دری     |     English
Online Resources

Buy Nothing – Facebook groups

دغه یو ډول ټولنیز حرکت دی چې د محلي ټولنې غړي سره نښلوي، تر څو مختلف ډوله وړیا توکي یو د بل سره تبادله کړي. ستاسو په محلي ګروپ کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا ده؛ د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت وټاکۍ او خپل حساب جوړ کړۍ.

یوځل چې تاسو د فېسبوک حساب جوړ کړئ، تاسو کولای شئ د خپلې محلي ټولنې سره د یوځای کیدو غوښتنه وکړئ. په پورتنۍ برخه کې لینک ته لاړشئ ترڅو هغه ډلې ومومئ چې ستاسو په ښار کې فعال دي. ددې  لپاره چې خپل ښار یا ګاونډي په اسانۍ سره ومومئ، په خپل کیبورډ کې CTRL + F ته فشار ورکړئ او د خپلې سیمې نوم د لټون کړکۍ کې ولیکئ کوم چې تاسو ته مخامخ ښکاري. د هغه چا لپاره لینک کلیک کړۍ چې تاسو ته نږدې وي او د یوځای کیدو غوښتنه ورڅخه وکړئ. کیدای شي تاسو څخه وغوښتل شي چې ځینې معلومات چمتو کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې هغه خلک چې دغه ګروپ چلوي چې تاسو يي محلي یاست یا نه.

هر کله چې تاسو د Buy Nothing Group ته ور داخل شوۍ، تاسو کولای شۍ چې د هغو شیانو لپاره پوسټونه جوړ کړۍ چې تاسو یې غواړۍ یا هغه توکي چې تاسو یې په لټه کې یاست. که تاسو یو توکي غواړۍ چې چاته یی ورکړۍ، نو دا ګټوره ده چې د توکو لنډ تفصیل، د توکو انځور، او یو عمومي ځای چمتو کړئ چیرې چې خلک وکولای شي چې دغه توکي ترلاسه کړي. بیا به خلک تاسو ته په فیسبوک کې پیغام درکړي یا په پوسټ باندې تبصره وکړي که دوی چیرته علاقه ولري.                              که تاسو د بل چا توکي سره علاقه لرئ ، په پوسټ کې تبصره وکړئ یا مستقیم ورته پیغام ورکړئ. که تاسو د یو توکي په لټه کې یاست، یو پوسټ جوړ کړئ هغه توکي تشریح کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست، یو څوک ممکن تاسو ته وړاندیز وکړي.

 

لارښوونه:

پداسې حال کې چې د پوسټونو، تبصرو، او پیغامونو تبادله کول په دغه ګروپ کی دوستانه دی، نو مهرباني وکړئ محتاط اوسئ کله چې د اجنبیانو سره په اول ځل لیدنه کوۍ.

دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې موجودي دي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د توکو ورکولو یا    توکو اخیستلو پرمهال کوم زیان نه رسیږي د دغه ګروپ له لارې:

په عامه ځای کې ناسته وکړئ، نه په خپل کور کې.

یو نږدی ملګری مو ځانته را وغواړۍ، او نورو ته ووایاست چې چیرته ځئ.

د هغه چا د فیسبوک حساب چیک کړئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ، که چيرته دغه کس تاسو ته د اعتبار وړ نه ښکاري، تاسو اړتیا نلرئ چې ددې کس سره تاسو معامله وکړۍ.

خپل شخصي معلومات هیچاته مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور.

 

Craigslist

دا خپله یو انټرنیټ بازار دی، چیرې چې په ټولنه کې خلک کولای شي توکي او اپارتمانونه د پلور لپاره پوسټ کړي، او همدارنګه د دندو غوښتنلیکونه پوسټ کړي. په پورته لینک کې، تاسو کولای شۍ چې د د سیټل Craigslist لیست پاڼه وګورئ. تاسو کولای شئ په اسانۍ سره د پاڼې په سر کې د “سیټل” بټن په کلیک کولو سره موقعیت بدل کړئ، خپل ښار ټایپ کړئ، او بیا ورباندې کلیک وکړۍ. ددې څخه وروسته  بیا تاسو کولای شئ د فرنیچر، ویکیومونو، ګنډلو ماشینونو، یا نورو شیانو لټون وکړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ، او د ځانګړو محصولاتو، قیمتونو، یا ځایونو د ښه لټون لپاره د فلټر څخه استفاده وکړۍ. په Craigslist کې د یو څه پلورلو لپاره ، تاسو کولای شئ په پورتنۍ ښي کونج کې ” create a posting ” باندې کلیک وکړئ او د مینو له لارې حرکت وکړئ ترڅو د هغه څه په اړه معلومات شامل کړئ چې تاسو یې غواړۍ خرڅ کړۍ.

 

لارښوونه:

پداسې حال کې چې د پوسټونو، تبصرو، او پیغامونو تبادله کول په Craigslist کی دوستانه دی، نو مهرباني وکړئ محتاط اوسئ کله چې د اجنبیانو سره په اول ځل لیدنه کوۍ.

دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې موجودي دي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د توکو ورکولو یا    توکو اخیستلو پرمهال کوم زیان نه رسیږي د Craigslist له لارې:

په عامه ځای کې ناسته وکړئ، نه په خپل کور کې.

یو نږدی ملګری مو ځانته را وغواړۍ، او نورو ته ووایاست چې چیرته ځئ.

د هغه چا د فیسبوک حساب چیک کړئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ، که چيرته دغه کس تاسو ته د اعتبار وړ نه ښکاري، تاسو اړتیا نلرئ چې ددې کس سره تاسو معامله وکړۍ.

خپل شخصي معلومات هیچاته مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور.

