دری     |     English
Finding a Job

ډیری دندې نن ورځ آنلاین موندل کیږي. په استثنا د کوم چې په ټولنه کې ځایی کاروبارونه دي لکه  رستورانتونه، د ویښتو سالونونه، د ماشومانو د پاملرنې اسانتیاوې او ځینې د پرچون پلورنځي. دلته ډیری شرکتونه شتون لري چې کډوال په دنده  ګماري، او د لیدلو یا مراجعې  لپاره ډیری مختلف ځایونه لري. نو اوس که تاسو چمتو یاست چې د دندې په لټه کې شئ، نو شاید تاسو د لاندې ویب پاڼې د لیدلو هڅه وکړئ. ډیری یې په انګلیسي ژبه دي. که تاسو د resume جوړولو کې مرستې ته اړتیا لرئ یا غواړئ د احتمالي دندو په اړه د مشورې لپاره له چا سره خبرې وکړئ، نو مهرباني وکړئ د Support Getting a Job   برخه وګورئ.

Welcome.US

د مهاجرینو لپاره دندې، په شمول د Amazon ، Google او نورو سره.

Port of Seattle Jobs

په دی کې د Sea-Tac  هوایی میدان شامل دی، چې په دی کی ډیرې خلک په پوسټونو لپاره ګمارل کیږي. په دغه ځای کی  تر دې دمه ډېر افغانان په کار ګمارلي شوي دي. د ویب پاڼې یوه برخه چې د Airport Jobs  په نوم يادیږي،  تاسو سره ستاسو د دندې په لټون کې مرسته کولای شي. او همدارنګه د آنلاین دندې غوښتنلیک، , resume  امنیتي بیج (SIDA او AOA)، د ازموینې چمتو کول، او نور ډیر څه شامل دي. اوسني کاري فرصتونه دلته وګورئ:

د Seattle په بندر کې د اوسنیو دندو لیست   

دا په شخصي توګه تاسو سره د احتمالي دندو په زده کړه کې مرسته کوي – Port of Seattle Job Fairs

لارښوونه: تاسو کولی شئچې د محمد فریدون سوروش سره اړیکه ونیسئ، کوم چې یو افغان-امریکایي دي، چې په دري خبرې کوي او د Seattle بندر کې کار کوي.

sorush.herat@googlemail.com : برښنالیک

 

Back of House Hospitality Jobs 

دا سایټ په هوټلونو کې دلومړۍ کچې او پرمختللي دندې چمتو کوي. په شمول دآشپزۍ چمتوالی ، د کاليو مینځل او انجینري.

لارښوونه: تاسو کولای شئ چې د بشري سرچینو د څانګې د رییس احمد انصاري سره اړیکه ونیسئ، چې یو افغان دی او په دري او پښتو ژبوخبرې کوي، په 425-500-8691  یا ahmad@bohconcepts.com  بريښنالیک باندی.

 

Starbucks

دا سایټ په  قهوه خانه کی کارکوونکو، بیکرانو او shift څارونکو په توګه د لومړنۍ کچې پرچون دندې وړاندې کوي، او Starbucks تل د افغان راغليو کډوالو ته د رارسیدو او په کار ګمارلو کې  فعاله هڅه کړې ده.

لارښوونه: هرکله چې د دندې په لټه کې شوۍ، نو مهرباني وکړئ، خپل ادرس یا zip code وګورئ. په واشنګټن ایالت کې د Starbucks ډیرې پلورنځي شتون لري.

 

Amazon Jobs  

Amazon  اوس مهال د کډوالو د ملاتړ او دوۍ ته د کارموندنې خدمات وړاندې کوي، او همدارنګه د تابعیت په پروسه کی مرسته، قانوني ملاتړ، او مهمې لارښوونې وړاندې کوي.

 

Cascadia Global Security Jobs 

د امنیت ساتونکي یا  Security guard  پوسټونه مستحکم دي. او محدود انګلیسي ژبې ته اړتیا لري. يه دی کی تاسو وسلې ته هیڅ اړتیا نلرئ. 

