English     |     دری

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره په واشنګټن کې د موټر چلولو په اړه نور معلومات زده کړي

Driving in Washington
 
دموټر چلوولو  لارښوونې، د موټر چلوولو د لایسنس اخیستل او ځنې نورې سرچینې

د لاندې لینکونو څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې په امریکا کی د موټر چلوولو د ضروریاتو، قانون، د خوندیتوب لارښوونې او ځنې نور:

دولت ستاسو لپاره په واشنګټن کې په قانوني توګه د موټر چلولو لپاره د ازموینې او اسنادو په برخه کی کارکوي. لږترلږه، مخکې له دې چې تاسو موټر وچلوۍ، نو تاسو به لاندې شیانو ته ضرورت ولرۍ.

  • د اعتبار وړ موټر چلولو جواز/اجازه او د بیمې ثبوت.

 

ستاسو د لومړي موټر چلولو جواز ترلاسه کول 

تاسو باید په واشنګټن ایالت کې د موټر، کوچنۍ لارۍ یا موټرسایکل چلولو لپاره د موټر چلولو جواز ولرۍ یا ېې ترلاسه کړۍ. د جواز ترلاسه کولو لپاره تاسو باید:

  1. تاسو باید د زده کړو یوه امتحان څخه تیر شۍ.
  2. باید د موټر چلولو د امتحان څخه تیر شۍ.
  3. تاسو باید د هویت تصدیق وکړۍ.

knowledge test یا د زده کړو امتحان عموما 40 پوښتنې اوسې، چې عموما په واشنګتن ایالت کی د موټر چلولو په قوانینو تمرکز کوي او یوازې په انګلیسې او هسپانوي ژبه کی موجود دی.  drive test  یا د موټر چلولو ازموینه د اشترنګ د  مهارتونو ازموینه ده چیرې چې تاسو باید د ازموینې  د څارونکي سره د موټر چلولو پرمهال ځینې خاص ډول کارونه بشپړ کړۍ. proof of identity یا د هویت د ثبوت لپاره، تاسو کولای شۍ د خپل د بیا میشتیدنې ادارې څخه خپل د کډوالۍ د تایید اسناد یا د I-571 د متحده ایالاتو د کډوالو سفر سند، یا د نورو اسنادو ترکیب چمتو کړۍ. دا چې کوم ډول اسناد په دغه پروسه کی د منلو وړ دی تاسو کولای شۍ چې دا ټول معلومات په دغه لینک کی پیدا کولای شۍ.

لارښوونه: د جواز ورکولو څانګه ممکن د نورو اسنادو غوښتنه وکړي او کاپي شوي، سکین شوي یا عکس شوي اسناد ونه مني. که چیرته ستاسو وړکړل شوي اسنادو کیفیت خراب وی او په اسانۍ سره نه لوستل کیږي یا نه تشخیص کیږې نو ستاسو اسناد شاید د A کټګورۍ څخه B کټګورۍ ته ښکته شی.

د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو لپاره ډیری لارې شتون لري، مګر ددې لپاره تاسو باید د موټر چلولو په ازموینه کی ګډون وکړۍ.

د هغو کسانو لپاره چې عمر ېې د اتلس کالو څخه کم وي

  1. لږترلږه د 6 میاشتو لپاره د موټر د زده کړو اجاز لیک ولري، د موټر چلولو د روزنې کورس بشپړ کړۍ، د ورځې 40 ساعته موټر چلوي او د شپې 10 ساعته موټر وچلوي هغه هم د یوه تجربه کاره موټر چلوونکي سره، او د موټر چلولو ازموینه پاس کړي.
  • د تنکيو ځوانانو لپاره د موټر چلولو د زده کړې پروګرامونه عموما د محلي عالي ښوونځیو لخوا اداره کیږي. تاسو کولای شۍ چې د نورو معلوماتو لپاره د خپل ماشوم د مربوطه ښوونځي سره په تماس کی شۍ، چې ایا ستاسو ماشوم ددې برنامې لپاره مستحق دی او که نه.

