دری     |     English

دا پاڼه په واشنګټن کې د کنگ کاونټي ښوونځي ولسوالۍ په اړه د معلوماتو سره د مرستې لپاره لاندې سرچینې لري

King County

سیاټل دولتي ښوونځي

د ښوونځي جدول

  • د خپل ماشوم لپاره ښوونځی پیدا کړۍ، هغه ښوونځې چې تاسو پکې خپل ماشوم داخلول غواړۍ. په هغه ځای کی چې تاسو اوس مهال ژوند کوۍ د هغه پر بنسټ به ستاسو ماشومان داخل کیږي.
  • د سیاټل د دولتي ښوونځې هر یو زده کوونکی په هغه ځای کی داخل شوي دی، کوم چې ددوۍ د اوسیدو ځای ته نږدی وي. کورنۍ همدارنګه کولای شي چې درخواست وکړي چې ددوۍ ماشومان په مختلفو ښوونځیو کی سره بدل شي د ازادې نوملیکنې له لارې.

 

د ښوونځي انتخاب فورمه 

  • نوي زده کونکي باید د ښوونځي په انتخاب کې د ګډون کولو دمخه لومړۍ د داخلې په پاڼې کې نوم لیکنه وکړي.
  • مهرباني وکړۍ دغه لینک یو ځلې په غور سره وګورۍ. لکه څنګه چې ځینې پروګرامونه یا ملاتړي خدمتونه ممکن ستاسو د خوښې ښوونځي کې وړاندې نشي.

 

  د ښوونځي انتخاب پروسه

  • که چیرته په یوه ښوونځي کی د غوښتنلیکونو تعداد د چوکیو څخه زیات وي، نو بیا ځینې خاص ټایبریکرونه د انتظار لیست حالت ټاکلو لپاره کارول کیږي او دغه حالت په منظم شکل مدیریت کیږي.
  • د K-12 زده کونکي کولای شي د می تر 31 پورې د خلاصې نوم لیکنې څخه وروسته د خپل د نږدې ساحې ښوونځي ته انتقال شي، ټول هغه خدمات چې ذده کوونکی ورته اړتیا ولري، په مربوطه ښوونځي کی شتون لري او ورته ورکول کیږي.
  • د ښوونځي انتخاب پایلې د اپریل په 18 پیل کیږي

 

Register your child hereخپل ماشوم دلته ثبت کړۍ

  • هغه شیان چې تاسو ېې باید د ځان سره ولرۍ، ترڅو خپل ماشوم په ښوونځي کی داخل کړۍ.
  • د مور او پلار د IDعکس یا پاسپورټ
  • د ادرس تصدیق(د تیرو اتو میاشتو نیټې سره)
  • د منلو وړ اسناد: اوسنۍ د تلیفون شمیره، یوټیلټي یا د کیبل بیلونه، د ګروۍ معلومات، د بیمې اسناد یا د عامه ادارو اسناد لکه محکمه یا د ټولنیزو او روغتیایی خدماتو څانګه (DSHS) د اجارې یا کرایې تړونونه هم کارول کیدای شي.
  • د نه منلو وړ: د لفافو کاپي چې د پتې د تصدیق کولو لپاره کارول کیږي د منلو وړ نه دي.
  • د زده کوونکو د واکسینونو وضعیت سند. تاسو کولای شۍ چې ددې په اړه نور معلومات په دغه لینک کی حاصل کړۍ.
  • د زده کوونکو د عمر د ثبوت لپاره(هغه زده کونکي چې وړکتون یا لومړي ټولګي ته داخلیږي، یا یوازې زموږ د ځانګړي زده کړې Preschool پروګرام ته درخواست کوي): نو ددې لپاره د ذده کوونکو د عمر د اثبات اسناد چمتو کړۍ، چې په دی کی دغه اسناد شامل کیدای شي (د زیږون سند، د روغتون ریکارډ، پاسپورټ، د اوسني DSHS ریکارډ، د زیږون نیټه یا د محکمې ریکارډ) دغه ټول ذکر شوي هغه اسناد دي چې د یوه ماشوم د داخل کیدو لپاره پکار وړل کیږي. که چیرته د پورته اسنادو څخه یو هم موجود نه وي، نو بیا والدینو ته مشوره ورکول کیږي چې د نوملیکنې څخه دمخه د مرکز سره اړیکه ونیسي، ترڅو دوۍ ورته مناسبه لاره پیدا کړي او ستاسو ماشومان په ښوونځي کی شامل کړي.
    •  

