English     |     دری

این صفحه دارای منابع زیر است تا به شما در خدمات حمل و نقل در سپوکن کونتی ارائیه نماید

Spokane County

 د موټر چلولو جواز او د موټر ثبت کول

د موټر چلولو د جواز دفترونه

تاسو کولای شۍ چې د پورته ذکر شوي لینک په استعمال سره د جواز ورکولو هغه دفترونه پیدا کړۍ چې دوۍ د ازموینې، د موټر ثبت کول، د لایسنس ويشل او نور مهم خدمات وړاندې کوي. کله چې تاسو خپل د خوښې ښار ځانته وټاکه، نو ددې څخه وروسته به تاسو ته ددوۍ د اړیکو معلومات، ادرس او د کاري ساعتونو وختونه او همدارنګه نور تازه معلومات چې دوۍ ېې لري تاسو ته وړاندې کړي.

د دفتر لپاره د انتظار وختونه کیدای شي ډیر اوږده اوسي، او بعضې دفترونه شاید اوس بند هم اوسي. نو ددې لپاره ښه لاره دا ده چې تاسو باید ددې ډول دفترونو سره ددې لینک څخه په استفادې سره ځانته د مخکې څخه د ملاقات وخت ونیسۍ. ددې لپاره چې تاسو د  DOL دفتر سره د ملاقات وخت ونیسۍ، نو تاسو به لاندې شیانو ته ضرورت ولرۍ:

 

  • ستاسو د ملاقات څه وجه ده
  • کوم خدماتو ته تاسو ضرورت لرۍ
  • هغه ځای چې تاسو پکې ملاقات کول غواړۍ
  • ستاسو د ملاقات تاریخ او وخت
  • ستاسو نوم، د تلیفون شمیره، بریښنالیک او نور اضافه نوټونه

که چیرته تاسو اضافه مرستې ته اړتیا لرۍ، نو دلته د DOL دفتر د خدماتو اړوند ځنۍ لارښوونې دي چې کله تاسو ددغه دفتر څخه لیدنه کول غواړۍ.

 

د سپوکان کاونټي د لایسنس دفترونه

Spokane

  • ادرس: 9107 N Country Homes Blvd Spokane, WA 99218
  • Phoneد تلیفون شمیره : 509.482.3882
  • Faxفکس : 509.482.3889

 

Spokane Valley

  • ادرس: 12801 E Sprague Ave Spokane, WA 99216-0700
  • Phoneد تلیفون شمیره : 509.921.2358
  • Faxفکس : 509.921.2361

د موټر چلوونکو د روزنې ښوونځي

د موټر چلوونکو د روزنې پروګرام به تاسو ته ټول هغه هدایات وړاندې کړي، چې کوم د واشنګټن ایالات لپاره ضروري دي. په بعضې موقیعتونو کی حتی د امتحان خدمات هم وړاندې کیږي، نو تاسو ضرورت نه لرۍ چې د DOL دفتر سره د ملاقات لپاره ځانته مهالویش جوړ کړۍ. په یوه مکمل کورس کی به لاندې شیان شامل وي.

  • د 30 ساعتونو په اندازه په صنفونو کی د هدایاتو اخیستل(په ورځ کې اعظمي 2 ساعته)
  • کم از کم د 6 ساعتونو لپاره عملي موټر چلول(په ورځ کې اعظمي 1 ساعت)
  • لږترلږه د1 ساعت لپاره د ایشترینګ مشاهده

دغه لینکونه په سپوکان کاونټي کی د موټر چلوونکو د روزنې د ښوونځیو د خدماتو اړوند دي.

 

ستاسو د شخصي موټر اخیستل او بیمه کول

 د موټر اخیستل  

د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې د ځان لپاره سم موټر واخلۍ. کله چې تاسو په واشنګټن ایالت کی د ځان لپار موټر واخیست، نو دوۍ به ستاسو سره د کاغذونو په انتقال کی مرسته وکړي. تاسو کولای شۍ چې په مختلفو ښارونو کی هم د موټر لپاره تلاش وکړۍ، ددې لپاره که چیرته تاسو ښه او ارزانه موټر ځانته پیدا کړۍ.

