دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره به د روغتیا خدماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

Pierce County

د کډوالۍ ځانګړې سرچینې:

دا سرچینې په ځانګړې توګه د کډوالو ټولنو په روغتیاېې اړتیاوو تمرکز کوي، ډیری وختونه د ټولنې پر بنسټ روغتیایي نوښتونو ته وده ورکولو او اداره کولو سره توجو کوي.

Refugee Health Program

دا برنامه د مهاجرینو، د ځانګړي مهاجرت ویزې لرونکي (SIVs) او پناه غوښتونکو لپاره روغتیایی معاینات کوي چې له نورو ایالتونو څخه Pierce County ته راځي. ددې ناروغیو HIV ، STD او هیپاټایټس B او C لپاره معاینات ، د نري رنځ معاینه او درملنه ، انیمیا ، لیډ سکرینینګ، د غاښونو ناروغې، لید، ذیابیطس، د وینې لوړ فشار معایناب کوي. دوۍ د Green card اخیستو لپاره د طبي معاینې او واکسین کولو ریکارډ راپور هم چمتو کوي.

Afghan Health Initiative

د ټولنې پر بنسټ د عامې روغتیا، تعلیم، او اقتصادي خپلواکۍ ته د مساوي لاسرسي له لارې د مهاجرینو او کډوالو خلکو ته خدمت کوي. دوۍ د روغتیا او هوساینې ورکشاپونه، او د COVID مخنیوی پروګرامونه لري.

 

لویان او ماشومان: Primary care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Primary care  خدمات پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

د Pierce County ویب پاڼه د ځایې اوسیدونکو لپاره د وړیا یا ټیټ لګښت طبي کلینیکونو لیست لري او خدمات وړاندی کوي. دا کلینیکونه هغو کسانو ته وړیا روغتیاېې خدمات وړاندې کوي په خاص ډول د غاښونو او د رواني روغتیا خدمات چمتو کوي چې څوک ېې مستحق اوسي. دغه مرکزونه کولای شي د ټولو ناروغانو سره مرسته وکړي، پرته لدې چې د بیمې پوښښ لري یا نه. دلته تاسو کولای شۍ چې درمل، د غاښونو خدمات او نور ډیر څه ومومۍ.

Community Health Care

 د ټولنې روغتیاېې پاملرنې یوه شبکه ده چې په Tacoma کې موقیعت  لري. دوۍ په Pierce County کې د طبي کلینیکونه لري. دغه ځایونه (Hilltop Regional Health Center, Eastside Medical Clinic, Lakewood Health Center, Parkland Medical Center, Spanaway Healthcare Center، Key Medical Center) په Pierce County کې موقیعت لري چيرته چې کلینیکونه پراته دی او خدمات وړاندې کوي. په Puyallup کې یو روغتیایی مرکز ېې دا مهال تر کار لاندې دی.

Indigo Health

دا شبکه د MultiCare سیسټم یوه برخه ده چې آنلاین Primary care  خدمات وړاندې کوي. دوۍ د Apple health لاندې خدمات مني:

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

دلته د دوۍ د بیمې په اړه نور معلومات لیدلای شۍ.

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې د primary care خدمات لري، چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. دوۍ د Apple Health لاندې ټول خدمات مني؛ ددوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

Neighborhood Clinic

دا په  Tacoma کې وړیا کلینیک دی. په پورته لینک کې ېې موقعیت او د اړیکو معلومات وګورئ. د جزیاتو لپاره 251-627-6353 ته زنګ ووهئ  او یا د ډاکټر یا نرس لیدو لپاره وخت ونیسئ.  دوۍ اکثره طبي او د غاښونو خدمات وړاندې کیږي.

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په Pierce County کې د primary care / کورنۍ درملو خدماتو کې تخصص لري. د دوۍ مشهور کلینکونه چې پکې روغتیاېې خدمات وړاندې کوي عبارت دی له (Lakewood Puyallup, Spanaway) او د Tacoma په (11th St، Cushman، Tillicum) کې موقیعت لري. د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. د هغو خلکو لپاه چې بیمه ونلري د خپلې پالیسې له مخې ورسره کومک کوي.