د خوندي او فوري طریقو څخه استفاده وکړۍ لکه(Venmo، CashApp، Facebook Messenger). دغه Apps څخه هر یو ستاسو په تلیفون کې ډاونلوډ کیدای شي، او دغه Apps ډیر زیات محفوظ هم دي، نو تاسو کولای شئ چې خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړئ که چیرې توکي لکه څنګه چې بیان شوي وي هغسې نه وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د خرید په توګه لیږل شوې پیسې لیبل کړۍ او ددې لپاره چې خرید نور هم با اعتباره شي نو چیرته هم شخصي معامله ونه کړۍ. که چیرته څوک غواړي چې د خرید لپاره له Zelle څخه استفاده وکړي، نو دغه لاره د خرید لپاره مناسبه نه ده او نه هم باوري ده.

 

Facebook Marketplace

دغه یو ډول آنلاین پلورنځی دی، چیرې چې هرڅوک کولای شي توکي د پلور لپاره پوسټ یا اعلان کړي. په بازار کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا ده. د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او خپل جنسیت وټاکۍ او خپل حساب جوړ کړۍ . تاسو کولای شئ پرته له حساب څخه توکي وګورئ مګر تاسو به ونه شۍ کولای چې د پلورونکي سره اړیکه ونیسئ یا ترې څه خرید وکړۍ. تاسو کولای شئ د لټون ساحه وکاروئ ترڅو د توکو ډولونه ومومئ چې تاسو یې په لټه کې یاست. هر کله چې تاسو د فیسبوک حساب جوړ کړ، نو بیا تاسو د ضرورت مطابق شیانو لپاره خرڅونکي ته پیغام ولیږۍ، تاسو کولای شۍ چۍ ددوۍ څخه پوښتنې وکړۍ چې څومره سامان تاسو د ځان لپاره اخلۍ، په کوم ځای کی به تاسو دا سامان ترلاسه کوۍ، او کولای شۍ دی ته ورته نورې ډیرې پوښتنې وکړۍ.

 

د غلا  کولو خبرتیا:

ډیر محتاط اوسۍ ځکه چې په ډیجیټلی توګه اوس غلاوې ډیرې شوي دي. که چیرته تاسو څخه څوک د شپږ عدده کوډ د غوښتلو مطالبه وکړي، کوم چې ستایو لمبر یا ایمیل ته راځي، او که چيرته دغه کوډ ورته تاسو په واک کی ورکړۍ، نو دوۍ به ستاسو دغه کوډ څخه په استفادی سره د خپل ځان په ګټه ډیره استفاده وکړي.

 

لارښوونه:

پداسې حال کې چې د پوسټونو، تبصرو، او پیغامونو تبادله کول په Facebook Marketplace کی دوستانه دی، نو مهرباني وکړئ محتاط اوسئ کله چې د اجنبیانو سره په اول ځل لیدنه کوۍ.

دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې موجودي دي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د توکو ورکولو یا    توکو اخیستلو پرمهال کوم زیان نه رسیږي د Facebook Marketplace له لارې:

په عامه ځای کې ناسته وکړئ، نه په خپل کور کې.

یو نږدی ملګری مو ځانته را وغواړۍ، او نورو ته ووایاست چې چیرته ځئ.

د هغه چا د فیسبوک حساب چیک کړئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ، که چيرته دغه کس تاسو ته د اعتبار وړ نه ښکاري، تاسو اړتیا نلرئ چې ددې کس سره تاسو معامله وکړۍ.

خپل شخصي معلومات هیچاته مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور.

د خوندي او فوري طریقو څخه استفاده وکړۍ لکه(Venmo، CashApp، Facebook Messenger). دغه Apps څخه هر یو ستاسو په تلیفون کې ډاونلوډ کیدای شي، او دغه Apps ډیر زیات محفوظ هم دي، نو تاسو کولای شئ چې خپلې پیسې بیرته ترلاسه کړئ که چیرې توکي لکه څنګه چې بیان شوي وي هغسې نه وي. ډاډ ترلاسه کړئ چې د خرید په توګه لیږل شوې پیسې لیبل کړۍ او ددې لپاره چې خرید نور هم با اعتباره شي نو چیرته هم شخصي معامله ونه کړۍ. که چیرته څوک غواړي چې د خرید لپاره له Zelle څخه استفاده وکړي، نو دغه لاره د خرید لپاره مناسبه نه ده او نه هم باوري ده.

 

Freecycle

 

Freecycle Network د 5,000 څخه زیاتو محلي ټاون ګروپونو څخه جوړ شوې دی، چې په ټوله نړۍ کې له 9 ملیون څخه ډیر غړي لري. دا د خلکو په بشپړ ډول خیریه او اجتماعي حرکت دی چې په خپلو ښارونو کې وړیا توکي ورکوي او ترلاسه کوي ېې لکه د مثال په ډول فرنیچر او د کور سامان. په دغه شبکه کی ګډون کول وړیا دی. او هرڅه چې تاسو په دغه ځای کی پوسټ کول غواړۍ نو هغه باید قانوني، مناسب او وړیا اوسی. هرکله چې تاسې په دغه شبکه کی ځانته خپل حساب جوړ کړ، تاسو به یو یا ډیر محلی ګروپونو سره یوځای شۍ او تاسو به بیا شاید نور محلی ملګری دغه شبکي ته را دعوت کړۍ. تاسو به د هغه شیانو په اړه پوسټونه جوړوۍ کوم چې تاسو یې ورکول غواړۍ یا یې ترلاسه کوۍ. نور غړي به تاسو ته ځواب درکوي، او بیا به تاسو ورته د اخیستلو وخت او ځای تنظیم کوۍ.