که تاسو د خپل ماشوم څارنه کول غواړۍ  پداسې حال کې چې دوۍ موټر چلول زده کوي نو تاسو کولای شۍ چې ددې لینک څخه په استفادې سره نور معلومات حاصل کړۍ

د هغه کسانو لپاره چې عمر ېې د اتلس کالو څخه پورته وي

  1. دوۍ به knowledge test یا د زده کړو امتحان او drive test  یا د موټر چلولو ازموینه پاس کوې پرته ددې چې کوم د موټر چلولو کورس واخلي.
  1. دوۍ به knowledge test یا د زده کړو امتحان، learner’s permit د موټر د زده کړو اجاز لیک ولري، او همدارنګه د یوه باتجربه موټر چلونکي سره باید د نږدې څخه د موټر چلولو زده کړه وکړي(د هغه موټر چلونکي سره چې د 5 کالو اعتباري د موټر چلولو سند ولري.) او همدارنګه دوۍ باید د drive test یا موټر چلونکي امتحان پاس کړي.

لارښوونه: که چیرته تاسو په خپل ځای کی موټر چلول غواړۍ، نو اولنې اپشن به کم از کم ډیر ګران وي. تاسو باید ځان ډاډه کړۍ ترڅو د متحده ایالاتو او واشنګټن د قانون سره ځان بلد کړۍ.

 

د موټر چلونکي د زده کړې برنامه

دغه پروسه د هغه کسانو لپاره ده چې د چا عمر د 18 څخه پورته وی، مګر هغه کسان هم په دغه پروګرام کی برخه اخیستلای شي چې څوک غواړې چې اضافه معلومات ترلاسه کړي. یوه مکمله د موټر چلولو په برنامه کی 30 ساعته درسې صنفونه شامل دی، همدارنګه 6 ساعته د موټر چلونکي سره عملي زده کړې او 1 ساعت د موټر چلولو د ازمیښت وخت شامل دی. ک چیرته تاسو د موټر چلولو په برخه کی هیڅ تجربه نه لرۍ او په دی برخه کی لازیاتو هدایاتو او معلوماتو ته ضرورت ولرۍ، نو دغه ډول کورسونه په عمومې ډول سره ډیر زیات ګران دی، چې تقریبا 1000$ ډالر لګښت لري. د موټر چلولو زیاتره پروګرامونه تصدیق شوي اوسي، خو که بیا هم تاسو د یوه ځانګړي ښوونځي په اړه اندیښنه لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې ددې tse@dol.wa.gov بریښنالیک له لارې د لایسنسونو د ډیپارټمنټ سره اړیکه ونیسۍ چې کوم یو شرکت د اعتبار وړ دی. دغه لاندې د ځینو هغو ښوونځیو د لنیکونه دی چې په خاصه توګه په واشنګټن ایالت کی د موټر چلولو برنامې لري:  

مخکی ددې څخه چې د پورته ذکر شویو ازموینوڅخه یو ترلاسه کړۍ، نو تاسو باید ددې pre-apply لینک له لارې د مخکې څخه ورته درخواست جمع کړۍ، ددې سره به تاسو د “License eXpress” حساب جوړ شي، چې هغه د مثال په ډول دغه  WDL123ABC23B شکل ښکاري. دغه ترلاسه شوې ځانګړې لمبر دا په ډاګه کوي چې تاسو د لایسنس د غوښتنلیک پروسه بشپړه کړې ده. تاسو کولای شۍ چې دغه پروسه د خپلو محلي ادارو څخه هم ددغه online،  scheduling an appointment لینکونو په واسطه ترسره کړۍ. تاسو کولای شۍ چې د موټر چلولو زده کړې او د موټر چلولو ازموینه په تکراري ډول هم ورکړۍ، مګر هر ځل ستاسو دغه ډول هڅه به اضافي لګښت ولري او دغه ډول لګښت به د ځای په حساب سره هم فرق ولري، چې په عمومي ډول به د 20 څخه تر 25 ډالره پورې اوسي.

