دری     |     English

دا پاڼه لاندې سرچینې لري چې تاسو سره په واشنګټن ایالت کې د جامو او بوټانو موندلو کې مرسته کوي

Statewide
د لباسونو بانک او د استعمال شویو شیانو پلورنځې

په عمومې ډول امریکایان استعمال شوې جامې اغوندي. دا یوه عادي خبره ده. په واشنګټن ایالت کې په ډیرې ځایونو کی پرته له لګښت څخه کارول شوي لباسونه ورکول کیږي، چې  په عمومي ډول دی ته “clothing banks” ویل کیږي. ددې په واسطه تاسو کولای شۍ چې خپلې ساحې ته نږدې  “clothing banks” پیدا کړۍ. په همدې ډول دلته ځنې نور پلونځي موجود دي چې په ارزانه بیه باندې استعمال شوي شیان خرڅوي چې دی ته په عمومې ډول “thrift stores” ویل کیږي.

لارښوونې: ډیری خوراکي بانکونه د جامو بانکونه هم چلوي.

 

Operation School Bell

دا د Assistance League لخوا پرمخ وړل کیږي، دا پروګرام په واشنګټن ایالت کې ډیری ځایونه لري د مثال په ډول: Seattle او همدارنګه په کینګ کاونټي کی(Eastside)، په کلارک کاونټي کی(Southwest)، په سنومیش کاونټي کی(Everett) او په وټکوم کاونټي کی(Bellingham) شامل دي. دغه ذکر شوي سازمانونه عموما د ماشومانو لپاره نوي او د ښوونځي د نوي کال لباسونه چمتو کوي چې په دغه پرچون پلورنځیو کی ېې ترلاسه کړي.

 

Soles 4 Souls

دغه سازمان اړمنو خلکو ته نوي لباسونه او بوټان ویشي. دوۍ د خیریه سازمانونو درخواستونو ته لومړيتوب ورکوي، مګر په عین حال کی په انفرادي شکل غوښتنلیکونه هم مني.

 

Goodwill

اخیستونکي کولای شي چې په انلاین دول یا هم په حضوري ډول دلته خرید وکړي. تاسو همدارنګه کولای شۍ ددې  Store Locator لینک څخه په استفادي سره او د خپل زپ کوډ په مرسته خپل ځای ته نږدې داسې پلورنځي پیدا کړۍ. همدارنګه اخیستونکي کولای شي چې ددې shop online لینک څخه په ګټې سره په انلاین ډول سودا واخلي او تر خپلو کورونو پورې ېې هم ورسوي.  ډیرې آنلاین توکي داوطلبۍ ته اړتیا لري، مګر تاسو کولای شۍ چې ددې Buy it Now  لینک څخه په استفادې سره په مستقیم ډول خرید وکړۍ.

لارښوونه: Goodwill خپل ټول د پلور توکې په مختلفو رنګونو سره رنګ کوي. او هره اوونۍ په دغه رنګونو پوښل شوي شیان د 30 څخه تر 50 تخفیف سره پلورل کیږي. تاسو کولای شۍ چې په خپلو پیسو کی سپما وکړۍ، او د اوونۍ ددې رنګونو مطابق خپل خرید وکړۍ.

لارښوونه: د لټون په ځای کی “WA United States” ولیکۍ، او بیا په “Filter” باندې کلیک وکړۍ، ټول شیان غیر انتخاب کړۍ بغیر د “Retail Store” څخه.

 

Value Village

په عمومي ډول د استعمال شويو د کور اسبابو د خرید لپاره په ارزانه بیه خدمات وړاندې کوي. ددې  Store Locator لینک څخه په ګټه اخیستنې سره تاسو کولای شۍ چې په واشنګټن ایالت کی د داسې مختلف پلورنځیو په اره معلومات حاصل کړۍ. همدرنګه مشتریان کولای شي چې ددې لینک څځه په استفادې سره د Super Savers Club برنامې سره یوځای شي، ترڅو په اینده کی د خرید لپاره ورته د تخفیف زمینه مساعده شي.

د نویو لباسونو پرچون پلورنځي

 

Fred Meyer

Fred Meyer یو عمده پلورنځې دی، چې په متوسط لګښت لباسونه، بوټان او د کور نور ضروري شیان خرڅوي په ډیرو ځایونو کی.