 

Bellevue School District

  • Register your child here دلته د خپل ماشوم لپاره ثبت نام وکړۍ
  • کوم ډول اسنادو ته ضرورت دی چې خپل ماشوم په ښوونځي کی شامل کړۍ؟
  • تاسو کولای شۍ چې په دوامداره توګه ددغه لینک له لارې د نوملیکنې په اړه پوښتنې وکړۍ.
  • School Listد ښوونځيو جدول
    • د خپل ماشوم لپاره ښوونځی پیدا کړۍ، هغه ښوونځې چې تاسو پکې خپل ماشوم داخلول غواړۍ. په هغه ځای کی چې تاسو اوس مهال ژوند کوۍ د هغه پر بنسټ به ستاسو ماشومان داخل کیږي.
  • Free school lunch د ښوونځي وړیا د غرمې ډوډۍ
    • د خپل ماشوم لپاره د ښوونځي د غرمې ډوډۍ او سهارنۍ په کمه بیه یا وړیا ترلاسه کړۍ.
  • Online Application آنلاین غوښتنلیک  
  • “هغه کورنۍ چې د لومړنیو خواړو، TANF، FDPIR، ECEAP، بې کوره او یا مهاجر وي په اتوماتيک ډول د ښوونځيو د وړیا خواړو پروګرام کې شاملیږي.
  • که تاسو په مستقیم ډول تصدیق شوي یاست نو تاسو اړتیا نلرۍ چې غوښتنلیک ډک کړۍ مګر تاسو باید د ښوونځي سره د خپلې کورنۍ وضعیت شریک کړۍ، ترڅو نورې ګټې هم ترلاسه کړۍ.
  • Consent form hereد رضایت فورمه
  • Arabic Language Program د عربي ژبې برنامه
    • Contact: اړیکه
      • 425-456-4285
      • arabicprogram@bsd405.org
  • Multilingual Learners Program د څو ژبو زده کوونکو پروګرام
    • دا لینک د څو ژبو زده کوونکو لپاره د مرکز سره په اړیکه کې مرسته کوي او د هغو زده کوونکو لپاره چې ژباړې یا نورو زده کړو ته اړتیا لري، پروګرامونه، وسایل، او نورې سرچینې لري.
  • Immigrant Student Rights د مهاجرینو د زده کوونکو حقوق
    • دا یوه پاڼه ده چې مختلف لینکونه او فورمې لري چې د مهاجرینو سره مرسته کوي چې ترڅو دوۍ خپل قانوني حقونه او وسایل وپیژني، ترڅو د ځان او ستاسو د حقونو په دفاع کې مرسته وکړي.

