دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره به د روغتیا خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

King County

بالغ او ماشومان: primary care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د primary care خدماتو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

University of Washington Network

په دې لینک کې، تاسو کولای شئ ټول 33 ځایونه ومومئ چې د University of Washington Network سره تړاو لري. دا ځایونه لاندې د Apple Health خدمات مني. دوی د بیمې نورخدمات هم مني؛ د نورو معلوماتو لپاره دلته وګورئ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

The Polyclinic Network

پولی کلینیک د واشنګټن شاوخوا یو شمیر ځایونه لري. د موندلو لپاره ېې په پورته لینک کلیک وکړۍ، په متن باندې کلیک وکړئ  ورپسې ” Search By Location ” او بیا ” Primary Care ” غوره کړئ. بیا خپل ښار د لټون ځاي کې دننه کړئ او د لټون تڼۍ کلیک کړئ. دا به تاسو ته نږدې د پولی کلینک ځایونو لیست وښاېې چې primary care ډاکټران لري. دا شبکه د نورو په پرتله د Apple Health لاندې لږ بیمې خدمات مني؛ دلته د د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په King County کې د لومړني پاملرنې / کورنۍ درملو خدماتو کې تخصص لري. په خپلو کلینیکونو کې لومړني او د ناروغیو د مخنیوي او پاملرنې خدمات وړاندی کوي په (Bellevue, Burien, Des Moines, Federal Way, Kent, Seattle, Vashon، White Center) ځایونو کی. .  دوۍ د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. او همدارنګه دوۍ داسې خدمات په وړیا ډول چمتو کوي پرته ددې نه چې کوم لګښت په ناروغ راشي. هرکله که چیرته یو څوک بیمه د ځان سره هیڅ ونلري، نو دوۍ ورسره بیا د خپل پالیسۍ مطابق تخفیف کوي.

Swedish

د سیټل په سیمه کې کلینیکونه او روغتونونه لري. تاسو کولای شئ پورته لینک وکاروئ ترڅو تاسو ته نږدې موقعیت ددغه ځایونو په اړه ومومئ. د خپل موقیعت او نورو فلټرونو په کارولو سره هغه خدماتو ته لاس رسی پیدا کړۍ چې کوم تاسو ورته ارشد ضرورت لرۍ،  دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې ددوۍ د موقعیت موندلو لپاره په پورته لینک کلیک وکړئ. تاسو کولای شئ خپل ښار د لټون ځای کې ولیکئ او د دوۍ نقشه  وګورۍ ترڅو د دوۍ د primary care ډاکټرانو لپاره احتمالي ځایونه پیدا کړۍ. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

HealthPoint

دا خدمت کوونکی په بشپړ ډول د King County څخه بهر فعالیت کوي. د پورته لینک په کارولو سره او د خپل زپ کوډ په دننه کولو سره او همدارنګه په ټاکلی ځای کی د ” Medical” غوره کولو سره کولای شۍ خپل ځای ته نږدی د دغه خدماتو وړاندي کوونکي پیدا کړۍ. دوی د Apple Health  لاندې ټول خدمات  مني؛ او نور معلومات ېې د بیمې په اړه دلته موندلی شئ.

  • Amerigroup
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care
  • Molina

MultiCare

 

دا شبکه په ټول هیواد کې مختلف کلینیکونه لري. کوم چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. دوۍ د Apple Health لاندې ټول خدمات مني؛ نور معلومات چې دوۍ پکې بیمه منې دلته لیدلای شۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

Neighborcare

په ځانګړې توګه د سیټل خلکو ته خدمت کوي. که تاسو په سیټل کې اوسیږئ، پورته لینک باندې کلیک وکړئ او د کلینیک ډول ” Medical ” وټاکئ ترڅو په سیټل کې د primary care کلینیکونو لیست وګورئ. Neighborcare د بیمې خدمات نه مني، که څه هم دوی د Apple روغتیا خدمات مني. د دوۍ د بیمې پالیسۍ په اړه نور معلومات دلته موندل کیدی شي.

