دری     |     English

دا پاڼه تاسو سره د واشنګټن په ایالت کې د فرنیچر په موندلو کې د مرستې لپاره لاندې سرچینې لري

د دولت په کچه سرچینې
کاروونکي کولای شي آنلاین یا شخصا په مختلفو پلورنځیو کې پیرود وکړي. تاسو کولای شئ خپل زپ کوډ د پلورنځي لوکټر کې هم ټایپ کړئ ترڅو تاسو ته نږدې پلورنځي په نښه شي. کاروونکي کولای شي چې آنلاین پیرود وکړي او محصولات تر خپلو کورونو ورسوي. د ډیرې آنلاین توکيو د اخیستلو لپاره داوطلبۍ ته اړتیا لري، مګر دلته ددې ویبپاڼې په مرسته تاسو کولای شۍ چې تاسو د خپلو کورنیو لپاره د اړتیا وړ توکي په مستقیم ډول وپیرۍ

څنګه کولای شو چې وړیا او د ټیټ لګښت لرونکي فرنیچر ترلاسه کړو؟
د سپما پلورنځي، د فرنیچر کارول شوي یا د زاړه شیانو ځایونه، او یا هغه ځایونه چې د خیرات په شکل کی اسباب ورکوي) دا ټول هغه ځایونه دي چې تاسو کولای شۍ چې د خپلې کورنۍ لپاره ترې په ارزانه او مناسبه بیه فرنیچر واخلۍ

آنلاین پرچون پلور
Amazonیو لوی آنلاین پرچون پلورونځی دی، چې د کورنیو توکو پراخه ډولونه پلوري د مثال په توګه د ګنډلو ماشینونه، د ګنډلو ماشین لوازمات، د ګنډلو تجهیزات، ویکیومونه، وسایل، بریښنایی توکي، د ښکلا محصولات او نور ډیر څه. توکي د اخیستلو څخه وروسته بیا د پیرودونکي استوګنځي ته لیږدول کیږي. کاروونکي کولای شي په ویب پاڼه کې د لټون بکس کې یو ځانګړی توکي ټایپ کړي او ویی ګوري یا د فرعي کټګورۍ لخوا لټون وکړي، لکه پورته لیست په شان د شیانو پلټنه وکړي. هرکله چې سامان واخسیت نو دا مهمه ده چې د شیانو د لیږد مصرف ته هم پام وکړۍ

آنلاین سرچینې
دغه یو ډول ټولنیز حرکت دی چې د محلي ټولنې غړي سره نښلوي، تر څو مختلف ډوله وړیا توکي یو د بل سره تبادله کړي. ستاسو په محلي ګروپ کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا ده؛ د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت وټاکۍ او خپل حساب جوړ کړۍ

سیمه ایزې سرچینې
دغه ویب پاڼه د هغو کورنیو لپاره لوازم چمتو کوي چې اړتیا لري د خیریه موسسو له لارې فرنیچر ومومي. مراجعین باید د لیدنې لپاره مخکې له مخکې له دې سازمان سره اړیکه ونیسي

– All Images by pch.vector on Freepik