English     |     دری

دا پاڼه تاسو سره د عامه ترانسپورت په اړه د معلوماتو په موندلو کې د مرستې لپاره لاندې سرچینې لري

Public Transit

د بسونو سواری

ډیری ښارونه، کاونټیانې او سیمې د عامه بسونو لارې خدمات وړاندې کوي چې د ټیټ لګښت ترانسپورت دی. تاسو کولای شۍ د مختلف سواری کارتونو، تلیفون ایپسونو، د bus pass په اخیستلو او یا هم د بس د ټکټ په پیرودلو سره په دغه ډول بس کی سفر کړۍ. هر کله چې تاسو غواړۍ په بس کی خپل سفر پیل کړۍ، نو مهرباني وکړۍ یو ځل د ټولې لارې نقشه وګورۍ او همدارنګه د بس د ودریدو د ټولو ځایونو نوټ درسره واخلۍ او ستاسو سره مرسته وکړي چې ستاسو سفر په ښه او خوندي شکل ترسره شی.

په بس کی به څنګه سپریږو

  • تاسو باید اول د بس تمځای ستاسو د route number یا د هغه خط په واسطه پیدا کړۍ چې هغه ښودل شوې دی. د بس تمځایونه به د یو قطب په واسطه په نښه شوي وی چې د یوې نښان سره به د بس ټولې لارې چې هلته ودریږي ذکر کوي. شاید ټول بس به خالي چوکۍ ونه لري، که څه تاسو ورته انتظار کړې اوسي.
  • کله چې یو بس ستاسو تمځای ته راشي، نو د بس په پورتنۍ یا اړخ په نښه کې خپله لاره وګورئ. کله چې بس بشپړ ودریږي او مخکینۍ دروازې خلاصې کړي، نو بیا تاسو کولای شۍ چې پکې سپاره شۍ. یوازې موټر چلوونکي ته نږدې د مخکینۍ دروازې له لارې بس کې سپاره شۍ نو تاسو باید د خپل سواری لپاره پیسې ورکړۍ.

 

  • تاسو باید په بس کی د سپریدو څخه وروسته پیسې ورکړۍ. دغه د پیسو ورکړه تاسو کولای شۍ چې ددغه میتودونو په واسطه تادیه کړۍ لکه: د یوه بااعتباره د سفر ټیکټ په واسطه، د سوارۍ د کارت په واسطه او هغه په مربوطه سټیشن کی د ټیکټ په واسطه.
  • کله چې تاسو په بس کی سپاره شوۍ نو د خپل بس Stop په هکله معلوماتو ته غوږ نیسۍ او ګورۍ ېې. هر بس Stop به په لوډسپیکر کی اعلانیږي او په سکرین به ښودل کیږي د بس په مخکینۍ برخه کی. کله چې تاسو وګورۍ چې ستاسو Stop مخکې راروان دی، نو د بس په دیوال باندې ژیړ تار کش کړۍ او یا نږدی د Stop سرې تڼۍ ته فشار وکړۍ.

دلته د بس د سپریدو په اړه ځنې عمومې معلومات موجود دی ستاسو په ساحه کی:

  • دا ایبس یو له OneBusAway غوره سرچینو څخه دی، چې چیرته تاسو اکثره په بس کس سفر کول غواړۍ. دوۍ د ریښتینې وخت خدمات وړاندې د مختلفو ترانزیت ایجینسیو لپاره وړاندې کوی، دا کولای شي تاسو سره ستاسو د لارو او تمځایونو تعقیب کې مرسته وکړي.
  • د خپل سفر لپاره د سمې لارې نقشه پیدا کړۍ او د رارسیدو او وتلو وختونه یاد کړۍ.
    • لارې به اکثرا د اونۍ په پای یا په رخصتیو کې توپیر ولري، نو د خپل سفر دمخه تاسو باید ټول وګورۍ.
  • که چیرې ستاسو منزل ته مستقیمه لاره شتون ونلري، د هغو لارو په لټه کې شۍ چې یو له بل څخه تیریږي. تاسو کولای شئ د بل بس لاین ته ورشۍ ترڅو خپل منزل ته ورسیږۍ.
  • لوی ټرانزیټي ادارې د آنلاین سفر پلان کولو خدمات وړاندې کوي چې کولای شي ستاسو سره ستاسو د سفر پلان کولو کې مرسته وکړي. که تاسو دې ډول خدماتو ته لاسرسی لرۍ، نو بیا تاسو کولای شۍ چې د خپل سفر د روانیدو او رسیدو وخت معلوم کړۍ لکه د مثال په ډول د سفر مکمل وخت او قیمتونه ېې.
  • ستاسو د موقعیت پورې اړه لري، تاسو ممکن د سواری کارتونو (ORCA، HOP، او نور) ته لاسرسی ومومئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي چې په ساده ډول د خپل سواری تادیه کولو لپاره خپل کارت تیر کړئ. که چیرې دا اپشنونه تاسو ته موجود نه وي،نو بیا تاسو کولای شۍ د اړونده ټرانزیټ ادارې څخه د څو ورځو بس پاس واخلۍ یا په نغدو پیسو په انفرادي شکل ټکټونه واخلۍ.
  • که تاسو د بیک سره په بس کی کینۍ، نو په خپل غیږ کې یې کیږدۍ او په څوکیو کې یې د ځای پرځای کولو څخه ډډه وکړۍ، ځکه چې بل څوک به ورته شاید اړتیا ولري.

د ریل ګاډي چلول

په ډیرو counties کی نورو ځایونو ته د اورګاډي پټلۍ غځول شوي دي.لکه د بسونو په په شان تاسو کولای شۍ د سواری کارتونو ، تلیفون ایپسونو، د اورګاډي پاس یا د اورګاډي ترمینل ته نږدې په kiosk کې ټکټ په اخیستلو سره کولای شۍ چې په اورګاډي کی سپاره شۍ. مخکې ددې څخه چې تاسو په بس کی سپاره شۍ، نو مهرباني وکړۍ د خپله لاره یو ځل دقیق وګورۍ او د اورګاډي د ودریدو او بیرته روانیدو په اړه خپل ځانته حاصل کړۍ.

 

څنګه کولای شو چې په اورګاډي کی سپاره شو

  • خپل د سفر پلان د اورګا‌ډي د خدماتو د اوسنې مهالویش مطابق چمتو کړۍ. د اوګاډي په هکله د تازه معلوماتو لپاره د اورګاډي د ویب سایټ څخه لیدنه وکړۍ. که چیرته تاسو د خپل سفر په هکله د مخکي څخه پوره معلومات لرۍ، نو تاسو کولای شۍ چې په انلاین بڼه واردمخه ځانته ټکټ book کړۍ او په لین کی د انتظار څخه ځان وساتۍ.
  • که چیرته تاسو وخته د اورګاډي ترمینل ته راشۍ، نو دا به تاسو ته کافي اندازه وخت په لاس درکړي ترڅو خپل د ځان لپاره ټکټ واخلۍ او مخکې ددې څخه چې تاسو په اورګاډي کی سپاره شۍ نو په اړه ېې ځانته مکمل معلومات حاصل کړۍ. ترمینل ته 30 دقیقي مخکې راتګ یوه غوره لاره ده.
  • خپل ټکټ د ځان سره اماده وساتۍ، ځکه چې په اکثره اورګاډو کی خاص کسان ددې لپاره مقرر وي چې ستایو اخیستل شوې ټکټ وګورې چې ایا د اوسنې سفر لپاره ایا دا اعتبار لري او که نه.
  • که چیرته تاسو غواړۍ چې د بیکونو، سامان او یا سایکل سره سفر کول غواړۍ نو دغه ذکر شوي شیان په خپل مشخص ځای کی ځای پر ځای کړۍ کوم چې په اورګاډي کی ورته ټاکل شوې دي. د اورګاډي په داخل کی د قطارونو او لارو د خځلو څخه پاک ساتل یو له مهو قوانینو څخه دی چې په اورګاډي کی باید مراعت شي.
  • تاسو باید هغه اواز ته په سمه توګه غوږ ونیسۍ کوم چې په اورګاډي کی ترسره کیږي. عموما په اورګاډي کی د مسافرو د اسانتیا لپاره په هر Stop باندې د مربوطه Stop نوم اخیستل کیږي، ترڅو مسافر د ځاي په رارسیدو سره ورته ځان اماده کړي او کوز شي. که چیرته تاسو ته خپل مربوطه Stop د مخکې څخه معلوم وي، نو دا به تاسو ته په کافي اندازه وخت په لاس درکړي ترڅو خپل سامان هم د ځان سره اماده کړۍ او کوز شۍ.

