لاندې د متحده ایالاتو تابعیت او مهاجرت (USCIS) ځینې عامې فورمې دي چې د کډوالۍ قانوني خدماتو کې کارول کیږي. که چیرته تاسو غواړۍ چې ورته درخواست جمع کړۍ، نو یو ځیرک وکیل به ستاسو سره مرسته وکړای شي چی ستاسو قانوني حالت ته په کتو دا معلومه کړي چې تاسو کوم ډول فورمې ډکې کړۍ، همدارنګه دا وکیل به وکړای شي چې د فورمو په ډکولو او سپارلو کې ستاسو سره لازمې مرستې وکړي.
د پناه(Asylum) فورمه(I-589):
د پناه غوښتنې د غوښتنلیک لپاره باید دغه فورمه په دقیق ډول ډکه شي.
د کورنۍ مهاجرت(Family Immigration) فورمه(I-130):
ددې فورمې ډکول هغه لومړنې ګام دی، چې تاسو ېې د خپلو مستحقو خپلوانو لپاره په متحده ایالاتو کی د بیامیشته کیدو د حق غوښتنه کوۍ، ترڅو شین کارت ترلاسه کړي. د کډوالو د بیا میشتیدنې اداره کولای شي چې ستاسو لپاره د (DS-7656) فورمه ډکه کړي، او همدارنګه د اړیکو اثبات یا (AOR) چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د بیا یوځای کیدو لپاره کارول کیږي، کوم چې د متحده ایالاتو څخه بهر ژوند کوي. د اړیکو اثبات یا(AOR) په مرسته د کورنیو ترمنځه اړیکي په منظم ډول راټول او څیړل کیږي، او ددې په مرسته په متحده ایالاتو کی وړ غوښتونکي د کډوالو پروګرام ته ورپیژندل کیږي.
شین کارت(Green Card) فورمه(I-485):
ددې فورمې په مرستې سره تاسو کولای شۍ، چې د دایمي استوګني یا اوسیدو لپاره د شین کارت(Green Card) غوښتنه کړۍ.
Humanitarian Parole
د (I-131) فورمه:
ددې فورمې په ډکولو سره کولای شۍ چې د سفر لپاره غوښتنلیک جمع کړۍ.
او دغه (I-134) فورمه د مالي ملاتړ د جذب په خاطر کارول کیږي. او همدارنګه دغه فورمه باید د مالي سپانسر یا هغه کسان چې مالي مرسته کول غواړي هم ډک کړل شي.
د دایمي استوګنې کارت(Permanent Resident Card) فورمه(I-90):
دغه فورمه د قانوني دایمي اوسیدونکو سره مرسته کوي چې خپل د دایمي اوسیدو کارتونه بدل یا ېې هم د نوي کولو غوښتنه وکړي.
د مهاجرت ځانګړې ویزه(SIV) فورمه(I-360):
دغه فورمه د بهرنیو اتباعو لپاره کارول کیږي، چې غواړي دلته په متحده ایالاتو کی د شنه کارت د غوښتنلیک پروسه شروغ کړي. د SIV برسیره په دې ډله کی(کونډه، وهل شوې یا ځوریدلی ښځه یا خاوند، والدین او ماشومان) چې د متحده ایالاتو تبعه اوسي شامل دي.
د کار جواز(Work Permit) فورمه( I-765):
ددې فورمې په دقیق ډول ډکولو سره تاسې کولای شۍ چې په متحده ایالاتو کې د کار جواز ترلاسه کولو لپاره غوښتنه وکړۍ.
د طبي معاینې او واکسین کولو راپور(I-693):
که چيرته تاسو دلته په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدو یا شین کارت لپاره درخواست جمع کوۍ، نو په خوا کې باید تاسو دغه فورمه هم د یوه پوهه سول جراح(civil surgeon) په واسطه ډکه کړۍ، چې ترڅو تاسو د عامې روغتیا په اساس په متحده ایالاتو کې د دایمي اوسیدو حق ترلاسه کړۍ. ددې فورمې د ډکولو لکښت 0$ ډالره دی، مګر په مهر شوي لفافه کې د ازموینې او واکسین کولو ریکارډ ترلاسه کولو لپاره د هر شخص لګښت د $ 200 څخه تر $ 450 ډالرو پورې دی. کیدای شې چې یو شخص اضافه واکسین کولو ته هم اړتیا ولري.
