دری     |     English
Support Getting a Job

د هغه چا سره کار کول چې ستاسو په سیمه کې د کارپه بازار پوهیږي، د دندې ترلاسه کولو کې ګټور تمامیدلاې شي. دا ډول ډیرې سازمانونه ستاسو سره د مرستې لپاره خدمتونه وړاندې کوي:

  • خپله resume چمتو کړئ، ( دغه ټیمپلیټ د پیل په توګه ښکته کړئ).
  • د کار ګمارلو د پروسې په اړه نور معلومات هم ترلاسه کړئ.
  • د دندې د ډولونو په اړه مشورې ترلاسه کړئ، کوم چې ستاسو تجربې سره مناسب وي یا د کار د Search engines په کارولو سره وظیفه ترلاسه کړۍ.
  • دخپل د مسلک د روزنې لپاره مرسته ترلاسه کړۍ.

لاندې د ځینو سازمانونو نومونه  دي چې د مهاجرینو سره په King County  او د King County  څخه بهر د دندې په ترلاسه کولو کې  مرسته او ملاتړ چمتو کوي.

King County

Asian Counseling and Referral Services

ACRS به تاسو سره د دندو په چمتو کولو او غوښتلو کې مرسته وکړي، او همدارنګه د انګلیسي ژبي د محدودو مهارتونو سره د دندې په لټه کې مرسته کوي.

Jewish Family Services (JFS)

JFS د کډوالو لپاره یو برنامه لري چې پکې د دندې د چمتووالي روزنه، د resume لیکل، د مسلک سرچینې، د دندې لټون کې مرسته، د دندې روزنه، او بیا ځلی په خپل مسلک کی ننوتل شامل دي. 

لارښوونه: د ویب پاڼې سربیره، تاسو کولی شئ د Kendall Archer سره په دغه شمیره   206-573-8262

یا بریښنالیک  karcher@jfsseattle.org اړیکه ونیسۍ.

 

 

MAPS-MCRC (Muslim Community Resource Center)

 (MAPS-MCRC) له افغان کډوالو سره د کاري فرصتونو په موندلو کې مرسته کوي او د روزنې محدودې مرستې برابروي.

لارښوونه: تاسو کولای شئ د افغاني الاصله امریکایی فریده خوجندي سره د fareeda@mcrc.mapsredmond.org بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.

Neighborhood House WA 

د Neighborhood House اداره د مهاجرینو لپاره د بریالیتوب لارې چارې وړاندې کوي، لکه د کارد چمتووالي پروګرامونه چې د هغو کسانو سره مرسته کوي چې د انګلیسي ژبې د زده کړې سره ستونزه لري.

No One Left Behind

که تاسو دلته د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) حالت لاندې یو افغان یاست، تاسو کولای شئ  چی د کار موندلو کې مرسته ترلاسه کړئ، د No One Left Behind پروګرام له لارې. نو د اسماعیل خان سره په ismail@nooneleft.org بريښنالیک اړیکه ونیسئ.

Refugee Federation Service Center  

د ټولنې پر بنسټ یوه موسسه  ده چې ټولنې ته د دندې روزنه او مرستې چمتو کوي. د ویب سایټ د خدماتو برخې ته لاړ شئ ترڅو وګورئ چې تاسو د DSHS د پروګرامونو له لارې د یو بل څخه د مرستې لپاره وړ یاست، په شمول د Prime، LEP (د انګلیسي ژبې محدود مهارت) او BFET (بنسټیز خواړه استخدام او روزنه).

Refugee Women’s Alliance (ReWA) 

د کارموندنې د قضیې مدیریت خدمات، کوم چې د مهاجرینو سره د 20 ساعته دندې په چمتووالي او روزنه کی مرسته کوي. د کار موندنې خدمتونه لکه د کار لټون، resume برابرول، او د مرکو لپاره چمتو کول، په آنلاین شکل د Kent او  Washington  په دفترونو کې وړاندې کیږي.

