دری     |     English

دا پاڼه هغه معلومات لري چې تاسو سره د کینګ کاونټي، واشنګټن کې د ژباړې او ژباړې خدماتو کې مرسته کوي

King County
King County
د انګلیسي ژبې د زده کړې مهارتونه
Seattle Public Library

د Seattle Public Library د ځینو مهمو کارونو کوربتوب کوي، همدارنګه د انګلیسي ژبې زده کوونکي هم کولای شي چې دلته خپله انګلیسي تمرین کړي. د دغه  لینک څخه په استفادی سره تاسو کولای شۍ چې په مختلفو ساحو کی د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبر ترلاسه کړۍ. د دغه پروګرامونو د ترلاسه کولو لپاره تاسې باید د مخکې څخه ځانته ثبت نام وکړۍ، نو مهرباني وکړۍ کوم پروګرام چې تاسو غواړۍ نو ورته خپل ثبت نام تکمیل کړۍ. تاسو ته به ستاسو د ثبت نام څخه وروسته د ZOOM لینک او ځنې نور اضافه معلومات وړاندې شي.

King County Library System

د King County Library system د سیټل ښار څخه بهر په ټول کینګ کاونټي کی موقیعت لري. د دوۍ په مهمو کارونو کی دغه شیان شامل دي: د کار لپاره روزنه، د متحده ایالاتو د تابعیت  اخیستلو ازموینې ته د خلکو چمتو کول، د کډوالو او نوي راغلیو لپاره سرچینې، او تر ټولو مهم، د انګلیسي ژبې د زده کړو ټولګي.

  • د ESL کتابونو د کتلو لپاره د کتابتون کارت وکاروۍ
  • د انګلیسي ژبې د نورو زده کوونکو سره په کتابتون یا آنلاین شکل کې په وړیا توګه په خبرو اترو کی برخه واخلۍ او مختلف صنفونه ېې تعقیب کړۍ.
  • د ESL په وړیا ټولګیو کی په انلاین بڼه یا هم په مربوطه کتابتون کی برخه واخلۍ
  • د Mango حساب د جوړلو لپاره د کتابتون د کارت څخه استفاده وکړۍ. دغه حساب د ESL انلاین خدماتو برخه ده

Refugee Resettlement Office

د The Refugee Resettlement Office د Auburn په سیمه کی د هغو خلکو لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې وړیا ټولګي وړاندې کوي چې د 5 کالو څخه د کم وخت راهیسې په هیواد کی ژوند کوي او د DSHS لخوا ورته معرفي شوي اوسي. دغه د انګلیسې ژبې د زده کړې ټولګي په اوریدلو، ویلو، لوستلو او لیکلو تمرکز کوي. په کنگ کاونټي کې ځینې کارمندان د دغه پروګرام سره ملګرتیا کوي ترڅو په سایټ کې هم د انګلیسي ژبې ټولګي وړاندې کړي.

د دغه لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د دغه پروګرام د ټولګیو په اړه پوهه شۍ. همدارنګه د ذکر شوي لینک څخه په استفادې سره کولای شۍ چې د مخکې څخه د ټولګیو په اړه ځانته معلومات حاصل کړۍ:

  • Beginner Classes (Level 1-2)
  • Monday – Thursday
  • 10:00 AM – 12:30 PM
  • Intermediate Classes (Level 3-6)
  • Monday – Thursday
  • 1:00 PM – 3:30 PM
  • Program Contacts

 

City of Seattle

د City of Seattle اداره  په نوم یو Ready To Work پروګرام خلکو ته وړاندې کوي چې پکې وړیا د انګلیسې ژبې د زده کړې کورسونه شامل دی، او دغه کورسونه مهاجرینو او هغو خلکو لپاره دي چې د انګلیسې ژبې د زده کړې او مهارت سره غلاقه ولري او خپله انګلیسې ښه کول غواړي. دغه ذکر شوي کورسونه په انلاین بڼه او یا هم په شخصي ډول په ټول ښار کی وجود لري چې په ډیره اسانۍ سره ېې موندلای شۍ. په دغه پروسه کی د شامل کیدو او نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړۍ د لاندې ذکر شویو ځایونو څخه د یوه څخه لیدنه وکړۍ:

 

Seattle Central College

د Seattle Central College اداره په ځانګړې ډول د کډوالو او مهاجرینو لپاره د انګلیسې ژبې د زده کړې او مهارت ټولګي وړاندې کوي. ددغه ټولګیو لګښت 25$ ډالره دی، او تاسو کولای شۍ چې دلته د مختلفو لیولو پورې خپله انګلیسې ژبه قوي او بهتروالی پکې راوړۍ. ددې لپاره چې تاسو دغه ټولګې شروع کړۍ نو تاسو باید:

تاسو باید د مربوطه پروګرام سره رابطه وکړۍ د ثبت نام لپاره، او یا هم دغه فورمه ډکه کړۍ

  • ددوۍ په لارښوونو کې ګډون وکړۍ
  • ددوۍ د ټولګي پنځه ویش ډالره فیس ورکړۍ
  • د ټولګي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو څخه وروسته خپل درس پیل کړۍ

 

North Seattle College

د North Seattle College اداره په ځانګړې ډول د انګلیسې ژبې د زده کړې او مهارت ټولګي وړاندې کوي. ددغه ټولګیو لګښت 25$ ډالره دی، او تاسو کولای شۍ چې دلته د مختلفو لیولو پورې خپله انګلیسې ژبه قوي او بهتروالی پکې راوړۍ. ددې لپاره چې تاسو دغه ټولګې شروع کړۍ نو تاسو باید:

تاسو باید د مربوطه پروګرام سره رابطه وکړۍ د ثبت نام لپاره، او یا هم دغه فورمه ډکه کړۍ

  • ددوۍ په لارښوونو کې ګډون وکړۍ
  • ددوۍ د ټولګي پنځه ویش ډالره فیس ورکړۍ
  • د ټولګي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو څخه وروسته خپل درس پیل کړۍ

 

South Seattle College

د South Seattle College  اداره په ځانګړې ډول د انګلیسې ژبې د زده کړې او مهارت ټولګي وړاندې کوي. ددغه ټولګیو لګښت 25$ ډالره دی، او تاسو کولای شۍ چې دلته د مختلفو لیولو پورې خپله انګلیسې ژبه قوي او بهتروالی پکې راوړۍ. ددې لپاره چې تاسو دغه ټولګې شروع کړۍ نو تاسو باید:

  • ددې لپاره چې ستاسو اوسنې د انګلیسې مهارتونه ارزیابې شي، نو ددې چارې د ترسره کولو لپاره او ستاسو څخه د ازموینې د اخیستلو لپاره باید تاسو ددې پروګرام سره اړیکه ونیسۍ ترڅو تاسو ته د ازموینې مهالویش ترتیت کړي.
  • د تلیفون شمیره (509) 533-7221
  • :بریښنالیک ABEInquiry@scc.spokane.edu
  • ددې پروګرام سره د نږدې څخه کار وکړۍ ترڅو دا معلومه کړۍ چې تاسو باید کوم ټولګي شروع کړۍ
  • ددوۍ د ټولګي پنځه ویش ډالره فیس ورکړۍ
  • د ټولګي په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو څخه وروسته خپل درس پیل کړۍ
د ښوونځي او زده کړو لپاره  ژباړه
Snoqualmie Valley School District

ددې لپاره چې تاسو د Snoqualmie Valley School District څخه ځانته د ژباړې خدماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ، نو تاسو باید د ژباړن د غوښتلو فورمه  ډکه کړۍ، او یا هم دغه ارس ته langauges@svsd410.org بریښنالیک وکړۍ.

 

د بریښنالیک مثال یا نمونه  د ژباړونکي د غوښتلو لپاره 

ښاغلی ـــــــــــ )ښوونکی، مدیر، مشاور یا نرس(،

زما نوم ـــــــــــــ  او زه مور یا پلار یم د ـــــــــــــــ . زه غواړم چې تاسو سره د خپل ماشوم په اړه خبرې وکړم. په ډیرې مهربانۍ سره، ایا تاسو کولای شۍ چې تاسو زما لپاره یو تن ژباړونکې پیدا کړۍ کوم چې خبرې کوي په ـــــــــــــــــ ) ستاسو د خوښې ژبه( ?

زما د تلیفون شمیره ــــــــــــــــــــ

مننه

دغه پورته نمونه چې وښودل شوه، دا ورته په انګلیسي ژبه کی ولیکۍ.

  • که چیرته تاسو په انګلیسي ژبه کی لیکلي خبرتیا، بریښنالیک، یا بل سند ترلاسه کړ او تاسو ورباندې نه پوهیږۍ، نو د هغه چا څخه پوښتنه وکړۍ، کوم کس چې تاسو ته دا شیان درلیږلي دی.او د دغه شیانو ژباړه یا ترجمه ورڅخه د خپلې ژبې مطابق ترلاسه کړۍ، ترڅو تاسو ورباندې پوهه شۍ.
  • که چیرته هغه کس کوم چې تاسو ته ېې اسناد درلیږلي دي، ستاسو د اسنادو بشپړه ژباړه په مربوطه وخت کی تاسو ته ونه کړي. نو ورڅخه غوښتنه وکړۍ ترڅو د ښوونځي د کارمندانو یا ژباړونکي سره ملاقات وکړي، ترڅو د یاداشت اخيستلو د کافي وخت سره اسناد په شفاهي توګه ترجمه کړي.

– All Images by pch.vector on Freepik