دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره به د روغتیا خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Clark County

Primary Care: بالغ او ماشوم

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Primary Care خدمات ومومئ.

د Clark County ویب پاڼه یو بروشر لري چې د ټیټ لګښت روغتیاېې خدمات لیست کوي.

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په Clark County کې د Primary Care خدماتو کې تخصص لري. دوۍ خپل روغتیاېې خدمات په (Battle Ground, Evergreen، Vancouver(Delaware Ln, East Vancouver, Fourth Plain, Salmon Creek)) کی وړاندی کوي. او د بیمې خدمات هم مني. او کله چې یو څوک بیمه ونلري، نو بیا ورسره دوۍ د خپل تګلارې له مخې ځانګړې تخفیف کوي.

Free Clinic Of Southwest Washington

که تاسو روغتیاېې بیمه نلرئ، یا تاسو د طبي بیلونو یا درملو لپاره پیسي نشي ادا کولای، نو دغه کلینیک ممکن تاسو سره کافي مرسته وکړي. هغه خدمتونه چې دلته ېې سهولت موجود دی لکه( وړیا درمل، د غاښونو پاکول، لابراتوار) کار شامل دي. که تاسو پراخې یا پیچلې ناروغتیاوې لرئ، طبي متخصصین به ناروغان د Clark County واشنګټن کې متخصصینو او روغتونونو ته راجع کړي.

Legacy Health

Legacy Health په (پورټلینډ، وینکوور، میټرو سیمه او د ویلیمیټ ویلی مینځ  کې)  پراخه روغتیایی خدمات وړاندې کوي. د دوۍ په  خدماتو کې د نسخو لپاره د درملو او واؤچرونو تادیه کول، او د کورنۍ روغتیا په اړه پاملرنه شامله ده. په وینکوور کې ډیری کلینیکونه د لویانو او ماشومانو لپاره Primary Care خدمتونه کوي. تاسو ته نږدې ددې خدماتو د چمتو کوونکي د موندلو لپاره، خپل ځای دلته د لټون ځای کې ولیکئ. او دلته د دوۍ د بیمې خدمات چیک کړئ.

New Heights Clinic

دغه په وینکوور کې د نیو هایټس کلیسا لخوا پرمخ وړل کیږي) د  ټیټ عاید لرونکو کسانو ، بې کاره یا بې بیمې ناروغانو لپاره لومړني طبي او د غاښونو د پاملرنې برخه کی خدمات وړاندې کوي. دغه کلینک ناروغان یوازې د ملاقات له لارې ګوري. خدمات ېې یوازې د Clark County اوسیدونکو پورې محدود دي څوک چې هیڅ طبي بیمه نلري او عاید یې د فدرالي غربت د لارښود څخه درې چنده کم وي ددغه ډول خدماتو لپاره مستخق دي.

PeaceHealth

PeaceHealth یو غیر انتفاعي روغتیایی سیسټم دی چې  پکې طبي مرکزونه، روغتونونه او کلینکونه شامل دي چې په واشنګټن، اوریګون او الاسکا کې موقعیت لري. دا شبکه  د وینکوور په (Southwest، Camas، Fisher’s Landing،87th  ) ځایونو کی خپل کلینیکونه چلوي. دلته د دوۍ د بیمې نور معلومات وګورۍ.

Urgent Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Urgent Care خدماتو مراکز ومومۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

 

Legacy Health

دغه په( پورټلینډ ،وینکوور، میټرو سیمه او مینځنۍ ویلیمیټ ویلی) کې هراړخیز روغتیایی خدمات وړاندې کوي. دوۍ د وینکوور په (Camas، Cascade Park، Hazel Dell، Salmon Creek) سیمې تر خپل زیات روغتیاېې پوښښ لاندې راوړي دي. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

 

 

PeaceHealth

PeaceHealth یو غیر انتفاعي روغتیایی سیسټم دی چې  پکې طبي مرکزونه، روغتونونه او کلینکونه شامل دي چې په واشنګټن، اوریګون او الاسکا کې موقعیت لري. په وینکوور کې د PeaceHealth دعاجلې پاملرنې برخه هغه ناروغانو ته خدمت کوي چې د ژوند د لږ ګواښونکو ناروغیو او ټپونو لکه (زخمونو، فشار، سخت زکام ، الرجی او خارش) لپاره ژر تر ژره ډاکټر ته اړتیا لري. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Emergency Care

لاندې سرچینې به تاسو سره ددغه ډول روغتونونو په موندلو کې مرسته وکړي.