Urgent Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Urgent Care خدماتو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

 

University of Washington Network

په دې لینک کې تاسو کولای شئ د University of Washington Network پورې اړوند ټول Urgent Care خدماتو ځایونه ومومئ. دا ځایونه د Apple Health خدمات مني. نور معلومات چې دوۍ پکې بیمه منې دلته لیدلای شۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington (specialty care only)
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan


The Polyclinic Network

پولی کلینیک د واشنګټن شاوخوا یو شمیر ځایونه لري. د موندلو لپاره ېې په پورته لینک کلیک وکړۍ، په متن باندې کلیک وکړئ  ورپسې ” Search By Location ” او بیا ” Primary Care ” غوره کړئ. بیا خپل ښار د لټون ځاي کې دننه کړئ او د لټون تڼۍ کلیک کړئ. دا به تاسو ته نږدې د پولی کلینک ځایونو لیست وښاېې چې Urgent Care ډاکټران لري. دا شبکه د نورو په پرتله د Apple Health لاندې لږ بیمې خدمات مني؛ دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

Swedish

د سیټل په سیمه کې کلینیکونه او روغتونونه لري. تاسو کولای شئ پورته لینک وکاروئ ترڅو تاسو ته نږدې موقعیت ددغه ځایونو په اړه ومومئ. د خپل موقیعت او نورو فلټرونو په کارولو سره هغه خدماتو ته لاس رسی پیدا کړۍ چې کوم تاسو ورته ارشد ضرورت لرۍ،  د بیمې چمتو کونکو لیست چې Swedish یې مني دلته شتون لري.

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې ددوۍ د موقعیت موندلو لپاره په پورته لینک کلیک وکړئ. تاسو کولای شئ خپل ښار د لټون ځای کې ولیکئ او د دوۍ نقشه  وګورۍ ترڅو ددوۍ د Urgent Care ډاکټرانو لپاره احتمالي ځایونه پیدا کړۍ. دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور تفصیل وګورۍ.

HealthPoint

دا خدمت کوونکی په بشپړ ډول د King County څخه بهر فعالیت کوي. د پورته لینک په کارولو سره او د خپل زپ کوډ په دننه کولو سره او همدارنګه په ټاکلی ځای کی د ” Medical” غوره کولو سره کولای شۍ خپل ځای ته نږدی د دغه خدماتو وړاندي کوونکي پیدا کړۍ. د دوۍ ټول ځایونه د Urgent Care خدمتونه وړاندې کوي، او تاسو کولای ددې په اړه نور معلومات دلته وګورۍ. د HealthPoint Urgent Care خدمات په ماښام او د اونۍ په پای کې خلاص وي په دواړه وختونو کی باید تاسو وار دمخه د ملاقات وخت ونیسۍ. دوی د Apple Health لاندې ټول خدمات مني؛ او نور معلومات چې دوۍ پکې بیمه منې دلته لیدلی شۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington


MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې مختلف کلینیکونه لري. کوم چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. دوی د Apple Health لاندې ټول خدمات مني؛ نور معلومات چې دوۍ پکې بیمه منې دلته لیدلی شۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

Emergency Care

دا هغه ډول روغتونونه دي چې د هغو خلکو لپاره د ژوند ژغورنې عاجل خدمات وړاندې کوي، چې د ژوند ګواښونکو شرایطو یا ټپونو سره مخ دي. که یو څوک بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا ولري نو هغه بیا د ملاقات وخت ته اړتیا نلري، تاسو کولای شئ هغه Emergency Care ته ورسوئ یا Emergency Care ته د اضافي مرستې یا ټرانسپورټ ترلاسه کولو لپار 911 ډایل کړئ او خپل طبې عاجل مشکل حل کړۍ.

کله چې  911 ډایل کړئ تاسو باید خپل طبي بیړني حالت ورته بیان کړئ. که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، مربوطه کس ته ووایاست چې تاسو “ژباړونکي” او د خپلې خوښې ژبې ته اړتیا لرئ نو دوۍ کولای شي له هغه چا سره اړیکه ونیسي چې خبرې ژباړلی شي.

 

University of Washington Network

په دې لینک کې تاسو کولای شئ د Emergency Care ټول ځایونه ومومئ چې د University of Washington Networkسره تړاو لري.

 

Swedish

د سیټل په سیمه کې کلینیکونه او روغتونونه لري، چې ډیری یې د Emergency Care خدمتونه وړاندې کوي. تاسو کولای شئ پورته لینک وکاروئ ترڅو تاسو ته نږدې Emergency Care ځایونه ومومئ.

 

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې د Emergency Care د موندلو لپاره په پورته لینک کلیک وکړئ. تاسو کولای شئ خپل ښار د لټون په ځای کی ولیکۍ نو تاسو به ددوۍ د موقیعتونو نقشه خپله وګورۍ او استفاده به ور څخه وکړۍ.

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې د Emergency Care مختلف ځایونه لري کوم چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ.

