English     |     دری

دا پاڼه لاندې سرچینې لري ترڅو تاسو سره  په واشنگتن کی د نورو لیږدونو په اړه نور معلومات زده کړي

Other transit

که چیرته تاسو غواړۍ چې یو مشخص ځای ته په عاجله توګه ځان ورسوۍ، نو د rideshare apps به یو مناسب اپشن اوسې. دلته نور هم ډیر زیات apps موجود دي، تاسو کولای شۍ چې ددې څخه یو انتخاب کړۍ، مګر دغه د apps هم د ځای په لحاظ سره توپیر لري. دلته اکثره apps داسې اوسي چې تاسو باید پکې یو حساب ځانته جوړ کړۍ، چې په دی حساب کی به بیا ستاسو بریښنالیک او ستاسو د credit card معلومات غوښتل کیږي. تاسو باید په یاد ولرۍ چې د rideshare apps قیمت به په مصروفه وخت کی پخپله زیاتیږي. مګر نور د ترانزیت اپشنونه شاید په مصروفه وخت کی هم ارزانه اوسي.

څنګه به ورڅخه استفاده کوو

  • کله چې تاسو په rideshare app کی خپل حساب پرانیست، نو بیا تاسو کولای شۍ چې خپل ځانته د سپرلۍ کولو مهالویش جوړ کړۍ. تاسو کولای شۍ چې په عاجله توګه ځانته موټر راوغواړۍ. او یا هم خپل ځانته په دقیق وخت او تاریخ په انتخاب سره ځانته موټر راوغواړۍ.
  • وروسته له دې چې تاسو د خپل هغه ځای ادرس داخل کړ کوم ځای ته چې تاسو ځۍ، تاسو ته به د سوارۍ مختلف انتخابونه وړاندې شي. وروسته له دې چې تاسو خپل انتخاب وکړئ، د سوارۍ غوښتنه به واستول شي او ستاسو موټر چلوونکی به ستاسو د pickup یا هغه ځای ته راشي د کوم ځای نه به چې هغه تاسو اوچتوي.
  • د ډریور د موټر مکمل معلومات به ددغه app په بره حصه کی ښکاره کیږي، مخکې ددې څخه چې هغه تاسو اوچت کړي. مهرباني وکړۍ په یاد ولرۍ چې په کوم موټر کی تاسو سفر کوۍ نو د هغه موټر د ډول او د هغه موټر د لایسنس په اړه ځانته معلومات حاصل کړۍ او ځان ډاډه کړۍ چې تاسو په صحي موټر کی خپل سفر ته دوام ورکوۍ.

 

د کراېې موټرسایکلونو او سکوټرونو استعمالول

په بعضو ښارونو کی بریښناېې د موټرسایکلونه او سکوټرونو پروګرامونه موجود وي، چې ددې په مرسته تاسو کولای شۍ چې موټر په کرایه د دقیقو په حساب سره ترلاسه کړۍ. ددې لپاره چې ددې ډول خدماتو څخه برخمن شۍ، نو تاسو باید د ځان سره smartphone او اعتباري credit card ولرۍ. او همدارنګه تاسو د کمپنۍ لخوا وړاندې شوي app څخه هم استفاده کولای شۍ، په هغه ډول چې د کمپنۍ لخوا تشریح شوي اوسي. همدارنګه په بعضو apps کی دا هم ښودل کیږي د ژوندۍ نقشې له لارې چې په کوم ځای کی نږدې موټرونه شتون لري.

 

خنګه کولای شو چې کراېې موټرسایکلونه او موټرسایکلونه استعمال کړو

  • داسې یوه کمپنۍ ځانته پیدا کړۍ چې هغوۍ په کرایه باندې موټرسایکلونه او موټرسایکلونه ورکوي.
    • د مثال په ډول سیاټل څلور مختلف کمپنۍ لري چې دوۍ موټرسایکلونه او موټرسایکلونه په کرایه ورکوي، چې هغه عبارت دي له(Bird, Lime, LINK, Veo) څخه.
  • تاسو کولای شۍ چې ددوۍ د app ځانته ډونلوډ کړۍ او په موټر کی د QR کوډ سکن کړۍ او یا هم د زنګ وهلو او پیغام ورکولو د خدماتو څخه ګټه پورته کړۍ چې خپله د کمپنۍ لخوا دا خدمات وړاندې کیږي. یو موټر د ځان لپاره پیدا کړۍ چې تاسو غواړۍ د ځان لپاره ېې په کرایه کړۍ.
  • کله چې تاسو خپل لومړنې فیس د موټر لپاره ادا کړ، نو ستاسو وخت به د همدې وخت څخه شروغ شي. زیاتره دا خدمات د قیقو په حساب سره پیسې اخلي، نه د mile په حساب سره. نو تاسو به د هرو 15 دقیقو په حساب سره پیسې ورکوۍ که تاسو څومره هم مزل کول غواړۍ.