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په Pierce County کې د primary care / کورنۍ درملو خدماتو کې تخصص لري. د دوۍ مشهور کلینکونه چې پکې روغتیاېې خدمات وړاندې کوي عبارت دی له (Lakewood Puyallup, Spanaway) او د Tacoma په (11th St، Cushman، Tillicum) کې موقیعت لري. د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. د هغو خلکو لپاه چې بیمه ونلري د خپلې پالیسې له مخې ورسره کومک کوي.

 

Virginia Mason Franciscan Health

 دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې د دوۍ د موقعیت موندلو لپاره په پورته لینک کلیک وکړئ. تاسو کولای شئ خپل ښار د لټون ځای کې ولیکئ او د دوۍ نقشه وګوري او د خپلې خوښې ډاکټران پکې په نښه کړۍ. دلته د دوۍ د بیمې خدماتو په اړه نور معلومات حاصل کړۍ.

Urgent Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې  Urgent careځایونه پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

 

Indigo Health

دا شبکه چې د MultiCare سیسټم برخه ده، په Pierce County کې د Urgent care ډیری کلینیکونه لري په دې ځایونو کې (Bonney Lake, Frederickson, James Center (Tacoma), Orting, Point Ruston, Puyallup، Uptown Gig Harbor) شامل دي.

دلته تاسو کولای شۍ چې خپل ځای ته نږدې د دوۍ خدمات ومومۍ.

د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

 

Community Health Care

د ټولنې یوه روغتیاېې شبکه ده چې په  Tacoma کې موقیعت لري. دوۍ په Pierce County کې طبي او د غاښونو کلینیکونه لري. په Tacoma کې د Hilltop Regional Health Center مرکز د طبي او د غاښونو کلینیکونو سربیره عاجل پاملرنه او درملتونونه هم لري. دلته تاسو کولای شۍ چې د دوۍ هغه مرکزونه پیدا کړۍ چې تاسو ته نږدې پراته وي.

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې مختلف روغتونونه لري کوم چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. په Pierce County کې یو څو روغتونونه شتون لري چې د ماشومانو Urgent care خدمات وړاندې کوي. چې يه دی ډله کی د Mary Bridge Children’s Urgent Care (Gig Harbor) او Puyallup (Meridian ،Sunrise Blvd) شامل دي.

دوۍ دغه لاندې د Apple health خدمات منې.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې د دوۍ د موقعیت د موندلو لپاره په  پورته لینک کلیک وکړئ. ټول هغه ځایونه ېې چې په Pierce County کې واقع دي عبارت دی له(St. Anthony Prompt Care (Gig Harbor), University Place Franciscan Prompt Care, St. Joseph Franciscan Prompt Care (Tacoma), Puyallup Franciscan Prompt Care، Bonney Lake Franciscan Prompt Care) څخه.

د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

Emergency Care

دا هغه ډول روغتونونه دي چې د هغو خلکو لپاره د ژوند ژغورنې عاجل خدمات وړاندې کوي، چې د ژوند ګواښونکو شرایطو یا ټپونو سره مخ دي. که یو څوک بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا ولري نو هغه بیا د ملاقات وخت ته اړتیا نلري، تاسو کولای شئ هغه Emergency Care ته ورسوئ یا Emergency Care ته د اضافي مرستې یا ټرانسپورټ ترلاسه کولو لپار 911 ډایل کړئ او خپل طبې عاجل مشکل حل کړۍ.

کله چې 911 ډایل کړئ تاسو باید خپل طبي بیړني حالت ورته بیان کړئ. که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، مربوطه کس ته ووایاست چې تاسو “ژباړونکي” او د خپلې خوښې ژبې ته اړتیا لرئ نو دوۍ کولای شي له هغه چا سره اړیکه ونیسي چې خبرې ژباړلی شي.

