کې اعظمي 1 ساعت)
  • لږترلږه د1 ساعت لپاره د ایشترینګ مشاهده

دغه لینکونه په کینګ کاونټي کی د موټر چلوونکو د روزنې د ښوونځیو د خدماتو اړوند دي.

ستاسو د شخصي موټر اخیستل او بیمه کول

د موټر اخیستل

د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د ځان لپاره سم موټر واخلۍ. کله چې تاسو په واشنګټن ایالت کی د ځان لپار موټر واخیست، نو دوۍ به ستاسو سره د کاغذونو په انتقال کی مرسته وکړي. تاسو کولای شۍ چې په مختلفو ښارونو کی هم د موټر لپاره تلاش وکړۍ، ددې لپاره که چیرته تاسو ښه او ارزانه موټر ځانته پیدا کړۍ.

د موټر اخیستلو هغه لینکونه چې په کینګ کاونټي کی موجود دي

په شخصی ډول

  • محلي موټر پلورونکي پیدا کړۍ
    • د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې محلي موټر پلورونکي د هغوۍ د zip code په واسطه وپلټۍ. دغه یوه ډیره ښه منبع ده، چې تاسو د موټرو موجودیت او د هغوۍ قیمتونه وپلټۍ. بعضې موټرونه شاید لیست شوي نه اوسي، نو تاسو کولای شۍ چې زنګ ووهۍ او یا هم د موټر پلورونکو سره لیدنه وکړۍ کوم ډول موټر ددوۍ سره شتون لري.

 

انلاین

لارښوونه: کله چې تاسو په آنلاین بڼه موټر اخلۍ نو باید ډیر محتاط اوسۍ. دلته په کمه اندازه داسې پالیسۍ موجودي دي چې د موټر د کیفیت تضمین وکړي.

 

د موټر بیمه کول

پورته ذکر شوې لینک به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل موټر بیمه او هغه ایجینسۍ پیدا کړۍ چې دغه خدمات وړاندې کوي. د بیمې محلي ایجینسۍ بعضې وخت په مستقیمه توګه د یوه خاص بیمې کمپنیو سره کار کوي، مګر ځنې ېې ستاسو سره مرسته کوي ترڅو ځانته موټر واخلۍ او بیمه ېې کړۍ.  ستاسو په سیمه کی د لوړ قیمت بیمې په اړه لټون کول یوه ډیره مناسبه لاره ده. په یاد ولرۍ: چې تاسو باید د موټر چلولو پرمهال د بیمې ثبوت له ځان سره ولرۍ.

 

په کینګ کاونټي کی د موټر د بیمې د لټولو لینکونه

په شخصي ډول

 

د ټیټ اوسط نرخونه

Orca Cards

My Orca

Orca Cards خپله یو ډول کارتونه دي چې په یوه کلیک سره تاسو کولای شۍ چې د ترانزیت مربوط  ایجینسیو ته پیسې ورکړۍ. د کارت په اړه دلته مختلف قسم اپشنونه موجود دي، چې هغه بیا ستاسو په عمر او عایداتو پورې اړه لري، که چیرته تاسو ورته وړ یاست، نو تاسو ته به په ډیره کمه اندازه پیسې ورکوۍ. کله چې تاسو د Orca حساب ځانته جوړ کړ، نو بیا تاسو کولای شۍ چې په خپل کارت کی ځانته په انلاین بڼه پیسې واچوۍ او یا هم په kiosks کی د بسونو، اورګاډي او د اوبو ټکسیانو لپاره تادیه وکړۍ. کله چې تاسو د Orca Card څخه استفاده کوۍ، نو د خپل سفر د شروع کیدو لپاره تاسو باید د kiosks په ځانګړې ځای کی یو ځل خپل کارت ووخۍ او کله چې تاسو خپل منزل ته ورسۍ نو ځل بیا خپل کارت ووخۍ.

 

څنګه کولای شو چې د اوریکا کارډ له لارې پیسې ورکړو

  • بس: خپل کارت د بس په مخکینۍ حصه کی په reader کی داخل کړۍ او کراېې د تایید معلوماتو لپاره منتظر شۍ.
  • کوچنې ریل ګاډې: کله چې تاسو station ته داخلیږۍ نو د مخکې څخه خپل کارت په ژیړ reader کې داخل کړۍ. کله چې تاسو خپل stop ته ورسۍ او ریل ګاډې ترک کوۍ، نو یو ځل بیا هم خپل کارت په مربوطه ژیړ reader کې ورداخل کړۍ ترڅو ستاسو سفر پای ته ورسیږي.
  • نور ترانزیت: خپل کارتونه په مربوطه reader کی ورداخل کړۍ، کوم چې ستاسو لپاره ددغه ترانزیت لخوا ستاسو د خدمت لپاره وړاندې شوي دي.

