دری     |     English
Community Based Organizations

هغه سازمانونه ومومئ، چې وړیا خوړه چمتو کوي، په شمول د نه خرابېدونکو خوړو، بکسونو، ګرم خوړو، حلاله غوښه، افغاني ډوډۍ، او نور. په ټولنه کې داسې سازمانونه شتون لري چې کولای شي بیړني او نور ډول خوراکي مرستې چمتو کړي. دلته ځینې یې څیړو.:

اساسي اړتیاوې

دا یوغیرانتفاعي سازمان دی چې حفظ الصحه، تودوخه، او د خوړو کټونه زیان منونکو خلکوته ورکوي د King County په اوږدو کې. دوۍ په Bellevue کې موقعیت لري او وړل نه کوي. مهرباني وکړئ د دغه منابعو د غوښتو لپاره دا آنلاین فورمه ډکه کړئ. این فورم آنلاین  را برای درخواست منابع تکمیل نمایید.

د اضافي مرستې لپاره، مهرباني وکړئ په دغه شمیره 425-502-7768 زنګ ووهئ. بریښنالیک: admin@essentialsfirst.org

د دفتر ادرس: 919 124th Avenue NE, Suite 103, Bellevue, WA. 98005

King County Food Lifeline 

دا یوه اداره ده، چې د سازمانونو لیستونه چمتو کوي، چې د نقشې له مخي د خوړو مرستې وړاندې کوي. خلک کولای شي چې نقشه وګوري، او په هغو سرچینو باندې کلیک وکړي چې دوۍ ته نږدې واقع وي، او ددې خدماتو د برابروونکو ادرسونه، د تلیفون شمیرې، بریښنالیکونه او ویب پاڼې ومومي.

مسلم ټولنه Puget Sound- د مسلم ټولنې سرچینې مرکز MAPS-MCRC
د هرې دولتي مرستې سربیره چې تاسو یې ترلاسه کولای شئ، دMAPS-MCRC اداره اړمنو کسانو ته خواړه او نور ډیر شیان وړاندې کوي، په شمول د د تخریب کیدونکو او نه تخریب کیدونکو خوړو بکسونو، افغاني ډوډۍ، حلاله غوښه، او د خوړو او ګازو کارتونه. د خوړو یا نورو مرستو د غوښتنې لپاره دا آنلاین فورمه  ډکه کړئ.
  • که چیرته تاسو د مخکې څخه د MAPS-MCRC حساب لرئ، نو تاسو کولای شئ د فارم په سر کې د drop down menu څخه خپل ځانګړي پیرودونکي ID # وټاکئ. که چیرته تاسو دMAPS-MCRC سره نوي یاست، نو پهNew to MCRC) ) باندې کلیک وکړۍ، د درخواست کولو لپاره دلته کلیک وکړئ” option.
  • که چیرته تاسو دMAPS-MCRC سره نوي یاست، نو پهNew to MCRC) ) باندې کلیک وکړۍ، د درخواست کولو لپاره دلته کلیک وکړئ” option.
لارښوونه: MCRC د MAPS د خدماتو یو پروګرام دی، کوم چې په واشنګټن ایالت کې ترټولو لوی اسلامي مرکز دی. هر څوک چې وږې وي نو کولای شي چې د MAPS-MCRC څخه د خوړو مرسته ترلاسه کړي، پرته د پس منظر، مذهب، نژاد او نورو په پام کې نیولو څخه.
د ډیری خدماتو مرکز
دا یوه اداره ده، چې د نورو خدماتو د منځه څخه د خلکو سره د کور او کرایې مرستې، خوراکي مرستې، تعلیم او په کارموندلو کې مرسته کوي. دوۍ پهFederal Way او Kent کې ځایونه لري، مخکې له دې چې تاسو دلته ددې ځای څخه په اول ځل لیدنه وکړۍ، تاسو باید د ځان سره خپل يو اعتباري عکس او غوښتنلیک ولرۍ.
Plateau Outreach Ministries
د اداره د خلکو لپاره د خوړو او جامو بانکونه چمتو کوي، ترڅو خلک د اړتیا سره سم جامې او خواړه ترلاسه کړي، دوی د سپما لپاره ذخیره هم وړاندیز کوي (خورا ارزانه جامې clothing for very cheap – ).
United Way King County  دا یوه ټولنه ده، چې د خواړو رسولو خدمتونه، د کرایې مرسته، او مالی مرسته وړاندې کوي. تاسو کولای شئ چې د خوړو رسولو خدماتو ته لاسرسی ومومئ دلته په دی ځای کی لارښوونه: دا خدمات د اوس مهال لپاره بند دی، مګر تاسو کولای شئ چې د انتظار لیست کې ځان شامل کړۍ، او دوی به بیا تاسو سره اړیکه ونیسي کله چې دوۍ بیا ځلې پکار آغاز وکړي.

د هولي کراس کاتولیک کلیسا په Stevens Lake کې موقعیت لري

دغه اداره د خوړو او utility bill دواړه خدمات وړاندې کوي، د اعتبار وړ bill او عکس ID سره.

لارښوونه: دوۍ کولای شي چې په میاشت کې یوازې یو بل تادیه کړي.

سیلویشن آرمی Everret کی
دغه اداره د bill مرستې، د کارموندنې مرستې، او همدارنګه د خوړو مرستې وړاندې کوي.
د لوتران ترینیتی کلیسا
دغه اداره د خوراکي توکو مرستې، د حفظ الصحې تجهیزات، د کور تجهیزات، او همدارنګه د عامه ترانسپورت لپاره د بس ټکټونه وړاندې کوي.