دری     |     English
Job Training

دلته ډیرې سازمانونه شتون لري چې تاسو سره د ځانګړو مهارتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. په هرصورت، ډير محتاط اوسۍ، او دا ډول غلو ته هم پام کوۍ چې وايې، دوۍ به تاسو ته د روزنې ترلاسه کولو یا کالج ته د تګ لپاره پیسې درکوي. هیڅ ډول شخصي معلومات چاته مه ورکوئ، پرته له دې چې تاسو پوره  ډاډه ترلاسه کړۍ چې دا یو معتبر سازمان دی. ځینې ​​معتبر سازمانونه لاندې ذکر شوي دي.

Washington State

 

Ada Developers Academy

Ada د هغو میرمنو لپاره چې دایمي اوسیدونکي دي د 11 میاشتو لپاره وړیا د coding اکاډمي وړاندې کوي.

 

Farestart

د یو رستورانت د خوړو د کار يا د پخلنځي روزنیز پروګرام، د اتو اونیو مجازي روزنې په جریان کې په اونۍ کې $ 100 ډالر وظیفه وړاندې کوي، د کار د مرستې لپاره یو بل ته مشوره ورکړۍ. ډیرې کډوالې میرمنې د خواړو چمتو کولو سره د لومړنۍ کچې دندې موندلي دي.

 

Puget Sound Training Center

د مسلک روزنې مرکزونه د فورک لیفټ آپریټرانو، ګودام کارمندانو، او د کمپیوټر روزنې پروګرامرانو لپاره وړاندی کوي.

forklift operators یو مسلک دی، چې د ګودامونو یا نورو صنعتي سایټونو شاوخوا د توکو لیږدولو مسؤلیت لري.

 

Seattle Jobs Initiative

د Puget Sound په سیمه کې د روغتیا پاملرنې، سوداګرۍ، او سمندري سوداګرۍ لپاره د بشپړ وخت لپاره د دندو لپاره لارې وړاندې کوي کوم چې (King ، Snohomish ، Pierce) او څو نور counties پوښي. 

 

Year Up

وړیا سوداګري او تخنیکي روزنه وړاندی کوي، د انټرنشپ څخه وروسته په ځانګړي مسلک کې د بشپړ وخت لپاره.

کولای شۍ چې  د zip code په مرسته ېې پیدا کړۍ.

King County

Apprenti Careers

په کمپیوټر ساینس کې د مسلک جوړونې لپاره د Coding ذده کړې وړاندې کوي.

 یادونه: د ارزونې او غوښتنلیک پروسې ته اړتیا لري.

Evergreen Goodwill

Evergreen Goodwill د ESL، کمپیوټر او ډیجیټل سواد زده کړې، او د کار چمتووالي په اړه وړیا ټولګي وړاندې کوي.

 

 

MAPS-SBRN (Small Business Resiliency Network)

د (MAPS-SBRN) اداره د مهاجرینو  په ګډون د نویو کاروباریانو او کوچنیو سوداګریزو توکو د مالکینو سره مرسته کوي. که تاسو خپل کاروبار لرئ یا غواړئ خپل کار پیل کړئ، تاسو کولای شئ د مرستې لپاره MAPS-SBRN سره اړیکه ونیسئ.

  • لارښوونه: تاسو کولای شئ smallbiz@mapsredmond.org ته بریښنالیک ولیږۍ یا د پروګرام د مدیر ګل صدیقي سره په gul.siddiqi@mapsredmond.org دغه برښنالیک اړیکه ونیسئ.

Per Scholas

د ټیکنالوژۍ سکټور لپاره روزنه ورکوي، کوم چې د کار ګمارونکي سره سمون خوري د پروګرام په پای کې

Project Feast

د پخلنځي مهارتونو د زده کړې پروګرام، ESL، ټولګي، او همدارنګه د پخلنځي ټولګي وړاندی کوي. دغه پروژې د کډوالو لپاره دومداره پروګرامونه وړاندې کوي، په ځانګړې توګه د افغانانو لپاره، او د وظیفو وړاندیز کوي او همدارنګه ستاسو دخپل  پخلنځي د سوداګرۍ په پیل کولو کې مرسته کوي. 

Urban League of Metropolitan Seattle

د Amazon Web  خدماتو لپاره د وړیا معلوماتي ټیکنالوژۍ د روزنې وړانديز کوي.

USA Generation

وړیا آنلاین د روزنې برنامې وړاندې کوي، چې کولای شي په زده کړو، انٹرنشپونو، او بشپړ وخت دندو په پیدا کيدو کی موثر تمام شي.