تاسو کولای شۍ د Fred Meyer  حساب په وړیا توګه خلاص کړۍ او د ذکر شوې حساب د غړیتوب د کارډ سره ځانګړې تخفیف ترلاسه کړۍ. همدرنګه تاسو کولای شۍ چې ددوۍ ځانګړې د Android او  Apple اپلیکیشنې هم را ډونلوډ کړۍ، او خپلې پیسې لا سپما کړۍ.

Android: www.fredmeyer.com/androidapp

iPhone: www.fredmeyer.com/iosapp

 

Ross

Ross د ارزانه جامو پلورنځیو یوه سلسله ده. دلته په واشنګټن ایالت کی ددوۍ  زیات پلونځي موجود دي. تاسو کولای شۍ چې خپلې سیمې ته نږدې د داسې پلورنځیو د موندلو لپاره ددې Store Locator  لینک څخه ګټه واخلۍ. که څه هم دلته شیان په ارزنه بیه دی، مګر بیرته نه واپس کیږي.

 

Target

Target د  پلورنځیو یوه سلسله ده، چې دوۍ په متوسط قیمت لباسونه او بوټان پلورې. دلته به واشنګټن ایالت کی داسې دیرې پلورنځي موجود دي. تاسو کولای شۍ چې خپلې سیمې ته نږدې د داسې پلورنځیو د پیدا کیدو لپاره ددې  Store Locator لینک څخه ګټه واخلۍ. که څه هم دلته شیان په ارزنه بیه دی، مګر بیرته نه واپس کیږي.

 

Walmart

Walmart  د عمده او پرچون پلورنځیو یوه سلسله ده. تاسو کولای شۍ چې ددې  Store Locator لینک څخه په استفادې سره په واشنګټن ایالت کی مختلف قسم لباسونه او د کور سامان الات  د توشکونو په شمول په انلاین او یا هم ددوۍ په 66 ځایونو کی ترلاسه کړۍ. که څه هم دلته شیان په ارزنه بیه دی، مګر بیرته نه واپس کیږي.

ټوکر او ګنډل

JOANN Fabrics & Crafts

JOANN Fabrics د پلورنځیو یوه سلسله ده  چې رخت او د جامو ګنډلو ماشینونه، د ګنډلو مختلف لوازم لکه: مچلۍ، بټنې، او د ماشین ستنې وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې زیاتره شیانو لپاره په انلاین ډول درخواست ورکړۍ. ددې  Store Locator لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې په واشنګټن ایالت کی ددوۍ ځایونه پیدا کړۍ. د پلورنځیو کارې وختونه د موقیعت په حساب سره تعییر کوي.

 

Michaels Arts & Crafts

chaels د پلورنځیو یوه سلسله ده، چیرته چې تاسو کولای شۍ چې : د ګنډلو ماشینونه، د ګنډلو نور لوازم، رخت، تار او مچلۍ واخلۍ. ددوۍ محصولات کولای شۍ چې ددوۍ د دغه Fabric and Sewing Shop ویب سایټ څځه په انلاین ډول واخلۍ. همدارنګه تاسو کولای شۍ چې ددې Store Locator لینک په واسطه ددوۍ  پلورنځي په واشنګټن کی پیدا کړۍ.

 

Quality Sewing & Vacuum

QSV د پلورنځیو یوه سلسله ده چې دوۍ  نوي او ترمیم شوي  د  ګنډلو ماشینونه او  ویکیومونه خرڅوي. دغه  پلورنځې همدارنګه رخت، مچلۍ، ستنې او د ګنډلو  نور لوازم هم پلوري. د پلورنځیو په مختلفو موقیعتونو کی د ګنډلو صنفونه او د ماشین د ترمیم خدمات هم وړاندې کیږي. تاسو کولای شۍ چې مختلف اسباب په انلاین توګه ددې  Store Locator لینک څخه په استفادې سره په واشنګټن ایالت کی واخلۍ.

 

Undaunted Women

Undaunted Women په تیرو وختونو کې ډیری افغان میرمنو سره د ګنډلو ماشین  په ترلاسه کولو کې مرسته کړې ده. که چیرته تاسو غواړې چې د ګنډلو ماشین په وړیا یا هم په ارزنه بیه ترلاسه کړۍ، نو په ویب سایټ کی ذکر شوې فورمه ډکه کړۍ.