 د اوریکا کارت د خدماتو لینکونه

  • Getting Started with an Orca Card
  • Create an Orca Account د اوریکا حساب جوړول
    • تاسو باید خپل لومړنې او وروستې نوم، یو بااعتباره د بریښنالیک ادرس او ځانته یو د یادیدلو وړ پاسورډ چمتو کړۍ.
    • دا حساب به ستاسو د Orca Card پورې اړوند هر ډول کړنو لپاره کارول کیږي، په شمول د پیسو اضافه کولو.

 

  • Get a Card In Person or Onlineپه شخصي او یا هم انلاین بڼه د کارت ترلاسه کول
    • ټول هغه کسان چې عمرونه ېې د 19 کالو څخه پورته دي، کولای شي چې د لویانو لپاره ځانګړې شوې کارت ترلاسه کړي، ددې په واسطه دوۍ کولای شي چې په ترانزیت کی سپاره شي او په خپل کارت کی پیسې مدیریت کړي.

 

  • د ځوانانو لپاره ځانګړې کارت په مرسته، هغه ماشومان چې عمرونه ېې د 6 څخه تر 18 کالو پورې اوسي، کولای شي چې سفر وکړي، ددوۍ لپاره د Orca Card په وړیا ډول کارول کیږي.

 

 

  • Reload Your Card په خپل کارت کی بیا ځل پیسې اچول
    • د خپل Orca حساب ته دننه شۍ او یو بااعتباره credit card ورداخل کړۍ ترڅو ستاسو په حساب کی بیا ځلې پیسې وراضافه کړۍ.

 

بسونه

د کینګ کاونټي میټرو

د کینګ کاونټي میټرو په سیمه کی د 100 څخه زیاتې مختلفې د بسونو لپاره لارې لري او خپل خدمات وړاندې کوي. د trip planner او route map به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د خپل ځان لپاره د تګ اسانه لاره پیدا کړۍ.

 

دغه لینکونه په کینګ کاونټي د میټرو بس د خدماتو اړوند دي

  • د کنگ کاونټي د میټرو سیسټم بشپړ نقشه
  • په دغه بټن باندې تاسو په کلیک کولو سره، چې دغه بټن په پورته ښي حصه کی واقع ده. دغه به تاسو ته په دغه نقشه کی ټول لینونه او icons وښاېې کوم چې استعمالیږي.
  • مهال ویش او نقشه
    • د “System Maps” باندې په کلیک کولو سره تاسو کولای شۍ چې په کینګ کاونټي کی د میټرو د مختلفو ساحو نقشه وګورۍ.
  • Trip Planner
    • کله چې تاسو په trip planner کی خپل موقیعت او خپل منزل چې تاسو ورته تلل غواړۍ ولیکل. نو تاسو باید دغه لاندې نښې ته پام وکړۍ، دغه نښه ددې لپاره ده چې خدمات خو به cancel او یا خو به کوم خنډ پکي واقع شوي نه وي.

 

 

 

Sound Transit

Sound Transit  د لوی ښارونو او د Sounder او Light Rail  سټیشنونو ترمینځ د 28 څخه زیاتو لارو کې د ایکسپریس بس خدمات وړاندې کوي.

ددغه ډول بسونو اړوند لینکونه 

 

 

Travel Washington

دغه ډول بسونه  د سیاټل په شاوخوا کی عامه ترانسپورت وړاندې کوي او د ایالت ډیرې کلیوالي برخې سره نښلوي. لکه د مثال په ډول د Kettle Falls څخه Spokane ته خدمات او د Pasco څخه Walla Walla ته.

 

د پورته ذکر شويو د بسونو خدماتو او ریل خطونو پورې مربوط لینکونه:

اورګاډي

په کینګ کانټي کی د اورګاډي سټیشنونه

King Street Station (Seattle)

  • ادرس :303 S Jackson St, Seattle, WA 98104
  • Phoneد تلیفون شمیره : (206) 382-4124

 

Tukwila Station

  • ادرس :7301 Longacres Way, Tukwila, WA 98188
  • Phoneد تلیفون شمیره : (888) 889-6368

 

Seattle Light Rail

 

 

Sound Transit

Sound Transit دوۍ خلکو ته د Sounder ریل خدمات وړاندې کوي د Everett څخه Lakewood ته او همدارنګه د سیاټل په ساحه کی د Light Rail ریل خدمات وړاندې کوي.

د پورته ذکر شویو خدماتو مربوطه لینکونه:

 

Amtrak

Amtrak د ټول هیواد په کچه د ساحل څخه ساحل ته د ریل خدمات وړاندې کوي. د Amtrak Cascades،  Coast Starlight، Empire Builder د ریل لینونه په مستقیم ډول په کینګ کاونټي کی خپل خدمات وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې د نورو لینونو سره هم وصل شۍ او کولای شۍ چې په ټول هیواد کی مختلفو ځایونو ته سفر وکړۍ.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

 

Seattle Center Monorail

د Seattle Monorail د اورګاډي یو وړوکې سیسټم دی، چې دوۍ د Seattle Center څخه Westlake Center ته خپل خدمات وړاندې کوي. اکثره وخت خلک دغه خدمات ددې لپاره کاروي ترڅو د سیاټل د یو شمیر نندارتونونو څخه پکې لیدنه وکړي.

