هغه سازمانونه ومومئ، چې وړیا خوړه چمتو کوي، په شمول د نه خرابېدونکو خوړو، بکسونو، ګرم خوړو، حلاله غوښه، افغاني ډوډۍ، او نور. په ټولنه کې داسې سازمانونه شتون لري چې کولای شي بیړني او نور ډول خوراکي مرستې چمتو کړي. دلته ځینې یې څیړو.:
دا یوغیرانتفاعي سازمان دی چې حفظ الصحه، تودوخه، او د خوړو کټونه زیان منونکو خلکوته ورکوي د King County په اوږدو کې. دوۍ په Bellevue کې موقعیت لري او وړل نه کوي. مهرباني وکړئ د دغه منابعو د غوښتو لپاره دا آنلاین فورمه ډکه کړئ. این فورم آنلاین را برای درخواست منابع تکمیل نمایید.
د اضافي مرستې لپاره، مهرباني وکړئ په دغه شمیره 425-502-7768 زنګ ووهئ. بریښنالیک: admin@essentialsfirst.org
د دفتر ادرس: 919 124th Avenue NE, Suite 103, Bellevue, WA. 98005
Hopelink یوه موسسه ده چې د خوړو مرستې، د کارموندنې خدمتونه، مالي مرستې، کورونه، د تعلیم خدمات او نور ډیر څه وړاندې کوي. د HopeLink څانګې هره یوه یې د جغرافیایي موقعیت له مخې د خوړو د بانکونو (Food Banks)کټګورۍ لاندې لیست شوي.
دا یوه اداره ده، چې د سازمانونو لیستونه چمتو کوي، چې د نقشې له مخي د خوړو مرستې وړاندې کوي. خلک کولای شي چې نقشه وګوري، او په هغو سرچینو باندې کلیک وکړي چې دوۍ ته نږدې واقع وي، او ددې خدماتو د برابروونکو ادرسونه، د تلیفون شمیرې، بریښنالیکونه او ویب پاڼې ومومي.
د هرې دولتي مرستې سربیره چې تاسو یې ترلاسه کولای شئ، دMAPS-MCRC اداره اړمنو کسانو ته خواړه او نور ډیر شیان وړاندې کوي، په شمول د د تخریب کیدونکو او نه تخریب کیدونکو خوړو بکسونو، افغاني ډوډۍ، حلاله غوښه، او د خوړو او ګازو کارتونه. د خوړو یا نورو مرستو د غوښتنې لپاره دا آنلاین فورمه ډکه کړئ.
- که چیرته تاسو د مخکې څخه د MAPS-MCRC حساب لرئ، نو تاسو کولای شئ د فارم په سر کې د drop down menu څخه خپل ځانګړي پیرودونکي ID # وټاکئ. که چیرته تاسو دMAPS-MCRC سره نوي یاست، نو پهNew to MCRC) ) باندې کلیک وکړۍ، د درخواست کولو لپاره دلته کلیک وکړئ” option.
- که چیرته تاسو دMAPS-MCRC سره نوي یاست، نو پهNew to MCRC) ) باندې کلیک وکړۍ، د درخواست کولو لپاره دلته کلیک وکړئ” option.
Lifelong د ناروغانو لپاره دوامداره خواړه
که تاسو جدي ناروغۍ لرئ لکه سرطان، د پښتورګو ناروغي، HIV، یا نورې جدي ناروغۍ لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې د خوړو مرسته ترلاسه کړۍ. تاسو باید په King County, Island County او یا په Snohomish County کې ژوند وکړۍ، ترڅو د Lifelong څخه د خوړو مرسته ترلاسه کړۍ.
د تلیفون له لارې ددې خدماتو لپاره په دغه شیمره نوم لیکنه وکړئ: (206) 957-1686
دا یوه اداره ده، چې د نورو خدماتو د منځه څخه د خلکو سره د کور او کرایې مرستې، خوراکي مرستې، تعلیم او په کارموندلو کې مرسته کوي. دوۍ پهFederal Way او Kent کې ځایونه لري، مخکې له دې چې تاسو دلته ددې ځای څخه په اول ځل لیدنه وکړۍ، تاسو باید د ځان سره خپل يو اعتباري عکس او غوښتنلیک ولرۍ.
د اداره د خلکو لپاره د خوړو او جامو بانکونه چمتو کوي، ترڅو خلک د اړتیا سره سم جامې او خواړه ترلاسه کړي، دوی د سپما لپاره ذخیره هم وړاندیز کوي (خورا ارزانه جامې clothing for very cheap – ).
St. Vincent de Pail of Seattle/King County
د اداره خوړو مرستې او همدارنګه په عامه خدماتو کې د نوم لیکنې مرستې وړاندی کوي.
د هولي کراس کاتولیک کلیسا په Stevens Lake کې موقعیت لري
دغه اداره د خوړو او utility bill دواړه خدمات وړاندې کوي، د اعتبار وړ bill او عکس ID سره.
لارښوونه: دوۍ کولای شي چې په میاشت کې یوازې یو بل تادیه کړي.
دغه اداره د bill مرستې، د کارموندنې مرستې، او همدارنګه د خوړو مرستې وړاندې کوي.
دغه اداره د خوراکي توکو مرستې، د حفظ الصحې تجهیزات، د کور تجهیزات، او همدارنګه د عامه ترانسپورت لپاره د بس ټکټونه وړاندې کوي.