: د موټر اخیستلو هغه لینکونه چې په سپوکان کاونټي کی موجود دي

 په شخصی ډول

  •  محلي موټر پلورونکي پیدا کړۍ )
    • د پورته لینک څخه په استفادې سره تاسو کولای شۍ چې محلي موټر پلورونکي د هغوۍ د zip code په واسطه وپلټۍ. دغه یوه ډیره ښه منبع ده، چې تاسو د موټرو موجودیت او د هغوۍ قیمتونه وپلټۍ. بعضې موټرونه شاید لیست شوي نه اوسي، نو تاسو کولای شۍ چې زنګ ووهۍ او یا هم د موټر پلورونکو سره لیدنه وکړۍ کوم ډول موټر ددوۍ سره شتون لري.
    •  

انلاین

لارښوونه: کله چې تاسو په آنلاین بڼه موټر اخلۍ نو باید ډیر محتاط اوسۍ. دلته په کمه اندازه داسې پالیسۍ موجودي دي چې د موټر د کیفیت تضمین وکړي.

 

 د موټر بیمه کول

پورته ذکر شوې لینک به له تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپل موټر بیمه او هغه ایجینسۍ پیدا کړۍ چې دغه خدمات وړاندې کوي. د بیمې محلي ایجینسۍ بعضې وخت په مستقیمه توګه د یوه خاص بیمې کمپنیو سره کار کوي، مګر ځنې ېې ستاسو سره مرسته کوي ترڅو ځانته موټر واخلۍ او بیمه ېې کړۍ.  ستاسو په سیمه کی د لوړ قیمت بیمې په اړه لټون کول یوه ډیره مناسبه لاره ده. په یاد ولرۍ: چې تاسو باید د موټر چلولو پرمهال د بیمې ثبوت له ځان سره ولرۍ.

ه سپوکان کاونټي کی د موټر د بیمې د لټولو لینکونه

 په شخصي ډول

د ټیټ اوسط نرخونه

Connect Cards

Spokane Transit

ایجینسیو ته پیسې ورکړۍ. کله چې تاسو د Connect Account حساب ځانته جوړ کړ، نو تاسو بیا کولای شۍ چې خپل حساب ته پیسې اضافه کړۍ، خپل کارت ترتیب کړۍ او خپل موبایل استعمال کړۍ که هر چیرته تاسو ددې کارت څخه استفاده کول غواړۍ.

د پور ته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

  • Get a Card In Person or By Mail
  • د کونیکټ کارت حساب جوړول
    • تاسو باید خپل لومړنې او وروستنې نوم، بریښنالیک، یو د یادولو وړ پاسورډ او دوه د محافظت پوښتنې که چیرته ستاسو څخه پاسورډ هیر شي.
    • تاسو کولای شۍ چې خپلې پیسې چيک کړۍ، کولای شۍ چې پیسې اضافه کړۍ، کولای شۍ چې د خپل کارت د ورکیدو او غلا کیدو په صورت کی report وکړۍ. او همدارنګه د اتوماتو خدماتو څخه ګټه پورته کړۍ چې ستاسو په کارت کی پیسې خپله راشي.

بسونه

Spokane Transit

Spokane Transit په سیمه کی د 15 څخه زیاتې د بسونو لیکي وړاندیز کوي. د 2023  کال د جولای په 15 پیل کیږي. دوۍ همدارنګه د سیسټم وړاندې کوي چې دوۍ عموما په ښار کی د سپوکان پورې مربوط سیمو کی خدمات وړاندې کوي.

: ددې خدماتو اړوند لینکونه

 

Travel Washington

دغه ډول بسونه عامه د ترانسپورت خدمات وړاندې کوي د Spokane څخه تر Kettle Falls پورې، او ددې ایالت کلیوالې سیمي سره نښلوي او په ټول سیاټل خپلې لیکي لري.