که تاسو بیړني طبي پاملرنې ته اړتیا لرئ نو مه هیروئ چې ناروغ تاسو ورته وړل غواړۍ نو مستقیما ېې ورته یوسۍ یا 911 ته زنګ ووهئ ترڅو امبولانس تاسو دغه ځای ته ورسوي. په خپل تلیفون کې 911 ډایل کړئ او خپل طبي بیړني حالت په انګلیسي کې بیان کړئ یا ورته ووایاست چې تاسو د دري یا پښتو لپاره ژباړونکي ته اړتیا لرئ.

 

Legacy Health

دغه په ( پورټلینډ ،وینکوور، میټرو سیمه او مینځنۍ ویلیمیټ ویلی) کې هراړخیز روغتیایی خدمات وړاندې کوي.د Salmon Creek Emergency Room ادارې د Clark County  اوسیدونکو ته بیړني خدمات وړاندې کوي. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

 

PeaceHealth

PeaceHealth یو غیر انتفاعي روغتیایی سیسټم دی چې  پکې طبي مرکزونه، روغتونونه او کلینکونه شامل دي چې په واشنګټن، اوریګون او الاسکا کې موقعیت لري. دا شبکه په بیړني ډول خدمتونه وړاندې کوي په Southwest Emergency Room   کی چې په اوریګون کی واقع دی. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Mental Health/Behavioral Health Services

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د رواني روغتیا د متخصصینو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

 

Crisis Hotline

که یو څوک ځان وژونه کول غواړي او مرستې ته اړتیا لري، د ځان وژنې مخنیوي ملي لایف لاین ته زنګ ووهئ په(1-800-273-8255, 988) شمیرو باندې. نو ستاسو سره به عاجل مرسته چمتو شي. که څه هم ډیری خدمتونه یوازې په انګلیسي کې شتون لري، ځواب ورکوونکي په 250 ژبو کې د مرستې چمتو کولو قابلیت لري.

 

Find a Therapist

دا ویب پاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې د خپل ښار او ایالت یا زپ کوډ پکې دننه کړئ ترڅو تاسو ته نږدې جواز لرونکي معالجین او د دوۍ د اړیکو معلومات په لاس درشي. تاسو کولای شئ خپلې پایلې دخپلې بیمې په واسطه هم فلټر کړئ چې دوۍ یې مني، ترڅو وګورئ چې ایا دوۍ به ستاسو د بیمې خدمات واخلي یا نه. څرنګه چې ډیری معالجین او رواني ډاکټران د عادي طبي شبکو څخه بهر کار کوي، نو دا یوه مناسبه لاره ده چې ترڅو خپل مربوطه ډاکټر پیدا کړۍ.

 

Psychology Today: Therapist or Psychiatrist

دا ویب پاڼه د پورته ویب پاڼې سره ورته ده. دا تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو په سیمه کې د معالج یا رواني ډاکټرانو لټون وکړئ او د دوۍ د اړیکو معلومات ترلاسه کړئ. د خپلو اړتیاو لپاره د مناسب search engine د غوره کولو لپاره پورته لینکونه وکاروئ او خپل ښار یا زپ کوډ پکې دننه کړئ.يا تاسو کولای شئ یوازې د رواني روغتیا متخصصین وټاکئ چې ستاسو بیمه مني ، نوي ناروغان مني او نور ډیر څه قبلوي.

 

 

 

 

Support Groups in Clark County

دغه لیست ځانګړي روغتیاېې ډلې ښایې چې په Clark County کې فعالیت کوي. تاسو کولای شئ دا لیست د رواني روغتیا مسلو، د درملنې ډولونه، عمر، او نورو په وسیله فلټر کړۍ او ځان لپاره ېې اسانه کړۍ.

 

Legacy Health

دغه په( پورټلینډ ،وینکوور، میټرو سیمه او مینځنۍ ویلیمیټ ویلی) کې هراړخیز روغتیایی خدمات وړاندې کوي. ( Unity Center، collaboration of Legacy Health، Adventist Health, Kaiser Permanente، Oregon Health & Science University) دغه ذکر شوي ځایونه د رواني روغتیا بحران کې د خلکو لپاره بیړني خدمات چمتو کوي، د امید او رغیدو پراساس یوه تګلاره وړاندې کوي. د لویانو او تنکیو ځوانانو لپاره د خدماتو د بستر ځای هم لري. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

 

PeaceHealth

PeaceHealth یو غیر انتفاعي روغتیایی سیسټم دی چې  پکې طبي مرکزونه، روغتونونه او کلینکونه شامل دي چې په واشنګټن، اوریګون او الاسکا کې موقعیت لري. دا شبکه د وینکوور په مختلفو ځایونو کې د behavioral health services  خدمات وړاندې کوي. تاسو کولای شئ دلته د لټون ځای کې خپل موقعیت دننه کولو سره تاسو ته نږدې د دوۍ د خدماتو مربوطه کس پیدا کړۍ. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