تاسو کولای شۍ چې ددې لینک څخه په استفادې سره د موټر چلولو مختلف مرکزونه پیدا کړۍ، کوم چې ستاسو په ښار کی د موټر چلولو ازموینې وړاندې کوي. همدارنګه تاسو ددې لینک څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شۍ چې د واشنګټن د موټر چلولو د لارښود په اړه  پوهه شۍ او په دی کی بیا هغه قوانین چې  د سرکونو مربوط دی زده کړۍ، چې دا بیا ستاسو سره د موټر چلولو د ازموينې په وخت کی په درد خوري. همدارنګه ددې په مرسته کولای شۍ چې د موټر چلولو په دوران کی عام تمرینونه وکړۍ، مخکې ددې څخه چې تاسو د موټر چلولو ازموینه ورکړۍ.

لاندې مختلف ډول د زده کړو سرچینې موجودې دي،  چې دا به ستاسو سره مرسته وکړي چې اړونده مسایل ښه مطالعه کړۍ او د خپل ازموینې لپاره تیارې وکړۍ.

مهرباني وکړۍ په یا ولرۍ چې غیر رسمي یا د دولت د چوکاټ څخه بهر هر ډول سرچینې د موټر چلولو د رسمي هدایاتو بدیل نه شی کیدای او د واشنګټن د موټر چلولو د معیار سره هیڅ ډول مطابقت نه لري.

 

  • د واشنګټن اړوند د موټر چلولو د عملي زده کړو پوښتنې ( انګلیسي) (فرانسوي)
  • د واشنګټن د موټر چلولو د ازموینې بیاکتنه او د تمرین ویډیوګانې
  • د واشنګټن ایالت د موټر چلولو لارښود
  • د موټر چلولو د زده کړو او تمرین ویډیوګانې
  • د موټر چلولو د زده کړو او تمرین پمفلیټ
  • د موټر چلولو ژباړل شوي طرزالعملونه

د خپل موټر چلولو د زده کړو د جواز ترلاسه کول 

که چیرته تاسو غواړۍ چې د موټر چلولو د زده کړو جواز ترلاسه کړۍ نو تاسو باید دغه لاندې شیان مکمل کړۍ:

  1. تاسو باید knowledge test یا د زده کړو امتحان پاس کړۍ.
  2. تاسو باید د موټر چلولو د زده کړو په برنامه کی داخله وکړۍ نور معلومات په دغه لینک کی، او همدارنګه د لایسنس ترلاسه کولو د ادارې څخه لیدنه وکړۍ یا یو انلاین غوښتنلیک 10 ورځې مخکې د کورس د شروغ څخه ډک کړۍ.

د knowledge test یا د زده کړو امتحان 40 پوښتنې اوسې، او عموما په واشنګټن ایالت کی د ډریورۍ په قوانینو تمرکز کوي او دغه په انګلیسې او فرانسوي ژبه کی شتون لري. یوه مکمله د موټر چلولو په برنامه کی 30 ساعته درسې صنفونه شامل دی، همدارنګه 6 ساعته د موټر چلونکي سره عملي زده کړې او 1 ساعت د موټر چلولو د ازمیښت وخت شامل دی. ک چیرته تاسو د موټر چلولو په برخه کی هیڅ تجربه نه لرۍ او په دی برخه کی لا زیاتو هدایاتو او معلوماتو ته ضرورت ولرۍ، نو دغه ډول کورسونه په عمومې ډول سره ډیر زیات ګران دی، چې تقریبا 1000$ ډالر لګښت لري. د موټر چلولو زیاتره پروګرامونه تصدیق شوي اوسي، خو که بیا هم تاسو د یوه ځانګړي ښوونځي په اړه اندیښنه لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې ددې tse@dol.wa.gov بریښنالیک له لارې د لایسنسونو د ډیپارټمنټ سره اړیکه ونیسۍ چې کوم یو شرکت د اعتبار وړ دی. دغه لاندې د ځینو هغو ښوونځیو د لنیکونه دی چې په خاصه توګه په واشنګټن ایالت کی د موټر چلولو برنامې لري:

 