Mental Health/Behavioral Health Services

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Mental Health خدماتو په موندلو کی مرسته وکړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

 

 

Crisis Hotline

که تاسو ځان وژونه کول غواړۍ  او اوس مرستې ته اړتیا لرئ، د ځان وژنې مخنیوي ملي لایف لاین ته زنګ ووهئ په(1-800-273-8255, 988) شمیرو باندې نو ستاسو سره به عاجل مرسته چمتو شي. که څه هم ډیری خدمتونه یوازې په انګلیسي کې شتون لري، ځواب ورکوونکي په 250 ژبو کې د مرستې چمتو کولو قابلیت لري.

 

Find a Therapist

دا ویب پاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې د خپل ښار او ایالت یا زپ کوډ پکې دننه کړئ ترڅو تاسو ته نږدې جواز لرونکي معالجین او د دوی د اړیکو معلومات په لاس درشي. تاسو کولای شئ خپلې پایلې دخپلې بیمې په واسطه هم فلټر کړئ چې دوی یې مني، ترڅو وګورئ چې ایا دوی به ستاسو د بیمې خدمات واخلي یا نه. څرنګه چې ډیری معالجین او رواني ډاکټران د عادي طبي شبکو څخه بهر کار کوي، نو دا یوه مناسبه لاره ده چې ترڅو خپل مربوطه ډاکټر پیدا کړۍ.

 

Psychology Today: Therapist or Psychiatrist

دا ویب پاڼه د پورته ویب پاڼې سره ورته ده. دا تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو په سیمه کې د معالج یا رواني ډاکټرانو لټون وکړئ او د دوۍ د اړیکو معلومات ترلاسه کړئ. د خپلو اړتیاو لپاره د مناسب search engine د غوره کولو لپاره پورته لینکونه وکاروئ او خپل ښار یا زپ کوډ پکې دننه کړئ.يا تاسو کولای شئ یوازې د رواني روغتیا متخصصین وټاکئ چې ستاسو بیمه مني ، نوي ناروغان مني او نور ډیر څه قبلوي.

 

Support Groups in King County

دغه لیست ځانګړي د روغتیا ملاتړ ډلې ښیې چې په Clark County کې فعالیت کوي. تاسو کولای شئ دا لیست د رواني روغتیا مسلو، د درملنې ډولونه، عمر، او نورو په وسیله فلټر کړۍ او ځان لپاره ېې اسانه کړۍ

 

University of Washington Network

په دې لینک کې تاسو کولای شئ د University of Washington Network پورې اړوند ټول Mental Health خدماتو ځایونه ومومئ. دا ځایونه د Apple Health خدمات مني. نور معلومات چې دوۍ پکې بیمه منې دلته لیدلی شۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington (specialty care only)
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

The Polyclinic Network

پولی کلینیک په سیټل کې د رواني روغتیا پاملرنې ځینې ځایونه لري. د نورو معلوماتو موندلو لپاره پورته لینک وکاروئ. دا شبکه د نورو په پرتله د Apple Health لاندې لږ بیمه منې. تاسو کولای شي چې ددوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته وګورۍ.

 

Swedish

 دوۍ د سیټل په سیمه کې  ځنې خاص کلینیکونه او روغتونونه لري ترڅو د هغو کسانو لپاره عاجل خدمات وړاندی کړي چې تر سختو رواني فشارونو لاندې وی لکه د روږدو کسانو درملنه کول. تاسو کولی شئ چې پورته لینک وکاروئ ترڅو تاسو ته نږدې ددوۍ موقیعت ومومئ او د دوی د خدماتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړۍ. د بیمې لیست چې Swedish یې مني دلته شتون لري.

 

 

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګتن کې خپل ځایونه لري چې د لا ژور ذهني ناروغۍ  باندې تمرکز کوي، لکه د روږدي کیدو څخه بیرته راستنیدل. ددغه ځایونو د موندلو لپاره په  پورته لینک کلیک وکړئ. دلته د دوی د بیمو په اړه د معلومات حاصل کړۍ.