 

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوی په وینکوو کې د behavioral health service کلینیکونه لري.( NE 65th St, Fourth Plain, Delaware Ln، Salmon Creek ) دغه ځایونه په وینکوو کی شامل دی چې دوۍ پکې خپل خدمات وړاندي کوي.  دوۍ د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. او همدارنګه دوۍ داسې خدمات په وړیا ډول چمتو کوي پرته ددې نه چې کوم لګښت په ناروغ راشي. هرکله که چیرته یو څوک بیمه د ځان سره هیڅ ونلري، نو دوۍ ورسره بیا د خپل پالیسۍ مطابق تخفیف کوي.

Dental Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د غاښونو د متخصصینو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

Access to Baby and Child Dentistry (ABCD)

د ABCD برنامه د زیږون څخه تر 6 کلنۍ پورې ماشومانو لپاره د غاښونو دپاملرنې خدمات وړاندې کوي. ټول هغه کسان چې د واشنګټن Apple Health بیمه لري کولای شي چې ددې خدماتو څخه استفاده وکړي. یوځل چې تاسو د خپل ماشوم لپاره د لیدو وخت وټاکئ تاسو بیا کولای شئ د طبي ژباړونکي غوښتنه هم وکړئ که اړتیا وي د غاښونو د ډاکټر سره مستقیما اړیکه ونیسئ. تاسو کولای شئ د ABCD دغه فورمه ډکه کړئ ترڅو خپل ماشوم له دې خدماتو سره وصل کړئ.

 

Battle Ground Healthcare

د بې بیمې کسانو لپاره وړیا طبي او د غاښونو خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ د لید یا نظر او رواني روغتیا درملنه هم کوي. په دغه کلینیک کې  لاندې ناروغان شامل کیدای شي ( باید  18 کاله یا ډیر عمر ولري، موجوده اوږدمهاله ناروغي ولري (لکه د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار، الرجی، فایبرومالجیا، د زړه اوږدمهاله درد) او همدارنګه بې بیمې یا کم بیمه اوسي او یا ېې کلینې عاید کم اوسي.

لارښوونه:

که تاسو د A.C.A له لارې د health care  لپاره ځان راجستر کړی وي یا WA Apple Health یا Medicaid اوسۍ مګر تاسو د ډاکټر سره د لیدو وخت نه وي ترلاسه کړی، د BGHC متخصصین به ستاسو اوسنې ناروغتیا وګوري، تر هغې چې تاسو به بیا د خپل نوي ډاکټر لخوا تر درملینې لاندي نیول کیږۍ.

 

DentistLink

دا ویب پاڼه تاسو ته نږدې د غاښونو ډاکټر په موندلو کی مرسته کوي. چې د Apple Health  خدمات په ښه شکل سره مني. خپل د تلیفون شمیره، زپ کوډ، او عمر دننه په مربوطه ځای کی دننه کړۍ او بیا Apple Health وټاکۍ. او بیا ورپسې هغه دلیل وټاکئ چې تاسو غواړئ د غاښونو ډاکټر وګورئ – که تاسو یوازې د غاښونو ډاکټر په لټه کې یاست ( Cleaning/Checkup )غوره کړئ. اوس د لټون  په تڼۍ کلیک وکړئ ترڅو د غاښونو د ډاکټرانو لیست راوباسئ چې تاسو ورسره اړیکه نیول غواړۍ.

 

Free Clinic Of Southwest Washington

که تاسو روغتیاېې بیمه نلرئ، یا تاسو د طبي بیلونو یا درملو لپاره پیسي نشي ادا کولای، نو دغه کلینیک ممکن تاسو سره کافي مرسته وکړي. هغه خدمتونه چې دلته ېې سهولت موجود دی لکه( وړیا درمل، د غاښونو پاکول، د لابراتوار)  کار شامل دي. که تاسو پراخې یا پیچلې ناروغتیاوې لرئ، طبي متخصصین به ناروغان د Clark County واشنګټن کې متخصصینو او روغتونونو ته راجع کړي.

 

Sea Mar Community Health Services

دغه په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ د غاښونو کلینیکونه لري په (Battle Ground، Vancouver(NE 88th St, East Vancouver, Fourth Plain, Salmon Creek)) سیمو کی.  دوۍ د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. او همدارنګه دوۍ داسې خدمات په وړیا ډول چمتو کوي پرته ددې نه چې کوم لګښت په ناروغ راشي. هرکله که چیرته یو څوک بیمه د ځان سره هیڅ ونلري، نو دوۍ ورسره بیا د خپلې پالیسۍ مطابق تخفیف کوي.