د پورته ذکر شویو خدماتو مربوط لینکونه

 

Seattle Streetcar

Seattle Streetcar په ښار کی د Lake Union څخه تر Capitol Hill سیمو پورې خپل خدمات وړاندې کوي.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

 

ونپول

د کینګ کاونټي میټرو

د Vanpool خدمات د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دي چې په یوه معینه سیمه کی د کار کولو لپاره تګ او راتګ کوي. ددې لپاره چې د vanpool خدماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ نو ددې لپاره دغه شیانو ته ضرورت دی( د غوښتنلیک مرحله، د موټر چلوونکي لایسنس، bookkeeper او د سپرلیو ترمنځه د ارتباط چینلونه تر څو د سفر لپاره ورته مهالویش جوړ شي. که چیرته تاسو ددې پروګرام په دلچسپي لرۍ، نو د خپل نږدې ګاونډي او یا هم هغو خلکو سره چې په دې کی دلچسپي لري مشوره وکړۍ او ددې پروګرام په اړه یو ځای زده کړه وکړۍ.

 

د کینګ کاونټي د نپول میټرو اړونده لینکونه

بېړۍ او د اوبو ټکسي

WSDOT

دلته یو شمیر د پیړیو لیکي وجود لري، چې دوۍ د ترانسپورت خدمات په ټول Puget Sound سیمه کی وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې دی ډول پیړیو کی په پښو یا هم که چیرته کومه کوټه وي نو د خپلو وسایطو سره هم پکې سپریدلای شۍ. د وسایطو لپاره ځانګړې شوې ځای عموما ژر ډکیږي، نو تاسو باید لږ تر لږه د 20 څخه تر 30 دقیقو پورې مخکې د سفر څخه دلته حاضر شۍ. دوۍ داسې پالیسي لري چې که څوک مخکې راعې، نو هغه به مخکې سپریږي، نو د خپلو وسایطو سره سپریدل تضمین شوي نه دي. هغه کسان چې پیاده وي، نو ددوۍ لپاره ځای همیشه شتون لري.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

 

د کینګ کاونټي میټرو

دلته دوه د اوبو ټکسي لیکي شتون لري د Seattle څخه Vashon Island او غربي Seattle ته. نو ددې سفرونو لپاره تاسو کولای شۍ چې د Orca Cards او یا هم په ترمینل کی ځانته ټکټ واخلۍ.

په کینګ کاونټي کی د ذکر شوي خدماتو لینکونه

 

Rideshare Apps

دغه apps تاسو ته اجازه درکوي ترڅو د خپل موبایل له لارې خپل منزل ته سفر مهالویش کړۍ. هغه د ټکسي خدمات چې تاسو ورته زنګ وهۍ لاندې هم ذکر شوي دي:

د کینګ کاونټي اړوند ددې خدماتو لینکونه

موټرسایکلونه او سکوټرې

په زیاتره سیمو کی په سرکونو باندې د موټرسایکلونو لپاره ځانګړې لیکي وجود لري ترڅو استفاده ترې وشي. په دې لارو کې د لنډ سفرونو لپاره د موټرسایکل او سکوټر په کرایه هم ورکول کیږي په هغه صورت کی چې د سړک د خوندیتوب قوانینو اطاعت وکړي د همیشه لپاره د موټرسایکل لپاره ځانګړې خولۍ واغوندۍ او د خپل شاوخوا څخه ځان خبرداره ساتۍ. کولای شۍ چې نور معلومات په دغه while obeying road safety laws لینک کی وګورۍ.

 

دغه د موټرسایکلونو، د سفر پلان او کراېې اړوند نورو پروګرامونو لینکونه دي چې په کینګ کاونټي کی موجود دي:

ګرځېدل یا پیاده مزل

که چیرته تاسو پیاده مزل کوۍ نو تاسو به پیاده لارو، پاخه sidewalks او نور مختلفو عامه ترانزیت ته په ټول county کی لاسرسې ولرۍ. د دوه یا څو کسانو سره یوځای پیاده مزل کول یوه ډیره ښه لاره ده چې خپل ځان محفوظ  کړۍ. تاسو باید د ترافیکو څخه ځان خبرداره کړۍ  ترڅو خپل ځان او هغه څوک چې ستاسو په شاوخوا کی دي محفوظ کړۍ، کله چې تاسو د سرک څخه تیریږۍ او یا هم سرک سره نږدې سفر کوۍ.

په کینګ کاونټي کی د پیاده لارو او محافظت لینکونه

  • د پیاده تګ اساسی قوانین
    • که چیرته sidewalk شتون ولري، تاسو باید د هغې څخه کار واخلۍ
    • تاسو باید د ترافیکي اشارې مراعت کړۍ، او که چیرته د سړک څخه د تیریدو اشارې موجودي وي نو د هغې څخه هم استفاده وکړۍ.
    • که چیرته دغه پورته شیان موجود نه وي، نو تاسو باید ترافیکو ته مخامخ د سړک په چپ طرف مزل وکړۍ.

 

 

– All Images by pch.vector on Freepik