 

MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې مختلف روغتونونه لري کوم چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. په Pierce County کې یو څو روغتونونه شتون لري چې د Emergency Care خدمات وړاندې کوي. چې يه دی ډله کی د(Allenmore Hospital, Parkland Good Samaritan Emergency Services, Tacoma General Hospital, Mary Bridge Children’s Hospital Emergency Department, Multicare Auburn Emergency Department, Multicare Bonney Lake Emergency, Multicare South Hill Emergency، Puyallup Good Samaritan Emergency Services) ځایونه شامل دی.

دوۍ ددغه لاندې د Apple health خدمات منې.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

Virginia Mason Franciscan Health

دغه په لویدیځ واشنګټن کې موقعیت لري. تاسو ته نږدې ددوۍ د موقعیت د موندلو لپاره په  پورته لینک کلیک وکړئ. ټول هغه ځایونه ېې چې په Pierce County کې واقع دي او د Emergency Care  خدمات وړاندې کوی عبارت دی په  Tacoma کی St. Joseph Medical Center په Gig Harbor کی St. Anthony Hospital په Lakewood کی St. Clare Hospital څخه.

ددوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

Mental Health/Behavioral Health Services

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د Mental Health ډاکټران پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

د ضرورت په وخت کی په دغه شمیره 1-800-576-7764  زنګ ووهۍ، او یا هم 741741 شمیرې ته خپل پیغام پریږدۍ.

د Pierce County ویب پاڼه د Mental Health سرچینو ته وقف شوې پاڼه لري. د Pierce County په ویب پاڼه کې د دوۍ د لوکټر په کارولو سره د خدماتو موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ. تاسو کولای شئ خپل ځای ټایپ کړئ او د خپل ضرورت مطابق روغتیاېې خدماتو ته لاس رسې پیدا کړۍ.

 

که تاسو ځان وژونه کول غواړۍ  او اوس مرستې ته اړتیا لرئ، د ځان وژنې مخنیوي ملي لایف لاین ته زنګ ووهئ په(1-800-273-8255, 988) شمیرو باندې نو ستاسو سره به عاجل مرسته چمتو شي. که څه هم ډیری خدمتونه یوازې په انګلیسي کې شتون لري، ځواب ورکوونکي په 250 ژبو کې د مرستې چمتو کولو قابلیت لري.

 

Find a Therapist

دا ویب پاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې د خپل ښار او ایالت یا زپ کوډ پکې دننه کړئ ترڅو تاسو ته نږدې جواز لرونکي معالجین او د دوۍ د اړیکو معلومات په لاس درشي. تاسو کولای شئ خپلې پایلې دخپلې بیمې په واسطه هم فلټر کړئ چې دوۍ یې مني، ترڅو وګورئ چې ایا دوۍ به ستاسو د بیمې خدمات واخلي یا نه. څرنګه چې ډیری معالجین او رواني ډاکټران د عادي طبي شبکو څخه بهر کار کوي، نو دا یوه مناسبه لاره ده چې ترڅو خپل مربوطه ډاکټر پیدا کړۍ.

 

Psychology Today: Therapist or Psychiatrist

دا ویب پاڼه د پورته ویب پاڼې سره ورته ده. دا تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو په سیمه کې د معالج یا رواني ډاکټرانو لټون وکړئ او د دوۍ د اړیکو معلومات ترلاسه کړئ. د خپلو اړتیاو لپاره د مناسب search engine د غوره کولو لپاره پورته لینکونه وکاروئ او خپل ښار یا زپ کوډ پکې دننه کړئ. يا تاسو کولای شئ یوازې د رواني روغتیا متخصصین وټاکئ چې ستاسو بیمه مني ، نوي ناروغان مني او نور ډیر څه قبلوي.

 

Support Groups in Pierce County

دغه لیست ځانګړي روغتیاېې ډلې ښیې چې په Pierce County کې فعالیت کوي. تاسو کولای شئ دا لیست د رواني روغتیا مسلو، د درملنې ډولونه، عمر، او نورو په وسیله فلټر کړۍ او ځان لپاره ېې اسانه کړۍ.