Renton School District

School Listد ښوونځیو جدول

  • School Listد ښوونځیو جدول
  • د خپل ماشوم لپاره ښوونځی پیدا کړۍ، هغه ښوونځې چې تاسو پکې خپل ماشوم داخلول غواړۍ. په هغه ځای کی چې تاسو اوس مهال ژوند کوۍ د هغه پر بنسټ به ستاسو ماشومان داخل کیږي.
  • Register your childد خپلو ماشومانو لپاره دلته ثبت نام وکړۍ
  • کوم ډول اسنادو ته ضرورت دی چې خپل ماشوم په ښوونځي کی شامل کړۍ؟
  • د قانوني نوم او د زیږون د نیټې یا نور اسناد د مثال په توګه د زیږون سند، پاسپورټ، روغتون یا د ډاکټر سند چې د زیږون نیټه وښیي، د ماشوم ساتلو ریکارډ، د مور او پلار څخه یو بیان، د پخواني ښوونځي څخه تایید شوي اسناد، یا کوم بل اسناد چې د قانون لخوا اجازه ورکړل شوي.
  •  د زده کوونکي د لنډ ریکارډونو یوه کاپي، ددې په اړه نور معلومات په دغه لینک کی لیدلای شۍ.
  • د استوګنې ثبوت لپاره دغه ذکر شوي شیان نه منل کیږې د مثال په ډول د اجارې تړون، یوټیلټي بل، په لاس لیکل شوي اجارې سند، د تلیفون بیل یا د موټر چلونکي جواز.
  • اسناد باید ستاسو د نوم او د استوګنې یا خدمت کولو پته منعکس کړي.
  • د مور او پلار/سرپرست عکس ID.
  • که چیرته د قانوني نوم، د زیږون تاریخ، لنډ ریکارډ او ID موجوده نه وي، نو مهرباني وکړۍ د دغه لینک سره د نورو معلوماتو لپاره په تماس کی شۍ.
  • که چیرته تاسو ونه شو کولای چې د خپل قانوني اوسیدو ثبوت وړاندې کړۍ نو مهرباني وکړۍ د لازیاتو معلوماتو لپاره له دغه Student Services لینک څخه استفاده وکړۍ.
  • که چیرته ستاسو کورنۍ بې کوره وی، نو مهرباني وکړۍ زمونږه ددي لینک څخه استفاده وکړۍ، شاید ستاسو لپاره ځنې سرچینې ولري، چې تاسو د یوه زده کوونکي په توګه حمایه کړي.

 

  • Free School Lunch د ښوونځي وړیا د غرمې ډوډۍ
  • د خپل ماشوم لپاره د ښوونځي د غرمې ډوډۍ او سهارنۍ په کمه بیه یا وړیا ترلاسه کړئ.

 

  • Online Application آنلاین غوښتنلیک
  • Family Resources کورنۍ سرچینې
  • دا پاڼه د خوړو مرستې، د انټرنیټ مرستې، د ټولنې خدمات، او څو ژبو زده کونکو پروګرامونو ته لینکونه وړاندې کوي.
  • Federal Way School District
  • School List د ښوونځیو جدول
  • د خپل ماشوم لپاره ښوونځی پیدا کړۍ، هغه ښوونځې چې تاسو پکې خپل ماشوم داخلول غواړۍ. په هغه ځای کی چې تاسو اوس مهال ژوند کوۍ د هغه پر بنسټ به ستاسو ماشومان داخل کیږي.

 

  • Register your child here د خپلو ماشومانو لپاره دلته ثبت نام وکړۍ
  • دلته ځنې هغه معلومات یا اسناد لیست شوې چې ورته ضرورت لرۍ چې خپل ماشوم راجستر کړۍ.
  • د ادرس د تصدیق اسناد
  • د واکسیناسیون یا معافیت ریکارډونه
  • د بیړنیو او طبي اړیکو معلومات
  • د عمر تصدیق اسناد
  • پخوانیو زده کړو تجربه
  • د ځانګړو زده کړو د ملاتړ اسناد

 