دلته ځنې عمومې لارښوونې دی چې په مرسته ېې تاسو کولای شۍ چې په خپله ساحه کی په اورګاډي کی سپاره شۍ:

  • دلته د اوګاډي د محافظت ځنې لارښوونې دي، چې د WSDOT لخوا خپاره شوي دي:
    • د اورګاډي څخه ځان لرې وساتۍ. د اورګاډي او خپل ځان ترمنځه 6 فوټه فاصله پریږدۍ.
    • اورګاډي عموما ډیر اوږد وي او ستاسو د سوچ څخه هم تیز رفتار کوي. نو که چیرته اوګاډې ونه دریده، نو بیا کوشش مه کوۍ چې ورپسې منډې ووهۍ ترڅو ځان په اورګاډي کی سپور کړۍ.
  • د اورګاډي سفر عموما د بس د سفر څخه اوږد وي. اکثره اوګاډي د ارام لپاره اطاقونه او همدارنګه محدوده اندازه خواړه او مشروبات هم مسافرو ته وړاندې کوي.

د جوړیدو لاندې

د بېړۍ او د اوبو ټکسي چلول

دلته مختلفي اسانه لارې شتون لري چې کولای شۍ Puget Sound سیمې څخه تیر شۍ. د اوبو ټیکسي تاسو ته اجازه درکوي چې په پیاده یا په موټرسایکل سفر وکړۍ پداسې حال کې چې لوی بېړۍ حتی کولای شي  چې تاسو د خپل موټر سره ولیږدوي. تاسو کولای شۍ چې د اوبو ټکسې لپاره ټکټ واخلۍ  دغه میتودونو په واسطه لکه: د سفر کارډ، د موبایل ایپسونو په واسطه او یا هم د په ترمینل کی د ټکټ ا خیستلو له لارې پکې سفر وکړۍ. په دغه ډول پیړیو کی سفر کولو لپاره باید تاسو په قطار کی منتظر اوسۍ او په دغه ډول پیړیو کی سفر داسې اوسې چې څوک اول راشي نو هغه به اول سفر کوي. تاسو کولای شۍ چې ددې multi-use passes لینک څخه په استفادې سره دغه ډول پاس واخلۍ، دا عموما د هغو خلکو لپاره اوسې په تکراري ډول ددې خدماتو څخه استفاده کوي.

مخکې ددې څخه چې تاسو سفر وکړۍ نو د هغو خدماتو په اړه ځان پوهه کړۍ کوم چې شتون لري.

 