 

Community Health Care

په Tacoma کې میشته روغتیاېې شبکه ده. دوۍ په Pierce County  کې  په خپل طبي کلینیکونو کې د Mental Health متخصصین لري. دوۍ په دغه (Hilltop Regional Health Center, Lakewood Health Center, Parkland Medical Center, Spanaway Healthcare Center، Key Medical Center) ځایونو کی خپل خدمات مخته وړي.

 

Greater Lakes Mental Healthcare

د Pierce County  د لویانو، ماشومانو او کورنیو لپاره د میډیکاډ پوښښ سره Mental Health خدمات وړاندې کوي. هغه ځایونه چې د Mental Health خدمتونه وړاندې کوي دلته موندل کیدای شي. د ملاقات لپاره په دغه 2535817020  شمیره اړیکه ونیسۍ.

 

 

MultiCare

دا شبکه د نورو په پرتله په بل ډول فعالیت کوي کله چې د Mental Health خدماتو  ته تاسو راځۍ. نو له دوۍ سره به تاسو د وړاندې څخه د تلیفون په واسطه اړیکه کوۍ. دوۍ بیا خپل یو کلینیک لري ترڅو ستاسو ناروغي ارزیابي کړي نو ددې ارزونې څخه وروسته به تاسو مربوطه صحې خدماتو ته لاس رسی پیدا کړۍ. د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 8 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې تاسو کولای شۍ دوۍ ته په 8884458120  شمیره اړیکه ونیسۍ. ددوۍ د ارزیابۍ کلینیکونه په (325 East Pioneer Avenue, Puyallup, WA 98372) ځایونو کی واقع دي.

دوۍ ددغه لاندې د Apple health خدمات منې.

 

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

ددوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

 

کله چې تاسو کلینیک ته زنګ وهئ یا لیدنه کول غواړۍ نو باید لاندې ټکي په نظر کی ونیسۍ:

  • د بیمې کارت
  • د درملو لیست
  • د کورنۍ د غړو په اړه معلومات چې تاسو ورسره ژوند کوئ
  • د اړیکو معلومات
  • د هغه نښو یا احساساتو لنډ وضاحت چې تاسو ورسره مخ ېې
  • د رواني روغتیا کومې ستونزې چې تاسو یا ستاسو د کورنۍ غړي په تیرو وختونو کې ورسره مخ وۍ د هغې لنډ توضیحات

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په Pierce County کې د Mental Health او ځنې نور خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په دغه لاندې خایونو (Gig Harbor، Lakewood, Puyallup، 11th St, 19th St Cushman) کی کلینکونه لري. د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. د هغو خلکو لپاه چې بیمه ونلري د خپلې پالیسې له مخې ورسره کومک کوي.

 

 

Virginia Mason Franciscan Health

دعه په لویدیځ واشنګتن کې ځایونه لري چې په لا ژور ذهني ناروغیو او Mental Health ناروغیو تمرکز کوي، لکه د روږدي کیدو څخه بیرته راستنیدل. دغه Wellfound Behavioral Health Hospital روغتون د لویانو لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه په نظر کی لري. د دوۍ د بیمو په اړه نور معلومات دلته لیدلای شۍ.

Dental Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د  Dental Careډاکټران پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

د Pierce County ویب پاڼه د خلکو لپاره سرچینې او د ټیټ لګښت د غاښونو کلینیکونه لیست کوي. که تاسو پاڼه ښکته کړئ، دلته یو جدول شتون لري چې د مختلف غاښونو کلینیکونه د اړیکو معلومات معلومات پکې پراته وي او دوۍ میډیکاډ هم مني.

