دری     |     English

 

د مالي مرستو سرچینې

د واشنګټن ایالت

Child Care Assistance Program

 (CCAP) له هغو کورنیو سره مرسته کوي چې د سیاټل په ښار کې ژوند کوي. د 1 میاشتې څخه تر 12 کلونو پورې د ماشومانو د پاملرنې لګښتونه تادیه کوي. که چيرته تاسو مستحق یاست یا نه نو دغه لینک وکاروۍ او خپل غوښتنلک شروع کړۍ.

Washington Connections Child Care Program

(WCCC) د مستحقو کورنیو سره د ماشوم د پاملرنې لپاره پیسې ورکوي. کله چې یوه کورنۍ د ماشوم پاملرنې مرستې لپاره مستحق شي او یو وړ چمتو کوونکی غوره کړي، دولت د ماشوم د پاملرنې لګښت یوه برخه ورکوي. والدین ممکن هره میاشت ددې خدماتو چمتو کوونکو ته د کاپي تادیې یا کوچنۍ تادیې لپاره مسؤل وي چې دا په اصل کی ټول مقدار نه دی. مهرباني وکړۍ ددې پروګرام لینک وکاروۍ، ترڅو تاسو ته درمعلومه شي چې تاسو مستحق یاست یا نه. تاسو کولای شۍ چې ددې لینک په کارولو سره خپل غوښتنلیک جمع کړۍ. همدارنګه تاسو کولای شۍ چې په دغه شمیره 1-844-626-8687 باندې ددوۍ مرکز ته زنګ ووهۍ.

Seasonal Child Care Program

د موسمي ماشوم پاملرنې پروګرام د وړ کورنیو لپاره د ماشوم پاملرنې تادیه کوي چې:

  • په موسمي ډول په زراعتي کارونو کی ګمارل شوې وي
  • په مربوطه کاونټې کی ژوند وکړي
  • د TANF د ګټو څخه برخمن نه وي

تاسو کولای شۍ چې ددې لینک په کارولو سره خپل غوښتنلیک جمع کړۍ. همدارنګه تاسو کولای شۍ چې په دغه شمیره 1-844-626-8687 باندې ددوۍ مرکز ته زنګ ووهۍ. په نهایت کې، تاسو کولای شۍ د خپل محلي ټولنې خدماتو دفتر سره اړیکه ونیسۍ، کوم چې د دې لینک په کارولو سره پیدا کولای شۍ.

 

کینګ کاونټي 

سیاټل

Seattle Parks and Recreation 2022-2023 Scholarship Program

زموږ د پروګرامونو او فعالیتونو لپاره د افرادو او کورنیو لپاره ځانګړې بورسونه شتون لري (کوم چې د ARC لخوا وړاندې کیږي. بورسونه د عاید او کورنۍ اندازې پراساس دي، او د هر هغه چا لپاره شتون لري چې وړتیا  ېې ولري، په شمول د ماشومانو، مشرانو او معلولیت لرونکو خلکو لپاره. د عایداتو په حساب سره د مستحق کیدو لپاره لارښوونې دلته موندل کیدای شي. د درخواست کولو لپاره دلته په اصلي پاڼه کې لیست شوي ګامونه بشپړ کړۍ.

 

پیرز کونتی

مستحقې کورنۍ به تر دریو (3) میاشتو پورې د خپل ماشوم پاملرنې لپاره وړ چمتو کوونکو ته د پیسو ورکولو لپاره واؤچر ترلاسه کړي، ددوۍ په اړه نور معلومات په ویب سایټ کی وګورۍ.

د هغو چمتو کونکو لپاره چې د 0-6 کلنۍ ماشومانو ته خدمت کوي، دوۍ باید

  •  د واشنګټن ایالت څخه په اعلی حالت کې د جواز څښتن وي.

د لومړنیو لاسته راوړنو پروګرام کې ېې برخه اخیستي وي او تر اوسه درجه بندي شوي نه وي یا دمخه په یوه کچه درجه بندي شوی

وي او د 3 لیول څخه لوړ وي.

  • د وړاندیز کوونکو لپاره چې یوازې د ښوونځي عمر ماشومانو ته خدمت کوي، دوی باید په قانوني توګه کار وکړي.

د درخواست لپاره: په دغه 1-800-446-1114 شمیره باندې زنګ یا هم پیغام پریږدۍ د دوۍ د مرکز سره. او د دوۍ د متحصص په همکارۍ سره درخواست جمع کړۍ.

 

*یادونه* تاسو باید د خپلې کورنۍ د ټولو لویانو د دوه وروستيو میاشتو د معاشونو سند/یا د عایداتو نور ثبوتونه د ځان سره ولرۍ.