Buy Nothing  Facabook Group

دغه اداره د محلي ټولنې غړي سره نښلوي ترڅو دوۍ په خپلو کی سره مختلف ډوله وړیا توکي تبادله کړي. تاسو په محلي ګروپ کې د ګډون لپاره د فیسبوک حساب ته اړتیا لرۍ،  د خپل حساب جوړولو لپاره تاسو باید نوم، بریښنالیک یا د تلیفون شمیره، د زیږون نیټه، او جنسیت غوره کړۍ او د ځان لپاره یو مناست حساب جوړ کړۍ.

کله چې تاسو د فېسبوک حساب ځانته جوړ کړ، نو بیا تاسو کولای شئ  چې د خپلې سیمه ایزې ټولنې د پیرود Buy Nothing  ګروپ کې د شاملیدو غوښتنه وکړئ. په پورتنۍ برخه کې لینک ته لاړشئ ترڅو هغه ډلې ومومئ چې ستاسو په ښار کې فعالې دي. ددې لپاره چې خپل ښار یا ستاسو شااوخوا په اسانۍ سره ومومئ، په خپل کیبورډ کې CTRL + F ته فشار ورکړئ او د خپلې سیمې نوم د لټون ځای کې ولیکئ کوم چې تاسو ته په مربوطه ځای کی ښکاري. د هغه چا لپاره په لینک کلیک وکړئ چې تاسو ته نږدې واقع وی او د یوځای کیدو غوښتنه ورڅخه وکړئ. شاید له تاسو څخه وغوښتل شي چې ځینې مهم معلومات ورکړۍ، ترڅو د ګروپ چلوونکي یا دغه خلک ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو ددې ځای محلی یاست یا نه.

کله چې تاسو د Buy Nothing  ګروپ کې غړیتوب ترلاسه کړ، نو بیا تاسو کولای شئ، چې د هغه توکو لپاره پوسټونه جوړ کړئ چې تاسو یې غواړئ چې وپلورۍ، یا هغه توکيو باره کی چې تاسو یې په لټه کې یاست. که تاسو یو توکي پلورۍ، نو داغوره ده چې د توکو لنډ تفصیل، د توکو انځور، او د یو عمومي ځای ادرس ورکړۍ چیرې چې خلک وکولای شي چې دغه توکی په آسانۍ سره ترلاسه کړي. که چیرته د خلکو ستاسو توکی خوښ شو، نو دوۍ به بیا ستاسو ته په فیسبوک کې پیغام پریږدي یا به په پوسټ باندې تبصره وکړي. که تاسو د بل چا توکي سره علاقه لرئ، په پوسټ کې تبصره وکړئ یا مستقیم ورته پیغام ورکړئ. که تاسو د یو توکي په لټه کې یاست، یو پوسټ جوړ کړئ هغه توکي تشریح کړئ چې تاسو یې په لټه کې یاست یو څوک شاید  تاسو ته ستاسو غوښتونکي توکي باره کی وړاندیز وکړي.

په داسې حال کی چې په دغه ګروپ کی اکثره معاملات د دوستۍ په فضا کی ترسره کیږي، نو مهرباني وکړئ د نااشنا خلکو سره د لیدو پر مهال محتاط اوسئ. دلته د خوندیتوب ځینې لارښوونې دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ته د Buy Nothing  ګروپ څخه د توکو ورکولو یا اخیستلو پرمهال هیڅ ډول زیان نه رسي:

  1. تاسو کولای شۍ چې یو عام ځای د لیدو لپاره غوره کړۍ، مګر اکثره  خلک د اسانتیا لپاره په کور د توکو کې اخیستل یا ورکول غوره ګڼي.

2. که چیرې تاسو په کوم ځای کې ناسته کول غواړۍ، نو خپل یو ملګری د ځان سره وړلو فکر وکړۍ د همرا په حیث او مهدارنګه  نورو ته ووایاست چې تاسو چیرته ځئ.

3. د هغه چا د فېسبوک حساب وګورئ چې تاسو ورسره معامله کول غواړۍ. که دا کس درته د باور وړ نه ښکاري نو تاسو اړتیا نه لرۍ چې ورسره معامله وکړۍ.

هیچا ته هم خپل شخصي معلومات مه ورکوئ لکه ستاسو پته، د زیږون نیټه، مالي معلومات، پیژندنه او نور…….

– All Images by pch.vector on Freepik