دری     |     English
Statewide resources

 Goodwill

کاروونکي کولای شي آنلاین یا شخصا په مختلفو پلورنځیو کې پیرود وکړي. تاسو کولای شئ خپل زپ کوډ د پلورنځي لوکټر کې هم ټایپ کړئ ترڅو تاسو ته نږدې پلورنځي په نښه شي. کاروونکي کولای شي چې آنلاین پیرود وکړي او محصولات تر خپلو کورونو ورسوي. د ډیرې آنلاین توکيو د اخیستلو لپاره داوطلبۍ ته اړتیا لري، مګر دلته ددې ویبپاڼې په مرسته تاسو کولای شۍ چې تاسو د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي په مستقیم ډول وپیرۍ.

لارښوونه:

Goodwill خپل توکی د مختلفو رنګونو سره لیبل کوي. هره اونۍ، یو مختلف رنګ د  30,50%تخفیف سره پلورل کیږي. تاسو کولای شۍ چې د اونۍ ددغه رنګونو مطابق خریداري وکړۍ او خپلې پیسې بچت کړۍ.

 Habitat ReStore

دغه په خپلواکه توګه د استعمال شویو شیانو پلورنځي دی چې د بشري سازمانونو لپاره د ځایی هبیتات لخوا پرمخ وړل کیږي. ستاسو سره مرسته کوي ترڅو خپلۍ پیسې سپما کړۍ، او مختلف وسایل ددغه ځایونو څخه په دیر مناسب قیمت ترلاسه کړۍ. په واشنګټن ایالت کې د پلورنځیو لپاره پته او د اړیکو معلومات لاندې لیست شوي دي. . تاسو کولای شئ خپل زپ کوډ د پلورنځي لوکټر کې هم ټایپ کړئ ترڅو تاسو ته نږدې د Habitat ReStores پیدا کړۍ.

 Value Village

په دغه ځای کی په ډیر کم لګښت سره استعمال شوي د کور مختلف وسایل موندل کیږي. په واشنګټن ایالت کې د داسې مختلفو پلورنځیو د موندلو لپاره د سټور لوکیټر وکاروئ. پیرودونکي کولای شي د Super Savers Club سره یوځای شي ترڅو نور پوائنټونه ترلاسه کړي کله چې دوی د راتلونکي تخفیف ترلاسه کولو لپاره بیا ځلې خرید کوي.

د ټیټ لګښت پرچون:

 Costco

Costco د warehouse club  غړیتوب لري چې خپله یو سوداګریز برانډ دی او د مختلفو توکو مناست او ټیټ نرخونه لري. تاسو کولای شۍ چې ددې ځای په واشنګټن ایالت کی د لینک په انتخاب سره ډیر په اسانۍ سره پیدا کړۍ. د ویب پاڼې پتې، د تلیفون شمیرې، او د هر ګودام ځای کې چمتو شوي خدمتونه ددې لینک په واسطه پیدا کولای شۍ. په دی خدماتو کې ممکن د خواړه، د ګاز سټیشنونه، د ټایر خدماتو مرکزونه، درملتونونه، او د اوریدلو وسایل شامل وي. تاسو کولای شئ د ځانګړي پلورنځي موقعیت باندې کلیک وکړئ ترڅو د کاري خدماتو ساعتونه او نورو ځانګړيو خدماتو په اړه معلومات پیدا کړۍ.

IKEA

 IKEA تیار چمتو فرنیچر، د پخلنځي وسایل، د کور لوازم، او نور بیلابیل توکي او د کور خدمتونه ډیزاین کوي ا او پلوري يی. په واشنګټن ایالت کې د مختلف پلورنځیو موندلو لپاره د سټور لوکیټر وکاروئ.

Fred Meyer

 Fred Meyerد دولت په کچه د پرچون پلورنځی دی چې په څو ځایونو کې فرنیچر او د کور سامانونه وړاندې کوي. همدا اوس د fred meyer حساب پرانیزۍ ترڅو تاسو وکولای شۍ چې تاسو یی هم غړیتوب ترلاسه کړۍ او په لوازمو اخیستو کی د تخفیف څخه برخمن شۍ. په واشنګټن ایالت کې د مختلف پلورنځیو د موندلو لپاره د سټور لوکیټر وکاروئ.

 HomeGoods

HomeGoods یو پرچون سلسله ده چې په تخفیف کې جامې، فرنیچر او د کور توکي پلوري. توکي په آنلاین ډول پیرودل کیدای شي، مګر محصولات معمولا په پلورنځیو کې پیرودل کیږي او ممکن د موقعیت له مخې سره توپیر ولري. په واشنګټن ایالت کې د مختلف پلورنځیو موندلو لپاره د سټور لوکیټر وکاروئ.