  • Steps to register:د ثبت نام مرحلې
  • که چیرته تاسو د Federal Way دولتي ښوونځي سره نوې یاست، نو د ننوتلو په پاڼه کی د “more options” څخه لاندې د “create a new account”  انتخاب کړۍ.
  • ستاسو څخه به درې پوښتنې وپوښتل شي، ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې د والدینو ریکارډ څو ځله داخل شوې نه اوسي.
  • بیا به تاسو څخه وغوښتل شي چې خپل لومړې او وروستی نوم او خپل بریښنالیک پته چمتو کړۍ.
  • تاسو اوس خپل حساب جوړ کړې دي، او تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړۍ، ددې به دا ګټه وي چې د حساب نورې مرحلې تکمیل کړۍ.
  • په بریښنالیک کې لینک باندې کلیک وکړۍ او د خپل یوزر نوم او پاسورډ تنظیم کولو لپاره لارښوونې تعقیب کړۍ.
  • کله چې تاسو یو ځل داخل شوۍ نو د شروع لپاره بیا په “begin process” باندې کلیک وکړۍ.
  • اضافي والدینو او سرپرستانو د اضافه کولو لپاره په “Add new” باندې کلیک وکړۍ.
  • Free School Lunch د ښوونځي وړیا د غرمې ډوډۍ   
    • د خپل ماشوم لپاره د ښوونځي د غرمې ډوډۍ او سهارنۍ په کمه بیه یا وړیا ترلاسه کړئ.

 

Auburn School District

  • Find your schoolخپل ښوونځې پیدا کړۍ
  • Register Your Childخپل ماشوم ته ثبت نام وکړۍ
  • ټول هغه اسناد چې تاسو ورته د خپل ماشوم د ثبت نام په وخت کی ضرورت لرۍ:
  • Proof of residencyد اوسیدو ثبوت
  • په طبي لحاظ د تایید وړ د واکسیناسیون یا معافیت ریکارډونه
  • د ښوونځي پخوانی معلومات چې پکې لاندې شیان شامل دي:
  • د پخوانیو ښوونځیو څخه د راپور کارتونه (د 1-8 ټولګي پورې) یا ټرانسکریپټ (9-12 ټولګي پورې)
  • Withdrawal grades د وتلو درجې
  • Attendance حاضري
  • Discipline ډسپلین
  • د هغو زده کوونکو لپاره چې ځانګړي خدمتونه ترلاسه کوي، د دوۍ د اوسني IEP یا 504 Plan او اوسني/وروستي ارزونې یوه کاپي.

 

  • د والدینو Plans یا د محکمې اسناد
  • For Kindergarten ONLY:یوازې د وړکتون لپاره
  • زده کوونکې باید 5 اوسې، تر اګست 31 پورې.
  • د عمر د ثبوت وړ اسنادو کې دغه شیان شامل دي، مګر محدود نه دي: د زیږون سند، پاسپورټ، ویزه، د ټولنیزو او روغتیا خدماتو څانګه (DSHS) میډیکاډ واؤچر، د ماشومانو د ساتلو سند، د د واکسیناسیون ریکارډ، روغتون یا د ډاکټر سند او نور…

که چیرته تاسو نه شۍ کولای چې پورته ذکر شوي اسناد برابر کړۍ، نو مهرباني وکړۍ د ښوونځې د ادارې سره اړیکه ونیسۍ، تر څو په بدیلو اسنادو غور وکړي.

  • که تاسو اړتیا لرئ چې د نوم لیکنې پروسه په بله ژبه شي، نو مهرباني وکړۍ د browser ژباړې لارښوونو لپاره زموږ د Skyward Help  پاڼې څخه لیدنه وکړۍ.
  • د ASD ټول زده کوونکي به د 2022 له مني څخه تر 2026 ښوونیز کال پورې وړیا ناشته او د غرمې ډوډۍ ترلاسه کړي. کورنۍ اړتیا نلري چې د وړیا ښوونځي خواړو لپاره غوښتنلیک بشپړ کړي.

 Tukwila School District

  • Register Your Child دلته خپل ماشوم لپاره ثبت نام وکړۍ
  • دا پاڼه د preschool ، ابتدايي، منځني، او عالي لیسې د نوم لیکنې لپاره لینکونه لري.
  • دوۍ ددې لپاره هم یوه لاره لري چې تاسو باید ستاسو د ادرس په اساس په کوم ښوونځي کی شامل شۍ.

