دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې چمتو کوي ترڅو تاسو سره په سنومیش کنټي کې د ټرانسپورټ خدماتو کې مرسته وکړي

Snohomish County

د موټر چلولو د جواز دفترونه

تاسو کولای شۍ چې د پورته ذکر شوي لینک په استعمال سره د جواز ورکولو هغه دفترونه پیدا کړۍ چې دوۍ د ازموینې، د موټر ثبت کول، د لایسنس ويشل او نور مهم خدمات وړاندې کوي. کله چې تاسو خپل د خوښې ښار ځانته وټاکه، نو ددې څخه وروسته به تاسو ته ددوۍ د اړیکو معلومات، ادرس او د کاري ساعتونو وختونه او همدارنګه نور تازه معلومات چې دوۍ ېې لري تاسو ته وړاندې کړي.

د دفتر لپاره د انتظار وختونه کیدای شي ډیر اوږده اوسي، او بعضې دفترونه شاید اوس بند هم اوسي. نو ددې لپاره ښه لاره دا ده چې تاسو باید ددې ډول دفترونو سره ددې لینک څخه په استفادې سره ځانته د مخکې څخه د ملاقات وخت ونیسۍ. ددې لپاره چې تاسو د  DOL دفتر سره د ملاقات وخت ونیسۍ، نو تاسو به لاندې شیانو ته ضرورت ولرۍ:

 

  •  ستاسو د ملاقات څه وجه ده
  • کوم خدماتو ته تاسو ضرورت لرۍ
  • هغه ځای چې تاسو پکې ملاقات کول غواړۍ
  •  ستاسو د ملاقات تاریخ او وخت
  • ستاسو نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک او نور اضافه نوټونه

 

که چیرته تاسو اضافه مرستې ته اړتیا لرۍ، نو دلته د DOL دفتر د خدماتو اړوند ځنۍ لارښوونې دي چې کله تاسو ددغه دفتر څخه لیدنه کول غواړۍ.

 

په سنوهموش کاونټي کی د لایسنس دفترونه

Everett

  • ادرس: 5313 Evergreen Way Everett, WA 98203-3631
  • Phoneد تلیفون شمیره : 425.356.2966
  • Faxفکس : 425.356.2978

 

Lynnwood

  • ادرس: 18023 Hwy 99 N Suite E Lynnwood, WA 98037-4492
  • Phoneد تلیفون شمیره : 425.672.3406
  • Faxفکس : 425.672.3315

د موټر چلوونکو د روزنې ښوونځی

د موټر چلوونکو د روزنې پروګرام به تاسو ته ټول هغه هدایات وړاندې کړي، چې کوم د واشنګټن ایالات لپاره ضروري دي. په بعضې موقیعتونو کی حتی د امتحان خدمات هم وړاندې کیږي، نو تاسو ضرورت نه لرۍ چې د DOL دفتر سره د ملاقات لپاره ځانته مهالویش جوړ کړۍ. په یوه مکمل کورس کی به لاندې شیان شامل وي.

  • د 30 ساعتونو په اندازه په صنفونو کی د هدایاتو اخیستل(په ورځ کې اعظمي 2 ساعته)
  • کم از کم د 6 ساعتونو لپاره عملي موټر چلول(په ورځ کې اعظمي 1 ساعت)
  • لږترلږه د1 ساعت لپاره د ایشترینګ مشاهده

دغه لینکونه په سنوهموش کاونټي کی د موټر چلوونکو د روزنې د ښوونځیو د خدماتو اړوند دي.

ستاسو د شخصي موټر اخیستل او بیمه کول

د موټر اخیستل  

د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د ځان لپاره سم موټر واخلۍ. کله چې تاسو په واشنګټن ایالت کی د ځان لپار موټر واخیست، نو دوۍ به ستاسو سره د کاغذونو په انتقال کی مرسته وکړي. تاسو کولای شۍ چې په مختلفو ښارونو کی هم د موټر لپاره تلاش وکړۍ، ددې لپاره که چیرته تاسو ښه او ارزانه موټر ځانته پیدا کړۍ.

