دری     |     English
Online retail sales

Amazon

 Amazonیو لوی آنلاین پرچون پلورونځی دی، چې د کورنیو توکو پراخه ډولونه پلوري د مثال په توګه د ګنډلو ماشینونه، د ګنډلو ماشین لوازمات، د ګنډلو تجهیزات، ویکیومونه، وسایل، بریښنایی توکي، د ښکلا محصولات او نور ډیر څه. توکي د اخیستلو څخه وروسته بیا د پیرودونکي استوګنځي ته لیږدول کیږي. کاروونکي کولای شي په ویب پاڼه کې د لټون بکس کې یو ځانګړی توکي ټایپ کړي او ویی ګوري یا د فرعي کټګورۍ لخوا لټون وکړي، لکه پورته لیست په شان د شیانو پلټنه وکړي. هرکله چې سامان واخسیت نو دا مهمه ده چې د شیانو د لیږد مصرف ته هم پام وکړۍ.

Amazon د ورځینیو تحفیف شویو توکو لپاره یو ځانګړې ځای لري ترڅو پکې پیرودونکي پلټنه وکړي.

 

لارښوونه:

ددې لپاره چې تاسو د Amazon دایمي غړیتوب ترلاسه کړۍ نو تاسو اړ یاست چې په میاست $ 14.99 ډالر او په کال کی $ 139 ډالر لګښت ورکړۍ. او همدارنګه تاسو کولای شۍ چې د دوه ورځو لپاره وړیا په Amazon کی وګرځۍ او خپل د خوښي شیان خوښ کړۍ.

 

Overstock

دا هم یو ډول آنلاین پرچون پلورونځې دی چې ستاسو تر استوګنځي تاسو ته توکي درسوي. که څه هم توکي په دغه ځای کی د مخکي څخه تخفیف شوي دي، دا د هغه څه په پرتله خورا ګران دي چې تاسو یې په نورو عادي پلورنځیو، فرنیچر بانکونو، یا پورته لیست شويو ځایونو کی مومۍ.

 

Wayfair

Wayfair یو ډول آنلاین پرچون پلورونځې دی چې فرنیچر په تخفیف نرخونو پلوري ، پشمول د ویکیومونو، هیډبورډونو او د خوب تختونو. که څه هم توکي په دغه ځای کی د مخکي څخه تخفیف شوي دي، دا د هغه څه په پرتله خورا ګران دي چې تاسو یې په نورو عادي پلورنځیو، فرنیچر بانکونو، یا پورته لیست شويو ځایونو کی مومۍ.

 

Target online

Target یو ډول انلاین پلورنځی دی چې د متوسط قیمت فرنیچر، ویکیومونه، خوراکي توکي، جامې او د کور سامان په مناسب قیمت  پلوري. تاسو کولای شۍ چې سامان ددې ځای څځه په انلاین ډول خرید کړۍ، او يی ددوۍ د نږدې پلورنځي څخه واخلۍ. له دوۍ سره ځنې داسې سامان هم وی چې ډیر ارزان وی، خو یو ځل که چیرته دا څوک واخلی نو بیا نه وابس کیږي.

 

Walmart Online

 

دا هم يو ډول پرچون پلورنځې دی. پیرودونکي کولای شي چي په انلاین ډول د کور او جامو مختلف توکي واخلي، په شمول د توشکو او نورو ډیرو توکو. او یا هم خلک کولای شي چې ددوۍ د پلورنځیو څخه سامان واخلي چې په واشنګټن ایالت کی ېې شمیر تر 66 پورې رسي. هرکله چې تاسې په انلاین ډول سامان واخلۍ، او خپل ادرس ورته ولیږۍ نو دوۍ سامان ستاسو تر کوره درورسوي. دلته ځنې سامانونه ډیر په ارزانه بیه هم خرڅیږي، مګر هرکله چې مشتري دا واخلی نو بیا بیرته نه واپس کیږي.