مخکی ددې څخه چې د پورته ذکر شویو ازموینوڅخه یو ترلاسه کړۍ، نو تاسو باید ددې pre-apply لینک له لارې د مخکې څخه ورته درخواست جمع کړۍ، ددې سره به تاسو د “License eXpress” حساب جوړ شي، چې هغه د مثال په ډول دغه  WDL123ABC23B شکل ښکاري. دغه ترلاسه شوې ځانګړې لمبر دا په ډاګه کوي چې تاسو د لایسنس د غوښتنلیک پروسه بشپړه کړې ده. تاسو کولای شۍ چې دغه پروسه د خپلو محلي ادارو څخه هم ددغه online،  scheduling an appointment لینکونو په واسطه ترسره کړۍ. تاسو کولای شۍ چې د موټر چلولو زده کړې او د موټر چلولو ازموینه په تکراري ډول هم ورکړۍ، مګر هر ځل ستاسو دغه ډول هڅه به اضافي لګښت ولري او دغه ډول لګښت به د ځای په حساب سره هم فرق ولري، چې په عمومي ډول به د 20 څخه تر 25 ډالره پورې اوسي.

اسو کولای شۍ چې ددې لینک څخه په استفادې سره د موټر چلولو مختلف مرکزونه پیدا کړۍ، کوم چې ستاسو په ښار کی د موټر چلولو ازموینې وړاندې کوي. همدارنګه تاسو ددې لینک څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شۍ چې د واشنګټن د موټر چلولو د لارښود په اړه  پوهه شۍ او په دی کی بیا هغه قوانین چې  د سرکونو مربوط دی زده کړۍ، چې دا بیا ستاسو سره د موټر چلولو د ازموينې په وخت کی په درد خوري.

د موټر اخیستل  

ددې لپاره چې تاسو د ځان لپاره د خوښې موټر پیدا کړۍ نو دا به تاسو څخه وخت واخلي، مګر دلته ځنې سرچینې موجودې دي چې تاسو د هغې پر مټ کولای شۍ چې د موټر اخیستلو په برخه کی سم انتخاب وکړۍ. کله چې تاسو موټر اخلۍ نو تاسو به:

نغدې پیسې

  • که څه هم د نویو موټرو لپاره نغدي پیسې ورکول غیر معمولي کار دی، دا پدې مانا ده چې تاسو په مستقیم ډول د موټر مالک یاست، نو د موټر د سود یا فیس ورکولو څخه ډډه وکړۍ. په نهایت کې ارزانه اپشن د موټر د اخیستو لپاره هغه دی چې  که تاسو د لاسلیک کولو په وخت کې کافي پیسې ځان سره ولرۍ.
  • دا اپشن به ستاسو لپاره موټرو اخیستل محدود کړي، کوم چې ستاسو په اوسني نغدو پیسو پورې اړه لري. د موټرو اخیستل زرګونه ډالر لګښت لري نو تاسو باید ځان ډاډه کړۍ چې تاسو د پیرودلو وروسته خپل نور لګښتونه پوره کولای شۍ.

د موټر ترلاسه کول په پور باندې

  • دا ډول ډیری موټرې پیرودل کیږي. د میاشتنې په حساب سره پیسې ورکول به د موټر اصلي قیمت څخه خورا کوچني وي، نو تاسو به وکولای شۍ چې په څو کلونو کې خپل پور د موټر پور ورکړۍ.
  • که تاسو د دغه پور په ورکولو کې پاتې راغلۍ، هغه اداره چې ستاسو پور تمویلوي کولای شي ستاسو موټر بیرته ستاسو څخه واخلي. دا به ستاسو د راتلونکي پورونو یا کریډیټ کارتونو ترلاسه کولو وړتیا په وړتیا هم په مستقیم ډول اغیزه وکړي.
  • نوټ: پدې کې به سود ضرور شامل وي، نو مهرباني وکړۍ  د یوه دیني عالم سره وګورۍ، که تاسو د سود په اړه د اسلامي لید څخه اندیښنه لرۍ.

که تاسو د موټرو پور ته اړتیا لرۍ، یو له غوره شیانو څخه چې تاسو یې د پیرودلو  څخه دمخه باید وکړۍ د بانک یا کریډیټ  د اتحادیې څخه “pre-approved” تصدیق شوې یو څه ترلاسه کړۍ. دا به تاسو ته ستاسو د ټول پور اندازه او میاشتني تادیاتو اټکل چمتو کړي. تاسو کولای شئ دا معلومات د خپل بودیجې مطابق  د موټرو د لټون  لپاره وکاروۍ او د قیمت په اړه ځان پوهه کړۍ او هغه موټر ترلاسه کړۍ کوم چې  تاسو ېې د اخیستلو توان ولرۍ. په خپله سیمه کې د بانک یا کریډیټ اتحادیې سره  د نورو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسۍ.