د پورته ذکر شويو د بسونو خدماتو او ریل خطونو پورې مربوط لینکونه:

اورګاډی

 په سپوکان کاونټي کی د اوګاډي تمځای

Spokane Station

  • :ادرس221 West 1st Avenue, Spokane, WA 99201-3704
  • Phone د تلیفون شمیره : (800) 872-7245

 

Amtrak

Amtrak د ټول هیواد په کچه د ساحل څخه ساحل ته د ریل خدمات وړاندې کوي. د Empire Builder د ریل لینونه په مستقیم ډول په سپوکان کاونټي کی خپل خدمات وړاندې کوي. تاسو کولای شۍ چې د نورو لینونو سره هم وصل شۍ او کولای شۍ چې په ټول هیواد کی مختلفو ځایونو ته سفر وکړۍ.

د پورته ذکر شوي خدماتو اړوند لینکونه

ونپول

Spokane Transit

د Vanpool خدمات د هغو خلکو لپاره ډیر ګټور دي چې په یوه معینه سیمه کی د کار کولو لپاره تګ او راتګ کوي. ددې لپاره چې د vanpool خدماتو ته لاسرسې پیدا کړۍ نو ددې لپاره دغه شیانو ته ضرورت دی( د غوښتنلیک مرحله، د موټر چلوونکي لایسنس، bookkeeper او د سپرلیو ترمنځه د ارتباط چینلونه تر څو د سفر لپاره ورته مهالویش جوړ شي. که چیرته تاسو ددې پروګرام په دلچسپي لرۍ، نو د خپل نږدې ګاونډي او یا هم هغو خلکو سره چې په دې کی دلچسپي لري مشوره وکړۍ او ددې پروګرام په اړه یو ځای زده کړه وکړۍ.

 

د سپوکان کاونټي د نپول میټرو اړونده لینکونه

Rideshare Apps

دغه apps تاسو ته اجازه درکوي ترڅو د خپل موبایل له لارې خپل منزل ته سفر مهالویش کړۍ. هغه د ټکسي خدمات چې تاسو ورته زنګ وهۍ لاندې هم ذکر شوي دي:

: د سپوکان کاونټي اړوند ددې خدماتو

لینکونه

موټرسایکلونه او سکوټرې

په زیاتره سیمو کی په سرکونو باندې د موټرسایکلونو لپاره ځانګړې لیکي وجود لري ترڅو استفاده ترې وشي. په دې لارو کې د لنډ سفرونو لپاره د موټرسایکل او سکوټر په کرایه هم ورکول کیږي په هغه صورت کی چې د سړک د خوندیتوب قوانینو اطاعت وکړي د همیشه لپاره د موټرسایکل لپاره ځانګړې خولۍ واغوندۍ او د خپل شاوخوا څخه ځان خبرداره ساتۍ. کولای شۍ چې نور معلومات په دغه while obeying road safety laws لینک کی وګورۍ.

دغه د موټرسایکلونو، د سفر پلان او کراېې اړوند نورو پروګرامونو لینکونه دي چې په کینګ کاونټي کی موجود دي:

که چیرته تاسو پیاده مزل کوۍ نو تاسو به پیاده لارو، پاخه sidewalks او نور مختلفو عامه ترانزیت ته په ټول county کی لاسرسې ولرۍ. د دوه یا څو کسانو سره یوځای پیاده مزل کول یوه ډیره ښه لاره ده چې خپل ځان محفوظ  کړۍ. تاسو باید د ترافیکو څخه ځان خبرداره کړۍ  ترڅو خپل ځان او هغه څوک چې ستاسو په شاوخوا کی دي محفوظ کړۍ، کله چې تاسو د سرک څخه تیریږۍ او یا هم سرک سره نږدې سفر کوۍ.

په سپوکان کاونټي کی د پیاده لارو او محافظت لینکونه

  • د پیاده تګ اساسی قوانین
    • که چیرته sidewalk شتون ولري، تاسو باید د هغې څخه کار واخلۍ
    • تاسو باید د ترافیکي اشارې مراعت کړۍ، او که چیرته د سړک څخه د تیریدو اشارې موجودي وي نو د هغې څخه هم استفاده وکړۍ.
    • ه چیرته دغه پورته شیان موجود نه وي، نو تاسو باید ترافیکو ته مخامخ د سړک په چپ طرف مزل وکړۍ.
  •  د پیاده تګ نقشه او سرچینې

– All Images by pch.vector on Freepik