 

Taylor Farms Jobs

ډیرې کډوال په Kent, Washington کې د تولیداتو د بسته بندۍ په ګودام کې کار پیل کوي.

..

Gategroup Careers 

د Gategroup Careers د لومړنۍ کچې پوسټونه وړاندې کوي  لکه پخلی او د لارۍ چلول. چې ځینې ېې ​​​​د متحده ایالاتو د موټر چلولو جواز ته هم اړتیا لري.

 

Star Protection Jobs

د امنیت ساتونکي یا  Security guard  پوسټونه مستحکم دي. او محدود انګلیسي ژبې ته اړتیا لري. يه دی کی تاسو وسلې ته هیڅ اړتیا نلرئ.

 

 

 

Washington Colleges Jobs

د واشنګټن ایالت په ډیرو ټولنیزو کالجونو کې ډیری دندې شتون لري. تاسو کولای شئ چې د کالج د موقعیت له مخې ېې پیدا کړۍ  لکه د مثال په توګه (د شمالي Seattle کالج یا سویلي  Seattle کالج)، يا د کلیدي کلمو(keyword,) په مرسته، یا ېې د دندې د سرلیک له لارې وپلټئ.

 

University of Washington Jobs

د واشنګټن پوهنتون ټولې دندې (ټولې څانګې او طبي مرکزونه) دلته لاندې ښودل شوي دي.

 

Seattle School District

د  Seattle School district  د سوداګرۍ دندې وړاندې کوي، لکه د برقي یا نل دوان په توګه کار کول:  https://www.schooljobs.com/careers/seattleschools/transferjobs

د Seattle School District دوه ډوله ترانسپورتي دندې وړاندې کوي: د bus monitor چې دا ډاډ ترلاسه کوي چې زده کوونکي په خوندي ډول بسونو ته ځي او په خپل بس کې خوندیتوب ترلاسه کوي، او د crossing guard چې دا ډاډ ترلاسه کوي چې زده کوونکي کولای شي چې په خوندي ډول د سړوکونو څخه تیر کړي:

 https://www.seattleschools.org/departments/transportation/jobs/ 

First Student School Bus Driver (سوداګریز موټر چلولو جواز ته اړتیا لري) https://workatfirst.com/job-search/?q=&loc=98105&radius=50&unitRadio=Miles&page_number=1&limit=10&unit=Miles

 

 

Job Search Engines

Job search engines  د شته دندو ډیرې بیلابیل ډولونه پیژني او عموما تاسو ته اجازه درکوي چې ددې لپاره په آنلاین ډول غوښتنه وکړئ. تاسو کولای شئ  چې د خپل ښار په غوره کولو سره خپل اختیارونه محدود کړئ د مثال په توګه (Kent, Lynnwood )او يا هم د zip code په مرسته لټون وکړۍ. تاسو همدرنګه کولای شئ چې د کلیدي کلمو يا (keywords) په مرسته هم لټون وکړئ. په ډیرې سایټونو کې تاسو کولای شئ چې نوملیکنه وکړۍ، او هرکله چې ستاسو د مسلک مطابق دنده پيدا شي نو تاسو به خبر شۍ، او یا هم خپله resume په سایټ کی پورته کړئ نو بیا به  استخدام کوونکي سازمانونه وکولای شي چې تاسو سره اړیکه ونیسي. تاسو ممکن د خپلې دندې د لټون لپاره یو ځانګړی بریښنالیک پته د خپل ځان لپاره رامینځته کړئ، ترڅو هرڅه په یو ځای کې وساتئ.

د Job search engines  څخه ډیره زیاته ګټه ترلاسه کيدای شي، دSupport Getting a Job  برخه کې لیست شوي سازمانونه کولای شي چې ستاسو سره په دی برخه کی مرسته وکړي.

د کار موندنې ځینې خورا ډیر عام search engines (د الفبا په ترتیب سره) دغه لاندی دي: 

Government Jobs

Indeed

LinkedIn Jobs ( حساب ته ضرورت لري Linkedinد ) 

Monster

USA Jobs (د فدرالي حکومت دندې)

Zip Recruite