 

Community Health Care

د ټولنې یوه روغتیاېې شبکه ده چې په Tacoma کې میشته ده. دوۍ په Pierce County کې د غاښونو کلینیکونه لري. دوۍ په دغه (Hilltop Regional Health Center Milgard Family Dental (Eastside), Lakewood Health Center، Spanaway Healthcare Center) ځایونو کی خپل خدمات مخته وړي.

 

DentistLink

دا ویب پاڼه تاسو ته نږدې د غاښونو ډاکټرانو په موندلو کی مرسته کوي. چې د Apple Health  خدمات په ښه شکل سره مني. خپل د تلیفون شمیره، زپ کوډ، او عمر دننه په مربوطه ځای کی دننه کړۍ او بیا Apple Health وټاکۍ. او بیا ورپسې هغه دلیل وټاکئ چې تاسو غواړئ د غاښونو ډاکټر وګورئ – که تاسو یوازې د غاښونو ډاکټر په لټه کې یاست ( Cleaning/Checkup )غوره کړئ. اوس د لټون په  تڼۍ کلیک وکړئ ترڅو د غاښونو لیست راوباسئ چې تاسو ورسره اړیکه نیول غواړۍ.

 

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ په (Puyallup) او همدارنګه د Tacoma په (11th St, Cushman، Cedar) کی خپل کلینیکونه لري. د بیمې ډیری خدمات مني، په شمول د میډیکاډ. د هغو خلکو لپاه چې بیمه ونلري د خپلې پالیسې له مخې ورسره کومک کوي.

Eye/Vision Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د لید/نظر ډاکټران پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

د لید/نظر ډاکټرانو او متخصصینو موندل کیدای شي چې پیچلي وي. که تاسو نه پوهیږۍ چې چیرته به  د سترګو / لید پاملرنې ته ځئ، د خپل Primary care خدماتو څخه استفاده وکړۍ. دوۍ کولای شي ستاسو د بیمې پوښښ پراساس تاسو ته د نظر/لید پوهانو سپارښتنه او یا مو ورته په مستقیمه توګه راجع کړي. که چیرته نور معلومات غواړۍ نو مهرباني وکړئ لاندې لینکونو ته مراجعه وکړئ.

 

 

 

 

MARCH Vision Care

دغه ویب پاڼه کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د دوۍ د هراړخزو خدماتو څځه هر وخت استفاده وکړي. ددې ویب پاڼې څخه د استفادی لپاره تاسو باید د خپل ځای او خپل د ناروغۍ د ډول ذکر وکړۍ، په دی ترتیب سره به تاسو مناسبه مرسته ترلاسه کړۍ. د واشنګټن اوسیدونکي به ” Washington ” او ” UnitedHealthcare Community Plan ” غوره کوي او بیا به ورسره لازمه همکاري کیږي.

Women’s Health and Pregnancy (OB/GYN) Care

لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د (OB/GYN) خدمات پیدا کړۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني
  • کوم ځایونه ستاسو د بیمې خدمات مني

 

Community Health Care

د ټولنې یوه روغتیاېې شبکه ده چې په Tacoma کې میشته ده. دوۍ په Pierce County کې د طبي کلینیکونو کې د OBGYN متخصصین لري. دوۍ په دغه (Hilltop Regional Health Center, Eastside Medical Clinic, Lakewood Health Center, Parkland Medical Center) ځایونو کی کلینیکونه لري او په عادي ډول خپل خدمات وړاندې کوي.


MultiCare

دا شبکه په ټول هیواد کې په مختلفو کلینیکونو کې د ښځو لپاره ځانګړي خدمتونه وړاندې کوي، چې تاسو یې په پورته لینک کې لیدلای شئ. په دې خدماتو کې میموګرامونه او د زیږون پورې اړوند مسلې شاملې دي. او دغه (Family Birth Centers ، Tacoma General Hospital, Deaconess Hospital, Good Samaritan Hospital) یی مربوطه کلینیکونه دي.

دوۍ ددغه لاندې د Apple health خدمات منې.