 د موټر اخیستلو هغه لینکونه چې په سنوهموش کاونټي کی موجود دي 

 

په شخصی ډول

محلي موټر پلورونکي پیدا کړۍ

  • د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې محلي موټر پلورونکي د هغوۍ د zip code په واسطه وپلټۍ. دغه یوه ډیره ښه منبع ده، چې تاسو د موټرو موجودیت او د هغوۍ قیمتونه وپلټۍ. بعضې موټرونه شاید لیست شوي نه اوسي، نو تاسو کولای شۍ چې زنګ ووهۍ او یا هم د موټر پلورونکو سره لیدنه وکړۍ کوم ډول موټر ددوۍ سره شتون لري.

 

انلاین

لارښوونه: کله چې تاسو په آنلاین بڼه موټر اخلۍ نو باید ډیر محتاط اوسۍ. دلته په کمه اندازه داسې پالیسۍ موجودي دي چې د موټر د کیفیت تضمین وکړي.

 

د موټر بیمه کول

پورته ذکر شوې لینک به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل موټر بیمه او هغه ایجینسۍ پیدا کړۍ چې دغه خدمات وړاندې کوي. د بیمې محلي ایجینسۍ بعضې وخت په مستقیمه توګه د یوه خاص بیمې کمپنیو سره کار کوي، مګر ځنې ېې ستاسو سره مرسته کوي ترڅو ځانته موټر واخلۍ او بیمه ېې کړۍ.  ستاسو په سیمه کی د لوړ قیمت بیمې په اړه لټون کول یوه ډیره مناسبه لاره ده. په یاد ولرۍ: چې تاسو باید د موټر چلولو پرمهال د بیمې ثبوت له ځان سره ولرۍ.

 

په سنوهومیش کاونټي کی د موټر د بیمې د لټولو لینکونه

 په شخصي ډول

د ټیټ اوسط نرخونه

 

ک

Orca Cards

My Orca

Orca Cards خپله یو ډول کارتونه دي چې په یوه کلیک سره تاسو کولای شۍ چې د ترانزیت مربوط  ایجینسیو ته پیسې ورکړۍ. د کارت په اړه دلته مختلف قسم اپشنونه موجود دي، چې هغه بیا ستاسو په عمر او عایداتو پورې اړه لري، که چیرته تاسو ورته وړ یاست، نو تاسو ته به په ډیره کمه اندازه پیسې ورکوۍ. کله چې تاسو د Orca حساب ځانته جوړ کړ، نو بیا تاسو کولای شۍ چې په خپل کارت کی ځانته په انلاین بڼه پیسې واچوۍ او یا هم په kiosks کی د بسونو، اورګاډي او د اوبو ټکسیانو لپاره تادیه وکړۍ. کله چې تاسو د Orca Card څخه استفاده کوۍ، نو د خپل سفر د شروع کیدو لپاره تاسو باید د kiosks په ځانګړې ځای کی یو ځل خپل کارت ووخۍ او کله چې تاسو خپل منزل ته ورسۍ نو ځل بیا خپل کارت ووخۍ.

څنګه کولای شو چې د اوریکا کارډ له لارې پیسې ورکړو

  • بس: خپل کارت د بس په مخکینۍ حصه کی په reader کی داخل کړۍ او کراېې د تایید معلوماتو لپاره منتظر شۍ.
  • کوچنې ریل ګاډې: کله چې تاسو station ته داخلیږۍ نو د مخکې څخه خپل کارت په ژیړ reader کې داخل کړۍ. کله چې تاسو خپل stop ته ورسۍ او ریل ګاډې ترک کوۍ، نو یو ځل بیا هم خپل کارت په مربوطه ژیړ reader کې ورداخل کړۍ ترڅو ستاسو سفر پای ته ورسیږي.
  • نور ترانزیت: خپل کارتونه په مربوطه reader کی ورداخل کړۍ، کوم چې ستاسو لپاره ددغه ترانزیت لخوا ستاسو د خدمت لپاره وړاندې شوي دي.