 

HealthPoint

دغه په بشپړ ډول د King county څخه بهر کار کوي. د Behavioral Health Services موندلو لپاره پورته لینک باندې کلیک وکړئ. تاسو کولی شئ خپل primary care کلینیک د مینو څخه وټاکئ. دلته د دوی د Behavioral Health Services خدماتو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ. دوی د Apple Health لاندې ټول خدمات مني؛ دلته د بیمې په اړه نور معلومت ترلاسه کړۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington

 

MultiCare

دا شبکه د نورو په پرتله په بل ډول فعالیت کوي کله چې د رواني روغتیا پاملرنې ته راځي، نو تاسو کولای شئ دوی ته د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې په  888-445-8120 شمیره زنګ ووهۍ او ددوۍ سره د ملاقات وخت وټکاکۍ ځانته، دوۍ بیا ستاسو ناروغۍ ارزوي او تاسو ته د ملاقات وخت درکوي. ددوۍ ځایونه په    

325 East Pioneer Avenue، Puyallup، WA 98372  (کې موقعیت لري. نور معلومات په پورته لینک کې موندلی شئ. دوۍ د Apple Health لاندې خدمات مني؛ د بیمې خدماتو په اړه د معلوماتو لپاره دلته وګورۍ.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

لارښوونه:

کله چې تاسو کلینیک ته زنګ وهئ یا لیدنه کول غواړۍ نو باید لاندې ټکي په نظر کی ونیسۍ:

  • د بیمې کارت
  • د درملو لیست
  • د کورنۍ د غړو په اړه معلومات چې تاسو ورسره ژوند کوئ
  • د اړیکو معلومات
  • د هغه نښو یا احساساتو لنډ وضاحت چې تاسو ورسره مخ ېې
  • د رواني روغتیا کومې ستونزې چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي په تیرو وختونو کې ورسره مخ وۍ د هغې لنډ توضیحات
  • د سرپرستۍ کاغذونه که تاسو د رضاعي ماشوم په استازیتوب یاست

 

Neighborcare

په ځانګړې توګه د سیټل خلکو ته خدمت کوي. تاسو کولای شۍ چې دوۍ ته زنګ ووهۍ او د خپل ملاقات لپاره وخت واخلۍ. Neighborcare د بیمې خدمات نه مني، که څه هم دوی د  Apple healthروغتیا خدمات مني. د دوی د بیمې پالیسۍ په اړه نور معلومات دلته موندل کیدی شي.

Dental Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د غاښونو ډاکټر یا ارتودونټیسټ پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

DentistLink

دا ویب پاڼه تاسو ته نږدې د غاښونو ډاکټرانو په موندلو کی مرسته کوي. چې د Apple Health  خدمات په ښه شکل سره مني. خپل د تلیفون شمیره، زپ کوډ، او عمر دننه په مربوطه ځای کی دننه کړۍ او بیا Apple Health وټاکۍ. او بیا ورپسې هغه دلیل وټاکئ چې تاسو غواړئ د غاښونو ډاکټر وګورئ – که تاسو یوازې د غاښونو ډاکټر په لټه کې یاست ( Cleaning/Checkup )غوره کړئ. اوس د لټون تڼۍ کلیک کړئ ترڅو د غاښونو لیست راوباسئ چې تاسو ورسره اړیکه نیول غواړۍ.

 

 

HealthPoint

دا خدمت کوونکي په بشپړ ډول د  King countyڅخه بهر فعالیت کوي. د پورتنۍ لینک په کارولو سره  او د خدماتو په مشخص ځای  ” Dental ” غوره کړئ او خپل زپ کوډ  پکې دننه کړئ ترڅو تاسو ته نږدې ددغه خدماتو کسان ومومئ. دوۍ د Apple Health خدمات مني؛ ددوۍ د بیمې په اړه د لا نورو معلوماتو لپاره دلته دغه لینک وګورۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington

 

Neighborcare

په ځانګړې توګه د سیټل خلکو ته خدمت کوي که چیرته تاسو د سیټل اوسیدونکی یاست، نو د پورته لینک په کلیک کولو سره د (“Dental) کلیمه وټاکۍ او خپله معالجه مخته یوسۍ. Neighborcare د بیمې خدمات نه مني، که څه هم دوی د  Apple health روغتیا خدمات مني. د دوی د بیمې پالیسۍ په اړه نور معلومات دلته موندل کیدای شي.

Eye/Vision Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د لید/نظر ډاکټر پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

د لید/نظر ډاکټرانو او متخصصینو موندل کیدای شي چې پیچلي وي. که تاسو نه پوهیږۍ چې چیرته به  د سترګو / لید پاملرنې ته ځئ، د خپل Primary care خدماتو څخه استفاده وکړۍ. دوۍ کولای شي ستاسو د بیمې پوښښ پراساس تاسو ته د نظر/لید پوهانو سپارښتنه او یا مو ورته په مستقیمه توګه راجع کړي. که چیرته نور معلومات غواړۍ نو مهرباني وکړئ لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ:

Washington State Health Care Authority – Can I Get Vision Care With My Medicaid?

