دا پاڼه په واشنګټن ایالت کې د فارمول او ماشوم خواړه ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه لاندې سرچینې لري
څنګه کولای شو چې د ماشوم د تغذېې ځانګړې پوډر او یا خواړه ترلاسه کړو
د اضافي سرچینو لپاره، د خوراکي توکو مرستې او حکومتي مرستې وګورئ او پلټنه ورپسې وکړۍ.
د واشنګټن ایالت پورې مربوطه سرچینې
د ښځو او ماشومانو د تغذېې پروګرام
دغه اداره د امیندوارو ښځو، د زیږون څخه وروسته حالت، او د شیدو د تغذیه وړ ماشومانو او تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته خدمت کوي چې د فدرالي بې وزلۍ کچه يي 185٪ او یا تر تر هغې هم لاندې وي. پورته پروګرام د تغذیې مشورې، د مور د شیدو ملاتړ، روغتیا بیاکتنې او مربوطه ځایونو ته راجع کول، او میاشتنۍ مالي مرسته چمتو کوی او همدارنګه صحې خواړه لکه میوې، سبزیجات او د شیدو مرسته هم مستحقو خلکو لپاره برابروي.
وړخلک یا مستحقین: تاسو په هغه صورت کی د WIC لپاره وړ یاست که چیرې تاسو Apple Health ولرۍ. د WIC لپاره مستحق کیدل یا وړتوب د کورنۍ د اندازې او عاید له مخې ټاکل کیږي. دلته هغه جدول موجود دی چې په کوم ډول یو څوک ددې پروګرام مستحق کیږي. که تاسو د خپلې کورنۍ لپاره د اندازې څخه ښکته عاید لرۍ، نو تاسو مستحق یاست. د نوملیکنې لپاره دلته خپل محلی د WIC مرکز پیدا کړۍ او یا WIC د خپل زپ کوډ په ذریغه پیدا کړ
Number of people in your household ستاسو په کورنۍ کې د خلکو شمیر | Maximum monthly income to qualify د مستحق کیدو لپاره اعظمي میاشتنی عاید | Maximum annual income to qualify د مستحق کبدو لپاره اعظمي کلني عاید |
2 | $2,823 | $33,874 |
3 | $3,551 | $42,606 |
4 | $4,279 | $51,338 |
5 | $5,006 | $60,070 |
6 | $5,734 | $68,802 |
7 | $6,462 | $77,534 |
لومړني خواړه
دا هم یو له هغو خدماتو څخه شمیرل کیږي چې د DSHS لخوا وړاندې کیږي. د غوښتنلیک لارښوونې د حکومتي مرستې په پاڼې کې موندل کیدای شي. دوۍ د ټیټ عاید لرونکو کورنیو سره مرسته کوي چې هره میاشت خواړه واخلي. د لومړنیو خوړو په هکله د نورو معلوماتو لپاره پورته کلیک وکړۍ او اضافه معلومات حاصل کړۍ.
لارښوونه:
د لومړنيو خواړو برخه اخیستونکي باید د ګټو ترلاسه کولو لپاره پیچلي کاري اړتیاوې پوره کړي، د مثال په ډول په ځانګړو شرایطو کې د دندې منل او ساتل. ستاسو د قضیې پرمخ وړونکې یا سپانسران باید ددې وړتیا ولري چې ددې پروګرام په مستحق کیدو کی ستاسو سره لازمه مرسته چمتو کړي.
د دولتي د خوړو د مرستې پروګرام
دا هم یو له هغو خدماتو څخه شمیرل کیږي چې د DSHS لخوا وړاندې کیږي. د غوښتنلیک لارښوونې د حکومتي مرستې په پاڼې کې موندل کیدای شي. د ټیټ عاید کډوالو او کورنیو سره مرسته کوي چې د لومړنیو خوړو لپاره وړ ندي هره میاشت ورته خواړه برابروي.
لارښوونه: دا برنامه د لومړنيو خواړو په پرتله یو څه اسانه او ساده ده. د مستحق کیدو لپاره د تابعیت او یا د یوه کس بهرنې حالت په نظر کی نه نیسي.
دغه اداره د محلي ټولنې غړي سره نښلوي ترڅو دوۍ په خپلو کی سره مختلف ډوله وړیا توکي تبادله کړي. تاسو په محلي ګروپ کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا لرۍ، د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت غوره کړۍ او د ځان لپاره یو مناست حساب جوړ کړۍ.
کله چې تاسو د فېسبوک حساب ځانته جوړ کړ، نو بیا تاسو کولای شئ چې د خپلې سیمه ایزې ټولنې د پیرود Buy Nothing ګروپ کې د شاملیدو غوښتنه وکړئ. په پورتنۍ برخه کې لینک ته لاړشئ ترڅو هغه ډلې ومومئ چې ستاسو په ښار کې فعالې دي. ددې لپاره چې خپل ښار یا ستاسو شااوخوا په اسانۍ سره ومومئ، په خپل کیبورډ کې CTRL + F ته فشار ورکړئ او د خپلې سیمې نوم د لټون ځای کې ولیکئ کوم چې تاسو ته په مربوطه ځای کی ښکاري. د هغه چا لپاره په لینک کلیک وکړئ چې تاسو ته نږدې واقع وی او د یوځای کیدو غوښتنه ورڅخه وکړئ. شاید له تاسو څخه وغوښتل شي چې ځینې مهم معلومات ورکړۍ، ترڅو د ګروپ چلوونکي یا دغه خلک ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو ددې ځای محلی یاست یا نه.
کله چې تاسو د Buy Nothing ګروپ کې غړیتوب ترلاسه کړ، نو بیا تاسو کولای شئ، چې د هغه توکو لپاره پوسټونه جوړ کړئ چې تاسو یې غواړئ چې وپلورۍ، یا هغه توکيو باره کی چې تاسو یې په لټه کې یاست. که تاسو یو توکي پلورۍ، نو داغوره ده چې د توکو لنډ تفصیل، د توکو انځور، او د یو عمومي ځای ادرس ورکړۍ چیرې چې خلک وکولای شي چې دغه توکی په آسانۍ سره ترلاسه کړي. که چیرته د خلکو ستاسو توکی خوښ شو، نو دوۍ به بیا ستاسو ته په فیسبوک کې پیغام پریږدي یا به په پوسټ باندې تبصره وکړي. که تاسو د بل چا توکي سره علاقه لرئ، په پوسټ کې تبصره وکړئ یا مستقیم ورته پیغام ورکړئ. که تاسو د یو توکي په لټه کې یاست، یو پوسټ جوړ کړئ هغه توکي تشریح کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست یو څوک شاید تاسو ته ستاسو غوښتونکي توکي باره کی وړاندیز وکړي.
که چېرته تاسو غواړۍ چې څنګه Buy Nothing په غوره توګه استعمال کړۍ، نو مهرباني وکړۍ د BuyNothing Academy سايټ څخه لیدنه وکړۍ او د خوښي مطابق شیان ورڅځه ذده کړۍ.
په لاندې انځور کی يې مثال ښودل شوې دی