 

  • Enrollment Formnد نوملیکنې فورمه
  • Documents required to enroll:هغه اسناد چې د نوملیکنې لپاره ورته ضرورت دی
    • د عمر ثبوت لپاره ددغه اسنادو ته ضرورت دی:(د زیږون سند، پاسپورټ، د متحده ایالاتو ویزه، I-94) او د نوملیکنې د فورمې کاپې سره.
  • د قانوني سرپرست پیژندپاڼه/ID او د نوم لیکنې د پاکټ کاپي
  • د واکسینو ریکارډونه او د نوم لیکنې د پاکټ کاپي
  • د ادرس تصدیق او د نوم لیکنې د پاکټ کاپي
  • د ادرس اړوند اسنادو تصدیق:
  • د ګروي بیان
  • د اپارتمان د کرایي یا د اجارې تړون
  • د سیټل ښار د رڼا بل
  • د کثافاتو د مدیریت بیل
  • بیل
  • د توکویلا د اوبو ښار یا د نورو ولسوالیو د اوبو بل
  • د غرمې وړیا ډوډۍ
  •  ټول لومړني خواړه به د 2022-2023 ښوونیز کال په جریان کې وړیا وي! که چیرې یو زده کوونکی د دوهم ځل لپاره ناشته یا د غرمې ډوډۍ خوري نو اضافه فیس به ورکوي. مونږه د ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوو چې دغه فورمه ‌‌ډکه کړي، ځکه چې ددې په واسطه مونږه د کورنیو د عایدو معلومات راټولوو، ددې پرځای چې مونږه وړیا د کم لګښت خواړه وړاندې کړو.

Kent School District

  • Find Your Schoolخپل ښوونځې پیدا کړۍ
  • Register Your Child خپل ماشوم ته ثبت نام وکړۍ
  • هغه اړین اسناد چې د ماشوم د داخل کیدو لپاره ورته ضرورت دی
  • د زده کونکي پیژندنه او د عمر ثبوت
  • د پیدا یش سند
  • پاسپورت
  • (تذکره( کارت  
  • کله چې د عمر قانوني ثبوت کولو لپاره څه شتون ونلري، نور میتودونه لکه د ډاکټر یادښتونه، د روغتون ریکارډونه، د ښوونځي پخوانی ریکارډونه او نور کارول کیږي.
  • د ادرس تصدیق
    • د اجارې یا د خرید تړون
    • د یوټیلټي بیلونه کله: (کیبل، بریښنا، اوبه، یا د کور ټیلیفون بیل) دغه ټول بیلونه باید د یوې میاشتې څخه زیات زاړه نه وي.
  • د واکیسن ریکارډ
    • د واکسینونو سند چې ددغه Washington MyIR څخه چاپ شوي دي. هرکله چې تاسو یو ځل یو حساب په MyIR کی جوړ کړ نو بیا تاسو کولای شۍ چې دغه سند هر وخت ترلاسه کړۍ.
  • یوه فزیکی کاپي د د واکسینو د سند د روغتیا پاملرنې د چمتو کوونکي د لاسلیک سره.
  • یوه فزیکی کاپي د د واکسینو د سند او د طبې واکسینونو د مکمل ریکارډ کوم چې د روغتیاېې پاملرنې د چمتو کوونکي لخوا ورکول کیږي او هغه هم چې د ښوونځې د پرسونل لخوا تایید شوې او امضا شوې اوسې.
  • د واکسینو د سند یوه چاپ شوې کاپې د واشنګټن ایالت د واکسینو د معلوماتو د سیسټم څخه د ښوونځي د نرس یا پرسونل لخوا
  • Apply for Free or Reduced Lunchد وړیا یا ارزنه غرمې ډوډۍ لپاره درخواست کول
  • یو غوښتنلیک تکمیل کړۍ
  • ستاسو ټول عایدات باید ستاسو د کورنۍ د غړو د شمیر سره برابر یا ورڅخه کم وي، لکه څنګه چې د کورنیو د غړو د عایداتو په جدول کی ښودل شوي دي.

– All Images by pch.vector on Freepik