Seattle Public Library

تاسو کولای شئ د دندې معلومات آنلاین او په شخصي توګه په ځینو څانګو کې ومومئ لکه په(Ballard، Rainier Beach، Central Library branches) څانګو کی. په ویب پاڼه کې د مسلک موندنې او د کاري مهارتونو لپاره ښه سرچینې موجودي دي. تاسو کولای شئ چې د تلیفون ، بریښنالیک یا متني پیغام له لارې د مسلکي خدماتود متخصص سره د خبرو اترو لپاره وخت هم ځانته تنظیم کړئ. که تاسو د دري یا پښتو ژباړې ته اړتیا لرئ، نو تاسو یا یو ملګری مو کولای شي چې  ددې غوښتنې د کولو لپاره

206-386-4636 ته زنګ ووهئ.

Trac Associates

Trac Associates د خلکو سره په دوامداره مسلک جوړولو کی مرسته کوي، چې ترڅو پر ځان بساینه ترلاسه کړي. دوۍ  روزنه، مشوره ورکول، بیا رغونه، او د کار په موندلو کی مرسته کوي.

لارښوونه: تاسو کولای شئ چې د لاندې افغان-امریکایي سره اړیکه ونیسئ چې په Trac Associates کې کار کوي. په دري یا پښتو کې د مرستې لپاره:

جواد جعفري   –  jawad.jeffery@gmail.com

Upwardly Global.

Upwardly Global  په وړیا توګه د 1:1 د مسلک روزنې، د مرکې چمتو کونې، او د مایکروسافټ، ګوګل، Udemy، او نورو څخه وړیا تصدیقونه وړاندې کوي. دا خدمتونه د مهاجرینو لپاره ځانګړي دي. تاسو د مسلک روزنې لپاره وړ یاست په صورت کې چي،  که چیرته تاسو د لیسانس سند یا ددې مسلک معادل سند، يا د انګلیسي منځنۍ یا پرمختللې کچه ولرئ، او يا د کار واک ولرئ.

Welcome Back Highline

دا د نړیوالو تعلیم یافته متخصصینو لپاره ملاتړ چمتو کوي، چې ترڅو دوۍ  د خپلې مطالعې له مخي په ټاکلی کاري ساحه کی ورته د کار زمینه برابره کړي.  دا په اصل کې د هغو مهاجرینو لپاره دی، چې د کالج سند او یا ځانګړي مهارتونه او روزنه ولري، لکه طب یا انجینري. د انګلیسي ژبې تر Lelvel3، لوړ مهارت ضرورت دی د ډیری تصدیقي برنامو لپاره.

WorkSourceWa 

تاسو کولای شئ د دندې په لټه کې کلیک وکړئ ترڅو د مسلک معلوماتو ته لاسرسی ومومئ. او همدارنګه شیان لکه ورکشاپونه او د ګمارنې پیښې.

 

 

 Outside King County

Diocese of Olympia’s Refugee Resettlement 

د The Diocese of Olympia ادره هم خدمتونه وړاندې کوي لکه د resume پراختیا، د کار غوښتنلیک، او د مرکو لپاره چمتو والې.

Refugee Immigrant Services Northwest

د نویو راغلو کډوالو لپاره د قضیې مدیریت، کاري تجربې، د کار لټون چمتو کول، د کار ځای پرځای کولو کی مرستې، او نور خدمتونه لکه د انګلیسي ژبې د تدریس خدمات (ESL) ټول سره یوځای ومومئ. دا اداره په لاندې Counties کې خدمت کوي: (Snohomish، Whatcom، Skagit، San Juanf, Island ).

Tacoma Community House

دلته تاسو کولای شۍ چې د کار د چمتووالي روزنه ومومئ، په شمول د resume جوړولو او د مرکې لپاره تمرین.

World Relief Tri-Cities

دا اداره د  کارموندنې خدمتونه لکه د کار لټون، resume جوړولو تیاریانې، او د مرکو لپاره چمتوالې وړاندی کوي. دغه دفتر په Richland, Washington کی دی.