څنګه کولای شۍ چې په بیړۍ کی سفر وکړۍ

  • که چیرته تاسو د سفر پلان لرۍ، نو تاسو باید لږ تر لږه 20 دقیقي مخکې د سفر څخه ترمینل کی حاضر اوسۍ. دلته د انتظار لینونه به تر هغې ولاړ وی ترڅو ټول خلاص شوي نه وي. نو دا چې تاسو به په دغه ځای کی انتظار کوۍ نو د خپل سفر لپاره تاسو باید د مخکې څخه ځانته د خواړو، مشروباتو او تفریح غم وکړۍ. WSDOT ستاسو لپاره د په وخت د سپرلۍ کولو خدمات وړاندې کوي. نور معلومات کولای شۍ چې په دغه best time to ride لینک کی پیدا کړۍ.
  • کله چې تاسو ترمینل ته ورسیدۍ نو بیا تاسو کولای شۍ چې د ځان لپاره ټکټ واخلۍ. که چیرته تاسو پیاده پکی سپاره شوي یاست نو د ټکټ بیه د یوه شخص لپاره عموما د 10$ څخه کمه وي. خو که تاسو د خپل موټر سره پکې سپاره شوي یاست نو تاسو باید د خپل موټر او او موټر چلونکي فیس ورکوۍ چې عموما د موټر پر سر 15$ کیږي او په اضافي ډول به ورسره د مسافر فیس هم ورکوۍ. د 18 کالو څخه کم عمره خلک به په وړیا شکل په دغه کی سپاره کیږي.
  • وروسته د ټکټ د اخیستلو څخه ددوۍ مربوطه پرسونل به تاسو ته رهنماېې کوي نو ددوۍ دی ډول لارښونو ته په دقیق ډول غوږ شۍ.WSDOT دهغو خلکو لپاره چې په پیړۍ کی سپریږي د محافظت او امنیت لارښوونې وړاندې کوي.

 

کله چې تاسو غواړۍ چې د خپل موټر سره سپاره شۍ

  • پرسونل به تاسو په لین کی د ودریدو لپاره رهنماېې کوي تر څو پیړۍ د تګ لپاره تیاره شي. کله چې تاسو انتظار کوۍ نو خپل موټر بند کړۍ او د موټر څخه بهر شۍ، مګر په دومره فاصله کی پاتې شۍ چې د لوډسپیکر اواز واورۍ.
  • کله چې د پیړۍ د روانیدو وخت راشي، نو هغه موټرونه تعقیب کړۍ چې ستاسو څخه مخکې اوسې او د پروسونل لارښوونو ته غوږ ونیسۍ، دوۍ به تاسو په مکمل ډول رهنماېې کړي په پیړۍ کی.
  • کله چې تاسو خپل موټر په بیړۍ کې ودروۍ، نو د خپل موټر الارم بند کړۍ، خپل اضطراري بریک ولګوۍ، په لاوډ سپیکر کې لارښوونې واورۍ، او خپل موټر ته بیرته راستانه شۍ کله چې تاسو خپل منزل ته نږدې شوۍ.

 

که چیرته تاسو پیاده په پیړۍ کې سپریږۍ

  • پروسونل به تاسو ته رهنماېې وکړي چې خپل ټکټونه سکن کړۍ او په پیړۍ کی د سپریدو لپاره د هعې په لور روان شۍ.
  • کله چې پیړۍ خپل منزل ته ورسیده، نو بیا هغه لارښوونې چې په لوډسپیکر کی ویل کیږي هغه تعقیب کړۍ. وروسته د ځآی د رارسیدو د اعلان څخه خپل ځان اماده کړۍ چې باید کوز شۍ.
  • کله چې تاسو په پیړۍ داخل شوۍ نو بیا تاسو کولای شۍ چې وړیا توګه په توله پیړۍ کی وګرځۍ او د خپل سفر څخه خوند واخلۍ. په پورتنۍ ساحه کی په محدوده اندازه خواړه او مشروبات هم شتون لري. او همدارنګه تاسو کولای شۍ چې د په زړه پورې منظیرو څخه هم خوند واخلۍ.
  • کله چې تاسو هغه ترمینل ته ولاړۍ کوم ته چې تاسو سفر کول غوښتل، نو تاسو کولای شۍ چې ښکته شۍ او هغه موټرونه او مسافر تعقیت کړۍ کوم چې ستاسو څخه مخکې دي.