King County – Vision Resource List

 

 

University of Washington Network

په دې لینک کې تاسو کولای شئ ټول هغه ځایونه ومومئ چې د University of Washington Network سره تړاو لري چې د سترګو/لید خدمات وړاندی کوي. دا ځایونه لاندې د  Apple healthخدمات مني. دوی د بیمې نور خدمات هم مني د نورو معلوماتو لپاره دلته وګورئ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington (specialty care only)
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

Women’s Health and Pregnancy (OB/GYN) Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې OB/GYN مراکز پیدا او ګټه ترې واخلۍ:

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington (specialty care only)
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

The Polyclinic Network

پولی کلینک په سیټل کې یو شمیر OB/GYN ځایونه لري چې مهم ځایونه ېې په (بیلیوو، اډمونډز، اسکواه) کی پراته دي. ددوۍ سره د اړیکو لپاره پورته لینک وکاروئ. دا شبکه د نورو په پرتله د Apple health خدمات د لږ بیمې په شکل کی مني؛ دلته کولای شي ددوۍ د بیمې په اړه لا زیات معلومات وګورۍ.

Swedish

په ( Seattle، Bellevue، Issaquah، او Mercer Island) کې د OB/GYN خدمتونه وړاندې کوي. تاسو کولای شئ پورته لینک وکاروئ ترڅو تاسو ته نږدې ددوۍ موقعیتونه په لاس درشي. او د دوۍ د خدماتو په اړه نور معلومات پیدا کړۍ. د بیمې په اړه نور معلومات دلته وګورۍ.

 

 

Virginia Mason Franciscan Health

په لویدیځ واشنګټن کې ځایونه لري چې دوۍ د OB/GYN خدمتونه وړاندې کوي. ددې لپاره چې تاسو يي په اړه نور معلومات حاصل کړۍ نو په پورته لینک کلیک وکړئ. دلته د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات حاصل کړۍ.

 

 

HealthPoint

دا خدمت کوونکي په بشپړ ډول د  King countyڅخه بهر فعالیت کوي. د پورتنۍ لینک په کارولو سره  دوۍ د Apple Health خدمات مني. د دوۍ د بیمې په اړه د لا نورو معلوماتو لپاره دلته دغه لینک وګورۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې مختلف OB/GYN خدمات او کلینیکونه لري، چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. دوۍ د Apple Health لاندې ټول خدمات مني. د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

لارښوونه:

کله چې تاسو کلینیک ته زنګ وهئ یا ملاقات کول غواړۍ نو باید لاندې ټکي په نظر کی ونیسۍ:

  • د بیمې کارت
  • د درملو لیست
  • د کورنۍ د غړو په اړه معلومات چې تاسو ورسره ژوند کوئ
  • د اړیکو معلومات
  • د هغه نښو یا احساساتو لنډ وضاحت چې تاسو ورسره مخ ېې
  • د رواني روغتیا کومې ستونزې چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي په تیرو وختونو کې ورسره مخ وۍ د هغې لنډ توضیحات
  • د سرپرستۍ کاغذونه که تاسو د رضاعي ماشوم په استازیتوب یاست

 

Neighborcare

په ځانګړې توګه د سیټل خلکو ته خدمت کوي. تاسو کولای شۍ چې دوۍ ته زنګ ووهۍ او د خپل ملاقات لپاره وخت واخلۍ. Neighborcare د بیمې خدمات نه مني، که څه هم دوی د  Apple healthروغتیا خدمات مني. د دوی د بیمې پالیسۍ په اړه نور معلومات دلته موندل کیدای شي.

Pharmacies

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې درملتونونه پیدا کړي:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

په King county کې ډیری درملتونونه د Apple health خدمات مني. دا ویب پاڼه  به تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو ځای ته نږدې په شبکه کې درملتونونه پیدا کړۍ، خپل ځای ورته پکې ولیکۍ او دا چې تاسو د کوم ځای څخه راځۍ ورته يې ولیکۍ.

 

Bartell Drugs Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Bartell درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Walgreens Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Walgreens درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ

 

CVS Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د CVS درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Pharmacy Finder

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د خپلواکه درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ

 

Pharmacies in King County

دا په King county کې دننه هغه خاص درملتونونه شامل دی چې د هر وخت لپاره کار کوي.

– All Images by pch.vector on Freepik