دری     |     English
How to get free furniture

څنګه کولای شو چې وړیا او د ټیټ لګښت لرونکي فرنیچر ترلاسه کړو؟

د سپما پلورنځي، د فرنیچر کارول شوي یا د زاړه شیانو ځایونه، او یا هغه ځایونه چې د  خیرات په شکل کی اسباب ورکوي) دا ټول هغه ځایونه دي چې تاسو کولای شۍ چې د خپلې کورنۍ لپاره ترې په ارزانه او مناسبه بیه فرنیچر واخلۍ.

لوی پرچون پلورنځي او آنلاین پرچون پلورونکي هم فرنیچر او د کور توکي پلوري، مګر نرخونه به اکثرا د پورته ذکر شویو ځایونو په پرتله ‌ډیر لوړ وي. دلته ځنې آنلاین شبکې شتون لري چې د فرنیچر د خرڅولو خدمات، او آنلاین بازار لکه د فیسبوک مارکیټ چې دا هم فرنیچر پلوري دغه ټول خدمات ددغه آنلاین شبکو په مرسته ترسره کیږي. 

لارښوونه:

ډیرې هغه پروګرامونه چې وړیا یا ټیټ لګښت لرونکي د فرنیچر خدمات وړاندې کوي د مربوطه قضیې کارمندانو یا خیریه موسسو څخه راجع کولو ته اړتیا لري تر څو د دوۍ هویت تثبیت شي. واشنګتن ایالت ته د افغانانو د ښه راغلاست د پروګرام یا د DSHS ویب پاڼه ډیره مرسته کوی ترڅو د مربوطه قضیې کارمند د ترلاسه کولو یا پیژندلو یا د خدماتو چمتو کوونکو سره د مراجعینو د نښلولو لپاره خپل مهم نقش ولوبوي او همکاري وکړي.

د پلورنځیو ډولونه

کارول شوي یا زاړه فرنیچر بانکونه یا ځایونه:

په دغه ډول ځایونو کی  په خورا ټیټ نرخونو کې په ښه حالت کې کارول شوې یا زاړه شوي فرنیچر وړاندې کیږي. دوۍ ډیرې وختونه د بیا میشتیدنې د قضیې کارمندانو یا خیریه موسسو څخه راجع کولو ته اړتیا لري ترڅو ددغه کارمندانو یا دغه موسسو په مرسته ددغه مراجعینو تثبت وشی، او همدارنګه دوۍ  له پیرودونکو څخه غوښتنه کوي چې د دوۍ پلورنځیو ته له تلو دمخه د ملاقات وخت ونیسي.

د سپما پلورنځي:

دغه  پلورنځي په تخفیف شکل کی مختلف نرخونو کې مختلف توکي وړاندې کوي. که څه هم په دغه پلورنځیو کې فرنیچر، جامې او نور وسایل نوي نه وي، مګر په ښه حالت کې موندل کیږي. پیرودونکي کولای شي چې توکي واخلي، مګر دا د نوي محصولاتو په پرتله لږ ارزان وي.

پرچون پلورنځي:

دغه پرچون پلورنځي نوي توکي په ارزانه بیه وړاندې کوي. پیرودونکي کولای شي چي په یوه پلورنځي کې خوراکي توکي، فرنیچر، د پاکولو محصولات، جامې او نور وسایل واخلي.

له کومه ځایه يې باید پیل کړو؟

د افغان کډوالو لپاره ځانګړي سرچینې:

 د مسلمانانو د ټولنې د سرچینو مرکز (MCRC)

په ریډمونډ ساحه کې MCRC وړیا، لوړ کیفیت لرونکي، دوهم لاس یا استعمال شوي فرنیچر لري.

 1-888-404-6272 شمیرې ته زنګ ووهئ ترڅو د فرنیچر اخیستلو لپاره وخت ونیسئ.

د قضیې مدیر: مصطفی حاجي

همغږي کوونکي: فریده خوجندي  206-619-7885

 ادرس: 16225 NE 87th Street Suite # A-4 Redmond, WA 98052

ایمیل : manager@mcrcseattle.org