کله چې تاسو خپل سفر پای ته ورساوه، نو د خپل app په استعمال سره خپل سفر ددوۍ سره ختم کړۍ، او یا هم ټول هغه میتونه وکاروۍ چې تاسو ددې ډول موټرو د کراېې لپاره استعمال کړي دي.

د موټرسایکل چلول

ډیری خلک د کار لپاره یا د کور کارونو لپاره د موټرسایکلونو څخه استفاده کوي. که چېرته تاسو د موټرسایکل د خوندیتوب قوانینو اطاعت کوۍ لکه د هیلمټ اغوستل او خپل موټرسایکل په ښه حالت کې ساتل نو بیا تاسو کولای شۍ په سړکونو یا او یا د موټرسایکل لپاره په ټاکل شویو لینونو باندې خپل موټرسایکل وچلوۍ.

 

څنګه کولای شو چې موټرسایکل په خوندي توګه وچلوو

  • په واشنګټن کی د موټرسایکل چلولو لپاره دغه لاندې قوانینو څخه لیدنه وکړۍ:
  • کله چې تاسو په کوڅه کی موټرسایکل چلوۍ، نو تاسو باید ټول هغه قوانین مراعت کړۍ لکه نور وسایط ېې چې مراعت کوي د لاسي نښو په شمول. تاسو کولای شۍ چې نور معلومات په دغه hand signals for your turns لینک کی وګورۍ.
  • تاسو باید ځان ډاډه کړۍ چې ستاسو موټرسایکل او د موټرسایکل چلولو ځانګړې خولۍ ستاسو د اندازې مطابق د. د غیر مناسب د موټرسایکل چلولو خولۍ سره موټرسایکل چلول به تاسو او نور په خطر کی واچوي او د ټپي کیدو او او حادثې سبب به شي.
  • که چیرته تاسو پلان هم نلرۍ چې د شپې لخوا په موټرسایکل تګ وکړۍ، خو بیا هم باید تاسو د خپل موټرسایکل لپاره چراغونه او مخکیني او شاتني انعکاس کوونکو سره نصب کړۍ. دا به ستاسو دید قوي کړي او همدارنګه د نورو سره به هم په باران، دوړو او شپه کی کومک وکړي.
  • د موټرسایکل قولف ډیر ضرور دی، په خاص ډول په ګڼه ساحه کی. تاسو باید ډاډ ترلاسه کړۍ چې تاسو د خپل موټرسایکل لپاره قولف لرۍ، او تاسو باید د قولف سره د موټرسایکل چوکاټ وتړۍ د ټایر پرځای، ځکه چې د ټایرونو څخه قولف په اسانۍ سره لري کیږي، او په ډیرې تیزۍ سره ستاسو موټرسایکل غلا کیږي.
  • تاسو باید د خپل موټرسایکل سره د اضطراري حالاتو یا د موټرسایکل خرابیدو وسایل ولرۍ لکه: د موټرسایکل د سامان، د ټایر پمپ، د ټایر د ترمیم وسایل او ځنځیر ګریس شامل دي. دا وسایل به ستاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل موټرسایکل بیرته جوړ کړۍ که چیرته درته خراب شي.
  • تاسو باید د موټرسایکل چلولو لپاره مناسبې جامې واغوندۍ. د واشنګټن په اکثره ساحو کی زیات وخت باران وی، نو تاسو باید ګرمې جامې واغوندۍ، او که چیرته باران هم نه وریږي، نو تاسو باید جامې واغوندۍ ترڅو هر حالت ته باید تاسو اماده اوسۍ.

پیاده روی

پیاده روی به شما این امکان را می دهد که از هر نوع حمل و نقل عمومی که می خواهید در مسیر رسیدن به مقصد خود استفاده کنید. در بسیاری از مناطق پیاده ‌روها و مسیرهای پیاده‌ روی آسفالت ‌شده است تا شما را از سایر وسایل نقلیه در امان نگهدارند، اما برخی از جاده ها پیاده رو مشخصی را ارائه نمی‌دهند. قبل از حرکت باید بررسی کنید که مسیر شما امکان رفت و آمد با پای پیاده را دارد. خدماتی مانند Google Maps به شما کمک میکند تا روش رفت و آمد خود را انتخاب کنید (از جمله پیاده روی) و یک مسیر مناسب را در اختیار شما قرار می دهند.

 

چگونه هنگام پیاده روی ایمن بمانیم:

  • منابع زیر را برای ایمنی عابران پیاده در واشنگتن مرور کنید:

○ قوانین و ایمنی عابر پیاده

– All Images by pch.vector on Freepik