Eye/Vision Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د لید یا نظر متخصصینو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

که څه هم ددې ‌ډول خدماتو موندل اسانه کار نه دی. مګر که تاسو تشویش لرۍ چې د سترګو / لید پاملرنې ته د لاسرسي لپاره به چیرته ځئ، نو د خپل Primary Care خدماتو څخه استفاده وکړۍ. دوۍ کولای شي ستاسو د بیمې پوښښ پراساس تاسو ته د نظر/لید پوهانو سپارښتنه یا  مو ورته  مستقیم راجع کړي.

 

MARCH Vision Care

دغه ویب پاڼه کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د دوۍ د هراړخزو خدماتو څځه هر وخت استفاده وکړي. ددې ویب پاڼې څخه د استفادی لپاره تاسو باید د خپل ځای او خپل د ناروغۍ د ډول ذکر وکړۍ، په دی ترتیب سره به تاسو مناسبه مرسته ترلاسه کړۍ. د واشنګټن اوسیدونکي به ” Washington ” او ” UnitedHealthcare Community Plan ” غوره کوي او بیا به ورسره لازمه همکاري کیږي.

Women’s Health and Pregnancy (OB/GYN) Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د OB/GYN دچک کولو ځای ومومۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

Legacy Health

دغه په( پورټلینډ ،وینکوور، میټرو سیمه او مینځنۍ ویلیمیټ ویلی) کې هراړخیز روغتیایی خدمات وړاندې کوي. په مختلفو ځایونو کې د ښځو د روغتیا لپاره خدمات وړاندې کوي او په پورټلینډ کې د Randall Children’s Hospital کې د کورنۍ زیږون مرکز چلوي. وینکوورکې دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوی د (Vancouver Women’s Health Clinic، Battle،  Ground Evergreen ) کلینیکونو کې د زیږون ملاتړې خدمتونه (MSS) وړاندی کوي. او همدارنګه د وینکوور په (Delaware Ln, East Vancouver, Fourth Plain, Salmon Creek) هم ورته خدمات چمتو کوي. MSS د واشنګټن Apple Health لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. ټول هغه پیرودونکي چې د میډیکاډ لپاره وړ دي او د Provider One Service Card لري د MSS خدماتو لپاره وړ دي. د (Battle Ground, Vancouver، Washougal) کلینیکونو کې د ښځو او ماشومانو لپاره د (WIC)  تغذیې پروګرام هم وړاندې کوي. WIC د خوړو او تغذیې / د مور د شیدو د تغذیئ د زده کړې بشپړ پروګرام دی چې د امیندوارو میرمنو، نویو میندو او کوچني ماشومانو سره مرسته کوي چې ښه خواړه وخوري، د تغذیې او شیدو تغذیه زده کړي او روغ پاتې شي.

 

PeaceHealth

PeaceHealth یو غیر انتفاعي روغتیایی سیسټم دی چې  پکې طبي مرکزونه، روغتونونه او کلینکونه شامل دي چې په واشنګټن، اوریګون او الاسکا کې موقعیت لري. په وینکوور کې د میرمنو د روغتیایی خدماتو بشپړ لړۍ وړاندې کوي. دوی په Southwest Medical Center کې د کورنۍ زیږون مرکز هم وړاندیز کوي. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Pharmacies

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د درملتونونو ځای ومومۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

په Clark County  کې ډیری درملتونونه د Apple Health مني. د United Healthcare دا ویب پاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو ځای ته نږدې په شبکه کې درملتونونه ومومئ، خپل ادرس ورته وواېې، او دا چې تاسو د کوم ځای څخه ورته راځۍ ورته وواېې.

Bartell Drugs Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Bartell درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

Walgreens Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Walgreens درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

CVS Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د CVS درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Pharmacy Finder

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د خپلواکه درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Pharmacies in Clark County

دا د درملتونونو یو کافي جامع لیست دی چې په Clark County کې فعالیت کوي چې پکې د پرچون پلورنځیو دننه او د درملو پلورنځي شامل دي.

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې جامع روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوی په Clark County کې دوه درملتونونه چلوي چې نومونه ېې(East Vancouver، Salmon Creek) دي. کاري ساعتونه او د اړیکو معلومات په ورکړل شويو لینکونو کې موندل کیدای شي.

– All Images by pch.vector on Freepik