له بده مرغه، ځینې پلورونکي هڅه کوي چې د لوړ سود نرخونو او جنک فیسونو سره  د نوي موټر پیرودونکو څخه ګټه پورته کړي. که چیرته تاسو غواړۍ چې فقط د شته موټرو په هکله لټون وکړۍ، نو تاسو اړ نه یاست چې کاغذ ورته لاسلیک وکړۍ. که تاسو د لاسلیک په وخت کی د ډار احساس کوۍ، نو په یاد ولرۍ چې تاسو کولای شۍ چې دغه سودا هر وخت فصخه کړۍ. د پلور قراردادونه سمدلاسه پابند یا نه بدلیږي، نو د هر ډول ګډوډ یا ناڅرګند قراردادونو له لاسلیک کولو څخه ډډه وکړئ.

که تاسو یو موټر واخلۍ چې د پام وړ مسلې لري یا خراب وی، چې تاسو ته د پلورونکي لخوا  د اخیستلو په وخت کی ندي تشریح شوي، نو تاسو کولای شۍ چې ددې Lemon Law لینک له لارې په واشنګټن کی ددې مربوطه خلکو سره تماس وکړۍ.

د یوه موټر په هکله لټون کول ډیره غوره لاره ده، ترڅو دا ځانته معلومه کړۍ چې ایا دا موټر صحې دی او که نه، یا دغه لټون کول به ستاسو سره د یوه مناسب قیمت موټر په لټولو کی مرسته وکړي. تاسو کولای شئ معمولا د موټر تاریخ د هغې د 17 عددي وسایطو پیژندنې نمبر (VIN) یا د دولت لخوا صادر شوي جواز پلیټ په کارولو سره چیک کړۍ، ددې په اړه نور معلومات په دغه کی  لینک پیدا کولای شۍ. تاسو کولای شۍ چې ددې  لینک څخه په استفادې سره هغه معلوماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ چې تاسو ېې د یوه موټر د لټولو په هکله غواړۍ.

د جواز ورکولو د څانګې او د واشنګټن ایالت لوې څارنوالۍ لخوا چمتو شويو لارښوونو سربیره، د هغو خلکو  او کورنیو څخه وپوښتۍ چې تاسو په ګاونډ کی اوسي او ورباندې باور لرۍ، ستاسو سره د مناسب قیمت موټرو په ترلاسه کولو کی مرسته وکړي.

دلته د ځینې لینکونه موجود دی چې تاسو کولای شۍ ددې په مرسته مختلف موټرونه واخلۍ:

په شخصی یا انفرادي ډول

په انلاین ډول 

دلته ځنې عمومي پوښتنې دي چې تاسو ېې د موټر اخیستلو په وخت کی پوښتلای شۍ:

  • ایا زه کولای شم چې د موټر تاریخچه وګورم
  • ایا ددې د ساتنې کوم ریکارډ شتون لري
  •  دا په کوم حالت کی دی
  •  ولې پلورل کیږي
  •  ایا دی تراوسه کومه پیښه کړې ده
  •  ایا د موټر پلورونکي د موټر کاغذونه لري
  •  ایا زه کولای شم چې دا یو ځل په امتحاني شکل وچلوم

د موټر ثبت کول 

کله چې تاسو یو موټر واخیست، نو تاسو باید دغه موټر د لایسنسونو د ډیپارټمنټ سره ثبت کړۍ. که چیرته تاسو د auto dealership څخه موټر واخلۍ دوۍ به تاسو ته د موټر اخیستو په وخت کی کاغذونه درکړي. که تاسو د غیر دولتي پلورونکي یا شخصي ګوند څخه موټر اخلئ ، نو تاسو به اړتیا ولرئ لاندې شیان  بشپړ کړۍ، نور معلومات په دغه لینک کی پیدا کولای شۍ.