 

 د اوریکا کارت د خدماتو لینکونه

  • Getting Started with an Orca Card
  • Create an Orca Account د اوریکا حساب جوړول
    •  
    • تاسو باید خپل لومړنې او وروستې نوم، یو بااعتباره د بریښنالیک ادرس او ځانته یو د یادیدلو وړ پاسورډ چمتو کړۍ.
    • دا حساب به ستاسو د Orca Card پورې اړوند هر ډول کړنو لپاره کارول کیږي، په شمول د پیسو اضافه کولو.
  • Get a Card In Person or Online په شخصي او یا هم انلاین بڼه د کارت ترلاسه کول
    • ټول هغه کسان چې عمرونه ېې د 19 کالو څخه پورته دي، کولای شي چې د لویانو لپاره ځانګړې شوې کارت ترلاسه کړي، ددې په واسطه دوۍ کولای شي چې په ترانزیت کی سپاره شي او په خپل کارت کی پیسې مدیریت کړي.
    • د ځوانانو لپاره ځانګړې کارت په مرسته، هغه ماشومان چې عمرونه ېې د 6 څخه تر 18 کالو پورې اوسي، کولای شي چې سفر وکړي، ددوۍ لپاره د Orca Card په وړیا ډول کارول کیږي.
    • ددغه Reduced Fare Application لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د Orca Card لپاره د لازیاتو مناسبو کراېې ریټونو سره درخواست وکړۍ. دغه ډول کارتونه او غوښتنه عموما د ټیټ عاید لرونکو کورنیو، معیوبه، زاړه اوسې او یا هم د درملنې لاندې اوسې کیږي.
  • Reload Your Card په خپل کارت کی بیا ځل پیسې اچول
    • د خپل Orca حساب ته دننه شۍ او یو بااعتباره credit card ورداخل کړۍ ترڅو ستاسو په حساب کی بیا ځلې پیسې وراضافه کړۍ.
  • Orca Appsد اوریکا ایپسونه : IOS Store, Google Play Store

بسونه

Community Transit

لومړنې د ترانزیت ایجینسي ده کوم چې په سنوهمیش کاونټي کی خدمات وړاندې کوي. دوۍ په سیمه کی د 50 څخه زیات د بسونو لیکې لري.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

Everett Transit

دغه اداره د Everett په ښار کی خپل خدمات وړاندې کوي، په سیمه کی مختلفې لیکي لري.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

اورګاډی

په سنوهمیش کاونټي کی د اوګاډو تمځایونه

Edmonds Station

  • ادرس 211 Railroad Ave, Edmonds, WA 98020
  • Phoneد تلیفون شمیره : 206-398-5000

 

Mukilteo Station

  • ادرس 920 First Street, Mukilteo, WA 98275
  • Phone د تلیفون شمیره : (888) 889-6368

 

Everett Station

  • ادرس 3201 Smith Avenue, Everett, WA 98201
  • Phone د تلیفون شمیره : (425) 257-7777

 

Stanwood Station

  • ادرس 27111 Florence Way, Stanwood, WA 98292
  • Phone د تلیفون شمیره : (800) 872-7245

 

Sound Transit

د Sound Transit د Sounder ریل خدمات وړاندې کوي د Everett څخه تر Lakewood پورې.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

 

Amtrak

Amtrak د ټول هیواد په کچه د ساحل څخه ساحل ته د ریل خدمات وړاندې کوي. د Amtrak Cascades،  EmpireBuilder د ریل لینونه په مستقیم ډول په سنوهمیش کاونټي کی خپل خدمات وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې د نورو لینونو سره هم وصل شۍ او کولای شۍ چې په ټول هیواد کی مختلفو ځایونو ته سفر وکړۍ.