Target

Target یو ډول پلورنځی دی چې د متوسط قیمت فرنیچر ، ویکیومونه ، خوراکي توکي ، جامې او د کور توکي پلوري. . په واشنګټن ایالت کې ډیری پلورنځي شتون لري، تاسو کولای شئ د پلورنځي لوکیټر په کارولو سره هغه ځای ومومئ چیرې چې تاسو اوسیږئ. Target پلورنځې یو ډول نور لوازم هم لري، چې دغه توکې تر ټولو ارزانه دی، خو بیا بیرته واپس کیږي نه.

Best Buy

‌Best Buy  یو ډول پلورنځی دی چې بریښنایی توکي او کوچني وسایل پلوري ، لکه ویکیومونه او نور. تاسو کولی شئ د سټور لوکیټر په کارولو سره په واشنګټن ایالت کې خپل نږدې پلورنځی ومومئ.

Best Buy  یو ډول نور وسایل هم پلوري چی ډیر زیات ارزان دی، او ډیر په ټیټه بیه پلورل کیږي، خو

چې یو ځل کوم مشتري واخیست نو بیا بیرته نه واپس کیږي.

Walmart

Walmart يو ډول پرچون پلورنځې دي.

پیرودونکي کولای شي چې په انلاین ډول د واشنګټن په 66 ځایونو کی د سټور لوکیټر په کارولو سره مختلف د کور او د جامو توکي واخلي، لکه توشکونه او نور……

په دی ډول پلورنځیو کی هم تر ټولو ارزانه توکی خرڅیږي، چی مشتریان یی په ډیره ټیټه بیه ترلاسه کوی، مګر دغه ډول توکی چې یو ځل واخیستل شول نو بیا بیرته نه واپس کیږي.

JOANN Fabrics & Crafts

دا هم یو له پلورنځیو څخه دی چې ارزانه بیه د ګنډلو ماشینونه او همدارنګه د ګنډلو لوازم لکه د ماشین ستنې، بټنې، میخونه او نور مختلف سامان الات پلوري. ډیرې محصولات ېې آنلاین پلورل کیږي، دغه پلورنځي په واشنګټن ایالت کې ډیری ځایونو کی د سټور لوکټر په کارولو سره موندل کیدی شي. د پلورنځیو کاري ساعتونه د موقیعت له مخې فرق کوي.

Michaels Arts & Crafts

دا هغه پلورنځې دی چیرې چې پیرودونکي کولای شي چې د ګنډلو ماشینونه، د ګنډلو لوازمات، پارچه، تار او بوبینونه واخلي. محصولات د دوۍ ویب پاڼې څخه د ټوکر او ګنډلو کټګورۍ لاندې پیرود کولای شۍ. یا د سټور لوکټر په کارولو سره د واشنګټن ایالت په مختلفو ځایونو کې خریداري کولای شۍ. د پلورنځي کاري ساعتونه د د موقیعت له مخي توپیر لري.

Quality Sewing & Vacuum

دغه پلورنځي بیا رغول شوي د ګنډلو ماشنونه او ویکیومونه ترمیموي او پلوري يي. دغه پلورنځي همدارنګه پارچه، بوبین، پنې، ستنې او د ګنډلو نور لوازم هم پلوري. او همدارنګه دلته د ګنډلو د ذده کړې کلاسونه هم شته. محصولات آنلاین یا د واشنګټن ایالت په پلورنځیو کې د سټور لوکټر په کارولو سره پیرودل کیدای شي.

Mattress Firm

یو سلسله پرچون پلورونکي دي، چې نوي او تخفیف شوي توشکونه پلوري. دغه پلورنځي د واشنګټن ایالت په ډیرې ځایونو کی د سټور لوکټر په کارولو سره موندل کیدای شي. خپل زپ کوډ مو ولیکۍ ترڅو تاسو ته نږدې دغه ډول پلورنځي ومومئ.

Ashley Furniture – Hope to Dream

هغه کورنۍ چې ټیټ عاید لري کولای شي چی خپل ماشومان چې عمرونه یی د (16-3) کلونو پورې اوسی ددې ځایه څخه ورته تخت ترلاسه کړي. دغه ماشومان باید د ښوونځي د ټولنیز کارمندانو، د قضیې مدیرانو، کلیساګانو، یا خیریه موسسو څخه معرفي شي.

ځینې پلورنځي تخفیف شوي توشکونه پلوري. پیرودونکي کولای شي چې توشکونه له پلورنځي څخه خپلو کورونو ته انتقال کړي یا د پلورنځي ته فیس ورکړي ترڅو دغه سامان ستاسو تر کوره درورسوي