  1. تاسو باید د خپل موټر ملکیت په 15 ورځو کی دننه انتقال کړۍ، ترڅو د جریمې څخه مخنیوی وشي
  1. تاسو سره  نږدې د موټر جواز ورکولو دفتر سره اړیکه ونیسۍ ترڅو هغه معلومات راټول کړي چې تاسو ورته اړتیا لرۍ.
  1. تاسو باید دغه دوه فورمې حتمي ډکی کړۍ: دغه فورمه د موټر اخیستلو په وخت کی او دغه فورمه د لایسنس په دفتر کی مکمل کیږي.
  • د موټر د کاغذونو د غوښتنلیک لاسلیک ته انتظار وباسۍ ترڅو چې تاسو د لایسنس د ایجینټ سره مخامخ شۍ. ستاسو لاسلیک باید د نوټري یا جواز اخیستونکي اجنټ لخوا تایید شي.
  1. ددې لپاره چې تاسو د خپل موټر مربوط کاغذونه ترلاسه کړۍ نو تاسو باید: 1 Vehicle/Vessel Bill of Sale

2 . د موټر د کاغذونو غوښتنلیک، 3. د اوسني موټر کاغذونه، 4. تادیه

 ددې لپاره چې ستاسو غوښتنلیک پروسس شي نو دا د 8-10 اونیو پورې  وخت نیسي. مګر تاسو کولای شۍ چې د اضافي 50$ ډالرو په ورکړې سره دغه پروسه چټکه کړۍ، ددې لپاره ددې Quick Title Office لینک څخه استفاده وکړۍ.

  1. تاسو باید خپل د جواز پلیټونه ترلاسه کړۍ یا د موټر جواز ورکولو دفتر ته لاړ شئ چیرې چې تاسو خپل کاغذونه سپارلي دي یا ستاسو د غوښتنلیک د سپارلو  څخه 3 اونۍ وروسته ېې د بریښنالیک له لارې ترلاسه کړۍ.
  1. تاسو اړ یاست چې هر کال ثبت نام بیا ځلۍ تازه کړۍ. د لایسنس ډیپارټمټ به تاسو ته یو لیک درولیږي او یا به تاسو ته پیغام د بریښنالیک له لارې درولیږي ترڅو تاسو ته دریاده کړي چې تاسو بیا د بیا ځلي ثبت نام فیس ورکړۍ او همدارنګه دوۍ د انلاین پیغام رسولو او تادېې خدمات چمتو کوي.

لارښوونه: د جواز ورکولو ریاست ته خبر ورکړۍ که چیرته ستاسو ادرس بدل شي نو تاسو به کوم مهم اسناد یا د نوي کولو خبرتیا ترلاسه کوۍ. ستاسو موټر باید ستاسو په اوسنۍ پته ثبت شي.

د موټر بیمه کول

د دې لپاره چې په قانوني ډول په واشنګټن ایالت کې خپل موټر یا موټرسایکل وچلوۍ ، تاسو اړتیا لرۍ چې د موټر بیمه واخلۍ. دا ډول بیمه په میاشتنۍ توګه تادیه کیږي او د یو شمیر فکتورونو لخوا اغیزمن کیږي لکه ستاسو عمر، د شخصي موټر چلولو تاریخ، د موټر ډول چې تاسو به یې چلوۍ او د پیسو مقدار چې ستاسو بیمه به پوښي. د بیمې ډیری بیلابیل چمتو کونکي شتون لري چې د بیمې مختلف کڅوړې وړاندیز کوي.

تاسو باید ډاډه اوسۍ چې تاسو د بیمې ثبوت د ځان سره لرۍ او یا هم ستاسو سره  د موټر چلولو جواز شتون لري کله چې تاسو موټر چلوۍ ، ځکه کله چې تاسو تاسو کومه ترافیکي سرغړونه کوۍ نو ستاسو څخه به ددغه اسنادو باره کی حتمي پوښتنه کیږي.

دلته د موټر د بیمو اړوند ځنې چمتو کوونکي او ددوۍ احتمالی کلني لګښتونه دي چې تاسو کولای شۍ چې ورسره تماس وکړۍ:

– All Images by pch.vector on Freepik