ددې لپاره چې تاسو د کډوالۍ د قانوني خدماتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړۍ، نو مهرباني وکړۍ هغه معلومات یو ځلې بیا وګورۍ کوم چې د کډوالو د بیامیشتیدنې ادارو لخوا تاسو ته وړاندې شوي دي. که چیرته تاسو د قانوني مهاجرت خدماتو مرستې ته اړتیا لرۍ، چې ستاسو د مهاجرینو د بیا میشتیدنې ادارې لخوا تاسو ته وړاندیز شوي نه دي،یا په واشنګټن ایالت کې د مهاجرینو د بیا میشتیدنې اداره موجوده نه وي، ممکن تاسو سره نور حقوقي خدمت کوونکي یا خصوصي څارنوالان په دی برخه کی مرسته او همکاري وکړي. او که چيرته د مخکې څخه پوره معلومات د قانوني میشت کیدو په اړه لرۍ، نو کولای شۍ چې د لاندې ادارو سره تماس وکړۍ ترڅو ستاسو د قانوني میشت کیدو پروسه شروع شي.
د ایجنسۍ نوم | د قانوني خدمتونو وړاندې کول | اړیکه/تماس |
Catholic Immigration Legal Services | دغه اداره مهاجرت د قانوني خدماتو ملاتړ کوي په(پناه غوښتني، SIV، TPS، شین کارت، د کورنۍ د راغوښتو لپاره عریضه، او EAD) په برخه کی | Email:immigration@ccsww.org Call: 206-328-6314. نور معلومات: More information and webinars |
International Rescue Committee (IRC) Seattle | دغه اداره په لاندې برخو کی خپل خدمات وړاندې کوي: (د کار کولو د جواز ترلاسه کول، د اسنادو نوي کول او بدلول، د تابیعت په اخیستو کی مرسته، P3 او د humanitarian parole په برخه کی مرسته کول). همدارنګه دغه اداره به ډیر ژر دکورنۍ په استازیتوب د اړیکو د اثبات(AOR) پروګرام هم پیل کړي چې په دې سره به لا زیات کسان د بیامیشتیدنې ادارې ته لاسرسې ولري. هغه کسان چې په واشنګټن کی د پناه په لټه کی دی، کولای شي چې ددې ادارې د NWIRP او CAIR-WA څخه لیدنه وکړي. | د مرستې او پوښتنو لپاره کولای شۍ چې د لاندې کسانو سره تماس وکړۍ: عبدالجلال جلال: Abduljalal.Jalal@rescue.org عبدالنفي فیروزي: Ferouzi.AbdulNafai@rescue.org نور معلومات: English Dari Pashto |
Jewish Family Service of Seattle | په لاندې برخو کی خدمات وړاندې کوی: د کاري جواز(EAD) نوي کولد هغو کسانو سره چې د COM منظوري ېې ترلاسه کړي اوسي، د SIV په غوښتنلیکونو کی مرسته کولد SIV او هغه پناه غوښتونکي چې دیوه کال لپاره منل شوې ترتیب برابرولد SIV مستحقو سره مرسته کول چې اصل کی نه پوهیږې چې زمونږه کارونه په کومه خوا روان دياو د TPS په 2023 کال کی | SarahWheeler: Call: 206-775-5113 Kent front office 253-850-4065 Email: swheeler@jfsseattle.org |
Lutheran Community Services Northwest | په لاندې برخو کې خدمات وړاندې کوي: SIVTPSد خپلو کورنیو د راتګ لپاره د عریضو چمتووالې او همدارنګه اوس مهال د پناه غوښتنو په برخه کی په Seattle-Tacoma او Vancouver سیمو کی خپل خدمات وړاندې کوي. | په لاندې شمیرو تماس کولای شۍ: SeaTac: 206-694-5700 Vancouver: 360-694-5624 |
Refugee R esettlement Office | دغه اداره د هغو کسانو سره مرسته او همکاري کوي چې په متحده ایالاتو کی ېې د دایمي اوسیدو یا(Green card) حق ترلاسه کړي وي، یا هغه کسان چې د SIV تصویب شوي کیسونه لري یا لږترلږه یو کال مخکې د مهاجر په توګه منل شوې اوسې، یا د خپلو کورنیو د راغوښتو عریضه په مخ کی ولري. دوۍ سره ددوۍ د ژوند په ترتیت او منظم کولو کې همکاري کوي. او همدارنګه د PRO موجوده پناه غوښتونکي د مرستي غوښتو لپاره باید زمونږه سره تماس وکړي. | Emial: info@rroseattle.org Call 206-323-3152 |