 د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

ونپول

Community Transit

د Vanpool خدمات د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دي چې په یوه معینه سیمه کی د کار کولو لپاره تګ او راتګ کوي. ددې لپاره چې د vanpool خدماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ نو ددې لپاره دغه شیانو ته ضرورت دی( د غوښتنلیک مرحله، د موټر چلوونکي لایسنس، bookkeeper او د سپرلیو ترمنځه د ارتباط چینلونه تر څو د سفر لپاره ورته مهالویش جوړ شي. که چیرته تاسو ددې پروګرام په دلچسپي لرۍ، نو د خپل نږدې ګاونډي او یا هم هغو خلکو سره چې په دې کی دلچسپي لري مشوره وکړۍ او ددې پروګرام په اړه یو ځای زده کړه وکړۍ.

 

د پورته ذکر شوي خدماتو اړونده لینکونه

 

بېړۍ او د اوبو ټکسي

WSDOT

دلته یو شمیر د پیړیو لیکي وجود لري، چې دوۍ د ترانسپورت خدمات په ټول Puget Sound سیمه کی وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې دی ډول پیړیو کی په پښو یا هم که چیرته کومه کوټه وي نو د خپلو وسایطو سره هم پکې سپریدلای شۍ. د وسایطو لپاره ځانګړې شوې ځای عموما ژر ډکیږي، نو تاسو باید لږ تر لږه د 20 څخه تر 30 دقیقو پورې مخکې د سفر څخه دلته حاضر شۍ. دوۍ داسې پالیسي لري چې که څوک مخکې راعې، نو هغه به مخکې سپریږي، نو د خپلو وسایطو سره سپریدل تضمین شوي نه دي. هغه کسان چې پیاده وي، نو ددوۍ لپاره ځای همیشه شتون لري.

: د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

Rideshare Apps

دغه apps تاسو ته اجازه درکوي ترڅو د خپل موبایل له لارې خپل منزل ته سفر مهالویش کړۍ. هغه د ټکسي خدمات چې تاسو ورته زنګ وهۍ لاندې هم ذکر شوي دي:

 د سنوهمیش کاونټي اړوند ددې

خدماتو لینکونه

موټرسایکلونه او سکوټرې

په زیاتره سیمو کی په سرکونو باندې د موټرسایکلونو لپاره ځانګړې لیکي وجود لري ترڅو استفاده ترې وشي. په دې لارو کې د لنډ سفرونو لپاره د موټرسایکل او سکوټر په کرایه هم ورکول کیږي په هغه صورت کی چې د سړک د خوندیتوب قوانینو اطاعت وکړي د همیشه لپاره د موټرسایکل لپاره ځانګړې خولۍ واغوندۍ او د خپل شاوخوا څخه ځان خبرداره ساتۍ. کولای شۍ چې نور معلومات په دغه while obeying road safety laws لینک کی وګورۍ.

دغه د موټرسایکلونو، د سفر پلان او کراېې اړوند نورو پروګرامونو لینکونه دي چې په کینګ کاونټي کی موجود دي:

Walking

که چیرته تاسو پیاده مزل کوۍ نو تاسو به پیاده لارو، پاخه sidewalks او نور مختلفو عامه ترانزیت ته په ټول county کی لاسرسې ولرۍ. د دوه یا څو کسانو سره یوځای پیاده مزل کول یوه ډیره ښه لاره ده چې خپل ځان محفوظ  کړۍ. تاسو باید د ترافیکو څخه ځان خبرداره کړۍ  ترڅو خپل ځان او هغه څوک چې ستاسو په شاوخوا کی دي محفوظ کړۍ، کله چې تاسو د سرک څخه تیریږۍ او یا هم سرک سره نږدې سفر کوۍ.

په سنوهمیش کاونټي کی د پیاده لارو او محافظت لینکونه:

  • د پیاده تګ اساسی قوانین
    • که چیرته sidewalk شتون ولري، تاسو باید د هغې څخه کار واخلۍ
    • تاسو باید د ترافیکي اشارې مراعت کړۍ، او که چیرته د سړک څخه د تیریدو اشارې موجودي وي نو د هغې څخه هم استفاده وکړۍ.
    • که چیرته دغه پورته شیان موجود نه وي، نو تاسو باید ترافیکو ته مخامخ د سړک په چپ طرف مزل وکړۍ.
  • Walking Maps and Resources

– All Images by pch.vector on Freepik