دلته ځنې عمومي لارښوونې دی چې تاسو څنګه کولای شۍ چې به پیړۍ کی سپاره شۍ:

WSDOT معمولا د Puget Sound په سیمه کی 10 پیړۍ چلوي. مخکې له دی چې تاسو په پیړۍ کی سپاره شۍ نو ددې service availability لینک څخه په استفادی سره تاسو کولای شۍ چې هغه خدمات د مخکي څخه ځانته معلوم کړۍ چې کوم شتون ولري. او ددې fare calculator لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې  خپل د سفر ترتیت ځانته برابر کړۍ.

  • د پیړیو اکثره لینونه مصروفه اوسې، نو که تاسو غواړې چې خپل موټر هم د ځان سره انتقال کړۍ نو تاسو باید ددې vehicle reservation لینک څخه په استفادې سره د مخکې څخه reservation ځانته وکړۍ. دغه لاندې لارې ټولې هغه لارې دي چې تاسو باید مخکې د مخکې څخه ورته reservation کوۍ.
  • که چیرته تاسو د مخکې څخه reservation او ټکټ اخیستې اوسې، نو بیا به هم تاسو انتظار کوۍ ترڅو په پیړۍ کی سپاره شۍ. ترمینل ته وختې راتګ به تاسو چانسونه لا زیات کړي. تاسو کولای شۍ چې نور معلومات په دغه ذکر شوي purchase your ticket online لینک کی وګورۍ.
  • که چیرته ستاسو څخه یوه پیړۍ ولاړه، تاسو باید بلې پیړۍ ته منتطر پاتې شۍ. اکثره پیړۍ په هرو 30 دقیقو کی حرکت کوي، مګر نور ېې تر 90 دقیقو پورې د انتظار موده لري، تاسو باید تر 90 دقیقو پورې ورته انتظار وباسۍ ترڅو بله پیړۍ راشي. ، ترڅو تاسو په هغه پیړۍ کی سپاره شۍ کومه پیړۍ چې تاسو خوښه اوسي.

 

څنګه کولای شو چې د اوبو په ټکسې کی سپاره شو

  • د اوبو ټکسې عموما هغه مسافر لیږدوي چې بل ځای ته پیاده او یا هم په موټرسایکل تلل غواړي. تاسو باید 10 مخکې خپل ترمینل تا حاضر شۍ، ترڅو په اسانه توګه خپل منزل ته ورسیږۍ.
  • تاسو کولای شۍ چې د پیړۍ لپاره ټکټ د دغو لارو څخه واخلۍ: د موبایل ایپسونو له لارې، د سپرلۍ د کارډ په واسطه، debit/credit کارډونو په واسطه او یا هم په نغدي شکل دننه په ترمینل کی. ټکټونه عموما د 10 ډالرو څخه ښکته اوسي. دغه د اوبو ټکسي تر 20 پورې موټرسایکلونه او تر 18 څخه کم عمره کسان په وړیا توګه لیږدوي.
  • کله چې تاسو ټکټ واخیست نو د هغې څخه وروسته تاسو ته به ددوۍ د پرسونل لخوا څخه لارښوونې کیږي، هغه په سمه توګه واورۍ او وګورۍ. مربوطه پروسونل په ستایو ټکټ سکن کړي، او تاسو ته به لارښوونه وکړي ترڅو د پیړۍ پر لور حرکت وکړۍ. کله چې پیړۍ خپل منزل ته ورسي، نو په لوډسپیکر کی غږیدونکو لارښوونو ته غوږ شۍ او خپل ځان اماده کړۍ ترڅو کوز شۍ.
  • کله چې تاسو په پیړۍ داخل شوۍ نو بیا تاسو کولای شۍ چې وړیا توګه په توله پیړۍ کی وګرځۍ او د خپل سفر څخه خوند واخلۍ.
  • کله چې تاسو هغه ترمینل ته ولاړۍ کوم ته چې تاسو سفر کول غوښتل، نو تاسو کولای شۍ چې ښکته شۍ او هغه موټرونه او مسافر تعقیت کړۍ کوم چې ستاسو څخه مخکې دي.

– All Images by pch.vector on Freepik