دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره به د روغتیا خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Spokane County

لویان او ماشومان: Primary Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Primary Care خدمات پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني
 

 

CHAS Medical Clinic

د روغتیا پاملرنې دا اداره د  Spokane County واشنګټن شاوخوا ډیرې تاسیسات لري. دوۍ وړ اشخاصو ته د وړیا یا ټیټ لګښت خدماتو پراخه ډولونه چمتو کوي، لکه د غاښونو پاکول، درمل  او متخصصینو ته  د خلکو راجع کول. د sliding fee scale هم شتون لري ترڅو خلکو سره مرسته وکړي چې په طبي بیلونو کې پیسې خوندي کړي. تاسو ته نږدې کلینیکونو موندلو لپاره، خپل ځای دلته د لټون ځای کی ولیکۍ. دلته د دوۍ د بیمې په اړه تفصیل وګورۍ.

 

Lake Spokane Community Health Center

 د Spokane County اوسیدونکو لپاره د غاښونو او طبي مراکز وړاندې کوي. دلته د دوۍ ډیری کلینیکونه شتون لري چې د Primary Care خدمتونه وړاندې کوي. دلته ېې د کلینیک موقیعتونه ذکر شوي دي.

 

 

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې په مختلفو کلینیکونو کې د primary care خدمتونه وړاندې کوي، چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. دوۍ دغه لاندې د Apple health خدمات منې.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل  دلته وګورۍ.

 

 

Providence

 یو روغتیاېې پاملرنې سیسټم دی چې په اوو ایالتونو کې  د دوۍ ډیری روغتونونه فعالیت کوي، چې مرکزي دفتر یې په رینټن، واشنګټن کې دی. په Spokane County کې د primary care خدماتو ډیری ځایونه لري. ټول د بیمې خدمات منې.

 

 

Yakima Valley Farm Workers Clinic

دا هم یو ډول کلینیک دی چې ډیری ځایونه لري. په اوله برخه کی ېې دغه (120 West Mission Avenue, Spokane, Washington) راځي او په دغه (509) 326-4343 شمیره ورسره اړیکه ټينګولی شۍ.

په دوهمه برخه کی يي دغه (4001 N. Cook St., Spokane, WA, 99207) ځایونه راځي او په دغه شمیره

(509) 483-3427 ورسره اړیکه ټینګولۍ شۍ. د مهاجرینو، او د فارم کارګرانو، او نورو باندې تمرکز کوي چې روغتیا یا د غاښونو بیمه نلري.

Urgent Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Urgent Care ډاکټران پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

 

 

CHAS Medical Clinic

د روغتیا پاملرنې دا اداره د  Spokane County واشنګټن شاوخوا ډیری تاسیسات لري. دوۍ وړ اشخاصو ته د وړیا یا ټیټ لګښت خدماتو پراخه ډولونه چمتو کوي، لکه د غاښونو پاکول، درمل  او متخصصینو ته  د خلکو راجع کول. د sliding fee scale هم شتون لري ترڅو خلکو سره مرسته وکړي چې په طبي بیلونو کې پیسې خوندي کړي. تاسو ته نږدې کلینیکونو موندلو لپاره، خپل ځای دلته د لټون ځای کی ولیکۍ. دلته ددوۍ د بیمې په اړه تفصیل وګورۍ.

 د Urgent care  کلینیکونه په North Spokane ،Spokane Valley ځایونو کی پراته دی.

 

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې په مختلفو کلینیکونو کې د Urgent care خدمتونه وړاندې کوي.

په دغه(Liberty Lake Spokane Valley, North Spokane, Shadle, Airway Heights, South Hill) ځایونو کې خپل خدمات وړاندي کوي. دوۍ ددغه لاندې د Apple health خدمات منې.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل  دلته وګورۍ.

 

 

Providence

یو روغتیاېې پاملرنې سیسټم دی چې په اوو ایالتونو کې  د دوۍ ډیری روغتونونه فعالیت کوي، چې مرکزي دفتر یې په رینټن، واشنګټن کې دی. په Spokane County کې د Urgent care خدماتو ډیری ځایونه لري. ټول د بیمې خدمات منې. په لاندې ځایونو کی خپل کلینیکونه لري:

5th  HYPERLINK “https://www.providence.org/our-services/urgent-care/urgent-care-division”& HYPERLINK “https://www.providence.org/our-services/urgent-care/urgent-care-division” Division, Ruby, Lincoln Heights, Hawthorne, Indian Trail, Airway Heights, Spokane Valley.

Emergency Care

دا هغه ډول روغتونونه دي چې د هغو خلکو لپاره د ژوند ژغورنې عاجل خدمات وړاندې کوي، چې د ژوند ګواښونکو شرایطو یا ټپونو سره مخ دي. که یو څوک بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا ولري نو هغه بیا د ملاقات وخت ته اړتیا نلري، تاسو کولای شئ هغه Emergency Care ته ورسوئ یا Emergency Care ته د اضافي مرستې یا ټرانسپورټ ترلاسه کولو لپار 911 ډایل کړئ او خپل طبې عاجل مشکل حل کړۍ.

کله چې 911 ډایل کړئ تاسو باید خپل طبي بیړني حالت ورته بیان کړئ. که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، مربوطه کس ته ووایاست چې تاسو “ژباړونکي” او د خپلې خوښې ژبې ته اړتیا لرئ نو دوۍ کولای شي له هغه چا سره اړیکه ونیسي چې خبرې ژباړلی شي.