  • Amerigroup Washington
  • Community Health Plan of Washington
  • Coordinated Care of Washington
  • Molina Healthcare of Washington
  • UnitedHealthcare Community Plan

د دوۍ د بیمې په اړه نور معلومات دلته وګورۍ.


Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي. دوۍ د (    Puyallup Tacoma,  ،Tillicum ، University Place    ) ځایونو کی د زیږون ملاتړې خدمتونه (MSS) وړاندی کوي. MSS د واشنګټن Apple Health لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. ټول هغه پیرودونکي چې د میډیکاډ لپاره وړ دي او د Provider One Service Card لري د MSS خدماتو لپاره وړ دي. د (Battle Ground, Vancouver، Washougal) کلینیکونو کې د ښځو او ماشومانو لپاره د (WIC)  تغذیې پروګرام هم وړاندې کوي.  WIC د خوړو او تغذیې / د مور د شیدو د تغذیئ د زده کړې بشپړ پروګرام دی چې د امیندوارو میرمنو، نویو میندو او کوچني ماشومانو سره مرسته کوي چې ښه خواړه وخوري، د تغذیې او شیدو تغذیه زده کړي او روغ پاتې شي.


Virginia Mason Franciscan Health

په لویدیځ واشنګټن کې ځایونه لري چې د OB/ GYN او د میرمنو  په روغتیایی خدماتو تمرکز کوي. په Puyallup کې د Franciscan Women’s Health Associates  روغتون د میرمنو د روغتیایی خدماتو لپاره ځانګړې دی او  په نسایی او قابله ګۍ کې تخصص لري. دوۍ  په  Tacoma کی د زیږون لپاره ځانګړي مراکز هم لري د (St. Joseph Medical Center ،Midwifery Center at St. Joseph) په نومونو باندې. تاسو کولای شۍ چي دلته ستاسو ځای ته چې کوم نږدی د OBGYN ځایونه دی د هغې په اړه معلومات پیدا کړۍ. او دلته بیا د دوۍ د بیمې په اړه معلومات وګورۍ.

Pharmacies

 لاندې سرچینې به تاسو سره مرسته وکړي چې تاسو ته نږدې د درملتونونو ځای ومومۍ:

  • کوم ځایونه تاسو ته نږدې دي
  • کوم ځایونه نوي ناروغان مني

په Pierce County  کې ډیری درملتونونه د Apple Health مني. د United Healthcare دا ویب پاڼه تاسو ته اجازه درکوي چې ستاسو ځای ته نږدې په شبکه کې درملتونونه ومومئ، خپل ادرس ورته وواېې، او دا چې تاسو د کوم ځای څخه ورته راځۍ ورته وواېې.

 

 

Bartell Drugs Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Bartell درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Walgreens Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د Walgreens درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

CVS Store Locator

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د CVS درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Pharmacy Finder

د خپل زپ کوډ په ټایپ کولو سره تاسو ته نږدې د خپلواکه درملتونونو د موندلو لپاره د دې پلورنځي لوکیټر وکاروئ.

 

Pharmacies in Pierce County

دا د درملتونونو یو کافي جامع لیست دی چې په Pierce County کې فعالیت کوي چې پکې د پرچون پلورنځیو دننه او د درملو پلورنځي شامل دي.

 

Community Health Care

په Tacoma کې میشته شبکه ده. دوۍ په Pierce County کې طبي او د غاښونو کلینیکونه  لري. تاسو کولای شۍ دلته د دوۍ کلینیکونه کوم چې تاسو ته نږدې دي لیدلای شۍ. دغه د دوۍ مربوطه ځایونه دی(Hilltop Regional Health Center, Eastside Medical Clinic, Lakewood Health Center, Parkland Medical Center, Spanaway Healthcare Center, Key Medical Center).

 

Sea Mar Community Health Services

په لویدیځ واشنګټن کې هراړخیز روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي، په ځانګړي ډول د Pierce County په  (Tacoma) ساحه کی. د کاري ساعتونو او د اړیکو معلومات  په ورکړل شوي لینک کې موندل کیدای شي.