Refugee R esettlement Office | د ټولو هغو کسانو سره مرسته کول او ددوۍ د ژوند تنظیم کول چې ددې ادارې په مرسته بیا میشت شوي دي، او د هغو پناه غوښتونکو سره د مرستې چمتووالی کوم چې د میشت کیدو مستحق دي. او همدارنګه د SIV د کیسونو(I-360، I-485، I-90) سره په مستقیم ډول مرسته کوي. او ددې سره په خوا کی د کورنۍ قضیی (I-130) سره هم همکاري کوي. ، ونووګه د حق دي.ښتونکو سره د مرستې چمتووالی کوم چې د میتتت شوي دي، د دایمي اوسیدو یا()غه معلومات یو ځلې بیا وګورۍ کوم چې د کډول | که چیرته تاسو ددې ادارې لخوا د بیامیشتیدنې لپاره معرفي شوي یاست، نو تاسو کولای شۍ چې لاندې ایمیل ته پیغام واستوۍ چې ایا تاسې ددوۍ په لیست کی موجود یاست یا نه: immigrationseattle@wr.org |
Northwest Immigrant Rights Project (NWIRP) | دغه اداره په واشنګټن ایالت کې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ملاتړ او ورسره همکاري کوي. او همدارنګه په خاص ډول د افغانانو سره د پناه په پروسه کې مرسته او همکاري کوي. | لویدیځ واشنګټن: د 9:30AM څخه تر 12:00PM پورې، او د 1:00PM څخه تر 4:00PM پورې call: 206-587-4009 1-800-445-5771 ختیځ واشنګټن: د 9:00AM څخه تر 5:00PM پورې call: Granger: 509-854-2100 888-756-3641 Wenatchee: 509-570-0054 866-271-2084 |
CAIR-Washington | دغه اداره د مدنې حقوقو پورې اړوند یوه اداره ده چې په واشنګټن ایالت کی د مسلمانو ټولنو سره خپلې مرستې کوي. دغه اداره د سیاټل په سیمه کی د افغانانو سره په قانوني خدماتو کی خپله همکاري کوي. او خصوصا د هغو پناه غوښتونکو سره په مرستې تمرکز کوي چې د بیامیشتیدنې سیمه ییزه اداره نلري. | Email: AfghanAssist@wa.cair.com Call: (206) 624-0506 یا دغه intake form فورمه ډک کړۍ. نور معلومات: www.cairwa.org |
Refugee Women’s Alliance (ReWA)) | دغه اداره د مهاجرینو لپاره اجتماعې خدمات وړاندې کوي د مثال په ډول: SIVTPSشین کارت(Green card)د کورنۍ غوښتنلیکونهد کار کولو جواز تاسو کولای شۍ چې دا ټول خدمات د Seattle په Kent او Sea-Tac دفترونو کې ومومۍ. | په پښتو کی د مرستې لپاره: بشرت الله شینوارې سره اړیکه وکړۍ: Email: Basharatullah@rewa.org Call: 206-681-3717 په دري کی د مرستې لپاره: علی شریفي سره اړیکه ونیسۍ: Email: Ali@rewa.org Call: 206-482-4405 |
یادونه: لاندې د هغه شمیر خصوصي څارنوالانو لیست موجود دی چې په واشنګټن ایالت کې د افغانانو د راتګ لپاره د پناه غوښتنې او نورو د مهاجرت دوسیو ته د رسیده ګیو لپاره ېې خپله لیوالتیا ښودلې ده ترڅو خپله همکاري وکړي. که څه هم مونږه د دغو خصوصي څارنوالانو د کار کیفیت او ددوۍ شتون ستاسو د قضیو د څیړلو لپاره نه شو تضمین کولای.
مهرباني وکړۍ دغه لاندې لیست د احتمالي سرچینو د لارښود په توګه وکاروۍ، او پخپله په لیست کی د موجودو څارنوالانو سره اړیکه ونیسۍ، ترڅو دغه څارنوالان وګورې چې ستاسي د قضيې اړتیاوې پوره کولای شي یا نه.
خصوصي څارنوال/دفتر | مشخصات | تماس/اړیکه |
Diop Law | د نیکول په نوم یو غیر دولتي ښځينه څارنواله ده، چې د واشنګټن ډی سی په سیمه کې خپل فعالیتونه کوي. او د هغې بیه د پناه غوښتونکو لپاره د 4500$ څخه تر 6000$ ډالرو پورې ده. | Email: nicole@dioplawoffice.com Call: 240-242-7106 |
Ehsan Law | اصف احسان: دا پخپله یو افغان مهاجر دی چې په دري ژبه خبرې کوي او په امریکا کې ېې د سلګونو افغانانو سره د کډوالۍ په چارو کې خپله مرسته او همکاري کړې ده. د پناه غوښتنې د هرې قضېې لپاره ددې بیه 8000$ ډالر ټاکل شوې ده. | Emial: asif@ehsanlawpllc.com Call 206-234-6883 |
Gibbs Houston Pauw | Benjamin Cornell Benjamin.cornell@ghp-law.net Adam Boyd adam.boyd@ghp-law.net Info@ghp-law.net Call 206-682-108 | |
Higuera Vanderhoef | Kristin Kyrka kristin@hvimm.com Call 206-388-5873 | |
Washington Immigration Defense | Ioana Miron Ioana.miron@imm-defense.com Call 206-919-5197 Mari Matsumoto mari@imm-defense.com Call 206-335-5567 Lori Walls lori.walls@imm-defense.com Call 206-446-7851 |